درېیمه لار
په انګلستان کې، د درېیمې لارې سوسیال دیموکرات پلوی توني بلېیر ادعا وکړه، چې د هغه د ملاتړ اړوند سوسیالیزم د سوسیالیزم له دودیزو مفاهیمو نه توپیر لري، او ویې ویل:«زما ډول سوسیالیزم د هغو ارزښتونو یوه ټولګه ده، چې د ټولنیز عدالت اړوندو مفاهیمو پر بنسټ ولاړ دی... سوسیالیزم د اقتصادي جبر د یوې سختې بڼې په توګه او په سم شکل سره پای ته رسیدلی دی». بلېیر هغه د «سوسیالیزم» په نامه یاد کړی اوهغه سیاست په کې شامل دی، چې وګړي یې په ټولنیز ډول له یو بل سره تړلي پېژندلي او د ټولنیز عدالت، ټولنیز یووالي، د هر وګړي لپاره مساوي ارزښت او مساوي فرصتونو ملاتړ کوي. د درېیمې لارې سوسیال - دیموکراتیک تیوریسن انتوني ګیدنز ویلي، چې: درېیمه لار، د سوسیالیزم دولتي سوسیالیستي نظریه او مفهوم ردوي او د هغه پرځای د سوسیالیزم هغه نظریه مني، چې د انتوني کراسلیند په وسیله د اخلاقي نظریې په توګه بلل کیږي اوسوسیال دیموکراتیک حکومتونه د متداوم اخلاقي سوسیالیزم په توګه بولي. د ټولنیزې هوساینې او نورو پالیسیو په چمتو کولو او دغه راز د سرمایه دارۍ د غیر عادلانه عناصرو په له منځه وړلو سره معاصر سوسیالیزم د تولید د یوې طریقې په توګه د سرمایه دارۍ د له منځه وړلو اړتیا لپاره د مارکسیزم ادعا ته وده ورکړه. په ۲۰۰۹ز کال کې بلېیر په ښکاره توګه، له«نوې سرمایه دارۍ»نه خپل ملاتړ اعلان کړ.[۷][۸][۹][۱۰] درېیمه لار، په ټولنه کې د لا ډېرې برابرۍ غوښتنې د تعقیب ملاتړ کوي، ترڅو د مهارتونو، وړتیاوو او تولیدي امتیازاتو توزیع کولو او وېش ته وده ورکړي. دغه راز په ورته وخت کې دې موخې ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه د عوایدو بیا توزیع کول ردوي. متوازنې بودیجې ته په ژمنتیا ټینګار کوي، همدارنګه د مساوي فرصتونو په چمتو کولو هم ټینګار کوي، چې له شخصي مسؤلیت سره یوځای کیږي او دغه راز تر نهایي حده ټیټې کچې ته د دولتي واک غیرمرکز کولو، د دولتي او خصوصي مشارکتونو په وده او هڅولو، د کاري ځواک د وړاندې کولو په ښه والي، د بشري پراختیا په برخه کې په پانګونې او د ټولنیزې سرمایې او چاپېریال په ساتنې او پراختیا هم ټینګار کوي. په دې توګه، د درېیمې لارې اړوندو پالیسو په اړه ځانګړي تعریفونه ښایي، د اروپا او امریکا تر منځ ډېر توپیر ولري. [۱۱][۱۲] درېیمه لار، د نورو ټولنیزو ډیموکراتانو او دغه راز د انارشیستانو، کمونستانو او په ځانګړي توګه د دیموکراتیکو سوسیالیستانو په وسیله له کیڼ اړخو ارزښتونو سره د خیانت په توګه تر سختو نیوکو لاندې راغلې ده، چې د نوي لیبرال غورځنګ ځینې شنونکي بیا درېیمه لاره په اغیزمنه توګه مشخصوي. درېیمه لار د ځینو محافظه کارانو، کلاسیکو لیبرالانو او هغو آزادۍ غوښتونکو په وسیله هم تر نیوکو لاندې راغلې چې د آزادانه سرمایه دارۍ دفاع کوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲] بیاکتنه[سمول]سرچینه[سمول]درېیمه لار، د یوې اصطلاح په توګه، په تیرو څو پیړیو کې د بېلابېلو سیاسي بهیرونو او ایدیولوژیو د تشرېح او بیانولو لپاره کارول شوې ده. دا ایدیولوژۍ او نظریات د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د پرمختګ کوونکو په وسیله پلي شوو. دا اصطلاح په ۱۹۵۰مه ز لسیزه کې یو ځل بیا د المان د اوردو لیبرالي اقتصاد پوهانو، لکه: ویلهلم روپک په وسیله وکارول شوه، چې په پایله کې د ټولنیز بازار اقتصاد اړوند مفهوم د پراختیا لامل شوه. روپک (Röpke) بیا وروسته له دې اصطلاح څخه ځان لرې کړ او د ټولنیز بازار اقتصاد یې د آزاد بازار اړوند اقتصاد د پرمختګ په معنا کې د لومړنۍ لارې په توګه راوست. [۲۳][۲۴] د ۱۹۶۸ز کال د پراګ د پسرلي په لړکې د اوتاشیک په نامه اصلاح غوښتونکي اقتصاد پوه په هېواد کې د سیاسي لیبرالي کولو او ډیموکراتي کولو د یوې برخې په توګه د درېیمې لارې اقتصادي اصلاحاتو وړاندیز وکړ. په تاریخي شرایطو کې د ټولنیزې حساسي سرمایه دارۍ په پرتله دا ډول وړاندیزونه د لیبرالي کولو مرکزي پلان شوي اقتصاد په توګه ښه تشریح کېږي، د ټولنیزې حساسي سرمایه دارۍ هغه برخه ده، چې په غربي نړۍ کې د درېیمې لارې سیاستونه د هغه په وسیله پېژندل کېږي. په ۱۹۷۰یمه او ۱۹۸۰یمه ز لسیزو کې د ایټالیا د کمونست ګوند مشر، اینریکو برلینګوئرد داسې یو لیدلوري ملاتړ وکړ، چې سوسیالیستي ټولنه د ریښتینې سوسیالیزم په پرتله ډېره تکثرپالونکې وه، چې په عمومي توګه د رسمي کمونیستي ګوندونو په وسیله یې ملاتړ کېده، حال دا چې له اقتصادي پلوه له سوسیال دموکراسۍ نه مناسب لیدلوری و. دا په کمونیستي غورځنګ کې د یوروکمونیزم د پراخ تمایل یوه برخه وه او دغه راز له مسیحي ډیموکراتانو سره د برلینګویر د تاریخي جوړجاړي د تعقیب لپاره یې یو نظري بنسټ برابر کړ.[۲۵] هارولد مک میلان، چې له ۱۹۵۷ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کاله پورې، د بریټانیا صدراعلظم و، هغه د خپل حکومت فلسفه د هغه څه پر بنسټ تنظیم کړې وه، چې په ۱۹۳۸ز کال کې یې د منځنۍ لار په نامه خپل کتاب کې خلاصه کړې وه. [۲۶] معاصره کارونه / استعمال[سمول]د درېیمې لارې سیاست د انتوني ګیدنز په آثارو،لکه: د عصريتوب پایلې (۱۹۹۰ز)، عصریت او ځان پیژندنه (۱۹۹۱ز)، د خواخوږۍ بدلون (۱۹۹۲ز)، د کیڼ او ښي اړخونو بهیر (۱۹۹۴ز کال) او سوسیال ډیموکراسي (۱۹۹۸ز) کې د درېیمې لار نوي کېدل لیدل کیږي. ګیدنز د کیڼ او ښي اړخونو بهیر په اثر کې د بازار سوسیالیزم نقد کوي او د بیا جوړ شوي رادیکالي سیاست لپاره یو شپږ بنسټ لرونکی چوکاټ جوړوي، چې لاندې ارزښتونه په کې شامل دي:[۲۷][۲۸]
په درېیمه لارکې ګیدنز هغه چوکاټ وړاندې کوي، چې په هغه کې درېیمه لار توجیه کېږي، چې ګیدنز یې د رادیکال مرکز په نامه هم یادوي. سربېره پر دې، دا اثر د سیاسي وړاندیزونو یوه پراخه لړۍ وړاندې کوي، چې موخه یې د هغه څه ارایه کول دي، چې ګیدنز یې د بریتانیا په سیاست کې «پرمختللی مرکزي– کیڼ اړخ» بولي.[۲۹] بېل کلینتون په ۱۹۹۲ ز کال کې د جمهوري ریاست لپاره د خپلو ټاکنیزو مبارزاتو په لړ کې د درېیمې لارې اړوند نظریاتو نه ملاتړ وکړ.[۳۰] درېیمهلار داسې تعریف شوې ده:درېیمه لار، د خپلو پلویانو په وسیله یې د سرمایه دارۍ او هغه څه لپاره چې درېیمه لار د سوسیالیزم د دودیزو بڼو په توګه بولي، لکه د مارکسیستي او دولتي سوسیالیزم لپاره د یو الترناتیو «مرکزیت اړوند رادیکال» په توګه ملاتړ کېږي. دا سازمان د اخلاقي سوسیالیزم، اصلاحاتو او تدریج پلوۍ ملاتړ کوي، چې د پانګونې د بشري کولو، مختلط اقتصاد، سیاسي کثرت پلوي او د لیبرالي ډیموکراسۍ ملاتړ کول په کې شامل دي. [۳۳] سرچينې[سمول] |
- ↑ Bobbio, Norberto; Cameron, Allan (1997).Left and Right: The Significance of A Political Distinction. University of Chicago Press. p. 8. ISBN 0-226-06245-7. ISBN 978-0-226-06245-7.
- ↑ "BBC News — UK Politics — What is the Third Way?". BBC News. 27 September 1999. نه اخيستل شوی 16 June 2019.
- ↑ Edsall, Thomas B. (28 June 1998). "Clinton and Blair Envision a 'Third Way' International Movement". The Washington Post. p. A24. Retrieved 19 July 2020.
- ↑ Whyman, Philip (2005). Third Way Economics: Theory and Evaluation. Springer. ISBN 978-0-2305-1465-2.
- ↑ Richardson, James L. (2001). Contending Liberalisms in World Politics: Ideology and Power. Lynne Rienner Publishers. p. 194.
- ↑ Lewis, Jane; Surender, Rebecca (2004). Welfare State Change: Towards a Third Way? Oxford University Press. pp. 3–4, 16.
- ↑ Hastings, Adrian; Mason, Alistair; Pyper, Hugh (2000). The Oxford Companion to Christian Thought. Oxford University Press. p. 677.
- ↑ Freeden, Micharl (2004). Liberal Languages: Ideological Imaginations and Twentieth-Century Progressive Thought. Princeton University Press. p. 198.
- ↑ Giddens, Anthony (1998). Beyond Left and Right: The Future of Radical Politics. Cambridge, England, United Kingdom: Polity Press. pp. 71–72.
- ↑ "Speech by Tony Blair at the 'New world, new capitalism' conference". Tony Blair Office. Archived from the original on 10 March 2013.
- ↑ Lewis, Jane; Surender, Rebecca (2004). Welfare State Change: Towards a Third Way? Oxford University Press. p. 4.
- ↑ Rosenau, Pauline Vaillancourt (2003). The Competition Paradigm: America's Romance with Conflict, Contest, and Commerce. Lanham, Maryland, United States; Oxford, England, United Kingdom: Rowman & Littlefield Publishers, Inc. p. 209.
- ↑ Black, Bill (28 March 2013). "Gender Wage Gap is Shrinking - Male Wages are Going Down" Archived 9 July 2017 at the Wayback Machine.. The Real News Network. Retrieved 31 March 2013.
- ↑ Black, Bill (10 January 2013). "Third Way's" "Fresh Thinking": The EU Is Our Model for Austerity". The Huffington Post. Retrieved 10 January 2013.
- ↑ Black, Bill (3 March 2013). "Seriously? New York Times Calls Wall Street Front Group "Center-Left" Archived 15 August 2018 at the Wayback Machine.. AlterNet. Retrieved 3 March 2013.
- ↑ Barrientos, Armando; Powell, Martin (2004). "The Route Map of the Third Way". In Hale, Sarah; Leggett, Will; Martell, Luke (eds.). The Third Way and Beyond: Criticisms, Futures and Alternatives. Manchester University Press. pp. 9–26. ISBN 978-0-7190-6598-9.
- ↑ Romano, Flavio (2006). Clinton and Blair: The Political Economy of the Third Way. Routledge Frontiers of Political Economy. 75. London: Routledge. ISBN 978-0-415-37858-1.
- ↑ Hinnfors, Jonas (2006). Reinterpreting Social Democracy: A History of Stability in the British Labour Party and Swedish Social Democratic Party. Critical Labour Movement Studies. Manchester University Press. ISBN 978-0-7190-7362-5.
- ↑ Lafontaine, Oskar (2009). Left Parties Everywhere?. Socialist Renewal. Nottingham, England: Spokesman Books. ISBN 978-0-85124-764-9.
- ↑ Corfe, Robert (2010). The Future of Politics: With the Demise of the Left/Right Confrontational System. Bury St Edmunds, England: Arena Books. ISBN 978-1-906791-46-9.
- ↑ Bashan, Patrick (5 November 2002). "Is the Third Way at a Dead End?". Cato Institute. Archived from the original on 13 June 2007. نه اخيستل شوی 7 July 2007.
- ↑ Veal, A. J. (2010). Leisure, Sport and Tourism, Politics, Policy and Planning. pp. 34–35. ISBN 9781845935238.
- ↑ Romano, Flavio (2006). Clinton and Blair: The Political Economy of the Third Way. Routledge Frontiers of Political Economy. 75. London: Routledge. p. 2. ISBN 978-0-415-37858-1.
- ↑ Röpke, Wilhelm (1951). Die Lehre von der Wirtschaft, Erlenbach-Zürich (in German). pp. 56–59.
- ↑ Sassoon, Donald (July 1984). "Berlinguer: architect of Eurocommunism" (PDF). Marxism Today. Communist Party of Great Britain. نه اخيستل شوی 14 November 2016.
- ↑ Macmillan, Harold (1938). The Middle Way: A Study of the Problem of Economic and Social Progress in a Free and Democratic Society. London: Random House.
- ↑ Bryant, Christopher G. A.; Jary, David (2003), "Anthony Giddens", in Ritzer, George (ed.), The Blackwell Companion to Major Contemporary Social Theorists, Malden, Massachusetts Oxford: Blackwell, ISBN 9781405105958
- ↑ Bryant, Christopher G. A.; Jary, David (2003). "Anthony Giddens". Chapter 10. Anthony Giddens. Wiley. pp. 247–273. doi:10.1002/9780470999912.ch11. ISBN 9780470999912. Extract.
- ↑ Giddens, Anthony (1998). The Third Way: The Renewal of Social Democracy. Polity Press, pp. 44–46. ISBN 9780745622668
- ↑ Kelly, Michael (26 September 1992). "The 1992 Campaign: The Democrats; Clinton Says He's Not Leaning Left but Taking a New 'Third Way'". The New York Times. p. 7. Retrieved 10 July 2020.
- ↑ Arora, N. D. (2010). Political Science for Civil Services Main Examination. Tata McGraw-Hill Education. pp. 9, 22.
- ↑ "BBC News — UK Politics — What is the Third Way?". BBC News. 27 September 1999. نه اخيستل شوی 16 June 2019.
- ↑ Arora, N. D. (2010). Political Science for Civil Services Main Examination. Tata McGraw-Hill Education. pp. 9, 22.