پښتو اوسنى شعر
د پښتو اوسنى شعر د شلمې زېږدي پېړۍ له راپيليدو سره پيل شو. دا وخت پښتو شعر د موضوع او جولې دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا كړل.
د پښتو شعر په دې موضوعي او ښكلي بدلون كې كورني او بهرني عوامل اغېزمن وو. پښتو شعر له هماغه پيله د ژوند شعر وو او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه پكې راغبرگېدل. په ۱۹ زېږدي پېړۍ كې انگريزانو دوه ځلي پر افغانستان تېرى وكړ او د دواړو تېريو په پايله كې يې غاښ ماتوونكې ماته وخوړه او دغې سکالو (موضوع) په پښتو شعر كې ژور غبرگون وموند. انگريزانو د افغانستان د خوړلو لپاره د ۱۹ پېړۍ په پاى (۱۸۸۳ زېږدي) كې د افغانستان په زړه كې د ډېورنډ د ناولې كرښې په تېرولو سره موجوده افغانستان د خپل لاسپوڅي پاچا امير عبدالرحمن خان په لاس كې وركړ او د تحت الحمايه حكومت له لارې يې اداره كاوه. تر ډيورنډ كرښې ها خوا سيمې يې په برتانوي هند ورگډې كړې او تر خپل سيده ښكيېاك لاندې يې راوستې.
د هېواد دغه ظالمانه وېش د هېواد روښاندي او دراك زامن ودرول او په لره او بره پښتونخوا كې د مبارزې احتجاج، قيام او پاڅون لپاره تابيا كېدله. پښتو شعر له همدې وخته په لره او بره پښتونخوا كې د آزادۍ د شعار په توگه خپل غږ راپورته كړ او د خپلواکۍ غوښتنې په نوي مضمون سمبال شو.
په افغانستان كې د ۲۰ پېړۍ له راپيليدو سره د افغانستان مستبد او زورواک (ديكتاتور) پاچا امير عبدالرحمن خان مړ شو او د هغه د تعليميافته، خو عياش زوى امير حبيب الله خان په پاچا كيدلو سره د هېواد روښاندو د نسبي سياسي تنفس زمينه ومونده او د رسنيو او سياسي مبارزې له لارې له كورني استبداد او بهرني ښكيېاکه د خلاصون لپاره راولاړ شول. پر ۱۹۰۶ زېږدي كال په افغانستان کې د سراج الاخبار په نامه یوې چاپي رسنۍ په کار پيل وکړ، خو د لومړۍ گڼې تر خپریدو وروسته یې د چاپ مخه ونيول شوه. تر دې وروسته پر ۱۹۰۹ ز كال د مشروطيت غورځنگ په نامه يو سياسي گوند جوړ شو، خو مستبد حكومت د بهرني ښكېلاك په نغوته د دغه غورځنگ سرلاري او غړي اعدام او بنديان كړل. بيا هم روښاندو په بله بڼه خپل روښاندي كار ته دوام وركړ او پر ۱۹۱۱ ز كال علامه محمود طرزي د سراج الاخبار افغانيه په خپرولو سره فكري مبارزه پيل كړه. په دغه اخبار كې علامه محمود طرزي د پښتو د ښكېلاك ضد او ويښوونكو شعرونو خپرول پيل كړل. دا شعرونه دلته هم لوستل كېدل او د ډيورنډ كرښې ها خوا هم د پښتونخوا خپلواکي غوښتونكو لوستل او لاس په لاس گرځيدل. له دې سره جوخت پر ۱۹۱۰ ز كال ارواښاد راحت زاخيلي هم په پېښور كې د افغان جريدې په خپرولو سره د هغه ځاى د شاعرانو د استعمار ضد او آزادي غوښتونكو شعرونو په خپرولو لاس پورې كړ. له دې سره په پښتو شعر كې د روڼتابه نوې دوره پيل شوه او د سکالو له مخې په نوې روحيه او نوي مضمون پښتو شعرونه وويل شول.
تر دې وخته پښتو شاعرۍ د بڼې له پلوه زاړه قالبونه درلودل. له زرگونو كلونو راهيسې د پښتو شعر يوه برخه په ولسي صنفونو او ژانرونو لكه لنډيو، نارو، سروكيو او نورو كې ويل كېده. يوه برخه يې لرغونې سندرې وې، لكه د امير كروړ، بېټ نيکه، بختيار كاكي او نورو پاړكي. بله كورنۍ يې د عاميانه شاعرۍ وه لكه چاربيتې، بدلې، مقامونه، پگتۍ او نور. بله برخه يې له عربي نه په راغلو قالبونو كې ويل شوي شعرونه ول، لكه بوللې، غزلې، مثنوي او نور. په ۱۹ ز پېړۍ كې د هندي شاعرۍ د مقامونو قالبونه او راگونه لكه بيرمي، پاړي، كليان او نور پښتو شاعرۍ ته راغل ول.
د موضوع له نويوالي سره د شعر د زړو قالبونو د ماتولو هڅه هم پيل شوه او په دې ترتيب د موضوع او بڼې له پلوه په پښتو شعر كې بدلون او ان اوښتون راغى.
كله چې د پښتو نوي شعر لړۍ علامه محمود طرزي په خپل اخبار كې پيل كړه، انگريزي ښكيلاك سخت ټكان وخوړ، ځكه دا اخبار په لره پښتونخوا كې هم لوستل كېده او پښتانه يې د انگريزي ښكيلاك پر ضد پارول. هغه وو چې انگريزانو خپل لاسپوڅي واكمن امير حبيب الله خان ته له برتانوي هنده رسمي ليكونه راولېږل چې د پښتو شعرونو خپرول دې په سراج الاخبار افغانيه كې بند شي. حكومت به علامه محمود طرزي ته د پښتو شعرونو خپرولو امر وكړ، خو طرزي به څه وخت د پښتو شعرونو خپرول وځنډول او تر دمې وروسته به يې يو ځل بيا يو پښتو شعر چاپ كړ او يو ځل بيا به له برتانوي هند نه د انگريزي ښكېلاك د احتجاج غږ راپورته شو. دى به بيا يو وخت غلى وو او د فرصت په برابرۍ به يې يو ځل بيا پښتو شعر چاپ كړ او دې يو گام پر شا او دوه گامه پر مخ سياست تر هغه دوام وكړ، چې پر ۱۹۱۹ ز كال د افغانستان ځوان ټولواك اعليحضرت غازي امان الله خان له پاچا كېدو سره سم د افغانستان بشپړه خپلواكي اعلان او ترلاسه كړه.
په سراج الاخبار كې لومړنى چاپ شوى پښتو شعر د مولوي صالح محمد هوتك وو، چې د ۱۹۱۴ ز كال د جون پر ۲۵ نېټه د عبدالرحمن خان لودين له يوې يادونې سره خپور شو. د مولوي صالح محمد هوتک د شعرونو خپريدلو دوام وكړ او د ۱۹۱۴ ز كال په پاى كې، چې د لومړۍ نړيوالې جگړې په ترڅ كې انگريزانو د تركيې د اسلامي هېواد پر ضد لښكر كشي كوله، د افغانستان ملت يې سخت وپاراوه. انگريزانو هڅه كوله چې افغانستان بې طرفه پاتې شي او د افغانستان له تر لاس لاندې امير نه يې د بې طرفۍ ژمنه واخيسته، د سراج الاخبار د ۱۲۹۴ لمريز كال د وري د ۲۶ نېټې په گڼه كې د مولوي صالح محمد هوتک د يوه شعر خپرېدلو، چې پكې راغلي وو:
انگريزان تلولي كړل، د افغانستان بې طرفۍ ته يې په شك وكتل، لومړى يې په برتانوي هند كې د اخبار د دې گڼې د خپريدلو مخه ونيوله، بیا يې د برتانوي هند فارن سكرټري د صوبه سرحد چيف كمشنر ته وليكل: « د كابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى. څرنگه چې شعر په پښتو دى، نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد كې هم نشر شي، نو په برتانوي هند كې د سراج الاخبار د اپرېل د ۱۶ گڼې د خپريدو مخه ونيسئ!» ورپسې يې د انگليس د ((سي . آى . ډي)) يانې څارگرۍ سروال (استخباراتو رييس) ته راپور وركړ او بيا نو د هند مرستيال واکمن (وايسرای) د افغانستان امير ته يو له سرټكونې ډك ليك وليكه، څو د سراج الاخبار غوسمنه ژبه بنده كړي. تر لاس لاندې امير ځواب وركوي چې د سراج الاخبار مدير ته ويل شوي چې پاروونكي مطالب نشر نه كړي او همدا وو چې په سراج الاخبار كې د پښتو نشراتو لومړۍ څپه غلې شوه. څرنگه چې علامه محمود طرزي ته د دې كار دوام د سراج الاخبار په مرگ تماميده، نو ځكه يې مصلحتاً د څه وخت لپاره د پښتو شعرونو خپرول وځنډول. سراج الاخبار د ۱۲۹۴ لمريز كال په غويي كې د پښتو يو بل بادرده او هېوادپال همكار وموند. دا ځوان د سراجيه ښوونتون (دارالمعلمين) مدير غلام محي الدين افغان وو، چې خپلې د وطن د مينې ترانې يې ورته وسپارلې:
|