صالح محمد هوتك
مولوي صالح محمد هوتك (زوکړه، ۱۲۶۹ لمريز لېږدي کال، کندهار - د ۱۳۳۹ ل ل کال د وږي ۴، کابل) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، ليکوال، ژورناليست ، ټولنيز او سیاسي شخصيت وو.
مخينه
[سمول]مولوي صالح محمد هوتك پر ١٢٦٩ لمريز لېږدي کال په كندهار كې زيږیدلی وو. مولوي صاحب ته د كندهار د ښوونې او روزنې او مطبوعاتو د پلار لقب هم وركړل شوي دی. خدای بښلی هوتك څو اړخيز شخصيت وو، اديب، شاعر، ليكوال او سياستپوه وو. د كندهار ولايت د طلوع افغان د مهالنۍ بنسټگر او لومړنی پازوال مدير وو.
د مولوي صالح محمد هوتك گڼ شمېر ليكنې او شعرونه په سراج الاخبار مهالنۍ كې خپرېدې. ددغې مهالنۍ پازوال مدير خدای بښلی محمود طرزي وو چې د غازي امیر امان الله خان د واکمنۍ په دوره کې هم خپريده.
صالح محمد هوتك د شورا(ولسي جرگې) په نهمه او لسمه دوره كي د كندهار د خلکو وكيل وو. وروسته يي ددغې شورا د ناييب چارې هم مخ ته بيولې. مولوي صيب د يو لنډ مهال لپاره د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د پښتو ژبې ښوونكی هم وو.
مړينه
[سمول]مولوي صالح محمد هوتك د ١٣٣٩ ل ل كال د وږي پر ٤ په كابل كې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]۱- د مولوي صالح محمد هوتک کلیات، ترتیب او لمنلیکونه د محمد معصوم هوتک، د ۱۳۹۷ ل ل کال چاپ.
اخځليک
[سمول]۳- http://m.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/20876[مړه لينکونه]