محمد معصوم هوتک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد معصوم هوتک

محمد معصوم هوتك (په انگرېزي: Muhammad Masoom Hotak) د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاگل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى .

زده کړې

لومړنۍ زده كړې يې د خپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي او تر دوولسم ټولگي پورې يې په ميرويس لېسه كې زده كړې كړي او لوړې هغه يې له حقوقو پوهنځي څخه پيل كړې او بيا يې د كابل پوليتخنيك د ودانۍ انجنيرۍ په څانگه کې په زده کړو بوخت شو ، خو دا زده کړې د ناروغۍ له کبله نيمگړي ترې پاته شوې، تر هغه وروسته يې د كندهار عالي دارالمعلمين او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى ولوست . د دې ترڅنگ يې ديني زده كړې هم كړې دي. د تاريخ په برخه کې هم لیکنې او تبصرې کوي .

دندې

رسمي دنده يې د كندهار په ختيځ لېسه كې د ښوونكي په توگه پيل كړې، سربېره پردې يې په نورو څانگو كې هم يو لړ دندې درلودې. لومړنى شعر يې پر ١٣٤٣ ل كال په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شوى دى، د ښاغلي هوتك ځينې شعرونه د "څرك" په نامه هم خپاره شوي دي. د ښاغلی معصوم هوتك شعر پر ټولنيزو مسايلو راڅرخي، د مانا له مخې يې په خپل شعر كې يو لړ ملي او افغاني ارزښتونه رابرسېره كړي او هڅه كوي چې هنري معيارونه هم اوچت وساتي. په جلا وطنه چاپېريال كې د فرهنگپالو او فرهنگيالو افغانانو ترڅنگ ښاغلی هوتك هم ځينو هڅوبي فرهنگي غونډو کې برخه اخلي . په خپله هم خپلو ادبي او فرهنگي كارونو ته دوام وركوي، چې په دې برخه كې يې په هماغه پردي او اغزن چاپېريال كې هم څو كتابونه ليكلي او خپاره كړي ېې دي. ښاغلی هوتک د١٩٩٢ زېږديز کال راپه دې خوا د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د خپلې کورنۍ سره يو ځای ژوند کوي .

چاپ شوي اثار

  1. سرامني اوښکي ــ شعري مجموعه ـــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي
  2. پاشلي ويناوي ــ د مولوي صالح محمد هوتك ـــ سريزه اوحاشيې ــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي (يادونه : مولوي صالح محمدهوتک زما د مور پلار دئ)
  3. د ميرزاحنان بارکزي دېوان ــ سريزه ــ سمون اولغتنامه اوخطاطي ــ ١٣٧٠ ل = ١٩٩١ ز. کراچي
  4. پوخ کاڼی ــ پټه خزانه يوواقعيت دئ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو
  5. احمدشاهي کندهار ـــ لومړی چاپ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو
  6. ميرزاعبدالودودهوتک ـــ ١٣٧٧ ل = ١٩٩٨ ز . صحاف نشراتي موسسه
  7. پښتني قبيلې اوروايتي شجرې ــــ ١٣٧٩ ش = ٢٠٠٠ ز. دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني
  8. ښکاراوکندهار ـــ ١٣٨٢ ل = ٢٠٠٣ ز. صحاف نشراتي موسسه
  9. درنه کورنۍ ( دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ ) ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٣ ز. دعلامه حبيبي دڅېړنومرکز
  10. د پولادي اميرترسيوري ﻻندي ـــ دفرانک مارتين ليکنه ــ پښتوژباړه ـــ ١٣٨٣ ل ــ دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني
  11. بحرالعلوم ــ ددوست محمدخټک ـــ لومړی ټوک ـــ سريزه ــ سمون اوحواشي ــ ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٤ ز. صحاف نشراتي موسسه
  12. روڼي شپې ـــ شعري مجموعه ــ ترچاپ ﻻندي ـــ صحاف نشراتي موسسه
  13. شين سترگي مستخدمين په افغانستان کي ـــ څوقسطه په گوربت مجله کي ــ په کتابي بڼه ترچاپ ﻻندي ــ صحاف نشراتي موسسه
  14. ملاامير ديوان سريزه ، ترتيب ، تحشيه دکندهارمجلې ضميمه چاپ
  15. ميرويس نيکه- دارواښادعبدالروف بينوا،سريزه ، تحشيه اوله سره کتنه دافغانستان دکلتوري ودې

ناچاپ اثار

  1. د لوی احمد شاه بابا دېوان ـــ دڅوخطي اوچاپي نسخوله مخي ـــ سريزه ـــ سمون اولغتنامه
  2. د هوتکونوميالي ـــ
  3. د بې ادبه ادب څېړنه
  4. پرتليزکليز ــ دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه
  5. د غره او د وره ( ژوندپېښي )
  6. کچکول ـــ دمقالومجموعه ــ ٣ ټوکه
  7. د افغانستان انتالوجي ( ١٠٠٠ مخه ) ټايپ سوې نسخه يې دبيهقي کتاب چاپولو په موسسه کي خوندي وه .اوس يې حال نلرم .
  8. کندهاري سرداران
  9. دمخلص کندهاري دکلام لغوي ز يرمه
  10. ساندي ( مرثيې)
  11. تتمه البيان دسيدجمالدين افغان- سريزه ، تحشيه
  12. دکندهارياداښتونه (دوه ټوکه) دعلامه رشاد، ترتيب ، سريزه اوبشپړ وني
  13. .صاحبزاده عمرجان
  14. دشمس الدين کاکړ دې وان سريزه، تصحيح ، لمنليکونه ، لغتنامه
  15. دلويديځي لهجې لغتونه

سرچينې

باندنۍ تړنې