لر او بر (وېبپاڼه)
انټرنټي پته | http://www.larawbar.com |
---|---|
د وېبځي ډول | علمي، خبري، هنري، ادبي او مالوماتي انټرنټي رسنۍ او ټولنيزه وېبپاڼه |
د کارولو وړ ژبه(ژبې) | پښتو (په پارسي ژبه هم ليکنې خپروي) |
خاوند | د لر او بر ټولنيز بنسټ |
بنسټ ايښودونکی | عبدالله احسان |
د پېل نېټه | ۲۰۰۷ کال |
لر او بر (په انگرېزي: larawbar.com) يوه افغاني وېبپاڼه او د وېبلاگونو يو توکبنسټ دی چې د ۲۰۰۷ کال د سېپتمبر له ۱۹ مې نېټې نه راپدېخوا په بېلابېلو موضوعگانو باندې ليکنې، څېړنې او نور مالومات خپروي. دغه وېبپاڼه د پښتو ژبې لپاره ځانگړې شوې خو په دري او انگريزي ژبو يې هم يو شمېر ليکنې خپرې کړي.
پېښليک
لر او بر ويبپاڼه په نړۍ او لوی افغانستان کې د پښتنو تر منځ د اړيکو د پراختيا، يووالي او يو موټي کېدو ته د رسيدو په لاره کې د هڅو او خدمت په موخه د دې ويبپاڼې د بنسټگر عبدالله احسان تر څه ناڅه يو کلن هاند و هڅو او د پښتو ژبې له زيات شمېر ليکوالو، پوهانو او خواخوږو سره تر سلا مشورو وروسته د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر پر ۱۹ - نېټه د پښتو ژبې د نومياليو عالمانو، پوهانو او ملي شخصيتونو په لاس د معاصر افغانستان د ۲۶۰ – مې کاليزې په وياړ د يوه جوړ شوي نړيوال علمي سيمينار په ترڅ کې د جرمني هېواد په هورت ښار کې پيل شوه. د لر او بر ويبپاڼې مرکزي دفتر په هالنډ کې دی او همداراز د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او د افغانستان او پاکستان په لويو ښارونو کابل، پېښور، کندهار، کوټه، ننگرهار او يو شمېر نورو ځايونو کي سيمه ايزې څانگې، استازي، قلمي همکاران او خبريالان لري.
د وېبپاڼې بنسټگر
د لراوبر وېبپاڼې بنسټگر ښاغلی عبدالله احسان دی .
د پاڼې په هکله نور مالومات
د وېبپاڼې تگلاره
باندنۍ تړنې
Domain Name: larawbar.com Updated: 1 hour ago - Refresh
Registrar: TUCOWS.COM CO. Whois Server: whois.tucows.com Referral URL: http://domainhelp.opensrs.net Archived 2011-11-19 at the Wayback Machine. Status: clientTransferProhibited, clientUpdateProhibited
Expiration Date: 2014-09-05 Creation Date: 2007-09-05 Last Update Date: 2010-08-02
Name Servers: ns1.ipower.com ns2.ipower.com See larawbar.com DNS Records
Information Updated: Sat, 19 Nov 2011 17:56:43 UTC
سرچينې
باندنۍ تړنې
سرچينې
- http://www.larawbar.org/details.php?id=1 Archived 2011-03-20 at the Wayback Machine.