اشرف مفتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اشرف مفتون (زوکړه د ۱۹۱۵ زېږدي کال شاوخوا - مړینه؟) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر وو.

مخينه[سمول]

اشرف مفتون د ۱۹۱۵ زېږدي کال په شاوخوا کې د پښتونخوا د چارسدې په سیمه کې زېږېدلی او یو فلسفی شاعر دی. هغه د پښتو ادب د شلمې پېړۍ یو له سترو شاعرانو څخه دی، او په تېره بیا د دې پېړۍ په دوهمه نیمایي کی یې داسې آثار ولیکل چې د پښتو د شعر له تاریخ سره به د تل لپاره ژوندي پاته وي. د انسانیت، د غرور او عظمت مین دی. په پاکۍ او ایماندارۍ پسې سرې سترگې گرځي او د احساس په دنیا کې به داسې موضوع نه وي چې هغه د خپلو شعرونو قالب ته راوړې نه وي، او ورباندې غږېدلی نه وی. په دې سلسه کې یې هغه شعر د توجه وړ دی چی د بېلتون په نوم یې لیکلی دی.

میا سيد رسول رسا، چې پخپله هم شاعر او مشهور محقق لیکوال وو، د اشرف مفتون «د شاعر دنیا» په نوم شعري مجموعې باندی د مقدمې په ترڅ کی لیکي چې د مفتون صاحب دنیا د خوبونو دنیا ده. هغه د دې حقیقي زړه چاودي او زهره چاودي دنیا مردم ازار مخلوق نه بېزاره دی او چېرته خیالي دنیا کې په جنتي او معصومو خوبونو کې غرق، د دنیا له خلکو پټېدل غواړی، او د حسن او عشق په رڼینیو کې د آسماني نړۍ د دلفرېب منزلونو ترمنځ، د زړه د پټو ارمانونو پوره کېدل غواړی. دا یو کیفیت زموږ شاعر په شل رڼه رڼینو مختلفو شکلونو بیا بیا پېش کړی دی.

په هغه غزل کی چې اشرف مفتون خپل ځان د هر څه مالک بولي او فکر کوي او یا یقین لري چې د خوشالۍ انتها او هغه صحرا له ده سره ده چې ټوله نړۍ یې تلاښ کوي او یا په ډېر غرور سره وایي چی د خیال پرواز د زړه گداز او د ژوند ساز ټول له ده سره دي. د اشرف مفتون د کلام زور له ورایه ښکاري. هغه موږ ته نه وایي چی دا غزل یې کله لیکلی دی، خو څرنگه چې میا سید رسول رسا په دغه وخت کی هغه ته زلمی شاعر وایي، نو موږ ویلای شو چې دا به یې د پاخه زلمیتوب کلام وي. پوخ زلمیتوب هم ځکه ورته وایو چی هغه خپل کلام د مجموعې په توگه چاپ ته سپارلی او مشهورو لیکوالانو او څېړنکو د یوه ښه شاعر په توگه پېژندلی دی.

د اشرف مفتون شاعري د یوه ویښ وجدان ږغ دی. هغه د شعر په قلمرو کې هیڅ مسله نه ده پرې ایښې او چې په زړه کې یې هر سوال گرځېدلی دی نو هغه ته یې په ډېره بې پروایي د خپلې خوښې سره ځواب ورکړی دی. دی پخپله د «کاواکۍ» په نوم مجموعې په نوم مقدمه کې لیکي چې زه ژوند پرست او انسان پرست یم. زه انساني ژوند د هر قسمه غیر ضروري قید و بند، ظلم زیاتي نه ازاد او بې نیازه غواړم. که د انسان په سترگو مذهبي تعصب پردې خورې کړې وي، نو ما به یې ورته پام کړی وي. که په ده د خپل اقتدار د خاطره چا د مشرۍ کوښښ کړی وي، نو ما به سکونډلی وی. که ته په ځای د سپورو ریشتیاوو، ښایسته دروغو خوند ورکړی وي، نو ما به یې تعریف کړی وي. که دې د زر لالچ شمکوره کړې وي، نو ما به ورته د مینې ډېوه بله کړې وی. که دی مې د غلطو رسمونو رواجونو په زولنو کی لیدلی وي، نو ما به ورته د زولنو د شلولو تلقین کړی وی. او هم د دغو جذباتو احساساتو په رڼا کې ما کاواکي لیکلی دی او گرانو لوستونکو همدغو جذباتو احساساتو په رڼا کې به یې لولي.

د اشرف مفتون د شعر یو کمال کی فلسفی رڼ او ژور توب دی او بل کمال یې د ښایست سره سادگي ده. د هغه کلام د پښتو ژبې د نورو لویو شاعرانو په څېر هم له مفهومه ډک دی او هم یې پوهېدل نږدې هر لوستونکي ته اسان دی. د هغه شاعري فطري او طبیعي ده. هغه پخپله د وږمې په نوم ټولگه باندې د مقدمې په ترڅ کې لیکي چې زما په خیال شاعري د زور څیز نه دی؛ دا د تاثر څیز دی. د دې لپاره ما د وږمې په هر غزل باندې تاریخ لیکلی دی، ځکه چې لوستونکو ته مالومه شي چې نن کوم شعرونه ما لیکل هغه هفته وړاندی ما ولې نه لیکل. یا سږ کال چې زه څه لیکم دا دوه درې کاله مخکې ما ولې نه لیکل. خو تاثر او الهام نه وو، ځکه دا شعرونه هم نه ول. د اشرف مفتون شعر الهام دی او هغه له خلکو سره د دغه الهام په شریکولو کې هیڅ بدنیتي او تنگ نظري نه ده کړې.

مدني اکر[سمول]

د شعر بېلگې يې[سمول]

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- کاواکۍ (شعري ټولگه).

۲-د شاعر دنیا (شعري ټولگه).

۳- وږمه (شعري ټولگه).


اخځليک[سمول]

۱- https://www.tolafghan.com/articles/20220

۲- https://pashtonwriters.webs.com/