فضل حق شيدا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فضل حق شیدا (زوکړه د ۱۹۱۰ زېږدي کال د جون لومړۍ، چارسده - مړینه؟) د پښتو ژبې يو ليکوال او شاعر وو.

مخينه

فضل حق شیدا د ۱۹۱۰ زېږدي کال د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د چارسدې سيمې د محمود اباد نومي کلي د عبدالصمد خان کره زېږېدلی دی. پر ۱۹۲۷ ز کال له لسم ټولگي څخه فارغ او پر ۱۹۳۲ ز کال يې د پېښور اسلامي پوهنتون پای ته ورساوه. تر دې وروسته یی د بي ټي او پارسي ایم ای ازموينې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې. هغه په گڼو ادارو کې په ښه شان خپل خدمات وړاندې کړي دي. د اطلاعاتو په نياوتون (محکمه) کې د ریاست پر څوکۍ پاتې شوی دی.

شاعر او ليکوال شیدا نظم او نثر دواړه لیکلي دي. د جمال الدین افغاني په نوم نامتو کتاب يې په نثر کې ليکلی دی. د کلام ټولگه یې د «اسویلي» په نامه چاپ شوې ده. فکر یې لوړ، ژبه یې خوږه او سوچه وه.

د شعر بېلگې يې

غزل

هر یو کاڼی په کیمیا باندی زر نه شو - هر یو څاڅکی په صدف کې گوهر نه شو

که مې سل ځله اوچت کړه په هوا کې - بې وزرو کې پیدا څه وزر نه شو

د لیدو د شوقه دواړه زما سترگې - دومره ډکې شوې چې هیڅ پرې نظر نه شو

د نښتو ارزو پخپله بوتلو جال ته - دا مارغه په دام کې گیر په هنر نه شو

که مې هر څومره په زوره ژړا وکړه - خو مجلس وو همه کوڼ پرې اثر نه شو


مړينه

روح یی ښاد او یاد یی تل پاتې.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- جمال الدین افغاني.

۲-اسویلي (شعري ټولگه).

اخځليک

۱- https://pashtonwriters.webs.com/ Archived 2020-10-31 at the Wayback Machine.‎