محمد صديق پسرلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
استاد محمد صديق پسرلی
محمد صديق پسرلی

استاد محمد صديق پسرلى (د ۱۳۰۷ لېږديز لمريز کال وری، غزني - د ۱۳۹۲ ل.ل کال د مرغومي ۲۲، هند)(د ۲۰۱۴ ز کال د جنوري ۱۲) (په انگرېزي: Mohammad Seddiq Pasarly) د پښتو ژبې د غزليزې شاعرۍ يو تکړه شاعر او ليکوال وو چې د کورنۍ نژدې ټول غړي يې فرهنگيان دي.

مخينه

محمد صدیق پسرلی د رمضان خان زوی پر ۱۳۰۷ لمریز کال په وري میاشت کې د غزني ولايت د قره باغ په لویه کلا کې زېږېدلی دی. د ژوندانه لومړي څلور کاله يې په خپل زېږنځاى او پلرني کلي کې تېر کړل، تر دې وروسته بيا له خپلې کورنۍ سره د کندوز ولايت ته کډه شو.

زده کړې

محمد صديق پسرلي خپلې لومړنۍ زده کړې د کندوز ولايت په شېرخان لېسه کې سر ته ورسولې. د ځوانۍ ټول عمر يې د کندوز ولايت په چهار دره کې تېر کړ، چې د شعر لومړنى څرک يې هم په همدې سيمه کې د ادب د غرونو په څوکو لگېدلی دی. د څه کار او بار لپاره يې د هېواد مرکز کابل ښار ته مخه کړه خو تر څه مودې وروسته، کله چې په هېواد کې د کورنيو جگړو اور بل شو، دى هم د ډېرو نورو افغانانو په څېر له هېواده کډې کولو ته اړ شو او د پاکستان هېواد ته يې مخه کړه.

ادبي او هنري فعاليت

كه څه هم محمد صديق پسرلى په اوسني پېر كې د هندي سبك لاروى شاعر گڼل كېږي، خو په شعرونو كې د جوت فكر او پيغام شتون دى د يوې جلا لارې او سبك څښتن شاعر راپيژني، ځكه د ده شعر پر ښكلاييز اړخ سربېره جوت مانيز اړخ هم لري او دا هغه خصوصيت دى، چې ډېرى ادبپوهان يې د لويو شاعرانو خاصه او ځانگړنه بولي.

د دغه شاعر شاعري کلاسيک سبک لري، شاعري يې په فطرت كې گډه ده. پخپله ښاغلی پسرلى هم په همدې نظر وو او ښه شاعري هغه شاعري گڼله، چې فطري وي:

داسې ډېر خلك وينم، چې په ډېر كم عمر باندې شعر وايي او ډېر خلك دي، چې تر ډېره عمره يا كاله پورې كوښښ كوي، خو بيا هم يو شعر نه شي ويلاى. زه د دې خبرې طرفدار يم، چې بعضې خلك فطري شاعران دي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي، خو بعضې خلكو ډېر تحصيل هم كړى وي، ډېر كوښښ هم كوي، ډېر زحمت هم وباسي، ان داسې خلك مې ليدلي، چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تېروي او بالاخره په ظاهره په غزل كې يې كوم نقص هم نه وي، خو ليكن هيڅ خوند نه لري او دا ځكه چې دى فطري شاعر نه دى

په کډوالۍ کې فرهنگي خدمت

پسرلی پر ۱۳۵۹ ل کال پېښور ته مهاجر شو او د شپيتمو كلونو په لومړيو كې يې د سپېدې په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ ل کاله پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه. بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. پر ۱۳۷۷ ل کال كډون كابل ته راغى او په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت شو.

صديق پسرلى او نور ادبي ځېلونه

تر دې ځايه زموږ بحث د استاد پسرلي د غزل په اړه و او هغه مو د غزل سالار شاعر په توگه وپېژانده، خو هغه يوازې د غزل شاعر نه دى، بلكې قصيدې، څلوريزې، نظمونه او منظومې يې هم ليكلي دي. په لنډو ټكو كې كه ووايو، استاد پسرلي د شعر په ټولو قالبونو كې شاعري كړې او په ټولو كې يې د خپل شاعرانه قوت ثبوت وړاندې كړى دى. پير محمد کاروان همدا خبره كوي: «پسرلى صاحب غزل هم ليكي، قصيده هم ليكي او نظمونه هم. كه په ځير سره وگورو داسې ډېر كم شاعران پيدا كېږي، حتي كه ووايم ډېره ناممكنه ده، چې هغه دې په دې ټولو قالبونو كې خپل شعريت برقرار وساتي. موږ ته ډېر لوى لوى شاعران معلوم دى، چې هغوى به ښه غزل ليكي، مثلا حمزه بابا، چې واقعا د پښتو غزل عظيم شاعر دى، غني خان ډېر بهترين نظمونه لري، خو غني خان ورسره تر څنگ غزل نه لري. حمزه بابا نظمونه ليكلي دي، خو د حمزه بابا ټول نظمونه، چې دي هسې نه دي لكه د هغه غزلې، خو پسرلى صاحب هغه شاعر دى، چې هم قصيده، هم غزل او هم هغه نور قافيه وال نظمونه په ډېر عجيب انداز ليكي.»

محمد اسماعيل يون هم په همدې نظر دى: «له غزل پرته، څلورېزې يې دي، چې د ډېر فكر انتقالونكې دي، خو ډېره زياته ښكلا، چې ده هغه د ده په غزلونو كې پرته ده او تر هغه وروسته په څلورېزو كې يې دې ښكلا ته تم كېږو.»

د پسرلي صاحب شعرونه له گڼو نورو ښكلاوو او باريكيو هم برخمن دي او په كار ده، چې افغان كره كتونكي او ادبپوهان پخپلو څېړنو كې دغه ښكلاوې او ځانگړنې رابرسېره او د دغه حقدار او نوميالي شاعر حق په ځاى كړي.

مدني اکر او کورنۍ

محمد صديق پسرلي څلور زامن لري، چې امان الله ساهو، عصمت څاروان، اېمل پسرلی، اجمل پسرلی او اسد الله غضنفر نومېږي.

مړينه

استاد محمد صديق پسرلي د ۱۳۹۲ لمريز کال د مرغومي پر ۲۲ د هند د ډيلي ښار په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له لامله د ۸۵ کلو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې .

چاپي نښيرونه يې

د دغه نوميالي شاعر او ليكوال دا لاندې نښيرونه چاپ شوي دي:

۱- كوكچه، د شعرونو لومړۍ مجموعه، د ۱۳۳۰ ل ل کال بدخشان چاپ.

۲- د يوناني شاعرې بېلټس ترانې (ژباره) د ۱۳۳۰ ل ل کال چاپ.

۳- د وطن وير (د شعرونو دويمه ټولگه) د پاسني په مستعار نامه، د ۱۳۶۱ کال چاپ.

۴- لېونی باد، (د طنزونو ټولگه)، د ۱۳۶۲ ل ل کال چاپ.

۵- داسې هم وو، (د لنډو کيسو ټولگه).

۶- سره غالۍ، (د لنډو کيسو ټولگه).

۷- نن، پرون او سبا (بولـله).

۸- گيتانجلي، د رابندراناټ ټاگور اثر (ژباړه).

۹- پسته اور، (د څلوريزو ټولگه).

۱۰- زمری (منظومه).

۱۱- ماته شپيلۍ (د شعرونو ټولگه).

۱۲- د نی کوڅه (د شعرونو ټولگه).

۱۳- كوچى ملا (ناول).

۱۴- بخملي صحرا (ناول)

۱۵- د لمر كجاوه(د شعرونو ټولگه).

۱۶- غزل بڼ.


باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. کليد راډيو
  2. بهير ويبپاڼه
  3. http://www.pasarlay.com/?p=789[مړه لينکونه]
  4. http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/01/140112_im_mohammad_sediq_pasarly_died.shtml