عصمت څاروان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عصمت څاروان

عصمت څاروان (په انگرېزي: Esmat Sarwan) يو افغان خبريال، ژباړن، ليکوال او سيندکښونکی دی. نوموړی د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې د خبريال او وياند په توگه دنده پرمخ بيايي.

مخينه

عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د افغان ليکوال او شاعر، محمد صديق پسرلي زوى، د بي بي سي خبريال او کيسه ليکونکو اېمل پسرلي، اجمل پسرلي او د کره کتونکي او ادبپوه اسدالله غضنفر ورور دی. هغه زيات وخت په ايران، کابل او اروپا کې تېر کړى دى.

زده کړې

څاروان خپلې لومړنۍ زده کړې د کندز په ولايت کې کړي دي، دوولسم ټولگی يې د کابل له غازي لېسې او د ليسانس سند يې د پېښور له پوهنتونه ترلاسه کړی دی. په ژورناليزم کې ماسټري لري.

دندې

عصمت الله څاروان ډېر کلونه په پېښور کې په هېواد اوونيزه کې د مرستيال چلوونکي دنده ترسره کړه ، ورپسې يې د ايران په تهران راډيو کې کار کاوۀ. اوس د چېک جمهوريت په پلازمېنه پراگ کې له ازادي راديو سره په کار بوخت دی .

فرهنگي فعاليت

ښاغلي څاروان ډيرې ژباړې کړي او گن شمير کتابونه يې چاپ شوي دي . د دوی انگليسي پښتو جيبي ډکشنري چې په ١٩٩٠ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې وه تر اوسه څو ځلې په بيا بيا چاپ شوې ده . دغه راز ځينې کيسې او د انگريزي ژبلوست کتابونه يې په پېښور کې چاپ شوي دي . دوی د نژدې ١٠٠ زرو انگريزي پښتو پر ډکشنرۍ هم کار بشپړ کړی چې لا چاپ شوې نه ده . ښاغلي څاروان يو ناول هم له انگريزي پښتو ته ژباړلی چې په لنډ وخت کې چاپيدونکی دی .

چاپ شوي اثار

  1. انگليسي پښتو جيبي ډکشنري
  2. نوی ميتود ، انگليسي گرامر
  3. انگليسي معلم
  4. د لقمان حکيم کيسې
  5. د بهلول دانا کيسې
  6. خطونه سرخطونه
  7. پښتو اينډ انگليش فريز بوک ( انگليسي ژبه نيويارک چاپ )
  8. دري انگليسي فريز بوک ( انگليسي ژبه په نيويارک کې چاپ )
  9. د ژورناليزم قاموس

سرچينه

  1. ليکوال ويبپاڼه