د آزادۍ راډيو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لايسنس ښارپراگ
د خپرولو سيمهپه ټوله نړۍ کې
د لومړنيو خپرونو نېټه۳ د ز. کال
بڼهد بهرنيو ژبو راډيويي خپرونې
خاوندکينډۍ:چېک
وېبپاڼهRferl.org

آزادي راډيو د چک جمهوريت په پلازمېنه پراگ کې فعاليت کوي، چې د افغانستان لپاره يې خپرونې د نوي حکومت له پيله پيل کړې دي. په پښتو او دري ژبو خپرونې لري. ويبسايټ هم لري.

د ازادۍ راډيو پښتو خپرونې[سمول]

د آزادي راډیو نښان

د آزادۍ راډيوټول خبريالان يا د دې راډيوهمکاران بايد دا اصول په پام کې ونيسي

دقت[سمول]

دآزادۍ راډیوژورنالستان به تروسه وسه هڅه کوي چې دانترنت له لارې دوړاندې کېدونکومطالبو په شمول یې درست راپورونه اوخبرونه دقیق اوکره وي.که په کوم مشخص مورد کې شک یا اختلاف موجود وي ،خبري معلومات باید لږترلږه د دوو خپلواکوسرچینوپراساس برابرشي . دآزادۍ راډیو\ازادې اروپا خبریالان اوژورنالیستان داسي مطالب نه خپروي چې د اوازو یا ناتایید شویومعلوماتوپراساس وي. که په کوم مطلب کې تېروتنه وشي ، نوژرترژره به یې اصلاح کړي .

بېطرفي[سمول]

معلومات له واقعیتونوسره سم وړاندې کېږي چې د پېښو اومسایلوپه هکله دخلکودپوهېدو سطحه لوړه شي اوکوم لورته له تمایل اوتحریفه پرته وضاحت په منځ کې وي . دآزادۍ راډیوخبریالان به په دقت سره مخالف یا متفاوت نظرونه په داسي ډول وړاندې کوي چې په ټولومسلوکې یې انډول ساتلی وی .که د راپورداڼدول ساتلولپاره د یوې ډلې یا شخص نظرمهم وي اوهغه له څه ویلو ډډه کوي ، مناسبه ده چې په راپورکې یې یادونه وشي . آزادي راډیو د واکمنې یا مخالفې ډلې، تنظیم، تجارتي یانوروسازمانونویا کوم مذهبي شخصیت په شمول ،که هغه په داخل کې وي یا خارج کې، د هیڅ سیاسي گوند ملاتړ نه کوي.اونه د کومې سیاسي ،قومي یا مذهبي نظریې تبلیغ،تایید یا سپارښتنه کوي .

تحلیل، تبصره اوسرمقاله[سمول]

ټول راپورونه اونور مطالب باید دموضوع دسابقې په باب ضروري معلومات اوتوضیحات ولري چې له اورېدونکي سره دموضوع په ښه پوهېدواود وړاندې شویومعلوماتود نتیجوپه رسولو کې مرسته وکړي.ژورنالستان بایدخپل شخصي قضاوت یا نظرپه راپورونوکې شامل نه کړي . په مجموع کې باید له تبصروډډه وشي.ازادي راډیو غوره بولي چې شخصي نظریې وڅېړل شي .دازادۍ راډیوکارکوونکي یوازې په استثنايي مواردوکې په دې شرط تبصرې لیکلی شي چې مخکې ترمخکې دخپرونو رييس یامرستیال ورسره موافقه کړې وي .هغه تبصرې ،چې له راډیو دباندې یې نورکارپوهان لیکي، باید دازادۍ راډیوپرمسلکي معیارونو برابرې وي .

د درناوي اصل ،نرمه اومعتدله ژبه[سمول]

د ازادي راډيو په پراگ کی

د خپرونو وړاندې کوونکي اودمطالبو لیکونکي باید تل له نرمې اومعتدلې ژبې کارواخلي چې دټولوانساني حقونوته د درناوي داصل درعایتولواودمنطقي دلایلوپراساس دمتمدن سلوک ښکارندوی وي.په خپرونو اومطالبوکې باید داسي مواد شامل نه وي چې د کوم چا یا ډلې مذهبي،قومي، اجتماعي – اقتصادي یا کلتوري باورونوته سپکاوی گڼل کېږي اوباید په ټولومطالبوکې د احترام اوادب معیارونه رعایت شي. په مطالبواوخپرونو کې باید داسي موادشامل نه وي چې لمسوونکي وي یا تاوتریخوالوته دخلکواحساسات پاروي .د ناکراریو یا د کړکېچن حالت په اړه خپرونې باید انډولې اود حقیقت پراساس وي .

بې طرفي[سمول]

آزادي راډیود دیموکراسۍ اوبشري حقونوملاتړکوي چې په دیموکراتیکوهیوادونوکې عام دی.خوله دې سره سره ازادي راډیودکومې ځانگړې پالیسۍ یا قانون ملاتړنه کوي اونه هم کوم مقام ته دچا د انتخابېدو یا انتصابېدوملاتړ کوي . ازادي راډیولکه څرنگه چې په هیلسنکي کې د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د کنفرانس په وروستي سند کې ویل شوي دخپل برخلیک په باب د خلکودحقوقوملاتړکوي.خو له دې سره سره د ازادۍ راډیوخپرونې اومطالب باید د بېلتون غوښتونکویا تجزیه غوښتونکوتایید اوملاتړ ونه کړي . ازادي راډیوله نړیوالومنل شویواصولواونورمونو سره سم دټولوخلکو د سفراومهاجرت د ازادۍ ملاتړکوي.خو له دې سره سره به ازادي راډیوپه خپلو خپرونو اومطالبوکې خلک مهاجرت ته ونه هڅوي .

اخلاقي اصول[سمول]

دآزادۍ راډیوکارکوونکي اود دې راډیود پروگرامونوهمکاران باید په خپل سلوک اوچلند کې لوړاخلاقي اصول رعایت کړي. دوی باید له افرادو، ډلو، د دې راډیو د خپرونو د ساحې په داخل یا ورڅخه دباندې له سیاسي یا تجارتي موسسوسره په خپلواړیکوکې دشخصي گټو له شاملولوڅخه په خاص ډول ځان وساتي . دآزادۍ راډیوکارکوونکي اوهمکاران باید په هیڅ صورت د دې راډیوله نوم اواعتباره دشخصي گټواوشهرت لپاره کاروانخلي . د نورومعلوماتولپاره دشخصي اومسلکي گټودټکرپالیسۍ ته مراجعه وکړﺉ .

سرچينې[سمول]