ابو سعید فضل احمد غر
ابو سعید فضل احمد غر (زوکړه ۱۸۹۹ زېږدي کال، مردان - مړینه ۱۹۶۵ زېږدي کال) د پښتو ژبې، اردو او پارسي ژبو شاعر وو.
مخينه
[سمول]ابو سعید فضل احمد غر د مشهور ولي لله حضرت محمد عبد لله مسافر صحرايی زوی دی چې پر ۱۸۹۹ ز کال د مردان د سرو ډیرو په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د لاهور په باغبانپوره کې تر لسم ټولگي پورې وکړې او پر ۱۹۲۶ ز کال د حیدر اباد دکن ته ولاړ. هلته تر ۱۹۴۹ پورې د خپل ماما عبدالجبار کره اوسېده. هغه د پښتو اردو او فارسي ژبې شاعر دی. لومړنی تخلص یې (افغان) وو او په اردو شاعرۍ کې یې (کوهی) تخلص کړی دی.
د هغه ټول کلام په اتیا زرو اشعارو مشتمل دی، خو د هندوستان د ۱۹۴۷ زېږدي کال د خونړي فساد د سرو لمبو نه د هغه دیوان هم بچ نه شو. يوازې یې دومره وکړل چې خپل ځان او د شعرونو یوه وړه ټولگه کړای شوه.
هغه وو چې خپل پلرني ټاټوبي پېښور ته راغی. د ښاغلي همېش خليل په وینا پر ۱۹۵۲ ز کال د ولسي ادبي جرگې په یوه غونډه کې زما ملاقات ورسره وشو. د هغه د څیرې نه دا څرگندیده چې د زمانې د انقلابونو او گردشونو نه څومره تنزیدلی دی. د شعر او ادب د ترانو یو ډک رباب وو، چې د فرمایش په مضراب وچیړلی شو نو:
دنیا وايي له ما مینه بې وفا ده - ته په ما فاحشې باندې زړه مه کیږده
سپین دې وپوښته د ږیرې د سپین والي - اوس شپه نه ده سهر شوه ته ما پریږده
غر صاحب دغه یو قطعه وویله، سترگې یې پټې کړې خاموش شو.
یوه لحظه پس یې سترگې پرانستې، نو یو سوړ اسویلی یې وکړ، ناڅاپه پاڅېد او زموږ په ډیرو کوښښونو هم پاتې نه شو. غر ایسار نه شو، هغه ولاړ او داسې ولاړ چې بیا تر اوسه په نظر رانه غلو.
په پښتانه لیکوال نومې کتاب کې همیش خلیل زیاتوي: «ویلی شي چې څه وخت اعلیحصرت غازي امان الله خان د یورپ په سفر د تللو په موقعه بمبۍ ته ورسیدو، نو غر صیت د هغو په شان کې یوه قصیده وویله. اعلیحصرت د دغې قصیدې نه دومره متاثره شو چې ويی ویل: زه پښتو ژبه او ادب د غر صیب په حواله کوم خپله د ملک د اقتصادي حالاتو د ترقۍ د پاره به کوشش کوم.»
د فضل احمد غر د شعرو یوه وړه غوندې ټولگه د « گل کوهي» په نامه بمبۍ کې د افغان قونسل سردار غلام احمد خان په مرسته خلافت پریس بمبۍ کې په ړومبي ځل چاپ شوې ده، چې ورباندې په فارسۍ ژبه د «بخش من و تمهید کتاب» د سرخط لاندې مقدمه هم چاپ شوې ده.
همیش خلیل لیکي، غر صیب د خپل عمر په وروستيو کې خپل اشعار وسوځول او چې ایره شول نو ويي ویل: «دغو زه ډير بې ارامه کړی وم. اوس زه په ارام شوم.» بیا د دغې وینا نه یوه لحظه وروسته یې ساه ورکړه. دا کال ۱۹۶۵ زېږدي وو.»
د شعر بېلگې یې
[سمول]دا د سیند هره څپه وایي چې پاڅي
خوځول به دې د لاسو پورې باسي
په تدبیر چې د کوټې سوری بند نه کړې
دا تقدیر دی چې به هاغه کوټه څاڅي
……
په پښتو خبرې مونږ ته شرم ښکاري
تر دې حده قومیت زمونږه مړ دی
خپل وطن او ژبه پرې نه ږدې افغانه
چې هم دغه د قامي ترقۍ جړ دی
……
یا به خاورې په دې لاره کې وجود کړې
یا تر لاسه به افغانه خپل مقصود کړې
بې تکلیفه راحت چا نه دی موندلی
اول وکړه خپل نقصان هله به سود کړې
مړينه
[سمول]شاعر ابو سعید فضل احمد غر پر ۱۹۶۵ زېږدي کال له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]۱- گل کوهي (شعري ټولگه)، د بمبۍ چاپ.