سيد راحت الله زاخېلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

سید راحت لله زاخېلي (زوکړه ۱۸۸۴ زېږدي (۱۲۶۳ لمریز لېږدي) کال، نوښار - مړینه؟) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر وو.

مخينه

سيد راحت الله زاخېلي، چې د راحت الله راحت په نامه يې هم لیکوالي کړې، په راحت زاخیلي اوڅار دی، د سید فریح لله زوی دی چې پر ۱۸۸۴ زېږدي کال د نوښار په زاخېل کلي کې زېږېدلی وو. هغه لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې له خپل پلاره سید فريح الله څخه وکړې او وروسته بیا د دیني او ژبو پر زده کړو بوخت شو. هغه په پښتو، هندي، اوردو، پارسي، عربي او انگرېزي ژبو پوهېده او څېړونکی محمد آصف صميم وايي چې «د نورو ژبو د ادبياتو د لوستلو له لامله د راحت زاخېلي په لیکوالۍ کې ډېرې نوې نوې خبرې وینو.» هغه زیاتوي چې: «راحت زاخېلي نه يوازې نثر ليکلی، بلکې هغه ښه شاعر او ژورناليست هم وو.»

ښاغلي همېش خليل په پښتانه لیکوال کې د هغه په اړه لیکلي دي: «ابتدایی تعلیمات یې له خپل پلاره کړې دي د زده کړې لپاره له خپل هېواده بهر وتلی دی، عربي صرف، نحوه او د طب کتابونه یې ویلي دي. د خپل کشر ورور د مړینې په غم کې په ادیرو، شاړو، میرو سم شوی او بیا یې شعرونه لیکلي دي د راحت پلار چې د ده شعرونه ولیدل ورته یې وویل: تا د دې لپاره خپل لیونتوب په کاغذ کې ښکاره کړ چې نور خلک لیونیان کړې؟

د دې نه وروسته د یو پيرنگي ډاکټر پادري لین کاسټر سره د فقیرۍ په جامه کې اوسیده خو تر دوو میاشتو وروسته یې د یو سوال په ځواب کې هغه ته وویل: «ستاسو د کتابونو په کتنه زما په دماغ نوره هم تیاره خپره شوه» هغه یې پریښود او د قرآن شریف مطالعه یې په غور سره شروع کړه.»

د گذارې لپاره یې خطاطي کوله. پر ۱۹۱۰ ز کال یې د پښتو ناول «نتیجه عشق» ولیکه. د شاعر اقبال لاهوري «شکوه و جواب شکوه» یې په پښتو نظم ژباړلی دی. د خپل وخت پوهانو دی (افغاني اقبال) باله. پر ۱۹۲۲ ز کال یې د سعدي گلستان په پښتو کړ. پر ۱۹۳۰ ز کال یې یوه مجله د «ستړې مه شې» په نامه جاري کړه چې څه موده پس حکومت بنده کړه. تر دې وروسته یې په (فراینټریډوکیټ )اخبار کې پښتو ته خدمت کاوه. بیا د (افغان)اخبار کې مدیر شو. پر ۱۹۴۸ ز کال د «شهباز» ورځپاڼې د پښتو برخې مدیر شو. هغه ځینې ادیبان «په پښتونستان کې د خطاطانو بابا ادم او د ادیبانو لار ښوونکی» بولي او وایي چې «د زړې شاعرۍ واگي یې موجوده رنگ ته راگرځولي دي.»

حمزه شینواری وايي :«د بلې ژبې نه نثر په نثر او نظم په نظم په پښتو کې لکه چې راحت صاحب ترجمه کوي داسې بل ځوی پښتني دنیا لا نه دی پیدا کړی.»

ښاغلی عبدالروف بېنوا په اوسني لیکوال کې لیکي: «دا شاعر که یو خوا د پښتو د منظومو افسانو او داستان گويي استناد منلی شي، نو بل خوا د یو ستر ادیب حیثیت هم لري. د شعر او شاعرۍ په میدان کې د یوې ممتازې درجې او د غزلو، نظمونو، رباعیاتو او غیره عام فهمو او رنگینو اشعارو د یو څو مجموعو خاوند دی؛ کلام یې اکثر د شعري ښیگڼو حامل دی.»

د شعر يوه بېلگه

ولې په آه باندې زما به تن بدن نه سوزي چې په دې آه مې د ښایست چیرې لمن نه سوزي
سپرلی چې راشي په چمن کې نو ممکنه نه ده چې تندر پرې نه وځي زما پرې نشیمن نه سوزي
ستا په مجلس کې خو له ویرې نه ژاړمه نه چې په تودو اوښکو مې زړه د انجمن نه سوزي
ما د بېلتون د شپې سهر چیرته لیدلی نه دی بیا مې دې شمع تر قیامته په مدفن نه سوزي
ټوله دنیا چې شوه قایله د راحت په وفا نو بیا به ولې په خپل اور کې یې دښمن نه سوزي

مدني اکر

مړينه

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- ماه رخ (ناول)، پر ۱۹۱۲ زیږدي کال ليکل شوی دی.

اخځليک

۱- https://www.mashaalradio.com/a/25172701.html

۲- https://tatobaynews.com/archives/50958

۳- http://pashtoiswell.simplesite.com/424994291‎