عبدالخالق خلیق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالخالق خلیق (زوکړه ۱۸۹۵ زېږدي کال، نوښار - مړینه د ۱۹۷۸ زېږدي کال د جنوري ۲۶، پېښور)، د پښتو ژبې يو لیکوال، شاعر او د خدايي خدمتگارو د غورځنگ غړی وو.

مخينه[سمول]

حکيم عبدالخالق خليق پر ۱۸۹۵ زېږدي کال د نوښار د مانکي کلي په يوه خټکه پوهنيزه کورنۍ کې زېږېدلی وو. د پښتو ژبې غښتلی اديب، شاعر او ډرامه ليکونکی وو. د خليق صېب ژوند گڼ اړخيز لوري لري. طبابت، صحافت، سياست، طباعت، سوشل ورک، استازي، د کتابونو او څپلو کار و بار، ان چې د ټيکه دار د منشي دنده يې هم ترسره کړې ده. د پښتون د ښېگڼې او د پښتو ژبې د ودې سودا يې په سر کې لکه د مجنون لرله. هغه د خپلواکۍ د مشال پتنگ وو او د پښتون ولس د بېدارۍ، پرمختگ او خپلواکۍ د خوځښت يو ناټيکاوه سرتېرې پاتې شوی دی. د خپل ډېر اړخيز ژوند کيسه يې په خپل د «زه او زما زمانه» په بڼه ليکلې ده. د باچا خان د «انجمن اصلاح افاغنه» تر سيوري لاندې، چې کومه کليزه مشاعره پر ۱۹۲۷ زېږدي کال په اتمانزو کې شوې وه، هلته د هغه نظم د لومړۍ درجې جايزې وړ بلل شوی وو. مخفي صېب او د کوهاټ احمد گل دويمه او درېيمه درجې جايزې گټلې وې. خليق صېب پښتو ژبې ته ډېر درناوی درلود او لوی ارزېښت يې ورکاوه چې دا لاندې شعر يې شاهدي ورکولای شي:

زهر قاتل د غېر د جام آبِ حيات کې وينم

جادوگري د غېرو ژبو کرامات کې وينم

طبيبه ته که دارو کړې زما د ژبې وکړه

زه خپل ژوندون د خپلې ژبې په حيات کې وينم

عبدالخالق خليق پر ۱۹۳۰ ز کال د «خدايي خدمتگار» په نامه يوه ډارمه ليکلې وه او دغې ډارمې پر باچا خان دومره اغېز کړی وو چې خليق صېب ته يې د خپلې «پښتون» رسالې اداره وسپارله او هغه څو کاله په پښتنه مينه وپالـله. «شهيده سکينه» ېې يوه بله خوښه شوې ډرامه وه. خليق صېب د پښون سياست او باچا خان د ملگرتيا په دې اغزنه لار کې څو وارې د قېد و بند تکليفونه زغملې دي خو په خپله ژمنتيا (وفا) لکه غر داسې ولاړ پاتې شوی دی. خليق صېب د «اداره اشاعت سرحد» په نوم يو پبلشنگ هاوس هم چلولې دی چې د پښتو د ليک لوست ارزښتناک خدمتونه يې پکې کړي دي.

مړينه[سمول]

دغه لوی پښتون، ملي او ادبي شخصيت د ۱۹۷۸ زېږدي کال د جنوري پر ۲۶ له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د پېښور په وزير باغ کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- https://afghanexpress.wordpress.com/2016/11/05/%D8%AE%D8%AF%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%AE%D8%AF%D9%85%D8%AA%DA%AB%D8%A7%D8%B1%D8%8C-%D9%BE%D8%A8%D9%84%D8%B4%D8%B1-%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%D9%85%D8%AC%D9%86%D9%88%D9%86-%D8%B9/

۲-https://www.tolafghan.com/articles/13662‎