عبدالله جان اسير
عبدالله جان اسير (زوکړه د ۱۹۱۰ زېږدي کال د جولای ۱۴، مردان - مړینه د ۱۹۷۸ زېږدي کال د نومبر ۱۳) د پښتو ژبې ليکوال، شاعر او ډرامه ليکونکی وو.
مخينه
[سمول]عبدالله جان اسير د ۱۹۱۰ زېږدي کال د جولای پر ۱۴ د مردان په زيده کلي کې زېږېدبی وو. د پلار نوم يې مقرب خان (۱۸۹۰ - ۱۹۶۰) وو، چې يو لوستی او د سیمې سپين ږيری وو.
اسیر صاحب خپلې لومړنې زده کړې د کلي په مدرسه کې له ۱۹۱۶ ز تر ۱۹۲۱ زېږدي کاله پورې وکړې او څلورم ټولگی يې په امتيازي ډول پای ته ورساوه. تر دې وروسته د نوښار په اسلامي ښوونځي (اسلامیه های سکول) کې شامل شو. دوه میاشتې يې تېرې کړې وې چې په میعادي تبه (ټایفاييډ) ناروغۍ اخته شو. تبه يې اوږده شوه نو بېرته کلي ته ولاړ. دا مهال کې د کلي د مدرسې پوړۍ (درجه) فارسي لوير مډل ته اوچته شوه. یوه ورځ د تعلیم د محکمې افسر میر کریم بخش د ازموينې اخستو لپاره زېدې کلي ته راغی. اسیر هم د خپل پلار په سپارښتنه په ازموينه کې برخه واخيسته او ډېره ښه ازموینه يې ورکړه. دغلته يې تر شپږم ټولگي پورې درس ووايه.
دا اسلامي ښوونځي پر ۱۹۲۳ ز کال پېښور ته ولېږدول شو. هلته ترې هېډ ماسټر خان بهادر شاه عالم خان د ازموينې په توگه لږ څه پوښتنې وکړې، خو هلک ورته ډېر ذهین ښکاره شو. نو هغه وو چې په جونیر کلاس کې د داخلېدو پر ځای ورته په اووم ټولگي کې ځای ورکړ شو. په دې خیال چې د پېنځم او شپږم ټولگي د انگرېزۍ کمی به پوره کړی شي، خو د اسیر د خپلې وېنا له مخې، د دې فېصلې په وجه له لوړو زده کړو بې برخې شو.
انگرېزۍ کې د ناکامه کېدو له لامله يې لسم ټولگی پاس نه کړای شو، خو نورو مضامینو اردو، تاریخ، جغرافیه او په خصوصي توگه شمېر (حساب) (Maths) کې ښه لايق وو او انعامونه به يې اخستل. د ښوونکي په ازموينو کې انگرېزي نه وه، نو د JV او SV ازموینې يې په امتیازي نمبرو پاس شوې وې او بیا په ښوونځيو کې د یو ډېر ښه ښوونکي په توگه ومنل شو.
عبدالله جان اسیر لا په نهم ټولگي کې وو، چې په پاړسي ژبه کې يې یو غزل ولیکه. دا غزل د هغه ملگريو خپل یو شاعر او پوه استاد سید قمر علي شاه صاحب ته وښود. هغه ورله په ټولو شعرونو چرخۍ راکښلې خو یو شعر يې زیات خوښ کړو، نو يې اسیر راوغوښت. په شا يې وټپولو او پېنځه روپۍ انعام يې ورکړ. شعر دا وو:
دل پُر حسرتم در یاد تو ہر دم ہمی گوید -
ترا راضی کنم لاکن مرا ایں فن نمی آید
استاذ دا سلا هم ورکړه چې په اردو کې غالب او په پاړسۍ کې سعدي یا حافظ شیرازي خو نه درنه جوړېږي، خو که چيري که په خپله مورنۍ ژبه پښتو کې خواري وکړې نو لوړ ځای نه ونيسې.
دغسې سلا امیر حمزه خان شینواري ته خپل پیر مرشد عبدالستار باچا ورکړې وه چې د اردو په ځای خپلې پښتو کې شعر وایه. هغوی چې د خپل مرشد په وېنا عمل وکړو نو « د غزل بابا» ومنل شو. عبدالله جان اسیر هم د خپل استاد خبره د ذهن پیڅکې پورې وتړله او لږه موده وروسته د ښو شاعرانو په ليکه کې شامل شو.
هغه لا نوی زلمی وو چې د ازادۍ تحریک سره ملگرے شو. د خداگي خدمتگار تنظیم «پښتون» رساله کې به يې نثري لیکونه او نظمونه چاپېدل.
عبدالله جان اسیر د ۱۹۳۷ ز کال په مارچ کې د SV ازموینه ورکړه. دا مهال، چې د استادۍ زده کړه يې کوله، يې په اوردو ژبه د ریاضۍ یو کتاب « دلچسپ حساب» چاپ کړ. په «پښتون» رساله کې به د اسیر صاحب مشهوره ډرامه « درسِ عبرت » برخې برخې چاپېدله. دغه ډرامه د ۱۹۳۷ ز کال په مارچ کې د صاحبزاده عبدالقیوم خان په مالي لگښت په کتابي بڼه چاپ شوه. ددغه اثر په پار سرکار ورته انعام ورکړ او د ټیچر ټرېننگ سکول پېښور طالب علمانو په تهکال کې د ارباب شېر علي خان په حجره کې پر سټېج نندارې ته هم وړاندې شوه.
پر ۱۹۳۷ ز کال چې د پېښور اسلامیه های سکول کې استاذ وو، نو د هغه لومړۍ شعري ټولگه « د سپرلي گل» د لاهور پیکو اٰرټ پرېس کې چاپ شوه. وروسته پنجاب پوهنتون د اسير دواړه کتابونه « درسِ عبرت » د اېف ای لپاره او « د سپرلي گل » د لسم ټولگي په نصاب کې شامل کړل.
همدغه وخت کې چارسده هايي سکول کې استاذوو چې په « سیاسي جرم» کې کانگرس حکومت د ملازمت نه برطرف کړو نو دی مسلم لیگ کې شامل شو او تحریکِ پاکستان سره کلک ملگری شو.
محمد علي جناح په ډیلي کې د مسلم لیگ یو کنونشن بللی وو. اسیر د شرکت لپاره ډیلي ته ولاړ. د نوابزاده لیاقت علي خان په وېنا، ډیلي کې پاتې شو چې د مسلم لیگ لپاره پښتنو کې کار وکړي. هم دې دوران کې ال انډیا رېډیو نوي ډیلي د خبرونو څانگه کې یو ځای خالي شو او اسیر په دغه ځای وگومارل شو.
کله چې پاکستان جوړ شو نو لاهور ته راغی او بیا پر ۱۹۴۹ ز کال کراچۍ رېډیو سټېشن کې د پښتو خبرونو څانگه کې پر دنده وگومارل شو.
یو ځل داسې ناروغه شو چې خبرې يې نه شوې کولې. یاران تپوس له ورغلل. میا منتظم شاه کاکاخېل خوا له ورنزدې شو، ویل يې: «توبه توبه! زه دا څنگه ومنم چې « بادشاه سلامت» هم (نعوذُ بالله) ناجوړه کېدی شي.
په رېډیو پاکستان کې تر دندې وروسته اسیر صاحب د ولسي خېر ښېگڼې «وېلج اېډ پروگرام» کې PRO (افسر تعلقات عامه) په توگه وگومارل شو، خو دا دنده يې خوښه نه وه. وروسته پر ۱۹۶۱ ز کال سنټرل پبلک سروس کمېشن ایډیټر وټاکلو او کوټه کې ټرايبل پبلسټي ارگنائزېشن محکمې سره شو. دغلته يې د پخواني سفارت کار او د پښتو ژبې لیکونکي مینه وال، د زروبۍ کلي امیر عثمان خان په مرسته يې د پښتو میاشتنۍ مجله «اولس» جاري کړه. کأه چې د ۱۹۶۲ ز کال په ډيسمبر کې پېښور ته تبديل شو، نو د محمد یونس سیټهي صاحب په سرپرستۍ کې يې کار پيل کړ او د «جمهور اسلام» میاشتنۍ خپرونې مدیر وگومارل شو. پر ۱۹۶۵ ز کال له دندې گوښه شو.
درسِ عبرت (۱۹۳۷ ز کال) د عبدالله جان اسیر د لوړې کچې يوه ډرامه او نه هېرېدونکې ادبي کارنامه ده چې د خپل وخت مشهورې ډرامې «د وینو جام» (۱۹۳۵ ز کال) سره سیالي کولې شي. دې ډرامه کې چې اسیر صاحب د ټولنیز ماحول او مختلفو کردارونو په مناسبت کومې رباعۍ، لوبې، سندرې او بدلې شاملې کړې دي، په کار دي چې زمونږ د اوسني دور سندرغاړي سردار علي ټکر، گلزار عالم، هارون بادشاه، وهاب درد، سردار یوسفزی، نازیه اقبال، شبنم او نغمه په خپلو اوازونو او نوو سازونو کښې اولس ته وړاندې کړي.
د شعر بېلگې یې
[سمول]ازاد به کله الٰهي قوم د افغان ووینم -
اختیار به کله په خپل کور کې د خپل ځان ووینم
فخرِ افغانه! که د جنگ حکم دې وکړو چرې -
وړومبی شهید به په مېدان عبدالله جان ووینم
مړینه
[سمول]عبدالله جان اسیر پر ۱۹۶۸ ز کال کال د شکرې په ناروغۍ اخته شوی وو او د وینې فشار يې هم لوړ وو. هغه د ۱۹۷۸ زېږدي کال د نومبر پر ۱۳ د زړه د ناروغۍ له لامله د ۶۸ کالو په عمر له دې فانی نړۍ سترگې پټې کړې. د هغه جنازه په سوابۍ کې د هغه په کلي زېده کې خاورو ته وسپارل شوه.
چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]۱- درسِ عبرت (ډارمه).
۲- د سپرلي گل (شعری ټولگه)، د ۱۹۳۶ ز کال چاپ.
۳- د زړه قطرې (شعری ټولگه)، د ۱۹۵۶ ز کال پېښور چاپ.
۴- محمد عربي صلي الله علېه وسلم (له اردو پښتو ته ژباړه)،
۵- پلوشې (شعری ټولگه).
۶- درسِ عمل (نثر).
۷- میر علي ټگ (ناول).
۸- زمین سے نیچوں تک (اردو ناول).
۹- بال جبرئيل، د اقبال لاهوري د اثر منظومه ژباړه، د ١٩٥٩ ز کال چاپ.
عبدالله جان اسير ريډيو له هم گڼې ډرامې ليکلي دي، لکه خونړی کنډو، دنيا، د زوی قاتل، د قسمت ليک، او مرجوڼا.
اخځليک
[سمول]۱- http://pakhtoonmagazine.com/pukhtoonwriters/m-r-shafaq/337/
۲- http://khyber.org/pacademy/journal/pdf/2013-Pasht-42-Khatoon-Lifeandwor.pdf[مړه لينکونه]