Permanently protected article

عبدالرحمن پژواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
عبدالرحمن پژواک
د عبدالرحمن پژواک انځور
د عبدالرحمن پژواک انځور

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ مارچ ۱۹۱۹
غزني  د زېږونځای (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
مړینه 8 جون 1995 (76 کاله)  د د مړينې نېټه (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
پېښور  د د مړينې ځای (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
تابعیت افغانستان  د د ښارونډۍ هېواد (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
عملي ژوند
دنده شاعر
ډیپلوماټ
خبريال
سياستوال  د دنده (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
کاروونکي ژبه(ي) پښتو  د languages spoken, written or signed (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
کار ورکوونکی ملگري ملتونه
د افغانستان حکومت  د employer (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي

استاد عبدالرحمن پژواک (زوکړه ۱۲۹۸ لېږديز لمريز کال (د ۱۹۱۹ ز کال د مارج ۷، د ننگرهار ولايت-مړينه د ۱۹۹۵ ز کال د جون ۸، پېښور) يو افغان ديپلومات، سیاستوال او شاعر وو.


مخينه او زده کړې

عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى پر ١٢٩٨ لېږديز لمريز کال د افغانستان د ننگرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. پژواک د افغانستان يو نوموتى شاعر، عالم او سياستوال وو. د پوهې او ذکاوت نښې له کوچنيوالي څخه د عبدالرحمن پژواک په څېره کې ښکارېدې.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه، چې د خپل وخت مشهور عالم او فقيه وو، او همدارنگه له خپل مشر وروو قاضي حفيظ الله څخه په خپل پلرني ځاى کې چې د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغبانيو کلى دى، زده کړې او مخکې تر دې چې د باغبانيو کلي ته نږدې د «مطلع دانش» لومړني ښوونځي کې شامل شي، د لومړنۍ پوهې او لوست له نعمت څخه برخمن وو. عبدالرحمن پژواک په دغه ښوونځي کې تر دوو کلونو زده کړې وروسته دې ته اړ شو چې له خپل پلار او کورنۍ سره د خوگياڼيو ولسوالۍ د کږې سيمې ته ځاى بدل کړي، ځکه د نوموړي پلار قاضي عبدالله د هغه ځاى د محکمې مسووليت پر غاړه واخيست چې څه موده وروسته بيا د کابل مرافعه محکمې ته تبديل شو. نوموړي د کابل ښار په ده افغانانو سيمه کې يو لوى کور واخيست او له خپلې کورنۍ سره هلته اوسېده. عبدالرحمن پژواک په حبيبيې لېسه کې شامل شو؛ هلته يې خپلې زده کړې په بري سره مخ ته يووړې. پژواک شعر او ادبياتو ته د تلوسې او استعداد له امله د حبيبې لېسې په کنفرانسونو کې خپل شعرونه او مقالې لوستلې او همداراز د لېسې د فوټبال د لوبډلې د ځلانده ستوري په توگه پېژندل کېده. نوموړي د لېسې تر بريالۍ دورې وروسته د هغه وخت په يواځېني طب پوهنځي کې دوه کاله زده کړه وکړه. په دې وخت کې د نوموړي پلار، چې په ستره محکمه کې يې د تميز د رييس په توگه کار کاوه، د زړه د درېدو (زړه سکتې) له امله ومړ.

د هغه د پلار ناڅاپي مړينې د نوموړي پر کورنۍ او د هغوى پر ارام ژوند ناوړه او ژور اغيز وکړ. څرنگه چې د استاد پژواک مشر ورور په شمال کې د قاضي په توگه د دندې پر مهال وژل شوى وو، پژواک د کورنۍ د مشر په توگه د پلار تر مړينې وروسته د کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخيستله، د خپلو وروڼو د ښې روزنې او د کورنۍ د نورو غړيو د ښې پاللو لپاره اړ شو چې زده کړه پرېږدي، په کابل کې خپل پلرنى کور وپلوري او د کورنۍ غړي بېرته باغبانيو ته ولېږي.

دندې

عبدالرحمان پژواک عملي کار د وخت د مطبوعاتو په خپلواک رياست کې لومړى د ژباړن په توگه او وروسته په نورو له مسووليت څخه ډکو دندو کې پيل کړ. هغه د مطبوعاتو په خپلواک رياست کې د دندو د ترسره کولو پرمهال په شعر، ادب او اړونده مطبوعاتي چارو کې د استعداد له امله، نوموړي د چارو د مسوولينو پام ځان ته راواړاوه. نوموړي په لومړيو کې په خپلو اثارو کې (وفا) او وروسته (ارمانجن) تخلص درلود، خو په پاى کې د (پژواک) د تخلص په ټاکلو سره په رښتيا سره د بشري کتلې او افغاني ټولنې د لوړو ارمانونو د غږ انعکاس ورکوونکى شو.

په پښتو او دري ژبو د عبدالرحمن پژواک شعرونه او نور اثار د هېواد د خپرونو د ښکلا لامل وگرځېد او د شاعرانو او اديبانو په منځ کې يې، چې وروسته ټول د ده ملگري او علاقمندان وگرځېدل، ښه او لوړ مقام خپل کړ. استاد پژواک په ١٩٤٦ زېږدي کال په لندن کې د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توگه وگومارل شو. د لومړي ځل لپاره يې له هېواد څخه بهر په سفر او مطالعې پيل وکړ؛ د ديپلوماسۍ په برخه کې له کار سره اشنا شو او په هماغه ځاى کې يې په انگليسي ژبه د افغانستان او د پښتونستان د ټاټوبي د پېژندنې په اړه اثار خپاره کړل. نوموړي د دې ماموريت په دوره کې د سکاټلنډ د ادنبري په پوهنتون کې د ژورناليزم او نړيوالو اړيکو په څانگه کې خپلې زده کړې مخ ته يوړې. پژواک له سفير سره د نظر د اختلاف له امله له خپلې دندې څخه استفعا وکړه او د کار او کارگر د نړيوال دفتر د مطبوعاتو په څانگه کې شامل شو. تر يو کال خدمت وروسته پر ١٩٤٧ ز کال په واشنگټن کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي اتشې په توگه وگومارل شو. د ١٩٤٨-١٩٥٠ ز کلونو ترمنځ له هغه ځاى څخه بېرته د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توگه په لندن کې د افغانستان سفارت ته تبديل شو، خو څه موده وورسته يې له دې دندې څخه هم استعفا وکړه او هېواد ته راستون شو. څه وخت يې وزگار تېر کړ او پر ١٩٥٣ ز کال په بهرنيو چارو وزارت کې په دنده وگومارل شو. استاد پژواک د هغه وزارت د بېلا بېلو څانگو په چارو کې د لياقت ښودلو له امله د سياسي عمومي مديريت د مقام پر لاسته راوړلو بريالى شو. هغه د دغه مهم مقام په لاسته راوړو سره وکولاى شول د ناپېيلو هېوادو په ټولو سيمه ييزو او نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ځانگړي استازي په توگه گډون وکړي، چې کولاى شو پر ١٩٥٥ ز کال د اندونيزيا په باندونگ کې د ناپييلو هېوادو د مشرانو په لومړني کنفرانس چې دى هم د افغاني پلاوي غړى وو، او د کنفرانس په ترڅ کې د انسلاک د نشتوالي اساس هلته کېښودل شو او افغانستان هم د هغه د بنسټ اېښودلو د غړي په توگه وپېژندل شو، يادونه وکړو. پژواک پر ١٩٥٨ ز کال لومړى مختار وزير او وروسته په ملگرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دايمي استازى او لوى سفير وټاکل شو او نيويارک ته واستول شو. نوموړی ۱۴ کاله پر دغه څوکۍ ياتې شو او دا دنده يې په بري سره پرمخ يوړه. هغه ددغې دندې پر مهال په نړيوالو چارو کې بې بېلگې اهليت او کفايت وښود او په ملگرو ملتونو کې د باوري او ځلاندو څېرو څخه وپېژندل شو. له همدې امله د افغانستان د لوى سفير په توگه د خپل ماموريت پر مهال، د ملگرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت شورا په تاييد سره ده ته نورې مهمې دندې وسپارل شوې. لکه دا لاتدې دندې:

  1. د سويلي ويټنام د ستونزې د حل لپاره د ځانگړې کمېټې مشر.
  2. د ملگرو ملتونو د منشور د بيا څېړلو د کمېټې مشر.
  3. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون مشر.
  4. د ناميبيا په چارو کې د عمومي اسامبلې د ځانگړې ناستې مشر.

همدارنگه استاد پژواک پر ١٩٦١ ز کال په بلگراد کې او پر ١٩٦٤ ز کال په قاهره کې د ناپېيلو هېوادو د مشرانو په دوو مهمو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د غړي په توگه گډون کړى دى. هغه د سياسي کفايت پر بنسټ او د ملگرو ملتونو د سرمنشي او د نورو غړو هېوادونو د استازو ترمنځ د باور له امله د ١٩٦٦-١٩٦٧ ز کلونو تر منځ د دغه سازمان د ٢١ عمومي غونډې د مشر په توگه وټاکل شو، چې د دغه مقام لاسته راوړل په نړيواله ټولنه کې د ده خپل او د هېواد وياړ وگرځېد. د عمومي اسامبلې د رياست په دوره کې د ځينو بېړنيو غونډو رياست، چې د عربو او اسراييلو تر منځ جگړې نړيواله وضعه يې تر بل هر وخته ترخه کړې وه، هم پر غاړه درلود.

د ملگريو ملتو سازمان د امنيت شورا ټولو غړيو او د پرمختلليو هېوادو استازيو استاد پژواک د راتلونکي سرمنشي مقام ته تر ټولو ښه کانديد باله او بې له کومې انديښنې يې ددې کار د شونتيا وړاندوينه کوله. پژواک پر ١٩٧٢ ز کال په لوېديځ المان کې د سفير په توگه، د ١٩٧٣-١٩٧٦ ز کلونو پر مهال په ډهلي کې د سفير په توگه او وروسته يې په لندن کې د هېواد د سفير په توگه دنده ترسره کړه. په ډهلي کې يې د خپل ماموريت پر مهال لاندې مهمې دندې ترسره کړې دي:

١- په الجزاير کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د هېوادمشر ځانگړى استازى او د افغان پلاوي مشر (١٩٧٣). ٢- په پاکستان کې د اسلامي هېوادو د مشرانو په کنفرانس کې د هېوادمشر ځانگړى استازى او د افغان پلاوي مشر (١٩٧٣) ٣- په کولمبو کې د ناپېيلو هېوادو د مشرانو په کنفرانس کې د افغان پلاوي غړى (١٩٧٧).

عبدالرجمان پژواک د ۱۳۵۷ ل ل کال د غويي د اوومې نېټې د خونړۍ کودتا (١٩٧٨) او د شوروي اتحاد د يرغلگر ځواک له خوا د هېواد د اشغال له پيل سره په لندن کې د سفارت له مقام څخه استعفا وکړه، کابل ته له راتگ سره سم د نور محمد تره کي د رژيم له خوا په کور کې تر څارنې لاندې ونيول شو. پژواک د هغه وخت د دولت د رييس ببرک کارمل سره په هغه ليدنه کې، چې د ببرک پر ټينگار يې له ده سره ترسره کړه، د هغه د «جبهه ملى پدر وطن» سره له همکارۍ ډډه وکړه. په همدې وخت کې وو چې د استاد پژواک ناروغي سخته او د نس وينه بهيدنه ورته پيدا شوه. دی پر ۱۹۸۰ ز کال د پالونکيو ډاکټرانو د ټينگار او توصيې له امله ډهلي او لندن ته په تگ اړ شو. پژواک له عملياتو او نسبي روغتيا وروسته بېرته کابل ته راغى او د هېواد د ازادۍ او د حقونو د بيا تر لاسه کولو او د هغه د برخليک د ټاکلو لپاره يې په شونو پټو لارو کار پيل وکړ، چې د يو شمېر دوستانو او ځوانانو په مرسته يې په پټه «د بشر د حقونو ټولنه» جوړه کړه. په خواشينۍ سره چې د استاد پژواک ناروغي بيا هم مخ په ډېرېدو شوه او پر ١٩٨٢ ز کال د درملنې او د وخت د نظام پر ضد د مبارزې لپاره ډهلي ته ولاړ او د ډهلي په اشوکا هوټل کې يې د يوې خبري غونډې په جوړولو سره د شوروي ځواکونو له خوا د هېواد له نيولو سره خپل مخالفت څرگند کړ او د ملگرو ملتو له سازمان څخه يې سياسي پناه وغوښته. ارواښاد استاد پژواک له درملنې وروسته د افغانستان د مسلمانو او ازادي غوښتونکيو خلکو له حق جهاد څخه د ملاتړ د تر لاسه کولو او له يو شمېر افغانو شخصيتونواو نورو مراجعو سره د خبرو په موخه المان ته لاړ.

په لوېديځ المان کې د پاکستان سفارت د خپل هېواد په لارښوونه پژواک ته بلنه ورکړه چې خبرو اترو او د افغانستان قضيې ته د حل موندلو لپاره د پاکستان د حکومت د قدرمن ميلمه په توگه هغه هېواد ته ولاړشي. استاد پژواک هم ځنډ ونه کړاو پاکستان ته ولاړ. په پاکستان کې له درې مياشتينۍ استوگنې او خبرو اترو وروسته يو ځل بيا له افغانانو او ملگرو ملتونو سره د مفاهمې لپاره اروپا او امريکا ته ولاړ، بيا پاکستان ته ستون شو او پر ١٩٨٣ ز کال په سياسي فعاليتونواو جهادي رهبرانو، قوماندانانو، قومونو او قبايلو له مشرانو، پوهانواو ژورنالستانو سره يې مخامخ اړيکي نورې هم زياتې او د مجاهد ولس په رسنۍ او نورو جرايدو او د مرکو په ترسره کولو او د مقالو په ليکلو سره يې مجاهدين په نظامي او سياسي جبهو کې د يووالي د نشتوالي خرابو او ناوړه پايلو ته ځير کړل.

څرنگه چې د پاکستان حکومت د عبدالرحان پژواک دغه گټورې کړنې د خپلو گټو او پلانونو سره په ټکر کې وليدې، له څه مودې وروسته يې د پېښور په حساسه سيمه کې د پژواک استوگنه ونه شوای زغملى او په رسمي ډول يې هغه (نامطلوب شخص ) اعلان کړ، امر يې ورته وکړ چې ژر تر ژره د پاکستان خاوره پرېږدي او د وتلو تر وخته يې استاد پژواک په خپل کور کې تر سختې څارنې لاندې ونيو. هغه په پاى کې د ملگرو ملتونو د پناه اخيستونکيو د دفتر په منځگړيتوب امريکا ته ولاړ. استاد پژواک په نيويارک کې د ژنيو د سولې مذاکرات چې په هغه کې مجاهدينو ته د گډون حق نه وو ورکړل شوى، د معقولو دلايلو په وړاندې کولو رد کړل او د ملگرو ملتونو سازمان د پینځه ماده ييز پلان په مقابل کې يې د افغانستان د خلکو د لوړو مصالحو د ساتنې لپاره يو بل عادلانه پلان ترتيب او د ملگرو ملتونو سازمان ته وسپاره. استاد پژواک، له يو لړ فعاليتونو او درملنې وروسته د مسافرت د ويزې په ترلاسه کولو سره د ١٩٩١ ز کال په لومړيو کې يو ځل بيا د افغانستان په اړه په يو سيمينار کې د گډون لپاره پاکستان ته ولاړ.

پژواک د افغانستان د خلکو د حق او ملي جهاد له پيل څخه په دې اند وو چې افغاني مبارز شخصيتونه او رهبران د اسانتياوو له برابرېدو سره سم په هېواد کې دننه د خپلو جهادي او سياسي فعاليتونو د پرمخ بيولو لپاره يو واحد مرکز وټاکي او په هغه کې مېشت شي. د دې ټينگار او هڅې اصلي موخه دا وه چې د جهاد له برياليتوب او د شوروي پلوه نظام له ړنگېدو دمخه مجاهدين وکړاى شي واحد سياسي او اداري تشکيلات جوړ کړي، تر څو وروسته د بېلابېلو تنظيمونو ترمنځ سياسي خلا او د ټکر زمينه برابره نشي، چې پايلې به يې خلکو او هېواد ته ډېرې دردوونکې وي. د پورتنۍ مفکورې او نورو ارمانونو د پلې کېدو لپاره ارواښاد استاد پژواک اروپا، امريکااو پاکستان ته له پر له پسې مسافرتونو او د افغانستان د خلکو د زړور او ازادي غوښتونکي جهاد د بېلابېلو سړو او تودو پړاوونو له مطالعې وروسته، پرېکړه وکړه چې د ١٩٩١ ز کال په لومړيو کې پاکستان ته سفر وکړي او په پېښور کې، چې هيڅ کله يې هغه د پردۍ خاورې د قلمرو په توگه نه پېژنده، ميشت شي. د استاد پژواک د استوگنې ځاى يو ځل بيا د مجاهدينو، پوهانو، کورنيو او بهرنيو خبريالانو او د هېواد د يو زيات شمېر خلکو د ليدنو او کتنو مرکز شو. د گاونډيو او نورو بهرنيو هېوادو له چل څخه ډکې لاسوهنې، د افغانو وروڼو توکمونو تر منځ د بېلتون رامنځته کول او د کورنيو خواشينوونکيو جگړو دوام، چې د زرگونو مظلومو هېوادوالو وژنو او د کابل د تاريخي ښار او د هېواد د نورو برخو د ويجاړېدو لامل کېده، استاد پژواک له روحي او جسمي پلوه ځوراوه، چې ده په دې اړه خپله خواشيني د ژوند تر وروستيو شېبو پورې په مرکو، ليدنو، شعرونو او ليکنو کې څرگنده کړې ده.

استاد پژواک زړه راښکونکې څېره درلوده، له طنز او ټوکو څخه ډک مجلس به يې کاوه، په (خودۍ) او لوړ همتۍ کې د يو کلک غره په شان وو، د ژوند په چارو کې يې هيڅ ډول تعصب او تکلف نه درلود. هېواد او هېوادوال پرې ډېر گران ول او درناوى يې ورته کاوه. د هېواد سترو مصالحو ته يې په هرڅه لومړيتوب ورکاوه، مادياتو ته يې تمايل نه درلود او ان چې خپل ځان ته يې کومه سرپناه هم جوړه نه کړه او ويې نه منله چې ورته يې جوړه کړي. استاد پژواک د خپل هېواد او بې کوره هېوادوالو پر درد برسېره، له دوامدارې ناروغۍ څخه هم رنځېده او په وروستيو کې يې هغه ډېر ناتوانه کړى وو. د هغه پر ستړې اروا بل ستر گوزار د هغه د گرانې مېرمنې مړينه وه چې د ١٣٧٤ ل کال د وري په دريمه يعنې د استاد له مړينې څخه پوره دوه نيمې مياشتې مخکې په پيښور کې په حق ورسېده. پژواک له جسمي کمزورتيا برسېره د خپلې مېرمنې پرمرگ خپله اندېښنه په لاندينې في البديهه رباعي کې داسې څرگنده کړه، چې د هغه وروستۍ خوږې شعري کلمې گڼل کېږي:

اى همسر با وفا رفيق جاويد رفتى زجهان تيره، ترس و اميد
داغت نتوان زدود از لاله، دل تا ماه بود در آسمان و تا بد خورشيد

مړینه

عبدالرحمان پژواک د ١٣٧٤ لېږديز لمريز کال د غبرگولي په ١٨ د پنجشنبې په سهار، د ١٩٩٥ زيږديز کال د جون مياشتې پر ٨، چې د اسلامي نړۍ له وير او ماتم يعنې عاشورا له ورځې سره سمون خوري، د ۷۶ کلنۍ په عمر له دې فانې نړۍ څخه سترگې پټې کړې. د نوموړي جنازه د غبرگولي پر ۱۹ د جمعې په ورځ د هغه له وصيت سره سم د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغبانيو په کلي کې د هغوى په پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه. د جنازې په مراسمو کې گڼ شمېر جهادي قوماندانانو، د ختيځو ولايتونو د شورا استازو، عالمانو، شاعرانو او نورو مينه والو برخه اخيستې وه.

د استاد عبدالرحمن پژواک د مړينې خبر په ډېر لنډ وخت کې خپور شو. د ملگرو ملتونو سازمان په نيويارک کې د يوې غونډې په ترڅ کې، چې پکې سرمنشي او د غړيو هېوادو ټولو استازيو گډون درلود، د ارواښاد استاد پژواک د مړينې له امله خواشيني څرگنده شوه او د هغه د ستر شخصيت په درناوي او په نوموړي سازمان کې د هغه د سترو خدمتونو له امله له هغه سازمان څخه د همدردۍ پيغام هم صادر شو.

چاپ شوي اثار

کله به چې استاد پژواک په سفر او يا حضر کې کوم شعر او يا اثر وليکه، د هغه ځانگړي خصلت له مخې چې درلود يې، هغه به خپل کوم دوست او د کورنۍ غړي ته وسپاره، نو له دې امله د استاد پژواک کوم منظوم او يا منثور اثرونه چې تر اوسه په انفرادي او يا ټوليز ډول چاپ شوي، د هغه د دوستانو او يا د کورنۍ د غړيو د هڅو او هاند له امله دي. په خواشينۍ سره وايو چې د ژوند تر پايه هغه ان د خپلو اثارو په راټولولو هم اقدام ونه کړ. د پژواک اثار له هغه څه ډېر زيات دي چې تر اوسه چاپ شوي دي او په انگليسي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو يې يو شمير اثار ژباړل شوي او خپاره شوي دي. له ارواښاد پژواک څخه گڼ چاپ شوي او ناچاپه کتابونه پاتې دي او له نورو ژبو یې هم ګڼې ژباړې کړې دي. هغه چې په پښتو او دری ژبو لیکنې کولې، بانوی بلخ، حماسهءناهید نامه، گل های اندیشه، افسانه های مردم، مردان پاراپامیزاد، یک زن، آواره، گلهای کوهی، د جبران خلیل جبران د اثارو ژباړه، د ټاگور اشعار، الماس ناشکن او لسگونه نور کتابونه یې کښلي دي.

  1. خلاصه فصلی از سرګذشت یک افغان مهاجر، د ۱۳۹۳ ل کال کابل چاپ.

يادونه

دغه پورتنی ژوندليک د پژواک خبري آژانس د وېبپاڼې نه اخيستل شوی چې ليکوال يې دانش کړوخېل دی.

سرچينې

  1. https://en.wikipedia.org/wiki/Abdul_Rahman_Pazhwak
  2. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/11/141107_ma_pazhwak_new_book