مراد شينواری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مراد شينواری

مراد شينواری (۱۹۲۷ ز کال - د ۲۰۱۲ ز کال د فبرورۍ ۱۸) يو پښتون شاعر، ليکوال د فلمونو سناريو ليکونکی او اديب وو.

مخينه

مراد علي خان شينواری چې په مراد شينواري پېژندل کېږي. دی د پښتو ژبې د غزل بابا امير حمزه شينواري زوی وو. هغه په لنډي کوتل کې زېږېدلی وو.

زده کړې

مراد شينواري په پښتو ژبه کې ماسټري اخيستې وه او له پنجاب پوهنتون نه يې ځينې بريليکونه ترلاسه کړي ول.

دندې

مراد شينواری يو څه وخت په مالېزيا کې په دندو بوخت وو، بيا بېرته پاکستان ته راستون او هلته يې د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ په کتابتون کې د کتابگر په توگه کار کاوه. تر دې وروسته يې بيا په پېښور راډيو کې د سکرېپټ ليکوال په توگه په کار پيل وکړ او تر تقاعد پورې هماغلته په کار بوخت وو.

ادبي خدمت

مراد شينواري د ليکوالۍ فن له خپل پلار نه په ميراث اخيستی وو. هغه د گڼ شمېر پښتو فلمونو د کيسو او سندرو ليکوال وو. همدا راز يې دا لاندې کتابونه هم چاپ شوي:

  1. پلوشې (د لنډو کيسو ټولگه).
  2. خېبر ادب (د يو څلوېښت شاعرانو او اديبانو ادبي تذکره).
  3. مرحوم و مغفور (د شعرونو ټولگه)، (غزلونه، نظمونه او فلمي سندرې).
  4. د پښتو فلمونو د سندرو ليکوال.
  5. د پښتو فلمونو د کيسو ليکوال.
  6. د وينس سوداگر (د شکسپير د ډرامې ژباړه).



سرچينې

  1. ليکوال او شاعر مراد خان شينواری ومړ
  2. http://www.dw.com/ps/په-مراد-رسېدلی-شاعر-شينواری-په-حق-ورسېد/a-15751137