ويدونه
ویدونه (سانسکرېت véda वेद "پوهه") د متن هغه سترې بشپړې ټولگې دي چې په لرغوني هند کې منځته راغلې دي. [۱] دا ویدونه په خپل ځان کې د هندی ادب یوه زړه او سپېڅلې طبقه جوړوي.[۲]
د هندي کولتور له مخې، وېدونه د انسان جوړښت او ليکنې نه اړوند دي. بلکه دا د څښتن له لورې وحې کړاى شوي کتابونه دي، او له هغه څخه سرچينه اخلي،دا وحې د هندو مذهب په پېغمبرانو (رېشيانو) باندې رانازلې شوې دي.
د هندوانو پر وړاند دا سپېڅلي کتابونه د الهي وحى درجه لري، [۳] نو لدې امله يې د سروتي śruti يا هغه څه چې اورېدل شويې وي، په نامه يادوي. ").[۴][۵] ويدي منترونه ددې مذهب په لمانځنو، مذهبي غونډو او داسې نورو د خوشاليو غونډو کې لوستل کېږي.
هغه مذهبي او فلسفي ډلې چې د هند په نيمه وچه کې منځته راغلي، د وېدونو په اړه، يو له بله بېل نظر لري. د هندي فلسفې ښوونځيو چا چې وېدونه د خپلو فلسفي ښوونځيو
دوه نورو هندي فلسفي ډلو بوديزم او جېنيزم وېدونه په بشپړ ډول رد کړل، او له منلو څخه يې انکار وکړ، او ځانته، ځانته لارې يې خپلېکړې. په هندي فلسفه کې دا ډلې د ويد نه منونکو ښوونځيو په نامه يادېږي. [۶]
د ويد مانا
ويد د پوهې، پوهېدلو، يادولو، سوچ کولو، غور و فکر کولو، پېژندنې او ادراک په ماناؤ دى. ويد د هغه پوهنيز ادب نوم دى، کوم چې هندوانو د زرگونو کلونو په شاوخوا کې د خپلو کولتوري، ادبي، سياسي، او ټولنيزو چارو د کړو وړو څڅه رامنځته کړي دي. ویدونه چې د انگليسي ويي (Vidas) ژباړه ده، د ويد جمع ده، چې يو يې وېد راځي، وېدونه د څلورو هندو مذهب سپېڅلي کتابونو څخه عبارت دى. دا کتابونه د هندي فلسفې کره سرچينې گڼل کېږي. د هندو مذهب دا کتابونه په اصل کې د هندو کولتور، ادب او دود و دوستور یو پوهنغونډ گڼلې شو.
سرچينې
- ↑ see e.g. MacDonell 2004, p. 29-39; سانسکرېتي ادب (2003) in Philip's Encyclopedia. Accesed 2007-08-09
- ↑ see e.g. Radhakrishnan & Moore 1957, p. 3; Witzel, Michael, "Vedas and Upaniṣads", in: Flood 2003, p. 68
- ↑ Apte, pp. 109f. has "not of the authorship of man, of divine origin"
- ↑ Apte 1965, p. 887
- ↑ Muller 1891, p. 17-18
- ↑ Flood 1996, p. 82
فلسفه | |||||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
لوېديځه فلسفه · ختيځه فلسفه | |||||||||||||||
تاريخ | |||||||||||||||
لړليکونه | بهر لیکه · ليکلړ · ښونځي · وييپانگه · فيلسوفان · خوځښتونه · خپرونې | ||||||||||||||
څانگې | |||||||||||||||
د فکر ښوونځي | افريکانا · انارشيزم · ارستوتليزم · Averroism · ابن سينيزم · کلاسيک لېبراليزم · کره کتنیزه تیوري · کلبيان · Deconstructionism · ډئيزم · Deontology · دياليکتيکه ماده پالنه · دواليزم · اناپالنه · اپیکوریزم · Epiphenomenalism · موجوديت · فېمينيزم · Functionalism · هېډونيزم · هیگلینيپالنه · هرمنېټېکس · هيومانيزم · آندپوهنه · کانتيزم · کيوټو مکتب · قانوني مثبتيت · منطقي مثبتيت · مارکسيزم · مټرياليزم · موډرنيزم · مونيزم · نېچراليزم · نيوپلاټونيزم · نوي فيلسوفان · نيهيليزم · عادي ژبه · Particularism · Peripatetic · ځليزپوهنه · اپلاتونواله · پوست هيومانيزم · پوست مودرنيزم · Post-structuralism · پراگماتيزم · مخ سقراتي · بهير · ساشننه · سوليپسيزم · رياليزم · نسبيت · Scholasticism · شکاکيت · Stoicism · Structuralism · Thomism · Utilitarianism · نور... | ||||||||||||||
تانبه · وېشنيزه · ويکي پروژه · بدلونونه |