لومړنی عقل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

عقل اول یا لومړنی عقل د اسلامي فلسهې یوه اصطلاح ده چې د څښتن تعالی له ذات څخه د لومړنی څیز د صدور په مانا ده.د لومړنی عقل اصطلاح اشراقي فیلسوفان کې په لومړنۍ رڼا (نور اول) او نږدی رڼا (نور اقرب) په نومونو هم یاد شوې دی..[۱]

فارابی

ابي نصر فارابی د السیاسة المدنیة په کتاب کې د عقلونو شمېره د اسمانی افلاکو د شمېر هومره ښودلي او هغه یې په پرېښتو تطبیق کړی دي. دې د آراء اهل المدینة الفاضلة نومي کتاب کې هم عقلونه لس گڼي. پدې کتاب کې لیکي: «له لومړي [تعالی] څخه د دویم وجود [لومړی عقل] فیضان کوي او دا دویم داسې جوهر دی چې نه په جسمانی جوهر کې دی او نه هم په ماده کې.»[۲]

د لومړی (الله تعالی) له وجود څخه تجلی، د لومړني عقل تجلی ده، چې په ځان کې د تعقل او فکر کولو توان لري او هم په خپل پنځوونکی کې. له لومړي عقل څخه دویم عقل هم فیضان کوي د هغه له شتون څخه لومړنی اسمان پیدا کېږي.[۳]

پايڅوړ

  1. لغتنامهٔ دهخدا، د مدخل عقل لاندې
  2. معلمی: ۱۳۸۵، صص ۹۰-۹۱
  3. معلمی: ۱۳۸۵، ص ۹۱

سرچینې

  • حسن معلمی او نور (۱۳۸۵)، تاریخ فلسفهٔ اسلامی، دفتر برنامه‌ریزی و تدوین متون درسی، قم: د اسلامی علومو نړیوال مرکز.
  • قدردان قراملکی، محمدحسن (۱۳۸۱)، حقیقت وحی، تجربهٔ دینی یا عرفانی؟، قبسات، شمارهٔ ۲۵، صص ۵۱-۶۵.