د کندهار – هرات لویه لار


د کندهار – هرات لویه لار اوږدوالی ۵۵۷ کيلومتر (۳۴۶ ميل) هغه سړک دی چې په افغانستان کې د کندهار او هرات ښارونه یو بل سره نښلوي. دا لویه لار د سړک د یوې لویې شبکې برخه ده، چې "رینګ روډ" نومیږی، او په لومړي ځل په ۱۹۶۰ لسیزه کې د شورويانو لخوا جوړه شوې وه. [۱]
د کندهار-هرات لویه لاره د "ملي لویه لاره 1" له دوو برخو څخه جوړه شوې ده: ۱ـNH0101 له کندهار څخه تر ګرشک پورې، او ۲ـ NH0102 له ګرشک څخه هرات پورې. [۲]
تاریخ
[سمول]د ۲۰۰۴ز کال په اکتوبر کې د لویې لارې بیا رغونه پیل شوه او تمه کیده چې د ۲۰۰۶ز کال تر پایه بشپړه شي. متحده ایالات د ۳۲۶ کیلومتر (۲۰۳مایل) تمویل کړی ده او د سړک ۱۱۵ کیلومتر (۷۱ مایل) د سعودي عربستان لخوا تمویل شوي او جاپان د ۱۱۶ کیلومتر (۷۲ مایل) سړک په بیارغونه کې مرسته کړی ده . [۳] د کندهار – هرات د لویې لارې بیا رغونه د دغو دوو لویو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ وخت له ۱۰ ساعتونو څخه ۶ ساعتونو ته راکم کړی دی. [۴]
د ۶۰۶ لارې سره نښلول: دلارام – زرنج لویه لاره
[سمول]د دلارام – زرنج لویه لار ، چې د ۶۰۶ لارې په نوم هم یادیږي، یو ۲۱۷ کیلومتره (۱۳۵ مایله) دوه لین سړک ده چې د هند لخوا په افغانستان کې جوړ شوی ده. د هرات-کندهار لویه لار یا لوی سړک له دلارام څخه تیریږي او د ۶۰۶ لارې د نیمروز ولایت دلارام د ایران پولې ته نږدې د نیمروز ولایت له زرنج ښار سره نښلوي. [۵] دا سړک د افغانستان-ایران پوله په دلارام کې د کندهار-هرات لویې لارې سره نښلوي، چې د A01 له لارې د افغانستان نورو لویو ښارونو سره بیا یو ځای کیږي. ۶۰۶ لاره د دلارام او زرنج ترمنځ د سفر وخت له 12-14 ساعتونو څخه یوازې 2 ساعتونو ته کموي.
دا هم وګورئ
[سمول]حوالې
[سمول]- ↑ www.globalsecurity.org - Kandahar
- ↑ "Application of Road Numbering System National Highway", Error in webarchive template: Check
|url=value. Empty. The Ministry of Public Works (October 16, 2015) - ↑ "USAID - Afghanistan - Road Update April 0, May 10, 2006" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on January 9, 2007. ترلاسهکېدو نېټه January 9, 2007.
- ↑ "U.S. Department of Defense Update - September 29, 2006". خوندي شوی له the original on December 3, 2009. ترلاسهکېدو نېټه August 11, 2023.
- ↑ . 2009-01-23.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help)
بهرنۍ اړیکې
[سمول]- "آرشیف کاپي". خوندي شوی له the original on 2011-08-27. ترلاسهکېدو نېټه 2023-08-11.
{{cite news}}: Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Publisher=ignored (|publisher=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help); Unknown parameter|Work=ignored (|work=suggested) (help)