ګرشک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګرشک (په انګلیسي: Grishk)، د زمینداور نوی نوم دی چې د نادر افشار د لښکر له خوا د یرغل وروسته په اتلسمه پېړۍ کې د غلجی قوم ته ورکړل شو. ګرشک د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ښار دی چې له جغرافيايي اړخه په افغانستان کې د هلمند سیند په اوږدو کې پروت دی، او د کندهار شمال لوېدیځ ته نږدې ۱۲۰ کیلومتره (۷۵ مایله) لرې په ۸۱۷ متره (۲۶۸۰ فوټه) ارتفاع کې موقعیت لري. په پورتنۍ برخه کې یې د کجکي بند پروت دی چې د بوغرا د اوبولګولو کانال ته اوبه اړوي او د سیمې د حاصلاتو لپاره یو اړینه زیربنا ګڼل کېږي. د ګرشک بند هم نږدې پروت دی. ګرشک په اصل کې د سیند په ختیځه څنډه کې د یوې کلا په چاپېر کې جوړ شوی و خو وروسته بیا لوېدیځ لور ته ورغول شو. دا کلا دوه ځله د انګریزانو له خوا ونیول شوه: لومړی د افغان انګلیس په لومړۍ جګړه کې او بیا په ۱۸۷۹ کال کې. په دواړو پېښو کې کلا لږ وروسته پرېښودل شوه. ګرشک نږدې ۴۸۵۴۶ نفوس لري او یو روغتون او د انجینرۍ پوهنځۍ لري چې په ۱۹۵۷ کې تاسیس شوې ده.

ګرشک د هغه مهمې ترانسپورتي لارې په اوږدو کې پروت دی چې د شماره ۱ لویې لارې په نوم یادېږي. دا لویه لار د شوروي – افغان جګړې په وخت کې جوړه شوه او په لوېديځ کې د فراه ولايت او په ختيځ کې له کندهار ولايت سره نښتې ده. د ګډو عملیاتو (مشترک عملیات) د یوې برخې په توګه بریتانوي سرتېرو او افغان کارګرانو د ټرایډنټ لاره ورغوله. دې لارې ګرشک د ولایت له مرکز لښکرګاه سره ونیښلو. همدارنګه، ګرشک د ۶۱۱ لارې سویلي تمځای هم دی. دا سیمه د هلمند او ارغنداب درې د ادارې له خوا خړوبېږي. [۱][۲]

اقلیم[سمول]

ګرشک صحرایي ګرم اقلیم لري چې لږ اورښت د اوړي او ژمي د تودوخې ترمنځ لوړ توپیر یې ځانګړنې دي. په ګرشک کې د تودوخې منځنۍ درجه ۱۹.۶ سانتیګراد ده، پداسې حال کې چې کلنی اورښت په اوسط ډول ۱۱۷ ملي متره دی. اوړي د مې میاشتې په نیمایي کې پیل کېږي او د سپتمبر تر وروستیو دوام کوي چې خورا وچ وي. جولای د کال تر ټولو ګرمه میاشت ده چې د تودوخې اوسط درجه یې ۳۲.۲ سانتيګراد ده. د جنوري تر ټولو سړه میاشت ده چې د تودوخې منځنۍ درجه ۷ سانتيګراد وي.

د ګرشک اقلیمي دېټا
میاشت جدی دلو حوت حمل ثور جوزا سرطان اسد سنبله میزان عقرب قوس کال
منځنۍ لوړه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) ۱۴.۰(۵۷.۲) ۱۶.۷ (۶۲.۱) ۲۳.۴(۷۴.۱) ۲۸.۵ (۸۳.۳) ۳۴.۹ (۹۴.۸) ۴۰.۱ (۱۰۴.۲) ۴۱.۳ (۱۰۶.۳) ۳۹.۶ (۱۰۳.۳) ۳۵.۱ (۹۵.۲) ۲۹.۲ (۸۴.۶) ۲۱.۶ (۷۰.۹) ۱۶.۰ (۶۰.۸) ۲۸.۴ (۸۳.۱)
ورځنی اوسط په سانتیګرا (فارانهایت ۷.۰ (۴۴.۶) ۹.۷ (۴۹.۵) ۱۵.۷ (۶۰.۳) ۲۰.۳ (۶۸.۵) ۲۵.۹(۷۸.۶) ۳۰.۳ (۸۶.۵) ۳۲.۲ (۹۰.۰) ۲۹.۹ (۸۵.۸) ۲۴.۶(۷۶.۳) ۱۸.۹ (۶۶.۰) ۱۲.۳ (۵۴.۱) ۸.۰ (۴۶.۴) ۱۹.۶ (۶۷.۲)
منځنۍ ټيټه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت ۰.۰ (۳۲.۰) ۲.۷ (۳۶.۹) ۸.۰ (۴۶.۴) ۱۲.۱ (۵۳.۸) ۱۶.۹ (۶۲.۴) ۲۰.۶ (۶۹.۱) ۲۳.۲(۷۳.۸) ۲۰.۳ (۶۸.۵) ۱۴.۲ (۵۷.۶) ۸.۷ (۴۷.۷) ۳.۱ (۳۷.۶) ۰.۰ (۳۲.۰) ۱۰.۸ (۵۱.۵)
سرچینه: [۳]Climate-Data.org

توکم پېژندنه[سمول]

د ګرشک د نفوس لویه برخه له پښتنو څخه جوړېږي، خو د هزاره ګانو او شیعه تاجکانو لوی لږکي هم ورسره دی. دا د هلمند ولایت یوازینۍ سیمه ده چې د پام وړ شیعه لږکي لري. ګرشک د طالبانو د لومړي حکومت اوږدو کې د نورزيو قوم تر کنټرول لاندې و او ملا مير حمزه د نورزي قوم يو پښتون، د ګرشک ولسوال و او ملا محمد اعظم، د نورزيو قوم یو بل پښتون، د ګرشک امنیه قومندان و.  [۴][۵][۶]

د تلپاتې ازادۍ عملیات[سمول]

د ۲۰۰۳ کال په نومبر میاشت کې، د عبدالواحد په نوم یو افغان ملکي هغه وخت په ګرشک کې د ځانګړو ځواکونو په قرارګاه کې مړ شو چې د افغان پوځ له خوا د شکنجې ښکار شو. د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په میاشت کې د سمندري اوم ځواک د دوهم کنډک، Echo Co، چې هلته د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې د مرستې لپاره استول شوی و، د ډنمارکي او بریتانوي ځواکونو سره یې کار کاوه.[۷][۸]

د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په ۴ نېټه، دوه ډنمارکي عسکر ګرشک ته نژدې ووژل شول.[۹]

د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې، د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده زوی، چې حافظ عبدالرحمن نومېده، په ښار کې د مېشتو افغان ځواکونو پر وړاندې ځانمرګی برید وکړ.[۱۰]

نوموړی ښار، د هلمند ولایت او د ټول افغانستان د نورو برخو په ګډون، د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د بریدونو په پایله کې د طالبانو لاس ته ولوېد.

سرچينې[سمول]

  1. (په 28 January 2010 باندې). Progress slow and messy in Afghanistan. BBC News
  2. (pdf) The Helmand Valley Project in Afghanistan: A.I.D. Evaluation Special Study No. 18 C Clapp-Wicek & E Baldwin, U.S. Agency for International Development, published December 1983
  3. Dennys, Christian (2014-05-30). Military Intervention, Stabilisation and Peace: The search for stability (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-90833-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dennys, Christian (2014-05-30). Military Intervention, Stabilisation and Peace: The search for stability (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-90833-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dupree, Louis (1973). Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1st). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Adamec, Ludwig W. (2003). Historical Dictionary of Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 3rd). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810878150. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. [۱] NYTimes: US Fails to Investigate Abuses
  8. "Marine Corps News Room: Hard-hit 2/7 begins return from Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. [۲] Two Danish soldiers killed in Afghanistan
  10. "Son of Taliban's emir kills himself in suicide attack on Afghan forces | FDD's Long War Journal". www.longwarjournal.org (په انګلیسي ژبه کي). 2017-07-22. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)