د کابل کندهار لویه لار
د کابل-کندهار لويه لاره | |
---|---|
د افغان پاچا تيمورشاه د تګ راتګ لاره | |
د سړک معلومات | |
پيل او پاي : | ۱۶ ډېسمبر ۲۰۰۲[۱] – December ۲۰۰۳[۲] |


د کابل–کندهار لويه لاره يوه ۴۸۳ کيلومتره لاره ده، چي د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه کابل او کندهار د ميدان ښار، سيداباد، غزني، او قلات له لارې د يو بل سره نښلوي. دا لویه لار د افغانستان د ملي تجارتي سیسټم یوه مهمه برخه ده یا رينګ روډ دي. د کابل او کندهار تر منځ غزيدلې دا لویه لاره هيڅ د هيڅ لويو غرونو څخه نه تيريږي. د افغانستان شاوخوا ٣۵ سلنه وګړي د کابل او کندهار تر منځ ددي لويي لارې په ۵۰ کیلومتري کې ژوند کوي.
- د ۱۹۶۰م کال د کابل کندهار د لویې لارې د پرانیستلو مراسم
-
لومړیوزیر سردار محمد داود خان د لارې پرانیستلو پر مهال
-
د افغانستان په نخشه کې د لویېلارې ځای
-
د لارې جوړولو نخشه او تګلاره
-
د پرانیستلو مراسم
يادونه
[سمول]
د کابل-کندهار لويه لاره د دوو لسیزو جګړو او غفلت له کبله په ډير بد حالت کې وه. د لسیزو جنګ او غفلت وروسته امریکا ددي لارې د ٣٨٩ کیلو متره سړک ترمیمولو او بیارغونه پيل کړه، په داسې حال کې چې جاپان د سړک د ۵۰ کيلومتره جوړولو مرسته وکړه، يادونه دي وي چي د لارې ۳۴ کیلوميتره برخه د کار وړ وه. خو په هر صورت پروژه دلويس بيرګير ګروپ ته وسپارل سو، چي پکښي ترکي او هندي انجينرانو ګډون درلود. د دې مرحلې یو پړاو د ٢٠٠٣م کال د ډسمبر په میاشت کې بشپړ سو او لویه لاره ترافيکو د ښاغلي حامد کرزي په امر د ترافیکو پر مخ پرانستل سوه.[۳] د کندهار څخه تر کابل پورې سفر عموما ١٢-١٣ ساعته وخت نيوي، مګر له دې چې د بیارغونې کارونه ترسره سول سفر نږدې ۶ ساعتو ته راکم سوي.
سرچینې
[سمول]- ↑ ريلاف. اينټر (١۶ ډيسمبر ٢٠٠٢). "د کندهار کابل پر لاره کار پيل سو".
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ريسپيرين.ډاټ کام (ډېسمبر ٢٠٠٣). "د کندهار کابل پر لوېه لاره کار پای ته ورسيد".
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ د USAID مطبوعاتي اعلامیه: افغانانو د کابل – کندهار لویې لارې د لومړي پړاو بشپړیدل ولمانځل Archived 2011-10-20 at the Wayback Machine.