Jump to content

گل آغا شېرزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګل آغا شيرزی
ګل آغا
شېرزى د ٢٠٠٩ زېږدیز کال د اکتوبر مياشت، جلال آباد
شېرزى د ٢٠٠٩ زېږدیز کال د اکتوبر مياشت، جلال آباد
شېرزى د ٢٠٠٩ زېږدیز کال د اکتوبر مياشت، جلال آباد

د افغانستان د ننگرهار ولايت والي
د واکمنۍ دوران
١٢ جولای ۲‌‌‌‌‌‌‌‌‌۰۰۵ – اکتوبر ٢٠١٣
 
مولوي عطاالله لودين
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر
د واکمنۍ دوران
٢۵ جولای ٢٠١٧ – ۱۵ اګست ۲۰۲۱
د شخص معلومات
پيدايښت 1954 (اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲".اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲". کلن)
کندهار، افغانستان
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اسلام
ګوند خپلواک
عملي ژوند
کار/مسلک

گل آغا شېرزی د افغانستان ۱۳۹۳ د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وو، همداراز نوموړی د ننگرهار ولايت او کندهار ولايت والي هم تېر شوی. کله چې په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت حکومت ړنگ شو نو له هماغه وخت وروسته له ۱۹۹۲ ز. کال څخه تر ۱۹۹۴ ز. کال پورې د کندهار والي او ملي محاذ غړی وو.

مخينه

ښاغلی شیرزی په ۱۳۳۳لمریز کال دکندهار دډنډاولسوالی په روح ابادکلي کي زیږیدلی دی گل آغا شېزی په خټه پښتون او د کندهار د بارېکزیو څخه دی. کله چې گل آغا شېرزی پيدا شو نو نوم يې شفيق ؤ. نوموړی د يوه غښتلي مجاهد حاجي عبدالطیف خان اکا زوی دی. کله چې د روسانو پر وخت جهاد اعلان شوی ؤ او گل آغا شېرزی د خپل د پلار تر څنگ د جهاد لپاره ودرېده نو په همدغه وخت کې ورته د گل آغا نوم ورکړ شو. د نوموړي پلار چې کله ووژل شو نو ده هم د خپل نوم سره د شېرزي تخلص وتاړه.

ستاینه

گل آغا شېرزی له دې امله ستایل کیږي چې له کندهار نه یې د طالبانو په ایستلو کې له امریکا سره مرسته کړې ده. د هغه په باب دا هم ویل کیږي چې د کندهار د والي په توگه یې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کر او کاروبار مخه نیولې وه.