Jump to content

فردریش انګلس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فردریش انګلس
فردریش انګلس
فردریش انګلس

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل سرطان [۳]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا [۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه فلسفه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر هېراکلیتوس ،  کارل مارکس ،  گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ،  ادم سمېت ،  ماکس شتیرنر   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
فردریش انګلس
فردریش انګلس

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فردريش انګلس چې ځيني وختونه يې انګليسي بڼه فريدريک انګلس ده، چې د ژوند موده يې د ۱۸۲۰ ز کال د نومبر له  ۲۸ مه څخه د ۱۸۹۵ ز کال د اګسټ تر ۵ مه نېټې پورې وه. نوموړی د دې تر څنګ چې يو الماني فيلسوف، د سياسي اقتصاد کره کتونکی، تاريخپوه، د سياسي نظرياتو پوه او اوښتونيز يا انقلابي سوسياليست و، سوداګر، ژورنالېست او سياسي فعال هم و، چې پلار يې په سالفورډ “Salford” (د انګلېنډ لانکاشاير) او د پروس په بارمېن “Barmen, Prussia” کې د اوبدلو يا نساجۍ سترې فابريکې درلودې. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

انګلس له کارل مارکس سره په ګډه هغه څه رامنځته کړل، چې اوس مهال ورته مارکسيزم وايي. نوموړي په ۱۹۴۵ ز کال په انګليسي ښارونو کې د خپلو شخصي کتنو او څېړنې پر بنسټ د «انګليستان کې د کارګر پوړ حالت : The Condition of the Working Class in England» نومې کتاب خپور کړ. په ۱۸۴۸ ز کال يې له مارکس سره په ګډه «د کمونيست څرګندونې يا اعلاميه:Communist Manifesto» او ځانته او يا په اصل کې له مارکس سره په ګډه نور زيات کتابونه وليکل. انګلس وروسته د مارکس مالي ملاتړ وکړ او هغه ته يې د څېړنې کولو او “Das Kapital” نومي کتبا د ليکلو اجازه لاره هواره کړه. انګلس د دې تر څنګ «د ډېرښت يا پاتې شوني ارزښت نظرياتو» په اړه د مارکس يادښتونه ترتيب کړل، چې وروسته د “Das Kapita” د څلورم ټوک په توګه چاب شول. نوموړي په ۱۸۸۴ ز کال کې د مارکس د نژادي څېړنې پر بنسټ د «د کورنۍ، شخصي شتمنۍ او دولت اصل: The Origin of the Family, Private Property and the State» تر سرليک لاندې کتاب چاپ کړ. [۱۱][۱۲]

انګلس د ۱۸۹۵ ز کال د اګسټ پر ۵ مه نېټه د ۷۴ کلونو په عمر لندن کې د سرطان (laryngeal cancer) له امله مړ شو. د جسد له سوځولو څخه وروسته يې ايرې ايسټبورني “Eastbourne” ته نږدې “Beachy Head” سيند کې واچول شوې.

ژوند ليک

[سمول]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

فردريش انګلس د پروس د جوليش – کليوس- بيرګ په بارمين “Barmen” کې (چې اوس د المان د وپپرټال “Wuppertal” سيمه ده) د ۱۸۲۰ ز کال د نومبر پر ۲۸ مه نېټه وزېږېد. پلار يې مشر فردريش انګلس “Friedrich Engels Sr.” (۱۷۹۶ – ۱۸۶۰) او مور يې اليزابيت يا ايلايس فرانزيسکا ماوريشيا اون هار “Elisabeth "Elise" Franziska Mauritia von Haar” (۱۷۹۷ – ۱۸۷۳) نومېده او انګلس يې تر ټولو مشر زوی و. د انګلس شتمنې کورنۍ په بارمين او سالفورډ کې د پنبې اوبدلو سترې کارخانې درلودې، چې دواړو يې د سيمې لوی صنعتي ښارونه پراخول. د فردريش مور او پلار پاک پارسا پروتستانت وو او خپل ماشومان يې هم د همدې باور له مخې را لوی کړل. [۱۳]

انګلس د ۱۳ کلنۍ په عمر د ايلبرفيلډ “Elberfeld” په نږدې ښار کې د ژبې د اصولو يا ګرامر ښوونځي (جمنازيوم) کې ګډون وکړ، مګر د پلار د فشار له امله يې بايد په ۱۷ کلنۍ کې پريښی وی. د نوموړي پلار له هغه څخه غوښتل چې بايد يو سوداګر شي او د کورنۍ په شرکت کې د سوداګريز زده کوونکي په توګه کار پيل کړي. په بارمېن کې له يو کال څخه وروسته ځوان انګلس په ۱۸۳۸ ز کال کې د خپل پلار له لورې د بارمين په يو سوداګريز شرکت کې زده کړو تر لاسه کولو په موخه هلته واستول شو. مور او پلار يې تمه درلوده، چې نوموړی به د کورنۍ په سوداګرۍ کې د خپل پلار مسلک ته دوام ورکړي، مګر د زوی اوښتونيزو فعاليتونو يې ناهيلي کړل. دا ښايي د کورنۍ له شرکت سره د نوموړي له يو ځای کېدلو څخه څو کالونه پخوا وختونه وو. [۱۴][۱۵][۱۶]

په بارمين کې د اوسېدلو پر مهال انګلس د هيګل “Georg Wilhelm Friedrich Hegel” د فلسفې لوستل پيل کړل، چې لارښوونو يې په هغه وخت کې الماني فلسفه باندې واکمني وکړه. انګلس د ۱۸۳۸ ز کال په سپټمبر کې د “Bremisches Conversationsblatt” په ۴۰ ګڼه کې خپل لومړنی کار خپور کړ، چې په اصل کې د بيډويون “Bedouin” تر سرليک لاندې شعر و. نوموړی په نورو ادبي کارونو کې هم بوخت شو او ورځپاڼو لپاره مقاله ليکنې يې پيل کړې، چې د صنعتي کوونې پر ټولنيزو بدګڼو باندې يې په کې نيوکې کولې. نوموړي د دې لپاره چې له پاروونکو ليکنو سره يې د کورنۍ د اړيکې مخنيوی کړی وي، د “Friedrich Oswald” په پټ يا مستعار نوم سره يې ليکل وکړل. [۱۷][۱۸]

هغه په ۱۸۴۱ ز کال کې د کورنۍ توپخانې د غړي په توګه (چې جرمني کې ورته “Garde-Artillerie-Brigade” وايي) د پروس په فوځ کې فوځي خدمت تر سره کړ. برلين ته ګومارل شوي انګلس په برلين پوهنتون “University of Berlin” کې د پوهنتون درسونه ولوستل او د ځوان هيګليانو (Young Hegelians) له ډلو سره اړيکې پيل کړې. نوموړي په بې نومه ډول په “Rheinische Zeitung” ورځپانه کې مقالې خپرې کړې، چې د کارخانې د کارکوونکو له لورې ګالل کېدونکي کمزورې ګومارنه او د ژوند حالتونه يې په کې رابرسېره کول. د يادې ورځپاڼې مدير کارل مارکس و، مګر انګلس د ۱۸۴۲ ز کال د نومبر تر وروستيو پورې ورسره نه وو ليدلي. انګلس په خپل ټول مسلک کې پر خپلې معنوي يا فکري وده باندې د الماني فلسفې اغېز ومنه. نوموړي په ۱۸۴۰ زکال کې دا هم وليکل: «له ژوند څخه د ډېر څه تر لاسه کولو لپاره بايد فعال اوسئ، تاسې بايد ژوند وکړئ او د ځوانۍ له څپې څخه د خوند اخېستلو په موخه زړه ورتوب ولرئ». [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

انګلس د بې دينۍ عقيدو ته وده ورکړه او د هغه او مور او پلار تر منځ يې اړيکه وپاشل شوه. [۲۳]

مانچستر او سالفورډ

[سمول]

په ۱۸۴۲ ز کال يې مور او پلار ۲۲ کلن انګلس د انګليستان مانچستر ته ولېږه، چې هغه توليدي مرکز و چې صنعتي وده په کې مخ پورته روانه وه. ټاکل شوې وه چې نوموړي به د ايرمين او انګلس دوه کسيزه کارخانې “Ermen and Engels’s Victoria Mill” د سالفورډ د “Weaste” سيمې په څانګو کې کار کوي، چې د ګنډول تارونه يې توليدول. د انګلس پلار فکر کاوه، چې د مانچستر شرکت کې کار کولو سره يې ښايي زوی يو ځل بيا خپلو بنسټپالو نظرياتو باندې فکر کولو ته اړ کړي. فردريش انګلس مانچستر ته پر لاره په کالوګني سيمه کې “Cologne” د “Rheinische Zeitung” له دفتر څخه ليدنه وکړه او په لومړي ځل يې کارل مارکس سره وکتل. دوی په لومړيو کې له يو بل څخه اغېزمن نه وو. مارکس په تېروتنې سره فکر وکړ، چې انګلس لا هم د هغو برليني ځوان هيګليانو له ډلو سره اړيکې لري، چې مارکس ورسره په تېرو نږدې وختونه کې پرې کړې وې. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

انګلس په مانچستر کې له ماري برنس “Mary Burns” سره وکتل. نوموړې يوه کلکه ايرلنډۍ ځوانه ښځه وه، چې بنسټپال نظريات يې درلودل او د انګلس په فابريکه کې يې کار وکړ. دوی اړيکه پيل کړه، چې ۲۰ کالونه يې دوام وکړ او په ۱۸۶۳ ز کال کې په مړينې سره پای ته ورسېده. دواړو هيڅکله ځکه واده ونه کړ، چې د واده خلاف وو. په داسې حال کې چې انګلس له يوې ښځې سره واده پاک لمني ګڼله، مګر شته حالت او د کليسا له لورې ترتيب شوی واده يې د ټولګي د فشار يا زور يوه بڼه وبلله. برنس “Burns” خپل شل کلن ملګري (انګلس) په مانچستر او سالفورډ کې وګرځاوه او د خپلې څېړنې تر ټولې خرابې سيمې يې وروښودلې. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

انګلس په داسې حال کې چې د ۱۸۴۳ ز کال د اکتوبر او نومبر مياشتو ترمنځ په مانچستر کې و، د «د سياسي اقتصاد د يوې نيوکې غټ ټکي:Outlines of a Critique of Political Economy» تر سرليک لاندې يې د سياسي اقتصاد برخه کې خپله لومړنۍ نيوکيزه مقاله وليکله. نوموړي ياده مقاله پاريس ته ولېږله، چې هلته د مارکس له لورې په ۱۸۴۴ زکال په (Deutsch–Französische Jahrbücher) کې خپره شوه. [۳۶][۳۷]

انګلس په داسې حال کې چې د مانچستر ښار له ګڼو سيمو (چې وېجاړې او ناولې وي) يې له نږدې ليدنه کوله، د سيمو د ډار او کرکې يادښتونه يې واخېستل، چې د ماشومانو کار، تالا شوی چاپيريال او زيات کار او بې وزله کارکوونکي يې د يادونې وړ ټکي وو. نوموړي مارکس ته درې ګونې مقالې ولېږلې، چې لومړی په “Rheinische Zetung” او وروسته په “Deutsch–Französische Jahrbücher” کې خپرې شوي او په مانچستر کې د کارګر ټولګي يا پوړ په منځ کې حالتونه يې په تاريخي ډول بيانول. هغه وروسته يادې مقالې د ۱۸۴۵ ز کال «په انګليستان کې د کارګر پوړ حالتونه:The Conditions of the Working Class in England» نومي لومړني اغېزناک کتاب لپاره راټولې کړې. ياد کتاب چې د ۱۸۴۴ ز کال د سپټمبر او د ۱۸۴۵ ز کال د مارچ تر منځ ليکل شوی دی، په ۱۸۴۵ ز کال المان کې خپور شو. نوموړي په کتاب کې د غريبۍ د هغو بشپړو معلوماتو په ګوته کولو سره د پانګوالۍ او صنعتي دورې ډارونکی راتلونکی بيان کړ، چې کارګرو خلکو په کې ژوند کاوه. نوموړی کتاب په ۱۸۸۷ ز کال انګليسي کې هم چاپ شو. مانچستر کې د انګلس د اوسېدلو د وخت ارشيفي سرچينې د مانچستر پوهنتون کې د ځانګړو ټولګو له لورې په پام کې نيول شوې چاپي يا ليکنيزې نسخې (MMM/10/1) په ګډون، پر هغو ځينو حالتونو باندې رڼا واچوله، چې انګلس يې په ياد کتاب کې تشرېح کوي. دا د مانچستر په هغه شاهي بستر “Manchester Royal Infirmary” کې ليدل شوي حالتونه (قضيې) بيانوي، چې صنعتي پېښو په کې واکمنې وې او د هغو بې ډوله وګړو په اړه د انګلس له تبصرو سره همغږي دي، چې د دې ډول پېښو له امله مانچستر کې ليدل کېږي. [۳۸][۳۹][۴۰]

انګلس له بنسټپال ژورنالېزم او سياست سره خپلې ښکېلتيا ته دوام ورکړ. نوموړی څو ځله هغو سيمو ته تللی و، چې د انګليسي کارګر او چارټسټ خوځښتونو د هغو غړو په منځ کې نامتو وې، چې هغه ورسره وکتل. انګلس د سويلي ستوري “The Northern Star”، د رابرت اووين د نوې اخلاقي نړۍ “Robert Owen’s New Moral World” او ديموکراتيک کتنې “Democratic Review” په نوم ورځپاڼې په ګډون بېلابېلو ورځپاڼو ته ليکل هم وکړل. [۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118530380  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118530380 — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. https://www.newworldencyclopedia.org/entry/Friedrich_Engels#Later_years
  4. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118530380 — د نشر نېټه: ۵ سپټمبر ۲۰۲۴
  5. Wells, John (3 April 2008). Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.). Pearson Longman. ISBN 978-1-4058-8118-0.
  6. "Engels". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  7. Merriam-Webster, Engels.
  8. Hunt, Tristram (2009), The Frock-Coated Communist: The Revolutionary Life of Friedrich Engels, Metropolitan/Henry Holt & Co, ISBN 9780805080254, OCLC 263983621.
  9. Liedman. "Engelsismen" (PDF). Fronesis.
  10. "Deutsch-Franzosische Jahrbucher". www.marxists.org. نه اخيستل شوی 2021-09-17.
  11. Theories of Surplus Value, in Collected Works of Marx and Englels: Volumes 30, 31 and 32 (International Publishers: New York, 1988).
  12. Isaiah Berlin, Karl Marx, fifth ed, page 262. Princeton University Press, 2013.
  13. A copy of Friedrich Engels's birth certificate appears on page 577 of the Collected Works of Karl Marx and Friedrich Engels: Volume 2 (New York: International Publishers, 1975).
  14. "Friedrich Engels Facts in Encyclopedia of World Biography". The Gale Group, Inc. نه اخيستل شوی 8 January 2019.
  15. "Lenin: Friedrich Engels". Marxists.org. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  16. Tucker, Robert C. The Marx-Engels Reader, p. xv
  17. Progress Publishers. "Preface by Progress Publishers". Marxists.org. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  18. "Footnotes to Volume 1 of Marx Engels Collected Works". Marxists.org. 15 November 1941. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  19. Heinrich Gemkow et al., Friedrich Engels: A Biography (Verlag Zeit im Bild: Dresden, Germany, 1972) p. 53.
  20. Friedrich Engels, W.O. Henderson, p. 9
  21. Tucker, Robert C. The Marx-Engels Reader, p. xv
  22. "Lenin: Friedrich Engels". Marxists.org. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  23. Friedrich Engels. "Letters of Marx and Engels, 1845". Marxists.org. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  24. "Biography on Engels". Marxists.org. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  25. "Legacies – Engels in Manchester". BBC. p. 1. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  26. "Mary Burns Superstar – Salford Star – with attitude & love xxx". www.salfordstar.com.
  27. Brooks-Pollock, Tom (11 March 2014). "Ten things Manchester gets the credit for when really it should be Salford". Manchester Evening News. نه اخيستل شوی 31 March 2020.
  28. Heinrich Gemkow et al., Friedrich Engels: A Biography (Verlag Zeit im Bild: Dresden, Germany, 1972) pp. 53–54.
  29. Wheen, Francis Karl Marx: A Life, p. 75.
  30. Edmund Wilson, To the Finland Station: A Study in the Writing and Acting of History (1940)
  31. Harry Schmidtgall: Friedrich Engels´ Manchester-Aufenthalt 1842–1844. Soziale Bewegungen und politische Diskussionen. Mit Auszügen aus Jakob Venedeys England-Buch (1845) und unbekannten Engels-Dokumenten. Trier 1981, S. 61. (=Schriften aus dem Karl-Marx-Haus Nr. 25).
  32. "Legacies – Engels in Manchester". BBC. p. 2. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  33. Whitfield, Roy (1988) Friedrich Engels in Manchester, Working Class Movement Library, ISBN 0906932211
  34. Carver, Terrell (2003). Engels: A Very Short Introduction. Oxford University Press. pp. 71–72. ISBN 978-0-19-280466-2.
  35. Draper, Hal (July 1970). "Marx and Engels on Women's Liberation". International Socialism. نه اخيستل شوی 29 November 2011.
  36. "Outline of a Critique of Political Economy," Collected Works of Karl Marx and Friedrich Engels: Volume 3 (International Publishers: New York, 1975), pp. 418–445.
  37. "Biography on Engels". Marxists.org. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  38. Garner, Dwight (18 August 2009). "Fox Hunter, Party Animal, Leftist Warrior". The New York Times. نه اخيستل شوی 31 August 2020.
  39. "Friedrich Engels in Salford". Salford Star.
  40. The Condition of the Working Class in England, in the Collected Works of Marx and Engels: Volume 4 (International Publishers: New York, 1975) pp. 295–596.
  41. "Legacies – Engels in Manchester". BBC. p. 2. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  42. Karl Marx (1880). "Introduction to the French Edition of Engels". Marxists.org. Archived from the original on 14 March 2004. نه اخيستل شوی 13 February 2010.
  43. Whitfield, Roy (1988) "The Double Life of Friedrich Engels." In: Manchester Region History Review, vol. 2, no. 1, 1988