د اشراق فلسفه
د اشراق فلسفي ښوونځی د سهروردی یا شیخ الاشراق لخوا د اوومې هجري سپوږمیزی پېړۍ په لومړیو کې منځته راغلې دی. دې په خپل کتاب حکمت الاشراق کې ددې فلسفي ښوونځي په اړه ښه مفصل مالومات ورکړي.
د اشراق د فلسفې سرچینې[سمول]
تصوف و عرفان[سمول]
د اشراقي فلسفې له بنسټیزه سرچینو څخه همدا تصوف گڼلای شو. همدا تصوف دی، چې د اشراق تگلاره یې له مشايي فلسفي تگلارې څخه بېله کړې ده. ذوالنون مصری , سهل بن عبد الله تستری , ابو یزید بسطامی , حسین بن منصور حلاج او ابوسعید ابی الخیر هغه صوفیان دي، چې سهروردي له دوي څخه اغیزمن شوې.
قرآن و حدیث[سمول]
د یونانیانو الهي حکمت[سمول]
سهروردي د نورو فیلسوفانو برعکس، چې هغوي به د ارستو مینان ول، دې د فیثاغورث، امپدیکلوس او په ځانگړي توگه اپلاتون، چې د اشراقي تگلارې بنسټگر گنل کېږي، څخه سخت اغیزمن وو.