کندهار

From ويکيپېډيا
کندھار
لوی کندھار
اراکوزيا
زوړ کندهار
کندهار د زاړه ښار شاوخوا سيمه د کندهار يو د تر ټولو مهمو سيمو څخه ده.
لوی وياله
لو واله
د کندهار يو کوڅه
د کندهار يو کوڅه
کندهار د شپې
کندهار د شپې
د کندهار شمال
د کندهار شمال
د کندهار کوچيان
د کندهار کوچيان
شنه‌زرغونه ارغنداب
شنه‌زرغونه ارغنداب
د کندھار
لوی کندھار انځور

لوی کندھار
Map
کورډېناټونه: ۳۱°۳۷′۱۲″شمال ۶۵°۴۲′۵۷″ختیځ / 31.62°شمال 65.715833333333°ختيځ / 31.62; 65.715833333333   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښاروال ملاحکمت‌الله آخند
نومول شوی په مقدوني سکندر (۰۳۳۰ ق.م–)  د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
ھیواد  افغانستان
ښار کندهار
امنيه قوماندان مولوي سمیع‌الله حزب‌الله
پلازمینه د:
حکومت
 • ډول واليتوب
 • والی ملا شيرين اخوند
پراخوالی
 • پراخوالی 800 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی ۱۰۱۰ ميټره (۳۳۱۰ فوټ)
نفوس شمېرنه 614254 (۱ جنوري ۲۰۲۰)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
وخت زون د افغانستان معياري وخت (ه.ن.و+۴:۳۰)
جيو کوډ 1138336[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
نوګالس
کاونسل بلوفس
هرات   د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبه پښتو
پیدا کونکی مقدوني سکندر
په فخر یادونه لوی کندهار
رسمي وېبپاڼه Kandahar.af
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
یادښتونه آيا خبر ياست کندهار ٣٣ خورلڼې ښارونه لرې
نښانېانی د کندهار
نښانیانيزوړ کندهار، چل زينه

کندهار (په دري: قندهار) د نفوس او مساحت دواړو له پلوه دافغانستان دويم لوی ښار دی چې د افغانستان په سوېل کې د ارغنداو د رود په دره کې پروت دی او دا ښار د کندهار ولايت اوسني مرکز دی. دغه ښار په 1400 هجري لمریز کي شاوخوا 1368036 نفوس لري. کندهار د افغانستان سیاسي زړه او لومړۍ پلازمېنه او تر کابل وروسته د افغانستان تر ټولو لوي تجارتي مرکز بلل کیږي. په دي ښار کې د شهيدانو چوک، حضرت جي بابا، ښکاپر دروازه، ټک ټک بازار، محله جات ((ماله جات))، عينو مينې، برو بازار، هرات دروازې، رنګريزانو بازآر، چهل زينو، او ملا نقيب چوک په ګډون يو شمېر ښکلې او تاریخی سيمي شتون لري. کندهار يو نړيوال هوايي ډګر هم لري چی د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر په نامه یادیږي او مخکي د کندهار نړیوال هوایي ډګر په نامه یادېدی.[۲]

د کندهار ادارې نظام[edit]

د کندهار ښار پخوا ٧ ناحيې درلودې، او اوس يې شمېر شاوخوا ١٥ ناحیو ته رسيدلي دی، مطلب د کندهار ښاروالۍ اوس پر ١٥ ناحيو پوري تړلې ده. د کندهار ښار د ښاري پراختیا کارونه اوس هم پر مخ روان دي، او په راتلونکي کې يي د ناحیو زياتيدو امکانات نور هم سته.

تفريحي ځايونه[edit]

په کندهار د ځوانانو لپاره د تفريح لپاره بېلابېل ځايونه سته، چې دهله او په ځانګړي ډول د ارغنداب په ولسوالۍ کې د بابا ولي صاحب تفريحي او روحاني مزار يادولای سو، چې هره ورځ او په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې په زرګونو خلک د زيارت کولو او تفريح کولو دپاره ورته راځي. د يادوني وړ ده چې د نورو ولايتونو او ګاونډي هيواد پاکستان څخه زيات خلک دغه زیارت ته راځي. ددي تر څنګ د باغ پل پارک او طبعي منظره، په ډنډ ولسوالۍ کي د محمدابراهيم خليفه بابا مزار، د ګل اغا شيرزي د پلار حاجي بابا تفريح ځاى، په ډنډ ولسوالۍ کي ډورۍ، په خاکريز ولسوالۍ کي د شامقصود اغا مشهوره په شااغا مزار، په ارغنداب ولسوالۍ کي سرکاري باغ او د سربند پله تفريح ځاى، په دامان ولسوالۍ کي د اخوند صاحب مزار او په کندهار ښار کي غازي پارک، د ميرويس نيکه زيارت، د عينو مېني نوى ښارګوټى، د شهیدانو چوک، د غازي محمدايوب خان لوبغالى، احمدشاهي ورزشي لوبغالى،  څلويښت غرزيني (چل زينه)  او زوړ زوړ ښار چي د کندهار تفریحي، تاریخي او مشهوره سیمي ګڼل کیږي. [۳]

د افغانستان په ټولنه کې د کندهار او کندهاريانو ونډه[edit]

د افغانستان په سويل کندهار کې قومي او مذهبي مشران

کندهار د افغانستان هغه سيمه ده چي ددغه هیواد پر تاریخ یې په بېلابیلو وختونو کي ستري اغیزي ښندلي دي. دغه ښار تر میلاد مخکي د اسکندر مقدوني او ورپسې د اسلام په اوایلو کي د لرغوني سیستان را وروسته د عربانو او نورو قومونو لپاره ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېده چي پر اساس یې ارزانه تجارتي لار او ځواکمنه جنګیالی قوه هم برابرېدل. د ارغنداب د سیند په اوږدو کي پرته دره همېشه د کندهار د ښایست ترڅنګ ددغه ښار لپاره سور اور هم وه، ځکه ددې درې اقتصادي ارزښت له پېړیو راهیسي ځواکمن دولتونه او اشغالګر دې ته هڅولي دي چي پر کندهار خپل یرغلونه روان وساتي. په اسلامي نړۍ کي د اموي او عباسي خلافتونو وروسته ترک او پارسي قومونو څو ځله هڅه کړې چي دغه خاوره لاندي کړي او په دې ترڅ کي د شپاړسمي پېړۍ جګړې چي د صفوي ترک دولت کوم چي پر اوسني ایران واکمن وو او بابري مغول دولت چي د هند پر لویه وچه واکمن وو ترمنځ ترسره سوې د یادوني وړ دي. د صفوي دولت په وروستیو کي د میرویس خان په مشري دپښتنو پاڅون او د ايراني ګورګین وژني ایران له افغانستان په ځانګړي ډول کندهار سره په سیالي کي واچاوه خو د هوتکیانو په دوره کي نه یوازي داچي د کندهار واکمنانو خپله خاوره ازاده کړه بلکي ایران یې هم وپرځاوه او ددې ترڅنګ د لوی کندهار فوځونه د اصفهان او نورو سیمو په فتحه کولو باندي د عثماني خلافت سره هم په ټکر کي راغلل چي په یاده جګړه کي عثماني فوځونو ماته وخوړه.

د هوتکیانو تر ناتوانۍ وروسته د افغانستان واکمني بیاهم له کندهار سره پاته سول او په اوولسمه پېړۍ کي کله چي احمدشاه بابا د یوې پښتني جرګې پربنسټ واک ته ورسېدی د افغانستان خاوره له ډهلي تر اصفهان او له عربي سمندر څخه نیولې بیا تر بخارا پوري پراخه سول. د احمدشاه بابا تر مړیني وروسته که څه هم چي پلازمینه کابل ته ولیږدول سوه خو کندهار د پخوا په څېر خپل برم وساتی او له درانی واکمني نیولې بیا تر انګریزي مداخلې او په افغانستان کي د شاهي او جمهوري واکمنیو تر راتګ پوري خپل سیاسي، اقتصادي او فوځي رول ولوباوه. د افغانستان د لمړي جمهور رئيس سردار محمد داوودخان چي له کندهار سره یې اړه درلوده تر شهادت وروسته کندهاریانو د شوروي ځواکونو سره خونړي جګړې وکړې او یو له هغه ولایتونو څخه سو چي شورویانو سخت زیان پکښي ولیدی. د شلمې پېړۍ په وروستی لسیزه کي کله چي کابل او د افغانستان نور ولایتونه د حکمتیار، احمدشاه مسعود، رباني، سیاف او نورو جهادي قومندانانو تر منځ په اخ و ډب کي تباه سول یو شمېر کندهاریان د طالبانو په مشري ددغو اشرارو د لمنځه وړلو لپاره یوځای او افغانستان یې بیا ارام کړ. په 2001 کال کي د طالبانو تر پرځېدلو وروسته د کندهار د کرز د سیمي یو نامتو شخص حامد کرزی واک ته ورسېدی او جمهوریت رامنځ ته سو.

حامد کرزي د انتخاباتو تر ګټلو وروسته په لويه جرګه کي په کال ٢٠٠٢ کي.

کرزي په کرز سیمه کي زيږيدلی دی، يادونه دي وي چې حامد کرزی د افغانستان تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر وو او په انتخاباتو کي د کندهار خلکو خپل شاوخوا ٩٥% رايي کرزي ته ورکړي، هغه د ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠١٣ پوري د افغانستان ولسمشر وو.

د کندهاریانو لپاره دغه دوره که څه هم چي په ظاهره سمه برېښېدل خو د ولایت حق یې تر ډېره پوري پایماله سو او هغه امتیازات چي باید د کندهار خلکو ترلاسه کړي وای نورو ترې لاندي کړه او یاهم له لاسه ووتل، همدرانګه په یاد ولایت کي خونړي جګړې ددې سبب سوې چي د کندهار ځیني مشهوره څېرې قتل او یاهم له هیواده بهر تګ ته اړ سي.

ملا محمد عمر چي د يوې سترګې خاوند وو، بله سترګه يي د شوروي په جنګ کې بايلل وه

ملا عمر چي په کندهار ولايت کي زيږيدلی،هغه د ميرويس خان او احمد شاه ابدالي وروسته يواځېني کس وو چې د افغانستان نظام يي يوه قانون او يوي ادارې ته وسپاري، که څه هم نظام خراب وو، خو د افغانستان دولت صرف ديوه حکومت خاوند وو. د هغه تر مرګ وروسته د امریکا په راتګ سره ځیني نور اشخاص او د افغان تاریخ منفي څېرې او حزبونه چي مشهوره یې د شمالي ټلوالي جمعیتیان وه د کندهار حق یې لاندي کړ.

تاريخ[edit]

د کندهار ښار په څلورمه مخ زېږيزه پېړۍ کې د ستر سکندر لخوا تاسيس شوی. ستر سکندر دغه ښار ته د اسکندريا نوم ورکړ.

لرغونې زمانه[edit]

د اشوک کتيبه چي په کندهار کې پيدا شوه

ستر سکندر او کندهار

د تاریخونو پر اساس د کندهار لمړنی نوم اراکوزیا وو چي د دوو سیندونو ارغنداب او هلمند سیند څخه رامنځ ته سوی وو او اوس یاده سیمه د زوړ ښار په نامه یادیږي، کوم چي د کندهار محله جات سیمي ته څېرمه موقعيت لري. له میلاد څخه 330 کاله ترمخه د یونان واکمن ستر سکندر دغه ځای بېله کوم مقاومته ونیوی. دا چي یاده سیمه له اقتصادي پلوه په هغه زمانه کي له نورو ځانګړې بلل کېده سکندر دلته یو نوی ښار ودان کړ. د نویو تاریخونو پر اساس سکندر په کندهار کي 4000 پیاده او 600 سپاره سرتیري درلودل.

د هخامنشیانو په واکمني کي

کندهار د لرغونو هخامنشیانو په دوره کي هم یو مهم ښار یا په اصطلاح ساتراپي وو. په ځینو تاریخونو کي د ستر کوروش او داریوش په زمانه د هغوی د دربار د ځینو افسرانو یادونه سوې ده چي له اراکوزیا سره یې اړه درلوده.

سرچینه : Hellenistic Arachisia Bernard

د سلوکیانو او چندر ګوپتا په زمانه کي

کندهار تر ۳۰۵ کال عيسوي سنې مخکې د سلوکيانو حکمران په لاس کې وو. په ۳۰۵ عيسوي سنې مخکې کال کې سېلوکوس نيکاتور پر پنجاب بريد وکړ او اردو يي د هندي حکمران د چندر گپت موريا لخوا ماته وخوړله. تر جگړې وروسته سلوکوس نيکاتور او چندر گپت موريا يو د شولې تړون لاسليک کړ او د تړون په اساس سلوکوس نيکاتور چندر گپت موريا ته جنوبي افغانستان ورکړ او چندر گپت موريا ۵۰۰ فيلونه سيلوکوس نيکاتور ته وړکړ. په ۲۶۰ کال عيسوي سينې مخکې اشوک د خپل ورورونو تر وژلو وروسته د هندوستان حکمران شو. کله چې اشوک پر شاهي تخت کښيناست نو د کالنگا پر پاچايي يي بريد وکړ. اشوک تر خونړي جگړې وروسته د هندوييزم په ځاي يې بوديزم غوره کړ. اشوک په ډبره کي خپل هدايت نامه هک کړ. دغه هدايت نامه چې په آرامي او يوناني ژبو کې ليکل سوي ده په کندهار کې پيدا سوه. په ۷ مه پېړۍ کې عربي پوځ کندهار ته ورسېده او په افغانستان کې اسلامي دوره پېل سوه.

حاجي ميرويس خان هوتک[edit]

د ميرويس نيکه مقبره

په ۱۸ پيړۍ کې د افغانستان د صفوي دولت په لاس کې وه. ددي دولت مشر په کندهار کې د گورگين خان په نامه يادېدئ. گورگين خان پر پښتانو ډېر ظلمونه کول. نو په دي وخت کې د پښتنو مشران سره راټول شوه او يوه لويه جرگه يي جوړه کړه. هغه وو چې په ټولو يي حاجي ميرويس خان د قوم په مشري وټاکه. حاجي ميرويس هوتک د پښتنو سره لاس يو کړ. په اول کې يي گورگين خان ته نصيحت وکړ خو هغه ونه مانه. ځکه يي د گورگين سره جگړه پېل کړه. په دغه جگړه کې گورگين خان ووژل شو. تر جگړې وروسته په ۱۷۰۹ کال کې بښتانه د پر ديو د لاسه خلاص شول. کله چې پښتنو د دښمن د لاسه خپله آزادي واجيسته نو يي د ميرويس خان څخه غوښتنه وکړه چې د پاچاهي چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميرويس خان په خټه هوتک او د ښالم خان زوي وو چې په ۱۷۱۵ کال کې وفات سو. مقبره يي د کندهار په کوکهان کې پروت ده. په ۱۷۳۶ کال کې نادر شاه افشار پر کندهار بريد وکړ او په ۱۷۳۸ کال کې دغه ښار د نادر شاه د اردو لخوا نيول سو او پاړسي اردو د نادر شاه په هدايت کندهار ته مخه کړل. نادر شاه غوښتل پر کابل بريد وکړي او د دي په سبب يي په کندهار کې خپل مقر جوړ کي. په دي خاطر په کندهار کې لوي پاڅون پېل سو. خو د نادرشاه افشار اردو مخالفينو ته ماته ورکړه او نادر شاه وکولاي سول چي خپل اردو کابل ته واستوي.

احمد شاه بابا[edit]

د لوي احمد شاه بابا مقبره [۴]

د نادر شاه تر وژلو وروسته په ايران او افغانستان کې يو سم منظم حکومت وجود نه درلود. يو ځوان قوماندان چې نوم يي احمد خان ابدلي وو د نادر د مرگ ځخه گټه واخيست او اردو یی ټول کړ او کندهار ته ولاړ. هغه وو چې د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کې د پښتنو مشران سره را ټول شوه او يوه لويه جرگه يي جوړه کړه. په دي جرگه کې ډېرې خبرې وسوې څو هغه وو چې د دي زيارت ملنگ صابر شاه د غنمو يو وږي را واخيست او د احمد شاه بابا په لنگوټه کې يي ورجگ کړ او احمد شاه بابا يي د پاچاه په توگه وټاکئ احمد شاه بابا په کندهار کې خپا مقر جوړ کړ او کندهار یی بيا د افغانستان د دولت پايتخت (پلازمېنه) وټاکله. احمد شاه بابا په ۱۷۷۳ کال کې پسله شپږويشتوکالو پاچاهۍ څخه وفات او مړ شو او په کندهار کې د خرقي شريقي د تعمير ترڅنگ ښخ شو.

۱۹ پيړۍ[edit]

د کندهار جگړه په ۱۸۸۰ کال کې
افغاني وسله والان

په ۱۸۳۹ کال کې د افغان-انگرېز لومړۍ جگړه پيل شوه. د ۱۸۳۹ کال د جولاي پر ۲۵ انکرېزي پوځ کندهار ته ورسېده او کندهار د انگرېريانو لخوا نيول شو. په ۱۸۴۲ کال کې انگرېزي پوځ د افغانانو لخوا ماته وخوړله. په ۱۸۷۸ کال کې انگرېزي پوځ بيا پر افغانستان بريد وکړ او د افغانستان څو ښارونه يي ونيو. د کندهار جگره د انگرېزي او افغاني پوځ په منځ کې وروستي جنگ وو. دا جگړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه پيل شوه او تقرابًا ۳۰۰۰ عسکران وژل شول. دا جگړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کې پېښه شوېده چې په آسيا کې ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختيځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښېښود . د جنرال ډانلډ سټيوارټ په قومانده دوولس زره کسيز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښين ولسسوالۍ ته داخل او ښار تر يوې نيمي مياشتي وروسته يعنې د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ . په سمله او لندن کي د افغانستان څخه د کندهار د بېلتون پلانونه تر غور لاندې وو څو چې انگريزانو د ۱۸۸۰ د اپريل پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې کندهار نور نو له افغانستانه بيل شو او شيرعلي د مهردل خان زوي به د « کندهار او ورپورو سيمو د خپلواک والي » په توگه د کندهار چارې پر مخ بيايي . په کندهار کې د انگريزانو سياسي افسر ډگروال سنټ جان د مې پر يوولسمه يوه لويه غونډه راوبلله او د کندهار ولس يې لدې اقدامه خبر کړ . سنټ جان د دې غونډې پر مهال شېر علي « د کندهار او ورپورو سيمو والي » اعلان کړ ( والي هغه چا ته ويل کېده چې په کورنيو چارو کې به خپلواک او په بهرنيو چارو کې به د برتانويانو تابع و د کندهار ټولې سيمې د انگريزي پوځ لخوا ساتل کېدې . دا مهال په ټول هيواد منجمله کندهار کې د انگريزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کې وه چې د انگليس- افغان دوهمه جگړه بلل کيږي . په دې بهير کې د هيواد په شمال او جنوب کې د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره شول چې مخ پر کابل د يون په حال کې وو . عبدالرحمن خان د امير محمد افضل خان زوي له تاشکنده او محمد ايوب خان د امير شيرعلي خان زوي له هراته په سوقياتو بوخت ول . لومړنى يون « محتاطانه » لاکن دوهم يون « جگړه ييز» و . انگريزانو د دې نوو پرمختياوو په ليدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چې په عين حال کې د روسيې ملاتړ او رضاءيت هم ورسره مل و .مرستيال واکمن ( وايسرا ) کله چې عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تير شو ، نو سټيوارټ ته صلاحيت ورکړ چې عبدالرحمن « د کابل او ورپورو سيمو» د امير په توگه رسمأ ومني او هغه هم کله چې عبدالرحمن لا په چاريکار کې و ، د ميوند له جگړې نه فقط پنځه ورځې مخکې د ده په غياب کې هغه د کابل او مربوطه سيمو واکمن اعلان کړ .

جهاد په کابل ، مشرقي ، جنوبي ، غزني او کندهار کې شديدأ جاري و . په بېل کړاي سوي کندهار کې چريکي عمليات د شدت په حال کې وو . پر انگريزانو او د هغوي پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې څو چې باالاخره انگريزان د ښار په څلورو ديوالو کې د کلابندۍ په حال کې راغلل مخورو او مشرانو ايوب خان ته پرله پسې احوال ورکاوه چې ملت عمومي پاڅون ته چمتو دى . د هرات او ورپورو سيمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کې د ديني علماوو په فتوا سره ايوب خان د افغانستان د امير په توگه وټاکيً او د ده په نوم يې خطبه وويل . پدې توگه د انگريزانو پر ضد جهاد اعلان شو او گڼ شمير ملي مجاهدين مخ پر کندهار او کابل راوخوځېدل.

د کندهار پوځي قوماندان جنرال بوروز او سياسي افسر ډگر وال سنټ جان ته د ۱۸۸۰ د جولاي پر دوولسمه خبر راغيً چې د ايوب خان د پوځ مخکښه ځواک « واشېر» ته رارسېدلي او دى پخپله هم له هغه نه ډير ليري نه دى . د جولاي پر شلمه يو برتانوۍ غونډ هلمند ته ولېږل شو او په همدې ورځ د ملي مجاهدينو دغه لښکر هم د ميوند دښت ته راورسېد.

۲۰پيړۍ[edit]

د طالبانو وسله والان په ۱۹۹۴ کال کې کندهار ته ورسېدل

په ۶۰ کلونو کې په کندهار کې د امريکايي انجنيرانو په مرسته نړيوال هوايي ډگر جوړ شو. دغه هوايي ډگر په مرکزي آسيا کې تر ټولو لوي هوايي ډگر دي. کله چې د شوروي پوځ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان بريد وکړي نو د کندهار هوايي ډگر يي هم ونيو او کندهار د شوروي قومانداني مرکز شو. په ۱۹۹۲ کال کې کندهار د مجاهدينو قوماندان گل آغا شيرزي په لاس کې وو. په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو وسلوالان د پاکستان څخه کندهار ته راغلل او د کندهار د ځينو خلکو په مرسته يي په دي ښار کې خپل مرکز جوړ کړ. ددي لحاظه د افغانستان په تاریخ کې کندهار د دوهم ځل لپاره د افغانستان پلازمېنه وټاکل سول. طالبانو چي ځيني يې جنايي انسانان او قوماندانان وه پر ځينو افغانانو د ظلم لامل سول، هغه په دي خاطر چي د هغوي په اداره کې قانون ډېر سخت وو، او د افغانستان ځينې قومونه لکه هزاره ګان او ازبک چي ددي قانون خلاف وه او هميش يي غوښتل چي ددي نظام څخه ځان وژغوري. د طالبانو د حکومت سره تر هغه وخته امریکا مرسته کول چي هغوي دروس سره جنګيدل، خو کله چې هغوي هوښيار سول او امريکايي پيسې يي د خپلو پولو او سيمۍ په ساتنه ولګولي، او د سياست سره سره يي د افغانستان د جوړولو کار هم پيل کړ د روس او هند سره سوله او د پاکستاني طالبانو پر وړاندې يي د راتګ پابندي هم ولګول. نو د امريکا او د هغه د پاره چي افغانستان ډېر مهم او د هغه د جوړښت ورته هيڅ اهمیت نه درلود. پر افغانستان په تيره بيا د کندهار پر خلګو سخت بنديزونه ولګول. او د هغوي حکومت يي کمزوري کړ. په ۲۰۰۱ کال کې کندهار د امريکايي پوځ لخوا بمبارۍ او په ٢٠٠٩ کال کي يي ډيرې سيمې بيرته د امريکايانو په مرسته افغان دولت ونيولې.

د کندهار يادگارونه[edit]

د کندهار زوړ ښار چې د کندهار په مرکز کې دي د زړي کلا په واسطه چاپيرسوي وه چې په دغه کلا کې شپږ دراوزې لري. د زوړ ښار په مرکز کې زوړ بازار پروت دي. سلطان بابر په ۱۶ پيړي کې د خپل برياليتوب په ياد د چل زيني معبد په سرپوزي کې جوړ کړ.د کندهار يو ډېر مقدس ځاي د خرقې شريف زيارت دي چې په هغه کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جامې پرتې دي. او دهغه ځنگ چې د احمد شاه بابا مقبره پرته ده. همداراز د کندهار د کوهکران په سيمه کې د ميرويس هوتک د مقبرې لرغوني وداني وجود لري. په ۱۹۹۹ کال کي د ملا عمر په هدايت يو جومات چې دجامعه عمر په نوم يادېږي جوړه شوه.

د کندهار نوم[edit]

دکندهار تاریخی نوم چی په تاریخی مدارکو (اسنادو) کی یی چی یادونه شویده (هه-هوای- تی) یا کی (هرویتی) دی چی هرا هواتی (سراشواتی) د ارغنداب او اراخوسیا د ارغستان نوم او دهغه مرکز اراخواتیس و او وروسته دیونانیانو له خوا په اراخوزیا اراکوزیا او اراموشیا بدل کړای شوی دی. کندهار د ساسانیانو، کیداریانو او کابل شاهانو د پیښو (حوادثو) په وختونو کی د (رخج، رخچ، اخذ) په نامه یاد شوی [۵]

نامتو شخصیتونه[edit]

د کندهار عکسونه او نوري سرچينې[edit]

سرچينې[edit]

  1. پیوستون : 1138336  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. لينک, او ياداښتونه. "د افغان د انرژي معلوماتي مرکز". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. لينک, او ياداښتونه. "د کندهار تفریحي ځايونه". ليکونکي :مسيف بلوګفا.کام (ليکنه: مارچ٢٠١٠). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. لينک, او ياداښتونه. "د د احمدشاه بابا د زيارت ګنبده د خرابېدو په حال کې". ليکونکي :ازادي راډیو.کام (ليکنه: چنګاښ ۳۱، ۱۳۹۱). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. پښتو, جونا. "اراکوزیا". افغان ټروريزم ډاټ کام ٢٠١٠. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)