د کندهار انار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کندهار انار

د افغانستان د انارو یو نمونه
هیواد  افغانستان
رانیونکی هیوادونه  پاکستان
 هندوستان
 فرانسه
 متحده عرب امارات
 بريتانيا
زیات صادراتی سیمي ارغنداب
پنجوایی
کلنی خرصلاو ۴۰۰۰۰ ټنه يوازې هند او پاکستان ته ليږدولنه

د کندهار انار (په دری: انار قندهار) د دنیا پر سطحه پیژندل سوی انار دی  چې له دې هیواد څخه يواځې هند او پاکستان ته په ۲۰۱۷م کال کی ۴۰۰۰۰ ټنه صادر سوي دي.

ویل کیږی چې په ۲۰۱۷ کال کی کال صرف د کندهار ولایت کې د نورو کلونو په پرتله ۴۳ فیصده د انارو حاصلات زیات سو، نو ځکه وټاکل سوه چې د لومړي ځل لپاره به یوه اندازه انار د نمونې لپاره فرانسې ته هم صادر سي. د کندهار انار د نړۍ په کچه ښه نوم لري، د رنګ او خوند ساری یې هم نه لیدل کېږي.

دانارو ګټه[سمول]

انار؛ هغه مېوه چې له خوړلو پرته یې ان په لیدلو د انسان زړه تازه کېږي او د خوښۍ احساس ورکوي. انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.

داهم وگوری[سمول]