کارل مارکس
{
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
استوګنځی | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
اغېزمن شوی له | |
ګوند | |
دنده | |
بلننوم |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
قومي ډلې | |
غړی د | |
دین |
مهمې پېښې |
|
---|
برخه د |
---|
جایزې |
---|
کارل هينريچ مارکس Karl Heinrich Marx (۱۸۸۳ مارچ ۱۴ – ۱۸۱۸ ز کال د می ۵) يو الماني فيلسوف، د سياسي اقتصاد کره کتونکی، اقتصادپوه، تاريخپوه، ټولنپوه، د سياسي نظرياتو پوه، ژورنالېست او سوسياليست انقلابي و. د نوموړي تر ټولو زيات پېژندل شوي سرليکونه «د کمونيست څرګندونې» تر سرليک لاندې د ۱۸۴۸ ز کال رساله او د Das Kapital په سرليک درې ټوکه رساله ده، چې له ۱۸۶۷ څخه تر ۱۸۸۳ ز کال پورې يې ليکلې ده. د مارکس سياسي او فلسفي فکر پر راتلونکي فکري، اقتصادي او سياسي تاريخ باندې ستر اغېز درلود. د نوموړي نوم د يوه صفت، اسم او د ټولنيزې نظريې د ښوونځي په توګه کارول شوی دی.
د المان په Trier کې زېږېدلي مارکس د بن او برلين پوهنتونونو کې حقوق او فلسفه ولوستل. نوموړې په ۱۸۴۳ ز کال کې د ډرامې له کره کتونکې او سياسي فعالې المانۍ Jenny von Westphalen سره واده وکړ. مارکس د خپلو سياسي خپرونو له امله له هېواده وشړل شو او د څو لسيزو لپاره يې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره لندن کې ژوند وکړ. هغه په لندن کې له جرمني متفکر Fredrich Engels سره په همغږۍ د خپل فکر ودې او د خپلو هغو ليکنو خپرولو ته دوام ورکړ، چې د بریتانوي موزيم د لوست خونه (British Museum Reading Room) کې يې څېړلې. د ټولنې، اقتصاد او سياست په اړه د مارکس نيوکه نيزې نظريې، چې په ټوليز ډول د مارکس اصالت (مارکسيزم) په توګه درک کېږي، په دې باور دي چې انساني ټولنې د ټولګي يا صنفي جګړې له لارې پرمختګ کوي. د توليد په پانګه وال سبک يا دود کې دا شخړې په خپله د واکمنو ټولګيو (چې د بورژوا ورته وايي) چې د توليد اسباب اداره کوي او کارکوونکي ټولګيو (چې د مزدورانو ډله ورته وايي) تر منځ څرګندېږي، چې د مزدوۍ په بدل کې د خپل کاري ځواک په پلورلو سره ياد توکي فعالوي. د مادې د تاريخي اصالت په نامه د يوې انتقادي تګلارې څخه په ګټنې مارکس اټکل وکړ، چې پانګه وال اقتصادي نظام (Capitalism) لکه د پخونيو ټولنيز اقتصادي نظامونو غوندې؛ کورني کړکيچونه رامنځته کړي دي او ياد کړکېچونه به په خپل د دې نظام د له منځه تلنې او پر ځای يې د توليد د سوسياليستي دود يا سبک په نوم د يو نوي نظام د راتګ سبب شي. د مارکس له نظره د پانګه وال نظام له مخې به د ټولګي مخالفتونه د خپلې بې ثباتۍ او د کړکېچ پر وړاندې د طبيعت له امله، د کار ټولګي د ټولګی شعور د پرمختګ سبب شي، چې دا په خپل وار د دوی د سياسي واک بري او په پای کې د بې ټولګيتوب (Classless) په نوم د توليدونکو د خپلواکې ټولنې له لورې د کمونيستي ټولنې رامنځته کېدنې ته لاره هواره کړي. مارکس يې د پلي کولو په موخه په فعال ډول فشار راوړ. نوموړي استدلال کاوه، چې کارګر ټولګی بايد د پانګه والۍ د نسکورولو او پر ټولنيزې اقتصادي خپلواکۍ رامنځته کولو په موخه، د مزد اخيستونکي يو منظم اوښتوني عمل وکړي. [۵۲]
کارل مارکس په انساني تاريخ کې د تر ټولو اغېزناکو څېرو په توګه ياد شوی دی او کار يې ستايل شوی هم دی او نيوکه هم پرې شوې ده. په اقتصاد کې د کارکوونکي او له شتمنۍ سره يې د اړيکې په اړه د نوموړي کار د ځينو اوسنيو نظرياتو لپاره بنسټ کېښود. په ټوله نړۍ کې زيات روښانفکران، کارګرې اتحاديې، هنرمندان او سياسي ډلې د مارکس له کار څخه اغېزمن شوي دي، چې زياتو يې يا د نوموړي نظريو کې سمون راوړی او يا يې خپله ورسره سمون کړی دی. مارکس په نمونه يي ډول د معاصرې ټولنيزې پوهې د اصلي معمارانو په توګه ياد شوی دی. [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]
ژوند ليک
ماشومتوب او لومړنۍ زده کړې : ۱۸۳۶-۱۸۱۸ز کلونه
کارل هينرېچ مارکس (Karl Heinrich Marx) د ۱۸۱۸ می پر ۵ نېټه وزېږېد. پلار يې Heinrich Marx (۱۸۳۸ – ۱۷۷۷ز کلونه) او مور يې Henriette Pressburg (۱۸۶۳ – ۱۷۸۸) نومېده. نوموړی د Trier په Brukengasse 664 کې وزېږېد، چې يو لرغونی ښار دی او هغه وخت د پروس د ښکته راين ولايت (Province of Lower Rhine) يوه برخه و. د نوموړي کورنۍ په اصل کې نامذهبي يهودۍ وه، مګر د هغه له زوکړې څخه مخکې په رسمي ډول عيسويت ته اوښتې وه. د کارل مارکس مورنی نيکه يو هالنډي ښاغلی يا ښوونکی [rabbi: په يهودانو کې د نمانځنې لقب دی؛ مشر، ښاغلي يا استاد ته کارول کېږي] و، په داسې حال کې چې پلرني اړخ يې له ۱۷۲۳ ز کال راهيسې د Trier مشران يا ښاغلي سمبال کړي دي، چې دا يې د پلرني نيکه Meire Halevi Marx له لورې اخيستل شوې ونډه وه. پلار يې چې له کوچنیوالي څخه د Herschel په نوم پېژندل شوی، په خپله ليکه [نسب يا کورنۍ] کې لومړنی شخص و چې د بې دينۍ (سيکولر) زده کړې يې تر لاسه کړې. نوموړي د يو څه لوړ منځني ټولګي په مناسب عايد درلودلو سره يو وکيل شو او د وکيل په توګه د عايد تر څنګ يادې کورنۍ د Moselle يو شمېر د انګورو باغونه هم درلودل. هرشيل (Herschel) د خپل زوی له زوکړې څخه مخکې او په Rhineland کې د يهودي خپلواکۍ له منځه وړنې څخه وروسته د پروشيا د پروتستانت دولتي کليسا سره د يو ځای کېدلو لپاره له يهود پالنې څخه واوښت او د Yiddish Herchel پر سر يې د Heinrich مخکينی ذکر شوی الماني نوم تر لاسه کړ. [۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]
په لويه کچه نامذهبي Heinrich د روښانفکرۍ شخص و، چې د ايمانوېل کېنټ (Immanuel Kant) او والټېر (Voltaire) فيلسوفانو د نظرياتو لېوال و. د يو لرغوني ليبرال په توګه يې په پروس کې د اساسي قانون او سمونونو په پارونه کې برخه واخيسته، چې هغه وخت بشپړه يا مطلقه پاچاهي وه. هنرېچ مارکس (Heinrich Marx) په ۱۸۱۵ ز کال کې د وکيل په توګه کار پيل کړ او په ۱۸۱۹ ز کال کې يې خپله کورنۍ Porta Nigra ته نږدې د لس خونو ملکيت [کور] ته ولېږدوله. د نوموړي ښځه Henrietter Pressburg يوه هالنډۍ يهوده وه. نوموړې د يوې نېکمرغه سوداګرې کورنۍ غړې وه، چې وروسته يې د Philips Electronics په نوم د برېښنايي توکو شرکت رامنځته کړ. د Henrietter خور Sophie Pressburg (۱۸۵۴ – ۱۷۹۷ز کال کې له لاين فيليپس “Lion Philips” (۱۸۶۶ – ۱۷۹۴) سره واده وکړ او د ګيرارد (Gerard) او انتون فيليپس (Anton Philips) دوی مور او د فريټس فيليپس (Frits Philips) مشره نيا وه. Lion Phililps د تمباکو يو بډايه هالنډي توليدونکی او صنعت کار و. کارل (Karl) او جيني مارکس (Jenny Marx) له هېواده د شړنې (تبعيد) پر مهال د پورونو لپاره زياتره پر همدې [لاين فيليپس] باندې تکيه وکړه. [۶۲][۶۳][۶۴]
د مارکس د ماشومتوب په اړه ډېر معلومات نه شته. د نهه کوچنيانو درېيم (مارکس) هغه وخت تر ټولو مشر زوی شو، چې ورور يې Moritz په ۱۸۱۹ ز کال کې مړ شو. مارکس او ژونديو خويندو او وروڼو Sophie, Hermann, Henriette, Louise, Emilie او Caroline ته د ۱۸۲۴ ز کال اګسټ کې په Lutheran کليسا کې د تعميد غسل ورکړل شو او مور ته يې د ۱۸۲۵ ز کال په نومبر کې ياد مراسم تر سره شول. نوموړی د ۱۸۳۰ ز کال کال تر هغې مودې پورې له خپل پلار څخه خصوصي زده کړې تر لاسه کړې، چې د Trier عالي ښوونځي (Gymnasium zu Trier ) کې شامل شو. د ياد ښوونځي سرمعلم هيوګو وايټټينبېچ (Hugo Wyttenbach) د کارل مارکس د پلار ملګری و. د ښوونکو په توګه د زياتو ليبرالي انسان پالو د ګومارنې له امله Wyttenbach د سيمه یيز محافظه کار حکومت د غوصې سبب شو. په پای کې پوليسو په ۱۹۳۲ ز کال کې ښوونځی باندې بريد وکړ او ويې موندله، چې د زده کوونکو په منځ کې د سياسي ليبراليزم پلوي ادبيات خپرېدل. د پارونکي عمل په توګه د دې ډول موادو وېش ته په پام سره چارواکو د مارکس د شتون پر مهال سمونونه رامنځته کړل او يو څو کارکوونکي يې بدل کړل. [۶۵][۶۶][۶۷][۶۸]
مارکس د ۱۸۳۵ز کال په اکتوبر کې د ۱۷ کلنۍ په عمر د فلسفې او ادبياتو د لوستنې په هيله د بن پوهنتون (University of Bonn) ته يون وکړ، مګر پلار يې د يو څه زيات عملي ډګر په توګه پر حقوقو ټينګار وکړ. د کمزورې سينې “weak chest” په نوم حالت [ناروغۍ] له امله مارکس په ۱۸ کلنۍ کې له فوځي دندې څخه وبخښل شو. په بون کې د پوهنتون دورې پر مهال نوموړی د شاعرانو کلب سره يو ځای شو. ياد کلب د سياسي بنسټپالو لرونکې ډله وه، چې د پوليسو له لورې څارل کېده. هغه د Tavern Club په نوم د څښاک ټولنې سره هم يو ځای شو (جرمني: )، چې زياتې نظريط په کې بحث شوې او يو وخت يې د کلب د مرستيال رئيس په توګه خدمت وکړ. د دې تر څنګ مارکس په ځينو شخړو کې هم لاس درلود، چې ځينې يې د پام وړ يا سختې شوې. لکه: د ۱۸۳۶ ز کال په اګسټ مياشت کې نوموړي د پوهنتون د (Borussian Korps) له يو غړي سره په دوه اړخيز [دوه په دوه] جګړه کې برخه واخيسته. که څه هم په لومړۍ دوره کې يې نمرې ښې وې، مګر ژر خرابې شوې چې له امله يې پلار اړ شو، چې نوموړی د برلين يو څه سخت او علمي پوهنتون ته ولېږدوي. [۶۹][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۷۴][۷۵]
دا هم وگورﺉ
سرچينې
|
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Маркс Карл. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.marxists.org/archive/marx/bio/marx/eng-1869.htm.
- ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23: 532.
- ↑ "Schreiben der Preußischen Regierung vom 01. Dezember 1845 an den Trierer Oberbürgermeister u.a. mit Vermerk des Adressaten vom 03. Dezember 1845, Erstveröffentlichung". Broschüre "Die Umwelt des jungen Karl Marx. Ein unbekanntes Auswanderungsgesuch von Karl Marx".
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ ۶٫۵ ۶٫۶ دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118578537. ذکر کېدنه: Catalog of the German National Library. Retrieved: ۵ سپټمبر ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11914934t. Retrieved: ۲۶ جون ۲۰۲۰. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ ۹٫۴ ۹٫۵ ذکر کېدنه: Carlos Marx. Biografía completa. ليکوال: Heinrich Gemkow. خپرېدو نېټه: ۱۹۷۵.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ "Secret Re-burial of Karl Marx In London". The Sydney Morning Herald (په انګرېزي ژبه) (36485 (late edition)): 1. ۲۷ نومبر ۱۹۵۴.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Karl-Marx. Subject named as: Karl Marx. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118578537. Retrieved: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ "Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16, Artikel "Karl Marx")". Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16): 331.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ "Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17, Artikel "Marxismus"". Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17: 768.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ "Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17, Artikel "Marx, Karl Heinrich"". Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17: 768.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.bruzz.be/event/brussel-was-de-belangrijkste-mijlpaal-het-leven-van-karl-marx-2018-05-04.
- ↑ "Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16, Artikel "Karl Marx")". Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16): 331.
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ "Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16, Artikel "Karl Marx")". Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16): 331.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23.
- ↑ "Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17, Artikel "Marx, Karl Heinrich"". Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17.
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11914934t. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ CONOR.SI ID: 9185123. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23: 531.
- ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23: 531.
- ↑ لوی التوسر. "Introduction: Today (within the German 2011-edition of "For Marx")". For Marx (German edition, 2011) (په جرمني ژبه): 37.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ "Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17, Artikel "Marxismus"". Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17: 771.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23: 531.
- ↑ ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ ۳۴٫۲ ذکر کېدنه: BeWeB. BeWeb person ID: 1370. Retrieved: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ "Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17, Artikel "Marx, Karl Heinrich"". Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17: 767, 768.
- ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23: 531.
- ↑ ذکر کېدنه: The Fine Art Archive. AbART person ID: 14572. Retrieved: ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23: 531.
- ↑ Lewis Samuel Feuer. "Encyclopædia Britannica (15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 23, Artikel "Marx and Marxism")". Volume 23: 531.
- ↑ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنیټ فلم ډیټابیس. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm0555631. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ "Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16, Artikel "Karl Marx")". Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16): 331.
- ↑ "Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16, Artikel "Karl Marx")". Lexikon deutsch-jüdischer Autoren (Band 16): 331.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.echo.msk.ru/programs/vsetak/54463/. Archive URL: https://web.archive.org/web/20071016041336/http://www.echo.msk.ru/programs/vsetak/54463/.
- ↑ ISBN-13: 978-0-7425-1166-8.
- ↑ "Encyclopædia Britannica [15th edition, 23. Druck: 1997, Volume 7, Artikel "Marx, Karl (Heinrich)"]". Volume 7 (په انګرېزي ژبه).
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ "Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17, Artikel "Marx, Karl Heinrich"". Brockhaus Enzyklopädie, 21. Auflage, Band 17: 768.
- ↑ ۵۰٫۰ ۵۰٫۱ سرچينې تړی: https://www.marxists.org/archive/marx/works/1843/critique-hpr/intro.htm#05.
- ↑ ۵۱٫۰۰ ۵۱٫۰۱ ۵۱٫۰۲ ۵۱٫۰۳ ۵۱٫۰۴ ۵۱٫۰۵ ۵۱٫۰۶ ۵۱٫۰۷ ۵۱٫۰۸ ۵۱٫۰۹ ۵۱٫۱۰ ۵۱٫۱۱ ۵۱٫۱۲ ۵۱٫۱۳ ۵۱٫۱۴ ۵۱٫۱۵ ۵۱٫۱۶ ذکر کېدنه: Holocaust Encyclopedia. USHMM Holocaust Encyclopedia ID: 10005852. ليکوال: United States Holocaust Memorial Museum. Publisher: United States Holocaust Memorial Museum. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ Karl Marx: Critique of the Gotha Program Archived 27 October 2007 at the Wayback Machine..
- ↑ Roberto Mangabeira Unger. Free Trade Reimagined: The World Division of Labor and the Method of Economics. Princeton: Princeton University Press, 2007.
- ↑ John Hicks, "Capital Controversies: Ancient and Modern." The American Economic Review 64.2 (May 1974) p. 307: "The greatest economists, Smith or Marx or Keynes, have changed the course of history ..."
- ↑ Joseph Schumpeter Ten Great Economists: From Marx to Keynes. Volume 26 of Unwin University books. Edition 4, Taylor & Francis Group, 1952 ISBN 0-415-11078-5, 978-0-415-11078-5
- ↑ Little, Daniel. "Marxism and Method". Archived from the original on 10 December 2017. نه اخيستل شوی 10 December 2017.
- ↑ Kim, Sung Ho (2017). "Max Weber". In Zalta, Edward N. (ed.). Stanford Encyclopaedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. Archived from the original on 18 March 2019. نه اخيستل شوی 10 December 2017.
Max Weber is known as a principal architect of modern social science along with Karl Marx and Emil Durkheim.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 7; Wheen 2001, pp. 8, 12; McLellan 2006, p. 1.
- ↑ Carroll, James (2002). Constantine's Sword: The Church and the Jews – A History (په انګليسي). Houghton Mifflin Harcourt. p. 419. ISBN 978-0-547-34888-9. Archived from the original on 24 September 2020. نه اخيستل شوی 2 April 2018.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 4–6; McLellan 2006, pp. 2–4.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 4–5; Wheen 2001, pp. 7–9, 12; McLellan 2006, pp. 2–3.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 5, 8–12; Wheen 2001, p. 11; McLellan 2006, pp. 5–6.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 7; Wheen 2001, p. 10; McLellan 2006, p. 7.
- ↑ Wheen 2001, chpt. 6
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 12; Wheen 2001, p. 13.
- ↑ McLellan 2006, p. 7.
- ↑ Karl Marx: Dictionary of National Biography. Volume 37. Oxford University Press. 2004. pp. 57–58. ISBN 978-0-19-861387-9.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 12–15; Wheen 2001, p. 13; McLellan 2006, pp. 7–11.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 15–16; Wheen 2001, p. 14; McLellan 2006, p. 13.
- ↑ Wheen 2001, p. 15.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 20; McLellan 2006, p. 14.
- ↑ Wheen 2001, p. 16; McLellan 2006, p. 14
- ↑ Holmes, Rachel (14 October 2017). "Karl Marx: the drinking years". The Times. Archived from the original on 10 January 2022. نه اخيستل شوی 14 October 2017.کينډۍ:Subscription required
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, pp. 21–22; McLellan 2006, p. 14.
- ↑ Nicolaievsky & Maenchen-Helfen 1976, p. 22; Wheen 2001, pp. 16–17; McLellan 2006, p. 14.
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P551 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P737 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1449 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P172 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- فلسفه
- لوېديځ فېلسوفان
- وټپوهان
- ساينسپوهان
- تاريخپوهان
- سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي