منځپانگې ته ورتلل

د پښتو ګړدودونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د افغانستان د تعليمي نصاب کتابونه

پښتو ژبه د نورو ژبو په څېر بېلابېل ګړدودونو يا لهجې لري، پښتو ژبه پر درېو لویو لهجو وېشل شوې او ترڅنګ يې يو ليکدود د معيار په توګه څرګند‌ دی چې د ټولو لهجو ويونکي ورڅخه کار اخلي او په کتابونو کې کارول شوی. پښتو د هغو ژبو له جملې څخه ده چې لهجې يې سره نږدې دي او ډېر توپير د يوبل سره نه لري. د پښتو ژبې لهجې له سويلي لهجه، پکتياواله لهجه، ننګرهارۍ لهجه او خوستۍ لهجې څخه جوړېږي. سويلي لهجه د افغانستان په کندهار، زابل، هلمند، بادغيس، فراه، ارزګان، هرات او نيمروز ولايتونو او ترڅنګ يې د پاکستان په کويټې، ژوب، لورلايي، کلا سيف الله او ځينې نورو سيمو کې عامه ده، د ننګرهار لهجه په ننګرهار، کابل، کونړ، لوګر او نورستان ولايتونه کې عامه ده. پېښورۍ لهجه د پاکستان په پېښور کې عامه ده چې له ننګرهارۍ پښتو سره نږدېوالی لري. پکتیاواله لهجه په غزني، پکتيا، پکتیکا او ځينې نورو ولايتونو کې عامه ده، د خوست لهجه په خوست او وزيرستان کې عامه ده.

کتنه

[سمول]

پښتو ژبه په ټوليزه توګه پر درېو غټو ګړدودونو وېشل شوې چې له يوبل سره ډېر توپير نه لري. په پښتو ژبې کې د «ږ، ښ» تورې د ګړدودونو د وېش مهم لامل دی. په داسې حال کې چې دا تورې په سويلي پښتو کې د «ږ» توری «ژ» ته نږدېوالی لري او د «ښ» توری «ش» ته نږدېوالی لري خو په پکتياوالې پښتو کې «ږ» توری «غ» او «ښ» توری «خ» ته نږدېوالی لري. همداراز په ځينو ګړدودونو کې دا تورې يوازې فیزیکي شتون لري يعنې د «ږ» توری په «ګ» او د «ښ» توری په «خ» تلفظ کېږي. د تاریخپوهانو په وینا د پښتو ژبې دغه تورې خورا مهم او لرغوني دي چې دا ژبه د اريايي کورنۍ اصلي ريښې ته رسوي او په تاريخي لحاظ پښتو ژبه يوه بډایه ژبه معرفي کوي. دا تورې په ډېرو کمو ژبو کې ليدل کېږي.

وېشنيزه

[سمول]

د سويلي ګړدود ډولونه

  • ابدالي
  • کاکړۍ
  • شېراني
  • مروتي
  • جنوبي کرلانې کورنۍ
  • خټک
  • بنو
  • داوړ
  • مسيد
  • وزير او خوستوال

2. شمالي ډولونه

  • مرکزي غلجۍ
  • د یوسفزيو ګړدود
  • شمالي کرلاني ډله
  • د تڼيانو ګړدود
  • د خوستوالو ګړدود
  • د ځدراڼو ګړدود
  • د منګلو ګړدود
  • د افريديانو ګړدود
  • د خوګیاڼيو ګړدود
  • د وردګو ګړدود

3 . واڼيڅي ګړدود

معیاري پښتو

[سمول]

سیمه يیز معياري ليکدودونه

[سمول]

د پښتو ژبې يو معياري ليکدود شتون لري چې د ټولو پښتنو ترمېنځ دود دی او په رسنيو، د نصاب تعليمي کتابونو او پوهنتونونو کې عام دی دې ليکدود ته د کابلي پښتو نوم هم ورکول کېږي. همداراز د سويلي ليکدود هم د ځينو لخوا د معيار په توګه کارېږي په ځانګړي ډول په کندهار کې. دغه ليکدود له کابلي ليکدود سره کوم ځانګړی توپير نه لري يوازې د «شوي» پرځای «سوي» ليکل کېږي او په یاګانو کې د «ي او ې» ترمېنځ ځينې توپيرونه شته.

د سویل سيمه ييز معياري ګړدود او ليکدود

[سمول]

سویلي پښتو د افغانستان په جنوب/سويل کې د پښتنو ترمېنځ دود يو ګړدود دی. سويلي پښتو چې په کندهاري پښتو هم بلل کېږي د پښتو ژبې يو لوی ګړدود دی چې د کندهار، زابل، فراه، هلمند، ارزګان، نیمروز، بادغيس، کندوز، هرات او ځينې نورو ولايتونو کې دود دی.

همداراز د اوسني پاکستان د بلوچستان په ایالت کې هم دا ګړدود دود دی. د پښتو ژبې دا ګړدود د نورو ګړدودونو سره د «س، ش» او «ږ، ښ» پر تلفظونو توپيرونه لري.

شمالي سیمه

[سمول]

شمالي پښتو د شمال لوېديځ او شمال شرقي ګړدودونو سره څه ناڅه توپيرونه لري. شمال ختیځه پښتو چې د شرقي پښتو په نامه هم یادېږي، د پښتو یو بل لوی او معتبر ګړدود دی چې په پاکستان کې د یوسفزیو په نامه هم یادېږي، دا د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي، شمالي او ختیځو برخو او د افغانستان په شمال ختیځ (ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، لوګر او ځينو نورو شاوخوا سيمو کې ويل کېږي.

د ترينو ګړدود

[سمول]

د ترينو پښتو چې په اکاډميکه توګه د واڼيڅي په نوم هم يادېږي د پښتو ژبې له نورو ګړدودونو سره لږ ډېر توپير لري.

ځانګړتیاوې

[سمول]

د پښتو ژبې د لهجو يا ګړدودونو ترمېنځ توپيرونه ډېر کړکېچن نه دي، ټول ګړدودونه سره نږدې دي. [۱] د پښتو د ګړدودونو ترمېنځ توپيرونه فونولوژيکي يا غږيز دي يعنې د «ږ او ښ» تورو غږيز تلفظونو کې توپيرونه شته. دا توپيرونه ډېر مهم نه دي او تقريباً د ټولو ترمنېځ يو وړوکې او عادي مسله ده. دوه مهم فونیمونه چې تلفظونه یې د پښتو د بېلابېلو لهجو ترمېنځ توپیر لري ښ او ږ دي. د کندهار سوېلي ګړدود د فونولوژي له پلوه تر ټولو ځانګړی بلل کېږي. دا دوه تورې په خورا ځانګړي ډول تلفظ کېږي چې دا ډول تلفظ د پښتو په نورو ګړدودونو کې هېڅ شتون نه لري، همداراز د کندهاري ګړدود ترڅنګ د پښتو ژبې پکتیاوال ګړدود هم د ږ او ښ تورو يو ځانګړی تلفظ لري چې په پورته برخه کې يې يادونه وشوه.

په وزیرستاني او خوستۍ پښتو کې د نورو ګړدودونو سره په توپير سره ځينې تلفظونه ځانګړي ده. د بېلګې په توګه؛ تر ډېره د «ا» توری په «و» او د «و» توری په «ي» تلفظ کېږي. لکه منظور پښتون چې په «منظور پښتين» تلفظ کېږي. د «موږ» کليمه په «ميږ» تلفظ کېږي همداراز ځينې نور واړه توپيرونه لري. خو ترټولو مهمه خبره دا ده چې د ټولو پښتنو ترمېنځ د لهجو بحث ډېر مهم نه دی او پښتو ټوله يوه پښتو ده.

هغه نهه فونیمونه چې د لاندې لړليک په سرلیکونو کې ښودل شوي د لهجو ترمېنځ فونيټيک توپيرونه لري‌له دې جملې څخه پنځه یې د پښتو په حروفو لیکل شوي او څلور یې په لاتیني ليکدود کې لیکل شوي توري دي. غږونه په IPA کې لیکل شوي دي:

ګړدودونه وييونه سيمې ښ ږ څ ځ ژ a ā o u
ابدالي Southern and western Afghanistan, including Kandahar [ʂ] [ʐ] [t͡s] [d͡z] [ʒ] [a] [ɑ] [o] [u]
کاکړ Northern Balochistan [ʃ] [ʒ] [t͡s] [d͡z] [ʒ, z] [a] [ɑ] [o] [u]
شېراني Shirani and Darazinda [ʃ] [ʒ] [t͡s, s] [d͡z, z] [z] [a] [ɑ] [o] [u]
مروت بېټني ګندپور[۲] Lakki Marwat, Jandola, Tank, and Dera Ismail Khan [ʃ] [ʒ] [t͡ʃ] [d͡ʒ] [z] [a] [ɑ] [o] [u]
ترين هراني Harnai and Sanjawi [ʃ] [ʒ] [t͡s, s, t͡ʃ] [d͡z, z, d͡ʒ] [z] [a] [ɑ] [o] [u]
چاتير
خټک عمومي Karak District and eastern Kohat [ʃ] [ʒ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [ɑ] [ɔ] [o] [u]
تاري
نصرتي
بنووال Bannu, Mir Ali, Baka Khel, Jani Khel [ʃ] [ʒ] [s] [z] [ʒ] [ɑ] [ɔ] [ɛː] [i]
داوړ Tochi in North Waziristan [ʃ] [ʒ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [ɑ] [o] [e] [i]
وزير احمدزۍ [۳] From Janimela, South Waziristan to Shuidar Ghar (south of Razmak) [ʃ] [ʒ] [t͡ʃ] [d͡ʒ] [ʒ] [ɑ] [ɒ] [œː, ɛː] [i]
مسيد South Waziristan [ʃ] [ʒ] [t͡ʃ] [d͡ʒ] [ʒ] [ɑ] [ɒ] [œː, ɛː] [i]
اتمانزۍ [۳] North Waziristan, Khaisora Valley, Razmak, Dossali, Datta Khel, Spin Wam, Shawal[۴] [ʃ] [ʒ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [ɑ] [ɔ] [œː, ɛː] [i]
تڼيواله Tani, Gurbuz, and Mandozayi, in southern Khost [x] [ɡ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [ɑ] [o] [e] [i]
خوستۍ Central and northern Khost [x] [ɡ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [ɑ] [ɒ] [ɵ] [u]
ځدراڼ[۵] The Zadran Arc in southern Paktia, northeastern Paktika, and southwestern Khost [ç] [ʝ] [t͡s] [d͡z] [ʒ] [ɑ] [o] [o, e] [u, i]
بنګښ، اورکزۍ، ځاځۍ او منګل Kurram, eastern Paktia, northeastern Khost, Orakzai, Hangu, and northwestern Kohat [x] [ɡ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [ɑ] [ɔ] [o] [u]
Apridi[۶][۷] کمبرخېل Central and southern Khyber and Darra Adamkhel [x] [ɡ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ, d͡ʒ] [ɑ] [ɔ] [ɵ] [u, i]
زخه خېل
خوږياڼي Khogyani, Sherzad, and Pachir aw Agam, in southwestern Nangarhar [x] [ɡ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [ɑ] [ɒ] [ɵ] [u]
وردګ Chaki Wardak, Saydabad, Jaghatu, and Jilga, in central and southern Maidan Wardak [ç] [ʝ] [t͡s] [d͡z] [ʒ, z] [ɑ] [ɒ] [o] [u]
مرکزي غلجۍ Central Ghilji region

(Sharana, Qalat, southern Ghazni, etc.)
[ç] [ʝ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ, z] [a] [ɑ] [o] [u]
Momand and Shinwari Upper Momand and Shinwari Nangrahar province [x] [ɡ] [t͡s, s] [d͡z, z] [ʒ] [a] [ɑ] [o] [u]
Lower Momand

(Ghoryakhel)

Peshawar, Mohmand Districy [x] [ɡ] [s] [z] [d͡ʒ] [a] [ɑ] [o] [u]
Yusapzai Swat Central, northern, and eastern Pakhtunkhwa

(Dir, Swat, Swabi, Hazara etc.)
[x] [ɡ] [s] [z] [d͡ʒ] [a] [ɑ] [o] [u]
Mardan
  • د southern non-Karlani variety ، southern Karlani variety ، northern Karlani variety ، او northern non-Karlani variety ، په ترتیب سره د رنګ کوډ شوي ژبو سره تړاو لري.
  • Tareeno/Wanetsi د ګلابي په څیر رنګ کوډ شوی

ګرامر

[سمول]

ګرامري کليمې په لهجو کې څه ناڅه توپيرونه لري، د ترينو د لهجې ګرامري کليمو بېلګې:: [۸]

Dialect Dialect Sentence Literary Pashto Meaning Divergence Noted
Kandahar پلوشه راغلل

Palwašá rā́ğləl

پلوشه راغله

Palwašá rā́ğla

Palwasha came 3rd Person Plural Verbal suffix ل [əl] employed

instead of 3rd Person Feminine Verbal Suffix ه [a]

Nangarhar ما او تا ښار ته ځو

mā aw tā xār tə zú

زه او ته ښار ته ځو

zə aw tə x̌ār tə dzú

Me and you are going to the city Oblique pronouns ما [mā] and تا [tā] used instead of direct pronouns زه [zə] and ته [tə]
Dzādzə́i پلوشه زما خور دی

Palwašá zmā xor de

پلوشه زما خور ده

Palwašá zmā xor da

Palwasha is my sister No differentiation in masculine and feminine "to be" - uses دی
Ghani Paktya هلکان راغلو

haləkā́n rā́ğlu

هلکان راغل

haləkā́n rā́ğləl

The boys came The third person plural verbal suffix "u" used instead of "əl"

وييونه

[سمول]

ځانګړي وييونه

[سمول]

هر ګړدود ځانګړي لغاتونه لري خو په معياري ډول د ټولو لغاتونه څرګند دي يا هر یو د خپلې لهجې لغات د معیار په توګه کاروي

Dialect Meaning Pashto general</general> Borrowings
ديګول

ḍigwә́l

Banisi nest جاله / ځاله

dzā́la / jā́la

Not used
دوګول

ḍugwә́l

Marwat
رېبون[۹]

rebū́n

Waṇetsi shirt خت

xat

کميس

kamís

[from Arabic]

کليس[۱۰]

kə́līs

Waṇetsi intellect ذهن/عقل

zehn/akə́l

[from Arabic]

پينۍ[۱۱]

pinə́i

Kakāṛi universe ټوپن

ṭopán

جهان

jahā́n

[from Persian]

بېلګه    

مشتق کلمې

[سمول]
Dialect Derived From Pashto general Meaning
وېړکی

wéṛkay

Wazirwola ووړکی

wóṛkay

هلک

halə́k

boy
ږغ

ʐağ

Kandahar غږ

ğaǵ

sound, voice, call
باچخه

bāčə́xa

some Yusapzai باچا

bāčā́

ملکه

maláka

queen
يره

yára

Yusapazai وېره

wéra

fear

د لغاتونو پرتله

[سمول]

د لغاتونو د سمې پېژندنې او تلفظ لپاره د پښتو ژبې اوسني عربي ليکدود ترڅنګ نور لغاتونه د پښتو ژبې په فونيميک لاتيني تورو ليکل شوي:

کندهارکوټههرني[۱۲]لکي مروتکرکبنو ميرانشاهوانهد خوست تڼيانپاړه چنار بنګښجمرودخوږياڼيوردګ[۱۳]ښرنهکابلپېښورلغات
Paṣ̌toPaštoPaštoPaštoPāštȫPāštePāštePāxtePāxtȯPāxtȫPāxtȯPāx̌tȯPax̌toPuxtoPuxtoپښتو
tsalortsalortsalorčalortsālȫrsālertsālwertsālertsālȯrtsālwȫrtsālȯrtsālȯrtsalortsalorsalorڅلور
špaẓ̌špažšpožšpažšpežšpežšpežšpegšpegšpegšpegšpeǵšpaǵšpagšpagشپږ
ṣ̌ədzašədzašədzašəǰašədzāšəzāšədzāxədzāx̌ədzāxədzāx̌ədzāx̌ədzāx̌ədzaxədzaxəzaښځه
plārplārpyārplārplårplorplorplorplârplårplârplârplārplārplārپلار
ḍer zyātḍer zyāttsaṭḍer zyātḍer zyåtpirā zyotrəṭ zyotrəṭ zyotḍer zyâtḍer zyåtḍer zyâtḍer zyâtḍer zyātḍer zyātḍer zyātډېر زيات
ləẓ̌ləžləžləžləžləškiləškiləgləgləgləgləǵləǵləgləgلږ
tsəngatsəngatsonačərangtsərāngsərāngtsərāngtsərgetsəngātsərāngtsəngātsəngātsəngatsəngasingaڅنګه
tsoktsokčokčoktsȫksektsektsektsȯktsȫktsȯktsȯktsoktsoksokڅوک
čṣ̌əlčšəlğwətangčšəltshičšəlčšəltsəxəltsəxəltsəxəltsəxəlčx̌əlčx̌əltskəlskəlڅښل
pṣ̌apšašpa, ğədəipšapšāpšāpšāpxāpxāpxāpxāpx̌āpx̌apxaxpaپښه
muẓ̌mužmošmužmužmižmižmigmumumumuǵmuǵmungmungموږ
zmāzmāmā eğēemāemåemoemoemoemâemåemâemâzmāzəmāzamāزما
stāstātāğaetāetåetoetoetoetâetåetâetâstāstāstāستا
nǰiləinǰiləičwaraǰinkəiwȫṛkəiweṛkyeweṛkyeweṛkyewȯṛkəiwȫṛkyewȯṛkəiwȯṛkəiǰiləiǰinəiǰinēنجلۍ
haləkhaləkčorákṛāčaywȫṛkāiweṛkāweṛkāiweṛkāiwȯṛkāiwȫṛkāiwȯṛkāiwȯṛkāihaləkhaləkhaləkهلک
lmarlmarmirnmarmerə stərgāmyērğormə stərgāmyerə stərgāmerə stərgāmerə stərgālmerə stərgālmerlmarnmarnwarلمر
hagəihagəihoyaangəiwȫyāyeyāyeyāyeyāȯyāwȫyāȯyāȯyāhagəihagəi, hāhagē, hāهګۍ
wo/yawo/nawo/naya/naē/nāē/nāyē/nāwȯ/nāē/nāwȯ/nāwȯ/nāwo/nawo/naao/naهو\نه
korkorkorkorkȫrkērkerkerkȯrkȫləkȯrkȯrkorkorkorکور
yəmyəmīyəmyəmyəmyəmyəmyəmyəmyəmyəmیم
dzəmdzəmdramīǰəmtsəmtsətsətsəmtsəmtsəmtsəmdzəmdzəmzəmځم
žəbazəbazbəzəbažəbāžəbāžəbāžəbāžəbāǰəbāžəbāzəbāzəbažəbaǰəbaژبه
stastastastaštāštāštāštāštāštāštāštāstaštaštaشته
yiẓ̌yižyiržáyižyižyižyižyigyigyigyigyiǵyiǵyigyigايږ
meẓ̌aymežaymeržamežaymežāimežāimežāimegāimegāimegāimegāiməǵātāimeǵaymegaymegēمېږی
کندهارکوټههرنيلکي مروتکرکبنووانهتڼۍپاړه چنارجمرودکږهچیک وردګښرنهکابلپېښورپښتو ليکدود

ورته ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. Grierson, George (1921). Linguistic survey of India. Calcutta: Superintendent Government Printing. [Reprinted by Accurate Publishers, Karachi, Pakistan.] p. 96. The dialects spoken by those tribes do not vary greatly from one another, but differ considerably in accidence, vocabulary, and even idiom, from the dialects spoken by the Pathans on the Kohat and Peshawar Frontiers
  2. Khan Jazab, Yousaf (2017). An Ethno-linguisitic Study of the Karlani Varieities of Pashto. Pashto Academy, University of Peshawar. p. 71.
  3. 1 2 Kaye, Alan S. (1997-06-30). Phonologies of Asia and Africa: (including the Caucasus) (in انګليسي). Eisenbrauns. pp. 751–753. ISBN 978-1-57506-019-4.
  4. {{cite web}}: Empty citation (help)
  5. David, Anne Boyle (2014). Descriptive Grammar of Pashto and Its Dialects (in انګليسي). De Gruyter Mouton. p. 39. ISBN 978-1-61451-303-2.
  6. Kaye, Alan S. (1997-06-30). Phonologies of Asia and Africa: (including the Caucasus) (in انګليسي). Eisenbrauns. pp. 750–751. ISBN 978-1-57506-019-4.
  7. Morgenstierne, Georg (1931). The Story of an Afridi Sepoy (in انګليسي). Verlag nicht ermittelbar.
  8. زيار, پوهاند مجاور (2006). ليکلار ښود (PDF). د ساپي پښتو څېړنې او پراختيا مركز. p. 16.[مړه لينکونه]
  9. . 1984. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  10. . 1984. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  11. صادق, محمد. کاکړۍ غاړي. پښتو ادبي غورځنګ - کوټه. p. 22.
  12. Hallberg, Daniel G. 1992. Pashto, Waneci, Ormuri. Sociolinguistic Survey of Northern Pakistan, 4.