Jump to content

کورم ولسوالۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کورم ولسوالۍ
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د پاکستان ولسوالۍ (۲۰۱۸ – )
agency of Pakistan (en) ژباړل ( – ۲۰۱۸) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
Kohat Division (en) ژباړل (۲۰۱۸ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۳٬۳۸۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۳°۴۹′شمال ۶۹°۵۸′ختیځ / 33.82°شمال 69.97°ختيځ / 33.82; 69.97۳۳°۴۳′شمال ۷۰°۲۰′ختیځ / 33.71°شمال 70.34°ختيځ / 33.71; 70.34 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

کرم ولسوالۍ یا کورمه ولسوالۍ د اوسني پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ اړوند یوه ولسوالۍ ده. ددغه ولسوالۍ نوم د کورم له سیند څخه اخیستل سوی دی، چي پښتو ته پخپله د سنسکرت له کلمې Krumuḥ څخه راغلی دی. [۱]

تر 2018 پوري یادي ولسوالې د فدرالي ادارې قبایلي سیمو د ادارې په توګه کار کاوه، خو د فاټا او خېبرپښتونخوا د يو ځای کېدو وروسته یې د يوې ضلعې حيثيت ترلاسه کړ. له جغرافیايي پلوه دا ولسوالي د کرم دره سیمه (چي د پاکستان په شمال لویدیځ کي یوه دره ده) په ځان کي رانغاړي. [۲] په کورم کي اکثریت نفوس پښتانه دي او اصلي دین یې اسلام دی، چي له مذهبي اړخه پر شیعه او سني باندي وېشل سوي دي. په دې ولسوالۍ کي مېشت لوی قومونه بنګش، توري، اورکزي، وزیر، مموزي، مقبل، ځاځي، منډان (بنوسي)، پراچا، منګل، غلزي، پاړه چمکني، هزاره او خوشي نومیږي.

کورمه ولسوالۍ له تاریخي پلوه په اصل کي د لوی افغانستان یوه برخه وه چي تر ډیورنډ تپل کېدو وروسته د انګرېزانو له لوري اشغال او بیا په 1947 کي د نورو پښتون میشته سیمو په څېر پاکستان ته وسپارل سوه. تر 2000 میلادي کال پوري کله چي په پاکستان کي پخواني اداري ویشونه ړنګ سول، د کورم ولسوالۍ د پاکستان د شمال لویدیځ سرحدي صوبې (اوس خیبر پښتونخوا) د پیښور ډویژن یوه برخه وګرځېدل.

  1. Morgenstierne, Georg (2003). A New Etymological Vocabulary of Pashto (په انګليسي). Reichert. p. 39. ISBN 978-3-89500-364-6. Kuram'a f. - "the river Kurram". Early Loanword < Indo-Aryan, Rig-Veda krumu - f.
  2. The Kurram Valley Archived 2013-10-20 at the Wayback Machine..