Jump to content

کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاکړ د غرغښتي پښتني قبيله ده چې په افغانستان ، د ايران په ځينو برخو او د پاکستان په شمالي بلوچستان کې مېشته ده.


د قام اصل

[سمول]

کاکړان د داني اولاد دي، داني د غرغښت زوی و، غرغښت د قیس عبدالرشید زوی و. قیس عبدالرشید د پښتنو بنسټګر و، چې پخپله د افغانه (یا اوګانه) اولاد و، د نن ورځ پښتنو پلار.

په هرات کې، کاکړان کله کله د کاک په نوم یادیږي. په تاریخ کې، د دې قبیلې د کاکړ یادونه شوې ده، خو ممکنه ده چې د کاکړ نوم د کاک-کور (یعنی: د کاک کورنۍ) یادونه شوې ده.

د کاکړ قبر د هرات جامع جومات و دروازې ته مخامخ دی.

ځینې تاریخ پوهاني وایي چې کاکړ لومړی په کوهستان کې ښخ شوی و، خو غیاث الدین غوري د هرات ښار په یوه جومات کې د بیا ښخولو لپاره راوړل.

کړکېښ (تاریخ)

[سمول]
Zarin Khan with son and Allah Nur
1929 - کاکر پښتانه د جورج مورګینسټیرن لخوا انځور شوی

تر پنځلسمې پېړۍ پورې، کاکړان له تاجکو ، بلوڅانو او فارسوانو سره په عمده توګه د کندهار په سیمه کې اوسېدل او د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې د کندهار په سیمه کې د ابدالي او غلزيو پښتنو د واکمنۍ له امله، تاجکانو، هزاره ګانو ، کاکړانو او بلوڅو خپل پخواني ملکیتونه له لاسه ورکړل. مجبور شول چې د ابدالي یا غلزي قبیلې جنګسالارانو ته مالیه یا عواید ورکړي. په وروسته کې، د دې اصلي خلکو څخه ځینې یوځای شول او د واکمن پښتون ټلواله برخه شول، په ترڅ کې چې نور لویدیځ یا شمال افغانستان ته لاړل. [۱] [۲] [۳] [۴]

د هند د برتانوی وېش په مخ کې، هندو کاکړان، چې د شین خالی په نوم یاد کېدله، د قلعه عبدالله، د قلعه سیف الله، د کوټې، د لورلایې او د میختر سیمې کې اوسېدله،د نن ورځې بلچستان، پاکستان.

کاکړان هم د استعمار ضد وه، چې د نورو بلڅانو قامونو تر څنګه، په مقاومت کې د برتانوی هندي پوځ سره جنګونه کول.


له ۱۹۴۷ کال څخه وروسته، هغوی و اونیارې، راجستان او نورو سیمو ته د خپلواک هند کډه وکړ.[۶]

د پام وړ خلک

[سمول]
  • رتانویعبدالحی حبیبي ، افغان تاریخ لیکونکی
  • نواب ایاز جوګیزی پښتون نواب او د قامي اسمبلۍ غړی
  • ناشناس ، افغان سندرغاړی
  • فیض الله کاکړ ، افغان د ایپیډیمولوژیست او عامه مشر
  • قادر خان ، هندي لوبغاړی
  • دادالله افغان طالبانو جګپوړی قوماندان
  • د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال محمد فضل افغان
  • محمد سرور خان کاکړ د پاکستان سناتور و
  • حفيظ سحر ، په افغانستان کې د ملي ورځپاڼې مسوول مدير (1970)، د فولبرايټ سکالر، په افغانستان او امريکا کې د ژورناليزم او ډله ييزو اړيکو استاد.
  • محمد رباني د طالبانو د رژیم پر مهال د افغانستان لومړی وزیر و .
  • عبدالوحید کاکړ ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز (۱۹۹۳-۱۹۹۶) [۵]
  • عبدالرب نشتر ، د مسلم لیګ غړی، د پاکستان د غورځنګ فعال او سیاستوال.
  • صفوت غیور ، د پاکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان
  • ملا بخت عرف منصور دادالله ، د افغان طالبانو جګپوړی قوماندان
  • اویس احمد غني ، د خیبر پښتونخوا ( NW.FP ) ګورنر، د بلوچستان ګورنر، وفاقي وزیر، صوبايي وزیر، د پاکستان تحریک انصاف سیاسي ګوند بنسټ ایښودونکی غړی
  • پیلی خان (پلی شاه) د خوستی سید قوم د راج ضد جنګیالیو څخه و
  • فریبا احمدي کاکړ ، افغان ښځینه سیاستواله
  • روزی خان کاکړ ، له کویټې څخه پاکستانی سناتور
  • عثمان کاکړ ، پاکستانی سیاستوال او له مسلم باغ څخه سناتور [۶]
  • ارفع صدیق کاکړ ، پاکستانۍ سیاستواله او د پښتنو د بشري حقونو فعاله له مسلم باغ څخه [۷]
  1. Christine Noelle (20 March 1997). State and Tribe in Nineteenth-century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan Shah (1826–1863). Psychology Press. p. 161. ISBN 978-0-7007-0629-7.
  2. Dupree 1980: 377–378
  3. Durand 1879: 83–84
  4. Norris 1967: 295
  5. . 18 September 2022. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  6. Judicial commission to probe Usman Kakar's death Dawn (newspaper), Published 28 June 2021, Retrieved 12 March 2023
  7. . 19 May 2014. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)