سر اولف کیرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سر اولف کرک پټریک کروس کیرو چې به سر اولف کیرو (انګریزي: Sir Olaf Caroe) سره شهرت لري د اوسنۍ خیبر پښتونخوا ایالت برېتانوي ګورنر و او د پښتنو اړوند د تاریخي کتاب The Pathans لیکوال و.

سر اولف کیرو
سر اولف کیرو
سر اولف کیرو

د شمال لویدیځ سرحدي ایالت (NWFP) والي
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵م نومبر ۱۸۹۲
لندن  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه ۲۳م نومبر۱۹۸۱
برېتانيا  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلرنی ټاټوبی انګلستان بریتانیا
پلار ویلم ډګلوس کیرو
عملي ژوند
تعليم آکسفورډ پوهنتون
کار/مسلک سیاستوال او لیکوال
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مخینه:[سمول]

سر اولف کیرو د (۱۸۹۲ زیږدیز /میلادي ) کال دنومبر په ۱۵ نیټه زیږیدلی دی . د سر اولف کیرو پلار ویلیم دوګلاس کیرو نومیده .

زدکړې:[سمول]

اولف کیروی د Hampshire او Magdalene په کالجونو او وروسته بیا د آکسفورډ په پوهنتون کې شامل شو او هلته یې خپلې زده کړې سرته ورسولې.

نظامي دنده:[سمول]

سر اولف کیرو وروسته خپله د سرتیرۍ پوځی دنده د بریتانوي هند په پنجاب کې تیره کړه .

سیاسي واک ځواک:[سمول]

نوموړی وروسته په بریتانوی هند کې په سیاسي دندو وګمارل شو او په هند کې د انګریزانو د بهرنيو چارو سیکرټرې و. ده د ۱۹۴۶ میلادي کال نه تر ۱۹۴۷ کاله پورې په شمال لویدیځ سرحدي ایالت (NWFP) کې چې اوس ورته خیبر پښتونخوا ویل کیږي د ګورنر (والي) په توګه وټاکل شو. هغه دپاکستان د مسلم لیګ دګوند سره ډیرې ښې او دوستانه اړیکې درلودلې ،له همدې کبله له نوموړی سره تل د آل انډیا کانګرس ګوند دغړو له خوا مخالفت کیده.

د کیرو چاپ اثار:[سمول]

سر اولف کیرو په انګریزی ژبې زیات کتابونه کښلي دي چې د هغو نومونه په لاندې ډول دي .

۱- د پټهانز The Pathans چې دا کتاب یې په ۱۹۵۷ زیږدیز کال لیکلی دی.

۲- د نیل نه تر اباسینه چې په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی.

The wall of Power .۳ په۱۹۵۱ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی.

۴- دشوروي امپراتوري ، دمنځني ایشیا ترکان او ستا لیننیزم د ۱۹۶۷ زیږدیز کال چاپ

یادونه: باید زیاته کړم چې دپټهانز (پښتانه) په نامه کتاب دافغانستان دعلومو اکاډمۍ په سپارښتنه دیوه پوځي صاحب منصب له خوا چې جګړن محمد علم علمي نومید او د اردو په مطبعه کې یې دنده درلودله په پښتو ژبه وژباړل شو او ژباړه یې دپښتو څیړنو نړیوال مرکز ته وسپارله شوه او د چا په انتظار یې یوست ، خو کله چې ټوپک والا پر کابل راننوتل دپښتو دډیرو نورو ژباړل شوو آثارو سره دا ژباړل شوی کتاب هم تري تم شو. چې له نیکه مرغه بیا ددویم ځل لپاره دافغانستان د پخواني لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي له خوا وژباړل شو او د خپلواکې د اتیایمې کالیزې په ویاړ چاپ شو.

مړینه:[سمول]

نوموړی د ۱۹۸۱ زیږدیز کال دنومبر په ۲۳ نېټه مړ شوی دی

سرچینې:[سمول]

۱ـ انګریزي ویکیپیډیا

۲ـ هندي ویکیپېډیا