پاکستان تحريک انصاف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پاکستان تحريک انصاف
مشرعمران خان
دوېم چيرمينشاه محمود قريشي
نايب مشر (صدر)حامد خان
نايب مشر (صدر)اعجاز چوهدري
ايډمرل جاويد اقبال
شاهد ذوالفقار علي
يوسف ملک گبول
د ښځو د تنظيم مشرهفوزيه قصوري
د مالوماتو مرکزي مشرشفقت محمود
نارهانصاف، انسانيت، خودداري
جوړښت۲۵ اپرېل ۱۹۹۶ (۱۹۹۶-04-۲۵)[۱]
مرکزي دفترسنټرل سيکريټريټ، H-07، پارليمنټ لاجز
اسلام آباد، پاکستان
نظرياتاسلامي جمهوريت
ټاکنيز نښان
بېټ
د گوند بيرغ
وېبپاڼه
insaf.pk

تحريک انصاف په پاکستان کې يو سياسي گوند دي د کوم مشري چې عمران خان کوي۔دا گوند په کال 1966 کې جوړشوي وو خو تر 2011 پورې يې په قومي اسمبلۍ کې هيڅ سيټونه نه وو ترلاسه کړي۔خو د 2013 په ټاکنو کې ناڅاپه دې گوند ډېر سيټونه ترلاسه کړل او د پاکستان دوېم لوي سياسي گوند په توگه وپېژندل شو۔ تحريک انصاف په نورو ولايتونه لکه پنجاب او سيند کې په دوېمه درجه ده او په خيبر پښتونخوا ولايت او نورو پښتنو سيمو کې هم دې گوند خپل حکومت جوړ کړي دي۔

لنډه پېژندنه

دپاکستان د انصاف غورځنگ (پي ټي آئي) (په انگريزي: Pakistan Movement for Justice) (په اردو: پاکستان تحريک انصاف يا پي ټي آئي)يو مرکزي، ملي، اوپه چټکتا پراختيا موندونکۍ سياسي گوند دي چي بنسټگر يي د پاکستان د کرکټ پخوانې لوبغاړۍ او بشرپال عمران خان دي. نوموړي گوند د اوسني سياسي نظام مخالف ښي اړخي او کيڼ اړخي لورليدونه لري. په پاکستان کي تر ټولو په چټکتا خوريدونکۍ گوند دي که څه هم په تيرو ټولټکنوکي يي لږ برياوي لرلې خو اوس د پاکستان په مخکښه ملي گوندونو کي شميرل کيږي په ځانگړي توگه د ۲۰۱۱ د اکتوبر د ۳۰مي وروسته کله چي په لاهور کي په سلگونه زره وگړي د نوموړي گوند په پلوي را غونډ شوه.پي ټي آئي په پاکستان کي تر ۶ ميليونه زياتو فعاليونو لرلو ادعا کوي. سياسي کارپوهان وائي چي پي ټي آئي د پنجاب آيالت په سهيلي، مرکزي او لويديزو سيمو، خيبر پښتونخوا، بلوچستان او د سند آيالت په لوړو سيمو کي ډير ملاتړ لري. د پاکستان د خلکو گوند او د پاکستان مسلم ليگ ن گوند د پي ټي آئي مخامخ حريفان دي. په پاکستان او بهر کي د لسو ميلونو څه زياتو غړو په درلودلو سره يوازي د پاکستان تر ټولو غټ گوند نه بلکه غړيتوب له امله دنړي له غټو گوندونو څخه يو دي. د نړيوال جمهوريت انسټيټيوټ International Repbulican Institute د ۲۰۱۲ د مي د راپور له مخي پي ټي آئي د پاکستان تر ټولو مشهوره گوند دي.

اخځونه

http://en.wikipedia.org/wiki/Pakistan_Tehreek-e-Insaf

  1. Talbot 1998, p. 339