عثمان خان کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد عثمان خان کاکړ یو نامتو پښتون ملتپاله سیاستوال و. نوموړی په کال ۱۹۶۱ میلادي کې د سهېلي پښتونخوا (بلوچستان) کله سیف الله (ږوب) ولسوالۍ په مسلم باغ نومې سیمه کې زوکړی وو. د پلار نوم یې سردار عبدالقیوم خان کاکړ و. په خټه سرګړی کاکړ و. ښاغلی کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر (صوبایي صدر) او د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM) فعال غړی هم و. نوموړي د محکومو قامونو لپاره یو اوچت غږ و.


عثمان خان کاکړ
عثمان خان کاکړ
عثمان خان کاکړ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۱
بلوچستان
مړینه ۲۱ جون ۲۰۲۱
کراچۍ
د مړینې لامل (هدفی) استخباراتي وژنه [سرچينه پکارده]
هديره مسلم باغ ، بلوچستان
تابعیت لوی افغانستان، بلوچستان
لقب په بلوچستان کې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند رئیس
ګوند د پښتونخوا ملي عوامي ګوند
عملي ژوند
تعلیم بلوچستان پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه اوردو ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اردو، پښتو
مقام د عوامي ملي ګوند د بلوچستان برخې مشر

زدکړې:[سمول]

نوموړي خپلې لومړی زدکړې په ځایي ښوونځي کې بشپړې کړې بیا تر لسم ټولګي پورې خپلې زدکړې د کوټې له اسلامیه ښوونځي(اسلامیه هایی سکول) څخه وکړې. نوموړي په اقتصاد کې له کوټې پوهنتون څخه د ماسټرۍ تر کچې زدکړې وکړې وروسته یې بیا په کال ۱۹۸۷ میلادي کې د کوټې ښار د قانون له پوهنځي څخه د قانونپونې(وکالت) بریالیک(سند) تر لاسه کړ. ښاغلي عثمان کاکړ له بهاولپور څخه د انجنئیرنګ سند هم تر لاسه کړی و. نوموړي د زدکړو پر وخت د پښتون ملتپاله زدکونکو سازمان( پښتون سټوډنټس آرګنائزیشن) غړیتوب ځانته غوره کړو او بیا د یاد سازمان د یونټ سیکرټري (مشر) شو وروسته بیا په نوموړي سازمان کې پر بېلا بېلو څوکیو د مشر په توګه کار وکړ.

سیاسي فعالیت:[سمول]

عثمان خان کاکړ له زدکړو او د زدکړیالانو د سازمان(پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن) څخه له فراغت وروسته په کال ۱۹۸۶ میلادي کې په باقاعده توګه په پښتون ملتپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د ګډون اعلان وکړ. په یاد ګوند کې د فعاله رول لرلو په علت د ګوند ایالتي مشر (صوبایي صدر) وټاکل شو او وروسته بیا مرکزي سیکتر هم شو. ښاغلي عثمان کاکړ د پاکستان د هغه وخت پوځي دکتاتور جنرال ضیاءالحق پر ضد هم په سیاسي هلوځلو کې برخه درلوده. نوموړي په ایالتي ټاکنو (صوبایي انتخابات)کې برخه واخسته خو بریالی نه شو. په کال ۲۰۱۵ میلادي کې د پاکستان د مشرانو د جرګې( سینټ آف پاکستان) غړی وټاکل شو چې د کال ۲۰۲۱ میلادي تر لومړیو میاشتو پورې پر یاده څوکۍ پاتې شو. نوموړي په کال ۲۰۱۸ میلادي د پاکستان د مشرانو جرګې د مرستیال مشر په ټاکنو کې برخه واخسته چې په لژ رایو سره نابریالی اعلان شو.

مړینه:[سمول]

نوموړی پر ۲۱م جون کال ۲۰۲۱ میلادي کې د کراچۍ ښار په آغا خان روغتون کې پر سر د سختو ټپونو له عمله ساه ورکړه د ټپونو علت یې لا څرګند نه دی.

سرچینې:[سمول]

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-57549902

بی بی سی اردو تړونی(لنک)

https://www.bbc.com/urdu/pakistan-57541693?at_custom3=BBC+Urdu&at_custom4=D0DE10C4-D2A7-11EB-A7AB-29343A982C1E&at_custom1=%5Bpost+type%5D&at_custom2=facebook_page&at_campaign=64&at_medium=custom7