سکيزم
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
قومي ډلې | |
ځانګړې وېشنيزه |
برخه د |
---|
بنسټګر |
---|
سیکیزم یا سکېزم (/ˈsɪkɪzəm/) یا سیکې (په پنجابي ژبه: ਸਿੱਖੀ سیکي، [ˈsɪkhiː]، د پنجابي له ਸਿੱਖ څخه چې د سیک، لټونکي يا زدهکوونکي په معنا دی اخیستل شوی، یو هندي مذهب دی چې شاوخوا د پنځلسمې پېړۍ په پای کې يې د هند شبه قارې د پنجاب له سیمې څخه سرچینه اخیستې. دا په دې وروستیو کې له نویو تاسیس شویو سازمان شویو عقیدو څخه ده. او د ۲۱ پېړۍ په پيل کې د ۲۵-۳۰ میلیونه پیروانو په لرلو سره چې سیکانو په نوم پېژندل کېږي په نړۍ کې پنځم لوی ځای لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د سکیزم مذهب د ګوروناناک (۱۴۶۹-۱۵۳۹)، لومړني عقیدوي لارښود / ګورو چې د هندوییزم مذهب زدکړې او اېډیولوژي يې رد کړې او د هغه د ځای ناستي ناین سیک له معنوي زدکړو څخه رامنځته شوی. لسم ګورو ګوبېنډ سېنګ (۱۶۶۶-۱۷۰۸)، د سیکانو د سپېڅلي کتاب څښتن ګورو ګرانټ خپل ځای ناستی ونوماوه او د انساني لارښوونکو کرښې يې سره نږدې کړې او سپېڅلی کتاب یې د وروستي لارښود په توګه د تل لپاره ژوندی وساته چې د سیکانو لپاره د روحاني او مذهبي ژوند لارښود و. ګورو ناناک داسې تعلیم ورکړ چې «فعال، خلاق او عملي ژوند» له « حقیقت، وفادارۍ، پاکۍ او پر ځان کنترول» سره ژوند کول له میتافزیکي حقیقت څخه پورته دی او اېډیال انسان له خدای سره اتحاد کوي او د هغه اراده پېژني او هغه اراده پلي کوي. ګوروهارګوبېنډ (۱۶۴۴-۱۶۰۶)، د سیکانو شپږم لارښود چې د میري/ miri (سیاسي/ مهالني) او پيري (معنوي) د متقابلې همغږۍ/همزیستۍ مفهوم يې رامنځته کړ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د سیکانو سپېڅلی کتاب د اېک اونکار/ik onkar (واحد خدای ੴ,) په اړه د مول منتر(ਮੂਲ ਮੰਤਰ) له بنسټيزې دعا سره پيلیږي. د سیکانو اصلي باورونه په ګروګرانټ صاحب کې تشرېح شوي، چې پر واحد خدای عقیده او تفکر، اللهي وحدت او د ټول بشریت برابري؛ په سېوا/ seva (بې خوده خدمت/له کومې تمې پرته) کې ښکېلېدل؛ د ټولو په ګټه د عدالت او نېکمرغۍ لپاره هڅه او په ګډ ژوند کې صادقانه چلند او معیشت په کې شامل دي. د سیک مذهب له دغو معیارونو څخه په پيروۍ دا ادعاګانې ردوي چې د دوی هر ځانګړی مذهبي دود د مطلق حقیقت په انحصار کې دی. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
سیکیزم په سېمرن (ਸਿਮਰਨ، د لارښود/ګورو د زدهکړو په یاد راوړل او تفکر) ټینګار کوي، چې کولی شي د کېترن له لارې د موسیقۍ په ډول څرګند شي، یا په داخلي توګه د نام جاپنا/ naam japna (د هغه پر نوم تفکر) له لارې، د خدای د حضور د احساس لپاره د يوې وسیلې په توګه تشرېح شي. خپلو پیروانو ته دا ورښيي چې «پنځوغلو» (لکه شهوت، غوسې، تمې، تړاو او نفس) ته بدلون ورکړي.[۲۲][۲۳]
یاد دین د مذهبي ځورونې پر مهال پراختیا او تکامل وموند چې د دواړو اسلام او هندوییزم له اړولو څخه رامنځته شو. په هند کې مغلو واکمنانو دوه ډلې سیکان – ګروارجن (۱۵۶۳-۱۶۰۵) او ګرو تېغ بهادر (۱۶۲۱-۱۶۷۵) وروسته له دې چې د اسلام له منلو څخه یې انکار وکړ شکنجه او اعدام کړل. د سیکانو شکنجه او ځورول په ۱۹۶۶ کال کې د خپلواکۍ، وجدان او مذهب څخه د خوندیتوب لپاره د ګورو ګوبېنډ او د هغو غړو له خوا چې د سانت سېپاهي/ (سپېڅلي سرتېري) ځانګړتیاوې يې لرلې، د خلسا (Khalsa ) د رامنځته کولو لامل شول. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
ترمینالوژي/ اصطلاحات
د سیکانو د سپېڅلي کتاب برخه اساساً د ګورموکي (Gurmukhī) په الفبا لیکل شوې، هغه لیکدود چې د ګوروانګاد په واسطه د لېندا له متن څخه چې په تاریخي ډول او د نني هند په شمال کې کارول کېده سټندرد شوی. د سیک مذهب پيروان د سیکانو په نوم پېژندل کېږي، چې د ګورو د زدهکوونکي یا زدکړیالانو په معنا دي. د سکیزم انګلیسي اصطلاح د سیکي (Sikhi) له پنجابي فعل څخه اخیستل شوې چې د زدهکړې پر مهالني مسیر دلالت کوي او ريښه يې سېکنا (sikhana ) چې د زدهکولو په معنا ده. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
فلسفه او تدریس
سکیزم د بوداییزم، هندوییزم او جینیزم تر څنګ د یو هندي دین په توګه طبقهبندي کېږي.[۳۸]
د سیک مذهب بنسټ د ګوروناناک او د هغه د ځای ناستي په لارښوونو کې نغښتی. د سیک اخلاق پر معنوي ودې او د ورځني اخلاقي چلند تر منځ په همغږۍ تینګار کوي. د يادې عقیدې بنسټ اېښودونکی ګوروناناک دا لیدلوری داسې خلاصه کوي: " حقیقت تر ټولو لوړ فضیلت دی، خو لا تر دې هم لوړ په صداقت سره ژوند کول دي." د سیک مذهب پر اېک نور تي سب جګ اپجییا (Ėk nūr te sab jag upjiā) ټينګار کوي یعني ټوله هستي له یوې روښنایۍ څخه راپورته شوې.[۳۹]
د خدای مفهوم
د سکیزم مفهوم توحید دی، چې پر یوه خدای له عقیدې لرلو څخه دفاع کوي. او د اېک اونکار له اصطلاح سره مشخصېږي. د سیک په مذهب کې په ټوله کې د خدای مفهوم Waheguru (حیرانوونکی ښوونکی) دی. چې د نېرنکار /nirankar (بې بڼې)، اکل/akal (بې مهاله)، کارت پوراخ/ karta purakh (خالق) او اګاماګوچار/ agam agochar (له فهم څخه لرې او نه لېدونکی) په توګه په پام کې نیول کېږي.[۴۰][۴۱][۴۲]
په تحت الفظي مفهوم په سیک مذهب کې خدای هېڅ جنډر نه لري. که څه هم په استعاري ډول خدای مذکر او د خدای ځواک مونث ګڼل کېږي. د مثال په ډول لسم ګورو، ګورو ګوبیند سینګ جي خدای په کراتو د اکل پور (د زمان او مکان څخه پورته) او نېرانکار ( له بڼې پرته) له نوم سره یادوي . هغه همدارنګه خدای خپل پلار او د خدای ځواک خپله مور یادوي. په ورته ډول بل مثال دا دی چې سپېڅلی کتاب او ابدي ګورو او ګورو ګراند صاحب وایي ټول انسانان د روح ناوېګانې دي چې له خپل خاوند رب سره یو ځای کېدو ته لېواله دي. سربېره پردې ګروګانو/لارښوونکو په ګورو ګراند صاحب کې هم لیکلي چې ډېر عالمونه شته او خدای په هغو کې ژوند خلق کړی.[۴۳][۴۴]
د سیک مذهب سپېڅلی کتاب د بې بڼې یو خدای یعنې اېک اونکار (ੴ) له نوم سره پیلېږي. چې د سیکانو په دود کې د واحد خدای د وحدانیت په توګه پېژندل کېږي. اېک اونکار (ځینې وختونه په لویو تورو) په لږ خلاص مفهوم د یو لوی واقعیت، یو خالق، په ټوله نړۍ کې خپور شوي روح او له خدای او مخلوق څخه د خواره خو متحد او واحد حس د تشرېح کولو لپاره د نورو لارو په معنا دی.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
د اېک اونکار دودیز منتر تر هغه مهاله چې نانک هوسي بهي سچ ګرو نانک / Nanak hosee bhee sach ( د سیکانو لومړی ډله) ژوندۍ وي د تل لپاره دوام مومي. د ګورو/لارښود موجودیت ابدي دی. د سچ معنا ریښتیا، حقیقت او واقعیت دی. په دې معنا چې ګورونانک له مودو راهیسې ریښتونی دی او صادق به پاتې شي. د ګوروګرانت صاحب لومړۍ کرښه او هر راتلونکی راګا/ raga (موسیقي) اېک اونکار ته اشاره کوي.[۴۹]
دنیاوي خیال/توهم
مایا چې د لنډمهال یا "غیر واقعي" په توګه تعریفېږي، د خدای او ژغورنې د څارنې له اصلي انحرافاتو څخه یو دی: چېرې چې دنیاوي جاذبې یوازې له لنډمهاله خیالي رضایت او درد سره مل دي چې د خدای د عبادت له پروسې څخه منحرفېږي. له دې سره نانک ټينګار کوي چې مایا د نړۍ د غیرواقعي والي لپاره نه بلکې د هغې د ارزښتونو یوه سرچینه ده. په سیک مذهب کې باور دا دی چې د نفس، غوسې، حرص، تړاو او شهوت اغېزې چې د پانچ چور (پنځه غلو) په نوم پېژندل کېږي په ځانګړي ډول د حواسو د ګډوډۍ او ځورونې لامل کېږي. سیکان باور لري چې نړۍ اوس مهال د کالي ګا (د تیارو عصر) په حال کې ده. ځکه نړۍ له مایا سره د مینې او تړاو له امله د بې لارۍ په لور روانه ده. د پنځه غلو پر وړاندې د زیان منونکو افرادو برخه لیک له خدای څخه جلاوالی دی، او دا وضیعت یوازې د خدای د جدي او نه ستړي کېدونکي عبادت له لارې بېرته سمېدی شي.[۵۰][۵۱]
سرچینې
|
- ↑ Almasy, Steve. 2018 [2012]. "Who are Sikhs and what do they believe?" CNN International. US: Turner Broadcasting System.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.

- ↑ McLeod, William Hewat. 2019 [1998]. "Sikhism". Encyclopædia Britannica Online.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
- ↑ Singh, Patwant (2000). The Sikhs. New York: Alfred A. Knopf. p. 17. ISBN 0-375-40728-6.
- ↑ Fenech, Louis, and William Hewat McLeod (2014). Historical Dictionary of Sikhism (3rd ed.). Rowman & Littlefield. ISBN 978-1-4422-3600-4. pp. 17, 84–5.
- ↑ James, William (2011). God's Plenty: Religious Diversity in Kingston. McGill–Queen's University Press. ISBN 978-0-7735-3889-4. pp. 241–42.

- ↑ Pashaura Singh (2005), Understanding the Martyrdom of Guru Arjan, Journal of Punjab Studies, 12(1), pp. 29–62

- ↑ Bahri, Hardev "Gurmukhi". Encyclopaedia of Sikhism. Punjabi University Patiala.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
- ↑ "Classification of Religions", Encyclopædia Britannica Online.
- ↑ Singh, Pashaura; Fenech, Louis E. (2014). The Oxford Handbook of Sikh Studies. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-969930-8.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
- ↑ "Sikhism at a glance |Religions: Sikhism." BBC (2014).

- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P172 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P155 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- سکهیزم
- مذهب
- Pages with script errors