منځپانگې ته ورتلل

گرو نانک

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
گرو نانک
[[language|]]: ਗੁਰੂ ਨਾਨਕ ਦੇਵ  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
د گرو نانک انځور
د گرو نانک انځور
د گرو نانک انځور

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ اپريل ۱۴۶۹[۱]
مړینه 22 سېپتمبر 1539 (70 کاله)[۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک مذهبي مشر ،  ليکوال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه پنجابي [۳]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

گرونانک د شېخوپوره ولسوالۍ په تلوندي (ننني نانکانه صاحب) کې په ۱۴۴۹ز کال يوه کهتري کورنۍ کې زېږېدلی. که څه هم گروهانک په ښوونځي کې چندانې زړه کړې نه وې کړې، خو بيا هم د ځوانۍ له دور څخه يې په ژورو سوچونو او فکرونو کې ډوب ؤ. دې له هر ډول دنوي کروبار څخه بېزار ؤ، او چندانې زړه يې وسره نه لږېده. پلار يې له ځان سره بزگرۍ کې ولگاوه، مگر ده به هرهغه څه په فقيرو او غريبو وېشل چې له زمکې به يې ترلاسه کړل، پلار يې لدې کارونو څخه تنگ شو، نو په کلي کې يې ورته هټۍ جوړه کړه، هورې يې هم همدا حال ؤ، ټوله هټۍ يې په مسکينانو او نادارو ووېشله. پلار يې ناچار دې د خپل زوم څنگ ته چې په سلطانپور کې اوسېده، ورولېږه. هورې يې له نواب دولت خان لودي سره کاروبار پېل کړ. ده پوره ۸ کاله د هغه په کاله کې کار وکړ. پدې اته کاله کې به هر سهار په تياره کې د سيند غاړې ته وتو، او له خپل ملگري ... سره به يې په يخه هوا کې لمبل، بيا به ژور غور و فکر کې ډوب ؤ. د سکانو د مذهبي کتابونو په حواله دې يوه ورځ نوموړي سيند ته ووت جامې يې د سيند پر غاړه پرېښودې او د لامبو په نيت ورگډ شو، مگر کله چې د اوبو منځ ته ورسېد، نو همداسې ډوب شو، خلکو شورماشور جوړ کړ، نواب دولت خان لامبووهونکي راوغوښتل چې دده مړی پيدا کړي، مگر پدې ونه توانېدل. درې ورځې پس دی له هماغه ځاى څخه راووت، او دا شعار يې ورکاوه چې (نه هندو نه مسلمان، بلکه ټول يو انسان). پدې ډول دا د سکانو يو شعار وگرځېد. کله چې به چا ورڅخه پوښتنه وکړه نو ده به په ارامه او کراره ځواب ورکړ. سکان پدې گروهه دي چې دده له الله سره کتنه وشوه. او هغه ورته لارښوونه وکړه چې خلک سمې لارې ته راوبولي. هغه لارښوونې چې بابانانک ته وشوې ترڅو خلک ورته راوبولي په دې ډول دي چې: (څښتن يو دى، د چا نوم چې حق دى، نه پنا کېدونکې، غېر مخلوق او په خپل ځان متکي ذات دى. لدې ورځې څخه وروسته نانک د حاکم نوکړي پرېښوده، او د ۳۰ کلونو په عمر يې د بلنې کار پېل کړ. ده د پرله پسې سفرونو يوه لړۍ پيل کړه، چې ددې لړۍ په لړ کې يې د هند په ټولو مهمو ځايونو او د مسلمانانو د زيارتونو څخه ليدنه وکړه، دې چې به کوم ځآى ته ورسېد نو د هغه ځاى له ملنگانو، مريدانو، پنډتانو او راهبانو سره به يې هغوې د مذهبي گروهو او رسومو د بې گټې زباتولو کوښښ کاوه. خلکو ته به يې د ښو اخلاقو او رښتيا ښوونه کوله....

گرونانک د ۷۰ کلونو په عمر کال ۱۵۳۹ز کې ومړ او دوه زامن ورڅخه پاتې شول. د سريچن په نامه زوى يې د اداسي په نامه ډلې بنسټ کېښود. گرونانک له خپل مرگ څخه لږه موده مخکې خپل يو نږدې مريد انگد د سکانو د گرو په توگه خپل ځاېناستې وټاکه. د ځاېناستوب د رسم ترسره کولو څخه وروسته يې دا اعلان وکړ چې انگد همدې گرونانک دى، او د همده اروا به په هغه کې ورگډه شي. نانک لا له مخکې څخه د اروا د راگرځېدو تناسخ اروا خبره کړې وه، مگر د انگد په اړه لدې اعلان څڅه وروسته دا گروهه (تناسخ) په سکانو کې ښه پخه شوه، چې د نانک اروا به د هر راتلونکي مشر گرو ته ورلېږدول کېږي.



کينډۍ:سېکهيزم

  1. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12193354z — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  2. https://southasia.ucla.edu/religions/gurus-saints/guru-nanak/ — خپرېدونېټه: ۲۱ سېپتمبر ۲۰۲۴
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12193354z — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Licence Ouverte