د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېړنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نړيالو اديانو او مذهبونو نښې

د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېړنه

د اديانو پرتله[سمول]

مخكې لدې چې د اديانو په پرتله اييزه څېړنه څه وليكو، ښه به وي چې ځينې اصطلاحا وپېژنو. اديان: اديان د دين جمع ده چې د عربي ژبې څخه پښتو ته راغلې، دا اصطلاح په څلورو ماناؤ كارول كېږي:

  1. بدل وركول، محاسبه كول
  2. حكم چلولو، خاوند كېدل.
  3. حكم منل، اطاعت او فېصله منل.
  4. مذهب خپلول (فطري يا عملي) دستور او لار جوړونه.

د دين د ويي دا ټولې ماناوې راغلي، لكه: حكم، بدل، قانون، سزاغ، مذهب، دستر، مسلك او لار. پدې اصطلاحاتو كې د (لازمي او اړين) مانا پرته ده. په قران كريم كې دين د ژوند د قانون، جزاء او سزا په ماناؤ رالې دى. مذدهب هم د دين د اصطلاح هممانا دى. دا هم د عربي ژبې اصطلاح ده، چې مانا يې د (تلو لار) ده مگر د مذهب اصطلاح د دين له اصطلاح په څېر پراخوالې نه لري. او نه هم د مذهب اصطلاح چېرې په قران كريم كې راغلې ده.

د مذهب او دين ترمنځ توپير[سمول]

دا خبره بايد په ياد ولرو چې د دين او مذهب د اصطلاحاتو ترمنځ لږ څه توپير شته، په عام ډول چې د مذهب كوم تعريف شوې هغه د يو څه خيالاتو او افكارو څخه غږېږي، لكه څرنگه چې پروفېسور واېټ هېډ (Prof. WIte Head) داسې كړې دى. (مذهب د گروهې د هغه قوت نوم دى چې د هغې په وسيله انسان ته د نننۍ سپېڅلتيا ترلاسه كېږي).

دارنگه پروفېسور ټپلر د مذهب پېژندنه داسې كوي: (روحاني هستيو باندې ايمان ا واعتقاد لرل). برونائېټ داسې وايي: ( مذهب د گروهې د هغه قوت نوم دى، چې په هغې كې دا توان شته ترڅو هغه د انسان او انساني كړو وړو كې بدلون راولي. پدې شرط چې له اخلاص او بصيرت څخه كار واخيستل شي).

لنډه دا چې مذهب د روحانيت ، اخلاق او گروهې د گړيو ترمنځ راچاپېره دى، خو دين بيا له دې څخه ډېر زيات پراخ او وسېع دى. په قران كريم كې د دين د يوه جامع مانا لرونكي اصطلاح په ځاى راغلې، او لدې څخه موخه د ژوند يو داسې نظام او لار ده، چې په هغه كې د انسان د توان او طاقت سرچينه او اقتدار اعلى يواځې د الله تعالى ذات وي، او هغه منل او د هغه په لارښ،ونهو خپل ژوند برابرول وي. د هغه په پيروۍ سره به د جنت او ښو بدلو وركولو امېد وي، او ده هغ په نافرمانۍ سره د ذلت، خوارۍ غضب او د دوزخ وېره پرې راخپره شي.

نو لدې امله د دين اصطلا ح د ژوند په ټولو څانگو كې خپل اساسي رول لوبوي او دا اصطلاح د مذهب له اصطلاح څخه پراخه مانا لرونكې ده.

د دين اصطلاحي مانا[سمول]

(دا د الله تعالى هغه ټاكل شوې او غوره شوې قانون، لار او د ژوند ذريقه ده چې عقل او پوهې خاوندانو ته د محمد صلى الله عليه وسلم ورمخكې كړې د عمل كولو د لاېحې دعوت او ښوونه كوي، او پدې ډول د انسان (كه هغه ټولنيز وي كه څانگړې) د ژوند كولو لپاره د يو تل پاتې مشال په څېر دى.

د اديانو د پرتلنې څېړنه د کومې موخې لپاره[سمول]

د كوم شي ښۀ او بد مالومولو لپاره چې كله څړنه كېږي، نو لومړې بايد دا مالومه كړاى شسي چې هغه شې پخپله څرنگه دى؟ او بيا ددې خبرې مالومول چې دا شې د نورو شيانو څخه په كومه پوړۍ كې راځي؟ كله چې له دې دواړو خوو څخه كوم شې ښه په زبات ورسي، نو بيا هغه ته د خوښې سند وركول كېداى شي. همدا ډول د اديانو په پرتله اييزه څېړنه كې هم له دې ډول څېړنې څخه كار اخيستل كېږي. د اديانو له پرتله اييزې څېړنې څخه مخكې لومړې د هغوي د حېثيت په اړه څېړنه كېږي، چې دا مذهب يا دين په خپل ماهيت او اصليت كې څه شې دى؟ بيا نو ددې حيثيت څخه د هغه دين له نورو اديانو سره پرتله كېږي او هورې كتل كېږي چې له هغ بل دين سره ددې دين كوم حېثيت لري، ددې مذهب او هغه مذهب ترمنځ د يووالي ټكي كوم دي، د خلاف ټكي كوم دي. هغه دين ددې دين په اړه څه وايي؟ لنډه دا چې د اديانو له پرتله اييزې څېړنې څخه موخه (د نړۍ د مذهبونو او اديانو بې طرفه څېړنه، پرتله او ددوي د لارښوونو پرتله، د دوي د گروهو، لمانځنو، اصولو او رسومو بې طرفه او له تعصب څخه پرته څېړنه كول دي. ترڅو د هريو ښۀ او بد او د هغوي قدر او قيمت د شېدو او اوبو په څېر يو له بله بېل شي، كه په كوم دين يا مذهب كې كوم ښه والې وي، نو د زړه له كومي د هغه منل او كه چېرې كومه خامي ولري نو په دلائلو سره يې رد كړي. لنډه دا چې د اديانو له پرتله اييزې څېړنې څخه موخه په نړۍ كې د ډول ډول اديانو او مدذهبونو د بنسټيزو گروهو، لمنانځنواو رسم او رواج بې طرفه، بې تعصبه، عادلانه او ناقدانه څېړنه كول دي، چې ددې په پايله كې د هر دين او مذهب قدر اوقيمت، ښه والې او خاميانې په پوره ډول راښكاره كېږي، او د هغوي عيب او ښه والې يوه درجه ترلاسه كړي.

د اديانو د پرتلې اصول[سمول]

د اديانو پرتله كول ډېر گران كار دى. انسان چې د كومې گروهې او لارې لاروې وي، نو د هغې گروهې او لارې مخالفه گروهه او لار سره ډېر كم انصاف كولاى شي. دا كمزوري په انساني طبيعيت كې ډېر ه عمه ده مگر په ځانگړي ډول دا خبره په مذدهبي ډلو ټلو كې په خورا زياته كچه ليدل كېږي. او په دوي كې يې د تعصب او تنگنظرۍ يو بل دول غوره كړې دى. د يو دين يا مذهب لاروې چې كله د بل دين يا مذهب په اړه څېړنه او پلټنه كوي، نو تل يې كوښښ وي چې هغه تياره گوټونه يې راوسپړي، د روښانه اړخونو په لورې كله ورځي هم نه، او نه ورڅخه كله يادونه كوي، كه چېرې اسې روښانه او ښۀ اړهخ پر مخ ورشي،نو يا خو په ناپوهۍ او يا په پوره پوهې سره يې پټوي. له مذدهبي او ديني تنقيد څخه د ده موخه د حق پېژندل نه بلكه يواځ د هغې راى كومه چې ده مخكې له څېړنې څخه خپله كړې وي، سمه په زبات ورسوي. پدې ډول د اديانو د پرتلې ټولې گټې په اوبو لاهو كېږي. او خپله هغه دين او مذهب ته هم كومه گټه نه رسوي د كوم د تاييد لپاره چې دا لاروركوونكې طريقه او لار خپلوي. كه چېرې د پرتلې څخه مقصد او موخه د سمې سمونه او د هغې له سمون څخه نور هېڅ نه وي نو په رښتيا چې ددې موخې د تلاسه كولو لپاره دا كومه سمه لار نه ده، چې سړې له لومړي سر څخه د نوورو اديانو او مذهبونو په اړه يوه مخالفانه رايه خپله كړي. او د هغه څېړنه يواځې ددې لپاره وكړي چې د هغوي په ښو پرده واچوي، او د هغوي بد او نيمگړتياوې ولټوي، او لدې څخه د خپل دين او مذهب لوړالې څرگند كړي. له دې ډول دوكې او بدنيتۍ څخه به نه۸ چرې د كوم دين او مذهب لوړوالې په زبات ورسي، او نه به چېرې داسې برې د كوم حق دين لپاره د وياړ خبره وي، او نه به د حق او رېښتينولۍ له مخې داسې كوم مذدهب ته لوړالې په نصيب شي. كه چېرې كوم څوك په دوكې او چل سره د داسې مذهب او دين لاروې شي، نو داسې گروهه او عقيده له سره سمه نده، او د منلو هم نده، ځكه چې دده بنسټ په چل او دوكې سره اېښودل شوې وي. لدې ناوړه افكارو او مفاسدو څخه د خوندي پاتې كېدو لپاره د اديانو پرتله اييزه څېړنه يوه سمې پاېلې ته د رسولو لپاره اړينه برېښي چې د پرتله اييزه څېړنې لپاره څو بنسټيزه خبرو ته پام وكړو، او په سختۍ سره يې پلي كړو، چې دا بنسټيزه ويناوې په لاندې ډول دي:

د اديانو د پرتلې اصول په لاندې ډول دي[سمول]

د اديانو د پرتله اييزې څېړنې دا اصول په لاندې ډول دي

  • د يو مذهب يا دين د ښوونو صحيح زبات رسولو لپاره اړينه نده چې د بل دين يا مذدهب ټولې ښوونې له يوې مخې ناسمې وگڼل شي، او نه هم دا اړينه برېـښي چې په يوه مذدهب يا دين كې دې صداقت او رېښتينولي وي، نو بل دين دې ورڅخه چورلټ خالي وي.

حق يو ټولنيز حقيقت دى، او ددې حقيقت، او ددې حقيقت لاروې چې هر چېرې واوسي، نو د همغه ټولييز حقيقت لاروې به وي، د حال ا وځان په بدلون سره د هغه هغه اصليب بدلون نه مومي. كوم رېښتيا او حقه خبره چې زموږ په دين او مذدهب كې موندل كېږي، د بل دين او مذهب د تاوان لپاره دليل نشي كېداى، او دا هم سمه نده چې دبل دين ښېگڼو باندې پرده واچول شي او سترگې پرې پټې شيو د يوې ښېگڼې په دوه دينونو كې شتون دا ښكاره كويو چې دا دواړه دينونه له يوه سرچينې څخه خړوبول شوي دي. نو حق چې چېرې هم وي،بايد وستاېل شي، او قدر يې وكړاى شي، او دا خبره به سمه نه وي، چې سړې خپل ټول توان پدې ولگوي چې دا حق او رېښتيا خبره اخوادېخوا راښكلو باندې بې قدره كولو كوښښ وكړو.

  • كوم كس چې دا دعوه وكړي چې حق ده له دين څخه پرته په بل دين او مذدهب كې نشته، نو دا سړې په نوورو اديانو نه بلكه په حق هم سترگې پټوي. ښكاره خبره دا ده چې حق او رېښتينولي په هر دين او مدذهب كې څه نا څه وي.

نو د اديانو څېړونكي چې كله يو دين يا مذهب په بل دين يا مذهب لوړ او غوره گڼي، نو ددې خبرې وجه دا وي، چې نوموړې دين او مذدهب دده په وړاندې د رېښتونو تجلياتو، ښكاروندويه وي، نو لدې مخې د اديانو د پرتله اييزې څېړنې هېڅ يوه زده كوونكي ته نه ښايي چې مخكې له مخكې د خپلې خوښې دين په نورو اديانو غوره او كره دين وگڼي، او داسې و انگېري، چې نور ټول اديان له رېښتوني رڼا څخه تش دي. د اديانو څېړونكې بايد پدې پوه شي، چې پدې اړه به حق او باطل دواړه په يو ځاى دده مخې ته ودرېږي. نو اوس په ده پورې اړه لري، چې حق خوښـوي يا باطل. دا څېړونكي بايد د خپل عقل او پوهې او د تمييز د قوت په زور حق د حق په توگه او باطل د باطل په توگه وپېژني، او دواړه لهيوبل سره گډ نكړي.

  • په مذهبي څېړنه كې دې خبرې ته پام كول اړين دي، چې د يوه دين او مذهب له متعصبه مخالتينو او سرسخته سخت دريځه لارويانو د ليكنو له لوستو څخه ډډه وشي. په لومړنيو څېړنو كې هېڅ يو كس لدې ډول ليكنو څخه كومې پايلې ته نشي رسېداى، ځكه چې د څېړنې لاندې دين د اصلي څېړنې له ليدو څخه مخكې دده پر سترگو يو ډول ځانگړې عېنكې پرېوزي، چې ددې عينكو له وچجې دا ځېړونكې پدې نشي توانېداى چې د نوموړي دين اصلي څېره وويني.

كه چېرې وغواړو چې دا څېړنه يوې مثبتې پايلې ته ورسوو، نو اړينه برېښـي چې يوه دين يا مذهب ته په هغه حيثيت وگورو چې خپله ځان راښكاره كوي، نه د هغو خلكو له نظره چې نوموړي دين يا مذهب ته په كومه سترگه گوري. نو ددې لپاره د هر دين او مذهب د اصلي ماخذونو لوستل پكار دي، او لدې لارې فېصله وكړو چې دا دين څومره سم دى، او تر كوم بريده ناسم. نو كله چې يو څېړونكي خپله رايه جوړه كړي، او بيا د نورو افكارو ليكنې وگوري، نو پدې كې به دومره څه ورانې نه وي. ځكه پدې وخت كې هغه حق او باطل ښه پېژندلې شي.

د اديانو د څېړنې لپاره قراني اصول[سمول]

د داسې څېړنې گټې او لاسته راوړنې[سمول]

په داسې څېړنو كې د مسلمانو پوهانو ونډه[سمول]

د ځينو اديانو د گروهو پرتله[سمول]

  1. د يووالي گروهه
  2. هندوييزم او د يووالوي آند
  3. زردشت و د يووالي آند
  4. كنفيوشيوس او د يووالي آند
  5. يهوديت او د يووالي آند
  6. عيسويت او د يووالي آند
  7. اسلام او د يووالي آند
  8. د څښتن په اړه د ځينو اديانو آند
  9. هندوييزم او د څښتن آند
  10. د څښتن په اړه د بوديزم گروهه

سرچينه[سمول]

  • مذاهب عالم، ليکوال اېس اېم شاهد