د كوه نور الماس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په ۱۸۵۴م کال کې د دویم برش وروسته کوه نور

د کوه نور آلماس Koh-i-Noor (د روښانه غره الماس) یاهم کوه نور په هندي कोहिनूर) یو وخت ۳۷،۲۱ ګرامه چې برابر د ۱۸۶،۰۶۲۵ قیراطه کیده د نړۍ له غټو او مشهورو الماسو څخه وو. په ۱۸۵۴م کال د تازه تراش سره د یاد الماس وزن ۲۱،۶۱ ګرامو ته راښکته شو. د کوه نور الماس چې اصلي مندن ځای (د پیدا کولو ځای) مشخص ندی، اما ویل کیږي جې د هند د اندرا پردش آیالات د حيدراباد، هند په ګلنده قلعه کې په ۱۶۵۶م کال کې لاسته راعلی دی. یاد الماس د عبدالله قطب شاه د وزیر میرزا محمد میر له لوری د ګورکانی واکمنۍ واکمن شاه جهان ته تحفه شوی وو. کوه نور د نادر افشار او هندي واکمنانو د لاسته ولیدلو ترڅنګ د نادر شاه افشار د وژنی وروسته چې د افغان واکمن احمد شاه درانی لخوا ووژل شو افغانستان ته انتقال شو. وروسته د رانجیت سینګ لخوا نادر شاه دراني ته د ماتی ورکولو سره کوه نور د نوموړی لخوا هند ته ولیږدول شو. د هند د سیکانو او بریتانویانو د دویمې کګړی پرمهال چې پکې سیکانو ماتې وخوړه، دولیپ سینګ په ۱۸۴۹م کال د بریتانویانو سره د یوه پنځه ماده یېز تړون له مخې کوه نور په هند کې میشتې یوې بریتانوي کمپنې ته وسپاره، چې د یادې کمپنې لخوا په ۱۸۷۷م کال هند ته د بریتانیا د ملکۍ (ملکه وېکټوريا) ته تسلیم کړ.