دبرتانیا د سلطنتي تاج جواهرات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دبرتانیا د سلطنتي تاج جواهرات
دبرتانیا د سلطنتي تاج جواهرات
دبرتانیا د سلطنتي تاج جواهرات

د شخص معلومات
عملي ژوند

د برتانیا سلطنتې تاج جواهرات چې په پیل کې د انګلستان  د تاج جواهرات بلل کېدل د سلطنت تشریفاتي توکې دي چې د لندن په برج کې ساتل کیږې او په هغو کې د تاج ايښودنې نښانونه اوهغه رسمي کالي شامل دي چې د پاچایانو له خوا اغوستل کیږي. 

د تاج ايښودنې نښانونه په اروپا کې د سلطنت ۸۰۰ کلنو کاریدونکو نښویواځينۍ او په نړۍ کې د سلطنتي نښانونو خورا تاریخي او بشپړه ټولګه ده.  هغه توکي چې د انګلستان د پاچایانو د تاج ايښودنې لپاره کارول او پانګونه کیږې د هغوی رول په متفاوت ډول د برتانیا د دولت او څو همګټو هیوادونو ، د انګلستان د کلیسا او دانګلستان د وسله والو ځواکونو د مشر په توګه ښيي. دا توکي د انګلستان، سکاتلند، ویلز او شمالي آیرلند  نسبي شیان اود ویاړ ملي نښانونه ښیي. [۱][۲]

په انګلستان کې د نښانونو کارول ترهغه مهال پورې رسيږي چې انګلستان په منځنیو پېړیو کې عیسویت ته واوښټ. د تاج ايښودنې د نښانونو یوه تلپاتې ټولکه چې یووخت یې په ادوارد ( دانګلوساکسون د سلسلې يو پاچا و)  پورې اړه درلوده هغه وخت جوړه شوه چې هغه په دولسمه پېړۍ کې یوپیریا د برخې څښتن جوړشو. دا سپېڅلي آثار او د نښانونو يوه بله تولګه چې د مذهبې میلمستیاوو او د پارلمان د دولتي پرانېستلو په مهال  د ویستمینستر په کلیسا کې چې له ۱۰۶۶ ز کال څخه را په دې خوا د تاج ايښودنې ځای وه ساتل کیده. په ټولیزه توګه دا توکې د تاج د جواهرو په نامه وپېژندل شول. ددې ټولګې د ډېریو توکو لرغونتوب تر ۳۵۰ کلونو پورې چې دویم چارلس  پکې تخت ته ورسیده اړوندیږي. د منځنیو پېړیو او تدورTudor( په انګلستان کې یوه سلطنتي دوره وه) نښانونه انکلستان د کورنۍ جګړې په مهال په ۱۶۴۹ ز کال کې یا ويلې کړل شوی او یا پلورل شوي دي. له پخوانۍ دورې څخه یواځې څلور اصلي شیان پاتې دي: تر ۱۲ پېړۍ پورې اړونده دغوړولو یوه کاچوغه ( خورا زوړ توکی) او درې دانې پخوانۍ تورې چې په ۱۷ پېړۍ پورې اړونده وې. دا نښانونه د برتانوي پاچایانو له خوا تر ۱۷۰۷  زکال پورې چې د برتانیا او سکاتلند سلطنتونه سر یوشول کارول کېدل.  

سلطنتي نښانونه ۲۳۵۷۸ قیمتي ډبرې لري، د دې نښانونو په منځ کې د کلینان یو Cullinan I  په نامه یو الماس دی چې ۵۳۰ قیراطه  ( ۱۰۶ ګرامه) وزن لري په نړۍ کې خورا لوي پرې شوی الماس دي چې د پاچا په لکړه باندې نښلول شوی دي. دا له نایابه زيږه غمې ډوله الماس څخه پرې شوی دی او دهغه نوم د کلینان څخه ( چې افریقا کې یو ځای دی) اخیستل شوی دی. دا الماس په ۱۹۰۵ ز کال کې په جنوبي افریقا کې کشف شو او وروسته اوم ادوارد Edward VII ته وړاندې شو. د سترواکۍ په تاج باندې کلینان دوه Cullinan II ، د ستوارت یاقوت، سنټ ادوارد یاقوت او د تور شهزاده یاقوت Black Prince's Ruby چې په سره رنګ د لوی کرستل په بڼه ده. د کوه نور الماس ۱۰۵چې  قیراطه یا ۲۱ ګرامه وزن لري د ملکې ویکتوریا له خوا له هند څخه راوړل شواو د درې ملکو د تاجونو په سینګارونه کې ترې کار واخیستل شو.. یو کم شمېر تاریخي توکي چې د لندن په برج کې دي یا خالي دي یا په ښيښه یی او کریستلي بڼه دي.  

په یوه تاج ايښودنه کې په پاچا چې اوږدې جامې یې اغوستې وې او زیورات ورپورې وي  یوډول سپېڅلي غوړي شیندل کیږي. دا غوړي  له یوه ګرد غاب څخه کاچوغې ته توییږي او بیا په پاچا شیندل کیږي او د پاچا په سر د سېنټ ادوارد تاج ايښودل کیږي. له دې وروسته دا تاج د سترواکۍ ددولت  له یوه بل سپک تاج سره چې معمولا د دولتي پارلمان په پرانستلو کې اغوستل کیږي تبدیلږي. د پاچایانو مېرمنې هم په هوارو نښانونو مزېنې وي . له ۱۸۳۱  زکال د هرې ملکې لپاره یو ځانګړی تاج جوړ شوی دی. هغه څه چې د سلطنتي جواهراتو په څېر یې درناوی کیږي هغه دولتي تورې، ترومپتونه، تشریفاتي لکړې، د کلیسا غاب، تاریخي نښانونه، د مېلمستیا غاب اود شاهی تعمید حوضونه دي. دا توکي د شاهي ټولګې برخه ده او د سلطنت په بنسټ پورې اړونده ده چې له یو پاچا بل پاچا ته پاتې کیږي. کله چې دا توکې نه کارول کیږي، دا جواهر د جواهراتو په کور او د مارتین په برج کې نندارې ته ايښودل کیږي چې هلته هر کال دوه نیم میلیونه خلک له هغو ليدنه کوي.    

تاریخ[سمول]

له تاریخ دمخه او د رومیانو په وخت کې[سمول]

په برتانیا کې د تاج د کارونې  معلومه نېټه چې د لرغونپوهانو  له خوا په ۱۹۸۸ ز کال کې کشف شوې ده هغه په  دیل Deal او کینت Kent کې ده چې په ۱۵۰ تر ۲۰۰ مخزېږدیز پورې اړه لري. د میل هیل واری اورMill Hill Warrior د مقبرې په منځ کې یوه توره، دسينې ګل، تشریفاتي ډال او د برونزو یو سینګار شوی تاج له یو کمان سره چې په مستقیمه تو ګه د اغوستونکي  په سر ناست و وموندل شول.  په دې وخت کې تاجونه د واک نښې وې چې د مذهبي او نظامي مشرانو له خوا به په سر کیدل. کشیشانو په ۴۳ مخزیږدیزکې  د رومیانو له خوا د برتانیا تر نیولووروسته تاجونه کارول. په ۱۹۵۰ ز کال کې د انګلستان د نورفولک په هاکورد کم ویلتونHockwold cum Wilton, Norfolk سیمه کې په یوه کنده کې د برونزو یو تاج وموندل شوچې په هغه کې دوه کمانونه اونارینه وو څېرې انځور شوې وې. په دې ځای کې د پاچا د وچويلي  دوه بندونه چې له برونزو جوړ دي له یو برابرېدونکي سر تړوني سره چې د نقرې تزئینات پرې حک شوي ومونل شول. د وچويلې د یوه بند په منځ کې یوه لوحه ده چې په هغه کې یوسړی لیدل کیږې چې ګرد شی ، د شپانه ډانګ ته ورته یو شی کروی جسم او سلطنتي لکړې ته ورته شیان یې په لاس کې نيولی لیدل کیږي. دې شیانو ته  د سلطنتي سینګارونو لپاره بدلون ورکړل شوی دی.   [۳][۴][۵]

انګلوساکسون[سمول]

د پنځمې پېړۍ تر لومړیو، رومیان له برتانیا ووتل او انګلوساکسونان هلته مېشت شول او هلته اوه ګونې یوې سلطنتي لړۍ پیل شوه.  د تشریفاتو او د رسمي نښانونو کارول هغه میتود و چې اصلي پاچایانو د خپل واک دټینګښت لپاره کاراوه. د یوه نامعلومه پاچا په قبر کې چې شواهد ښیي هغه به د شرقي انګلیا راد واد Rædwald of East Anglia ( کابو ۵۹۹-۶۲۴ز) وي او د ستون هو Sutton Hoo په سیمه کې و سلطنتي نښانونه ميندل ښوي چې له میلاد مخکې انګلوساکسوني پاچایانو پورې په اړوند وي. د اومې پېړۍ په لومړیو پورې اړوند په 1939 زکال کې په  Sutton Hoo کې سینګار شوې د وسپنې خولۍ ، غاړکۍ مخ پټونی (ماسک)  وموندل شول چې د مسو په واسطه پکې د څارویو او جنګیالیو څېرې چې په لعلونو سینګار شوي دي انځور شوي دي. دا پاچا  له یوې سینګار شوې تورې، یو تشریفاتي ډال، یوې درندې  تېره کوونکې لکړې چې په سر یې داوسپنې یوه کړۍ چې په سر یې د یوه دریځ انځور ښکاري سره خښ شوی دی.   [۶][۷][۸]

په ۵۹۷ ز کې د پاپ لومړي ګريګوري Pope Gregory I له خوا په بنیدت تاین Benedictine ( دراهبانو دلړۍ یوډول راهب دی)  پورې اړوند راهب انګلستان  ته واستول شو چې د هغه ځاي مشرکین عیسویت ته واړوي. راهب اګوستاین Augustine د  کنتربری Canterbury لومړنې ستراسقف شو. ددو پېړیو په ترڅ کې، د عیسوي مراسمو په لړ کې په سپېڅلو غوړود پاچایانو د غوړولورسم او په هغوی دتاج ايښودل ( په پیل کې د خولۍ په واسطه) رامنځ ته شول اوسلطنتي نښانونویومذهبي هویت خپل کړ. تر دې مهاله د تاج ايښودنې دایمې نښانونه نه و اوهر پاچا به ځانته د نښانونو یو جلا ټولګه جوړوله چې له همدې نښانونو سره به خښیده. په نهمه پېړۍ کې، په ختیځ روم کې طلایي تاجونو د برونزو د تاجونو ځای ونیو او ډیر ژر د انګلیسي تاجونو دجوړولو معیاري مواد شول.    [۹][۱۰]  

پاچا ایتلستان King Æthelstan (کابو ۹۲۴-۹۳۹) دانګلوساکسون ډېرې واکمنۍ سره یو کړې چې د انګلستان شاهي دولت ترې جوړ کړي. یو پخوانۍ انځور ښیي چې انګلیسی پاچا یو تاج اغوستی او سينت ( پرهېزګار شخص) ته د بید Bede  لخوا د سنټ کتبرت St Cuthbert  د ژوند کتاب یوه کاپی سنټ ته خپله وړاندې کوي لیدل کیږي. دهغه د واکمنۍ په مهال، په سکو باندې د پاچایا نو انځورونه داسې کښل شوي و چې خولۍ او ګوتې یا د رومي سترواک ستر کونستانتاین Constantine the Great په څیر حلقوی الماسونه ورپورې و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Mears, et al., p. 5.
  2. Keay (2011), dust jacket.
  3. Keay (2011), p. 9.
  4. Twining, pp. 100–102.
  5. Parfitt, p. 86.
  6. Keay (2011), p. 12.
  7. Barker, pp. 25–29.
  8. "The Sutton Hoo Helmet". British Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Keay (2011), pp. 13–18.
  10. کينډۍ:Cite podcast
  11. Keay (2011), p. 17.
  12. Steane, p. 31.
  13. Twining, p. 103.
  14. Steane, p. 14.