د سوالبرد تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د سوالبرد تړون
د سپيتسبرګین تړون
د سوالبرد تړون لاسليک کونکي هيوادونه
د سوالبرد تړون لاسليک کونکي هيوادونه

موضوع سوالبرد
لاسلیکونه ٩ فبروري ٢٠٢٠
مقام پاريس، فرانسه
د اغېزې نېټه ۱۴ اګست ١٩۲۵
د اغېزې وضعیت فعال
لاسليک کونکي ۴۶[۱]

د سوالبرد تړون د ١٩٢٠ کال د فبروري پر ٩مه لاسلیک سو، او د اګست په ١۴مه په ١٩۲۵ کې په ملي کچه پلي سو. په همدغه ورځ باندې سوالبرد د ناروې نه بېلېدونکې او د ناروې د بادشاهت حتمي برخه هم وټاکل سوه. دا تړون يو څو اړخیزه حکومتي تړون دی، چې په سوالبرد کي د افغانستان په شمول د تړون و ټولو ۴۶ هيوادونو ته د ناروې د اساسي قانون تر سيوري لاندي يو برابر حقوق وربخښي.

د سوالبرد سيمي نخشه (په پښتو)
غازي امير امان الله خان د ١٩٢٨ کال د جنورۍ پر ٢٧مه په پاريس کي، شايد د سوالبرد په تړون کې د ونډې اخيستلو نظر د غازي امان الله خان وو

د تړون پر اساس به په سوالبرد کې د ناروې اساسي قانون پلي کېږي، خو تر څنګ يې ناروې بايد د تړون د هيوادونو د ښاروندانو سره د خپل هيواد د ښاروندانو په څېر سلوک وکړي، او هيڅ ډول تبعیض یا توپیري چلند به د منلو وړ نه وي. نو د ١٩٢٠ کال د همدغه تړون پر اساس افغانستان د نړۍ دهغه ۴۶ هيوادونو څخه دی چي ښاروندان يې په سوالبرد کې پرته د کوم بنديزه خپل کاروبار کولای سي، او پرته له کومې ستونزې خپل بېرغ رپولای سي.

د سوالبرد د تړون ژباړه

[سرلیک.]

په پاریس کې د سپټسبرګن په اړه

د ناروې، د امریکا متحده ایالاتو، ډنمارک، فرانسې، اټاليا، جاپان،

هالنډ، د بریتانیا او آیرلینډ متحده ایالت او د د بریتانیا امپراتورۍ سیمې او سويډن

تر منځ تړون د فبروري پر ٩مه په کال ١٩٢٠ کي.

[وړاندې کول.]

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر; د بریتانیا او آیرلینډ متحده ایالت اعليحضرت پاچا، او د بریتانیا امپراتورۍ تر سمندر هاخوا سيمي د هند امپراتور; د ډنمارک اعليحضرت پاچا; د فرانسې جمهوریت ولسمشر; د اټاليا اعليحضرت پاچا; د جاپان اعليحضرت پاچا; د ناروې اعليحضرت پاچا; د هالنډ علیا حضرت ملکه; د سويډن اعليحضرت پاچا،

موږ لېواله يو، پداسې حال کې چې د سپټزبرګن پر ټاپوډلو په ګډون د ېږ ټاپو د ناروې حاکمیت تسليمېږي، او سترګې په لاره و يو عادلانه او مناسب رژیم ته، او ددې لپاره چې رژیم خپله دنده په ايماندارۍ سره ترسره کړې، او د سيمې د پرمختیا او سوله ایزې ګټې اخیستنې او د تړون د پلي کولو لپاره لاندې اشخاص ټاکل کېږي:

د متحده ایالاتو د متحده ایالاتو ولسمشر:

Mr. Hugh Campbell Wallace،

په پاريس کې د امریکا د متحده ایالاتو ځآنګړي ډپلومات او د بشپړ واک خاوند استازی;

د بریتانیا او آیرلینډ متحده ایالت اعليحضرت پاچا، او د بریتانیا امپراتورۍ تر سمندر هاخوا سيمي د هند امپراتور:

The Right Honourable the Earl of Derby, K.G., G.C.V.O., C. B.، ځآنګړي ډپلومات او د بشپړ واک خاوند استازی په پاریس کې;

او

د کاناډا د واکمني لپاره:

ښاغلی، K.C.M.G. جورج هالزي پرلي، د عالي کمشنر لپاره د کاناډا، په برطانيه کې;

د آسټرلیا کامن ویلت لپاره:

ښاغلی Andrew Fisher, High عالي کمشنر لپاره د اسټرالیا، په برطانيه کې;

د نيوزيلنډ واکمنۍ لپاره:

ښاغلی Sir Thomas MacKenzie، K.C.M.G.، عالي کمشنر لپاره د نيوزيلنډ ، په برطانيه کې;

د سویلي افریقا اتحادیې لپاره:

Mr. Reginald Andrew Blankenberg، O.B.E، سرپرست عالي کمشنر لپاره د سویلي افریقا اتحادیې، په برطانيه کې;

د هند لپاره:

The Right Honourable the Earl of Derby, K.G., G.C.V.O., C. B.;

د د ډنمارک اعليحضرت پاچا:

Mr. Herman Anker Bernhoft، سفیر او د ډنمارک د اعليحضرت پاچا د بشپړ واک خاوند استازی وزير په پاریس کې;

د فرانسې جمهوریت ولسمشر:

Mr. Alexandre Millerand، د شورا رئیس، د بهرنیو چارو وزیر;

د اټاليا اعليحضرت پاچا:

ښآغلی Maggiorino Ferraris، د سلطنت سناتور;

د جاپان اعليحضرت پاچا:

Mr. K. Matsui، د جاپان د اعليحضرت پاچا خاص او د بشپړ واک خاوند استازی سفير، په پاريس کې;

د ناروې اعليحضرت پاچا:

Baron Wedel Jarlsberg، د ناروې د اعليحضرت پاچا وزير ډېر ځانګړی او د بشپړ واک خاوند استازی، په پاریس کې;

د هالنډ علیا حضرت ملکه:

Mr. John Loudon، د هالنډ علیا حضرت ملکې وزير ډېر ځانګړی او د بشپړ واک خاوند استازی، په پاریس کې;

د سويډن اعليحضرت پاچا:

Count J.-J.-A. Ehrensvärd، د سويډن د اعليحضرت پاچا وزير ډېر ځانګړی او د بشپړ واک خاوند استازی، په پاریس کې;

دغو مشرانو، خپل بشپړ واکونه په ښه او مناسبو خبرو اترو کې وکارول، او تر دې وروسته يې په لاندې ډول هوکړه کړې:

١. ماده

د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونه ددې تړون له لارې ناروې ته د سپيتسبرګین ټاپوډلو سيمي او يږ ټاپو چي Beeren-Eiland هم نومېږي سره سره، د ټولو هغو سيمو چې د Greenwich د ختيځ 10° او 35° عرض البلد تر منځ او د 74° او 81° عرض البلد و شمال ته وي، په خاصه توګه لویدیځ سپيتسبرګین، North-East Land، Barents Island، Edge Island، Wiche Islands، Hope Island يا Hopen-Eiland، او Prince Charles Foreland، او نور ټول ټاپوګان چي هلته موجود هغه که کوشني وي که لوي په رسمي ډول د ناروې هيواد د خاورې د برخې په توګه پېژني (ضمیمه شوې نقشه وګورئ).

٢. ماده

د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونو کښتۍ او ښاريانو ته په خپلو سيمو او هغه سيمو کې چې په (١. ماده کې نومول شوي دي) د کب نیولو او ښکار کولو لپاره مساوي حقوق ورکول کېږي.

که ډير مهم څه وي نو ناروې به د مناسب اقداماتو نيولو ، سيمي ساتلو يا پریکړه کولو واک ولري، تر څو مناسب تدابیر فرمان کړئ. د یادو شویو سیمو د څارویو او نباتاتو اړوند کړنې هم د ناروې تر بشپړ واک لاندې دي. ; دې خبرې ته پاملرنه سوې ده چي چي د تړون و ټولو لويو لوړه کچه لاسليک کونکو هيوادونو ته به يو برابر حقوق وربخښل کېږي، پرته له دې چي د چا لحاظ وکړي، يا امتیازات ورکړي پکښې به هيڅ بدلون او توپيري چلند ونه منل شي.

هغه کسان چې خپله پېژندل سوې ځمکه لري، او پرې بشپړ قابض وي همدارنګه د ځمکي قانوني صلاحیت يې د (د 6مې او 7مې مادې) پر اساس منل شوي وي، به وکولای شي چې دوی په خپله ځمکه کې د ښکار د ځانګړي حق څخه خوند واخلي:

(١): د دوی د هستوګنځای په شاوخوا کې چې کوم کورونه، دوکانونه، کارخانې، او نصب شوې آلې چې د دوی د ملکیت پراختیا او وده کولو لپاره جوړې شویدي به د سيميزو پولیسو د مقرراتو لخوا د وضع شوي شرایطو لاندې وي;
(٢) د ۱۰ کیلومترو په اندازې کې د دوی د سوداګرۍ یا کار ځای د مرکزي دفتر شاوخوا سيمه; او او په دواړو حالتونو کې به مضمون هر وخت د ناروې د حکومت د پرېکړو (مقررات/قانون/ريګولېشن) مراعت د همدغې مادې د شرايطو پر اساس کوي.

٣. ماده

د تړون د لوي درجې ټول لاسليک کونکي هيوادونه به و هغه سيمو ته چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده د ننوتلو يو شان اجازه ولري، دوی به وکولای شي چې پرته د کوم خاص دليل د وړاندې و سيمي ورننوځي؛ دليل هر څه کيدلای شي، هغه لکه؛ د سيمي و سمندري اوبو ته ورتګ، د درې (fjords) ليدنه، و بندرګاه ته ورتګ او يا بل څه;د ځایی قوانینو او مقرراتو و پابندۍ ته په پاملرنې سره به دوی ممکنن پرته له کومه خنډه ټولي کړنې لکه صنعتکاري، کان کیندنې او سوداګریز عملیات د بشپړې ورورولۍ او پرته له کوم توپیري چلنده تر سره کړي. .

دوی ته باید په هر صورت د ټولو فعالیتونو او سرګرميو لکه سمندري فعالیتونه، صنعتي کړنې، کان کيندنه، او يا سوداګريزې تصدۍ لپاره هغه که پر ځمکه وي يا بيا په سيمييزو اوبو کې وي يو ډول برابرتيا او حقوق ورکول شي. او هيڅ ډول انحصار ته باید اجازه ورنه کړل شي؛ هغه که پر کومې پروژې يا اکاونټ او يا بل څه باندې وي.

ددې سره سره که د سواحلو تجارت اړوند هر ډول قانون چې ممکنه ده په ناروې کې پرې عمل کېږي، به د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونو بېړۍ به و هغه سيمو ته چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده ته د تلو راتلو په حال کې د ناروې د سمندري بندرونو څخه ګټه پورته کړای شي، د تلو راتلو موخې که د درېدنې، د مسافرو کښته کولو، را پورته کولو او يا بله هره موخه وي هيڅ ستونزه نه لري. دا حقوق يواځي د مسافر وړونکي بېړۍ لپاره نه، بلکې د کارګو بېړۍ (cargo) د تګ راتګ لپاره هم دي.

پر دې خبره سره سلا شوي دي چې د هر نظره به د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونو څخه به د هيڅ ډول ماليې غوښتنه نه کېږي او نه به هم پرې کوم بنديز لګول کېږي، ماليه او بنديز په خاصه توګه د وارداتو صادراتو په برخه کې خو بيا بلکل هم نه منل کېږي. د سيمو وګړي بايد د آزادۍ راکړي ورکړي څخه بلکل د سيمي د تر ټولو نازولي هيواد (ناروې) په شان خوند واخلي. د ناروې وګړو د کښتو او خلګو سره هم بلکل د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونو په شان چلند کېږي، نه تر هغو ښه نه بد.
د هر ډول توکو پر صادرولو باندې بايد د تړون پر هيڅ غړي هيواد باندې د هغه په سيمه کې هيڅ ډول ماليه يا محدودیت ونه لګول شي، او که د توکو څخه د تړون يو غړی هيواد ګټه پورته کولای شي، نو هغه بل يې هم پورته کولای شي. دا قانون د ناروې په شمول د تړون پر ټولو هيوادونو باندې مسلط دی.
(لنډيز؛ مطلب که ناروې د يو څه څخه په سوالبرد کي ګټه اخيستلاي شي، نو افغانستان يې هم ترې اخيستلای شي.)

۴. ماده

ټول عام بې سیم تلګراف سټیشنونه چي د ناروې د حکومت په اجازه د ١. مادې په دننه سيمو کې جوړ شوي يا بيا شايد جوړ شي، بايد تل د لوي درجې ټولو لاسليک کونکو هيوادونو د غړو او د هغو د بیرغ تر سيوري لاندې بېړيو لپاره پرته له کوم توپیري چلنده د ګټې اخیستنې لپاره خلاص وي. د کال ۱۹۱۲ د جولای د ۵مې د راډیوټلګراف نړیوال کنوانسیون او يا بيا تر هغه وروسته د نړیوال کنوانسیون و شرایطو ته په پاملرنه، کوم چې ممکن د دې ځای پرځای کولو پایله ولري. د جګړې د حالت څخه د راپورته کیدونکو نړیوالو مکلفیتونه تابع؛ د ځمکې ملکیت مالکین باید تل د خپلو موخو لپاره د بېسیم مخابراتي شرکتونو تاسیساتو جوړولو او کارولو لپاره ازادي ولري، کوم چې به په خصوصي سوداګرۍ باندې د ټاکل شوی او يا ګرځنده بې سیمه سټیشنونو (moving wireless stations) سره د خبرو کولو لپاره وړیا وي، پدغه کي د الوتکو او بېړيو بورډ هم شامل دي.

۵. ماده

د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونه په هغو سيمو کې چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده، د نړیوال هوا پیژندنې سټیشن رامینځته کولو ګټورتیا په پام کې لري. د دې سټیشن تنظیم کول به د يو راتلونکې تړون موضوع وي.

دا چي دا سټېشن به څو ډوله او څه ډول کار کوي، او څومره ګټور دی، ددې پر چارو به هم هغه وخت بحث وشي.

۶. ماده

د موجوده مادې د بدلولو په حال کې، باید د تړون د لويې درجې د ټولو لاسليک کونکو هيوادونو د وګړو و ټولو هغه حقوق چې هغوی يې لري پاملرنه وشي.

د قبضې له ليارې شوي ادعاوې یا د موجوده تړون د لاسلیک کولو ترمخه شوو قبضو سره به دلته د Annex پر اساس چلند وشي، او دا به د اوسني تړون په شان ورته ځواک او اغیز ولري.

٧. ماده

د استملاک کړنلارې، او د ملکيت د لرنې د قانون څخه ګټه پورته کولو، په خاوره کې د معدني حقونو په ګډون ډېر نور څه يا ټول هغه څه چې په هغه سيمو کې وي چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده ته په درناوی سره؛

د ناروې حکومت دا وعده کړې چې د تړون د لويې درجې د ټولو لاسليک کونکو هيوادونو د وګړو سره يو شان چلند وکړي، چلند بايد د بشپړ يو ډول چلند، او د اوسني تړون له شرایطو سره پر اساس وي.

او تخصیص ممکن ترسره شي، خو البته يوازې د عامه ګټورتیا پر سيمو باندې، او د مناسبې خسارې په ورکولو سره.

٨. ماده

ناروې حکومت دا وعده کړې، چې د هغه سيمو لپاره چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده کي د کان کیندنې لپاره يو منظمه تګلاره رامینځته کړي، خو تګلاره به د تړون د لوي درجې د ټول لاسليک کونکو هيوادونو د وګړو لپاره يو شان وي [......]

د ناروې حکومت پر معدنياتو باندې د مالیې لګولو واک لري، خو ماليه به د ١٠٠ ټنو تر يو سلنې برخي لوړه نه وي. که تر دې زيات معدنيات وي نو ماليه کمېږي. [......]

٩. ماده

د ناروې د حقونو او وظایفو د تابعیت پایله دا وه چې نوموړی هيواد د ملتونو لیګ غړيتوب ترلاسه کړ، ناروې ژمنه کوي چې په هغه سيمو کي چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې به هيڅ سمندري فوځي اډې نکړي جوړي او نه به یې بل هيواد ته د جوړولو اجازه ورکړي.

ناروې به و نورو هېوادونو ته په هغه سيمو کې چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده د کلاوو (جنګي کلاوو) د جوړولو اجازه ورنکړي، داسې کلاوې چي شايد د جنګي موخو لپاره وکارول شي.

١٠. ماده

تر هغه چې د تړون د لويې درجې ټولو لاسليک کونکي هيوادونه د روسیې حکومت په رسمي توګه پېژني، روسیه باید اوسنی تړون ته غاړه کیږدي. روسيان او د روس شرکتونه باید د تړون د لوي درجې د لاسليک کونکو هيوادونه د وګړو په څېر حقوقو څخه خوند واخلي. [....]

اوسنی تړون، چې پکښې فرانسوي او انګلیسي متن دواړه کره دي، باید تایید شوی.

تصويب شوي سندونه (Ratification) باید ژر تر ژره په پاریس کې وسپارل شي. [.....]

[لاسليک.]

د لوړو نومول سوو چارواکو په شاهدۍ سره هغوی دا اوسنی تړون لاسليک کړ.

تړون د ۱۹۲۰ کال د فبرورۍ پر ۹همه ورځ په فاريس کي ترسره سو، د تړون د نقل يو کاپي به د ناروې د اعليحضرت پاچا و حکومت ته ورواستول سي او يوه بله کاپي يې بيا د فرانسې جمهوریت په آرشیفونو کې زیرمه سوه؛ تصدیق سوي کاپۍ به و نورو لاسلیک کونکو واکونو ته ور ولېږدول سي.

[ضمیمه.]

[پاراګپ ١.]

  1. د موجوده تړون له پلي کیدو څخه د دریو میاشتو په دننه کي د ځمکې په اړه د ټولو ادعاګانو خبرتیاوي چې د اوسني تړون لاسلیک کولو دمخه کوم دولت ته سوې وه باید د دعوی کونکي دولت لخوا د داسې ادعاوو د معاینه کولو لپاره و متخصص کمشنر ته ور وسپارل سي. دا کمشنر به د ډنمارک هيواد تابعیت لرونکئ کوم قاضي يا قضایي کمیټه وي، چي ددې کړنې ورتياوي لري؛ او بايد د ډنمارک د حکومت لخوا ددې دندې لپاره ګومارل سوي وي.
  2. خبرتيا بايد د ادعا سوي ځمکي يوه دقيقه بڼه (precise delimitation) په ډاګه کړې او ورسره يو داسي نخشه چي کچه يې تر ۱/۱.۰۰۰.۰۰۰ کمه نه وي بايد مل وي پر دې نخشه باندې به ادعا شوې ځمکه په ښکاره توګه په نښه شوې وي
  3. ددې خبرتيا سره بايد د هر جریب (۴۰ آﺭه) دعوه سوي ځمکي لپاره د جريب پر سر د یوې پېني (Penny) په کچه پيسې هم ورکړي، ترڅو د ادعاوو د ازموینې لګښت ترې لاس ته راسي.
  4. کمشنر به حق ولري چي د دعوه کونکو څخه کوم نور اسناد یا معلومات چې د هغه په خيال اړين دي وغواړي.
  5. کمشنر به هغه ادعاګانې چي خبرتيا يې ورکړل سوې ده څیړي. د دې مقصد لپاره به هغه د ځان لپاره د يو مرستندويه (ماهر) ټاکلو واک هم ولري چې هغه يې په دې کار کي اړین ګڼي، او دا مرستندويه غړی يا ټولنه به د اړتیا په صورت کې د پیښې پر ځای د پلټنو د ترسره کیدو واک هم ولري.
  6. د کمشنر معاش به د ډنمارک حکومت او نورو اړوند حکومتونو ترمینځ په هوکړې سره ټاکل کیږي. که چيري کمشنر وغواړي نو کمشنر به د داسې مرستيالانو معاش د هغوي د مرستې او اهميت پر بنسټ خپله وټاکي .

[پاراګپ ۲.]

ډېر ژور...

[پاراګپ ۳.]

ډېر ژور...

اختلافات او تنګ نظري

د ونکوو هوايي شرکت ٢٨٠١ الوتکې په نامه ﺭوسۍ الوتکه چي د اګست پر ۲۹مه په کال ۱۹۹۶ کي د سوالبرد د اوپرا غره په شاوخوا کي راولوېده، او پکښې ناست ټول ۱۴۱ خلګ مړه سول.

کله چې په ١٩٢٠ کال کې دغه تړون بشپړ سو، نو نړیوال قانون د سوالبرد لپاره پرته د سيمييز بحر بله هيڅ سمندری حد/سمندري زون ونه ټاکئ؛ او پر دې سربېره يې ځينې خاص قانوني مفهومونه لکه ځانګړي اقتصادي علاقې په پام کې نه وې نيولي. د سوالبرد په تړون کې د سيمييزو اوبو پلنوالی نه وو مشخص سوئ، وروسته ناروې د خپل ځمکني بحر پوله د خپل تر ټولو دباندې ټاپو د هغې سيمې څخه چي په سمندري اوبو نه وي لنده، د دودیز سمندري واټن ميل (چي ۴ سمندري میله) کېږي په ورغځولو په ډاګه کړه.

په سوالبرد کې د ناروې د حاکمیت او د سوالبرد تړون د ګوندونو د حقوقو اړوند اختلافات هغه وخت رامنځته سول چي د ملګرو ملتونو کنوانسیون د سمندر د قوانینو په لړ کې نوي سمندري ساحې، لکه کانټینټل شیلف، د کب نیولو سيمه او ځانګړی اقتصادي زون (EEZ) و هغو سيمو ته ورګډ کړل چې د ساحلي ايالتونو تر قضايي صلاحیت لاندې وي. د اختلاف اصلي لامل د لاندې پوښتنو په پوښتلو سره تشکيل کولای سو؛

  1. امکان لري ناروې د بحر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCLOS) څخه په سوالبرد کې د نوي سمندري ساحې غوښتنه په دې اساس وکړي چې سوالبرد خو ددوی د هيواد نه جلا کېدونکې برخه ده. او د داسې کړنې سره د سوالبرد تړون تر پښتو لاندې کېږي.
  2. او که چېرې ملګري ملتونه ناروې ته د سوالبرد د ساحل په سيمه کې نور حقوق ورکړي؛ نو دا خو بيا د ناروې هغه برخه سوه، چي د سوالبرد د تړون دباندي ده، نو تر دې ١٢ سمندري مايلونو ورهاخوا به د سوالبرد د تړون د غړو هيوادونو سره چلند څنګه وي؟ او ناروې به د خپل حق او قوانینو ځای پر ځای کول څنګه پلي کوي.

(مولنار آيت ال.، ٢٠٠٨: ١٢; پيدرسن او هنريکسن، ٢٠٠٩:۱۴۱-۱۴۲)؟

د نو‌سي‌جي‌وي سوالبرد کښتۍ د ناﺭوې د پوځ دوهمه تر ټولو لويه بېړی ده. دا بېړۍ په خآصه توګه د بارینتس سمندﺭ او سوالبرد شاوخوا ګښت تر سره کوي.

د ناروې له نظره، د تړون حکم یوازې د تړون پر ځمکه او شاوخوا سيمييز سمندري بحر کي پلي کیږي. د همدې لپاره، د ناروې په وینا، دا هیواد حق لري چي د يو بحري هيواد په توګه تر دودیز سمندري واټن ميل (چي ۴ سمندري میله) کېږي ورهاخوا هم په خپله سيمه پوځي فعاليت ترسره کړي. په تیرو کې دا نظر د کاناډا لخوا ملاتړ شوی و، او د فنلنډ د ولسمشر کیکونن (۱۹۷۷) لخوا هم د ملاتړ ځینې نظریاتو شتون درلود، که څه هم هیڅکله يې په رسمي ډول د دولت دریځ ددې ملاتړ تصدیق نه وو کړی. شوروي اتحاد / روس به د ناروې سره بحث کاوه چې ناروې دلته د هیڅ سمندري زون د جوړولو حق نه لري او نه هم د ځمکنۍ سمندر ورهاخوا سمندري پوځي تمرينات ترسره کولاي سي. اوس مهال، د تړون ګوندونو د غبرګونونو څخه داسې بریښي چې هغوی دا منلې وي چي د تړون پر اساس دا ټاپو د خپل سمندري زونونو پوري محدود دئ. په هرصورت ، هيوادونه لکه؛ آیسلینډ ، روسیه ، هسپانیه ، او انګلستان وس هم پر دې خبره قايم ولاړ دي او ډاډ ترلاسه کوي چې د تړون کونکو ګوندونو حقونه او مکلفیتونه پر خپل اصل شکل وساتي؛ دوي د ټاپو د شاوخوا د کب نیولو زون او کانټینینټال شیلف دواړه د ټاپو او تړون برخه ګڼي.

(پېدﺭسن، ۲۰۰۶: ۳۳۹؛ ۲۰۰۸: ۶-۷؛ اوستويک، ۲۰۰۷: ۱۹؛ اندﺭسن، ۲۰۰۹: ۳۷۴).

ايسلنډ، هسپانیه، او روسيه په دې خبره سره اتفاق دي چې ناروې نسي کولای چې پر هغو کښتيو چې ددې هيواد څخه نه دي د سوالبرد د کب نیولو ساتنې زون (FPZ) کي ددې هېواد د قانون څخه په ګټه اخيستو سره توپيري چلند وکړي.

سربیره پر دې، ځینې ​​قراردادي ډلې (پشمول د فرانسهې، جرمني او متحده ایالات) په ښکاره ډول ټول هغه حقونو د خونديتوب ته اشاره کړې چې ممکن د تړون کې يې يادونه شوې وي. [....][۲] (پېډرسن؛ ۲۰۰۶: ۳۴۵).

د تړون هيوادونه

د ھيوادونو د لاسيک نېټه د کاغذونو د سپارلو د نېټې سره سمون خوري.[۱][۳]

هيواد د تصویب نیټه يادښت
افغانستان ۰۱۹۲۹-۱۱-۲۳۲۳ نومبر ۱۹۲۹
البانیا ۰۱۹۳۰-۰۴-۲۹۲۹ اپرېل ۱۹۳۰
ارجنټاین ۰۱۹۲۷-۰۵-۰۶۶ مې ۱۹۲۷
اسټرالیا ۰۱۹۲۳-۱۲-۲۹۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ غځول د برطانيې لخوا.
اتريش ۰۱۹۳۰-۰۳-۱۲۱۲ مارچ ۱۹۳۰
بلجيم ۰۱۹۲۵-۰۵-۲۷۲۷ مې ۱۹۲۵
بلغاریا ۰۱۹۲۵-۱۰-۲۰۲۰ اکتوبر ۱۹۲۵
کاناډا ۰۱۹۲۳-۱۲-۲۹۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ غځول د برطانيې لخوا.
چیلي ۰۱۹۲۸-۱۲-۱۷۱۷ ډيسمبر ۱۹۲۸
چين ۰۱۹۲۵-۰۷-۰۱۱ جولای ۱۹۲۵ د چین جمهوریت په توګه منل شوی. دواړه د چین د خلکو جمهوریت يا تایوان ادعا کوي چې د بریالي یا دوامداره دولت حیثیت لري، خو د ٢٠١٨م کال څخه د تړون نورې خواوې یوازې د چین د خلکو جمهوریت پیژني.
چک جمهوريت ۰۲۰۰۶-۰۶-۲۱۲۱ جون ۲۰۰۶ غځول د چکسلواکيا لخوا
ډنمارک ۰۱۹۲۴-۰۱-۲۴۲۴ جنوري ۱۹۲۴ و ټولو ته غزول د ډنمارک هيواد لخوا.
ډومینیکن جمهوریت ۰۱۹۲۷-۰۲-۰۳۳ فبروري ۱۹۲۷
مصر ۰۱۹۲۵-۰۹-۱۳۱۳ سپټمبر ۱۹۲۵
ايسټونیا ۰۱۹۳۰-۰۴-۰۷۷ اپرېل ۱۹۳۰
فینلینډ ۰۱۹۲۵-۰۸-۱۲۱۲ اگسټ ۱۹۲۵
فرانسه ۰۱۹۲۴-۰۹-۰۶۶ سپټمبر ۱۹۲۴
جرمني ۰۱۹۲۵-۱۱-۱۶۱۶ نومبر ۱۹۲۵
یونان ۰۱۹۲۵-۱۰-۲۱۲۱ اکتوبر ۱۹۲۵
هنګري ۰۱۹۲۷-۱۰-۲۹۲۹ اکتوبر ۱۹۲۷
آيسلنډ ۰۱۹۹۴-۰۵-۳۱۳۱ مې ۱۹۹۴
هند ۰۱۹۲۳-۱۲-۲۹۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ غځول د برطانيې لخوا.
آیرلینډ ۰۱۹۲۳-۱۲-۲۹۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ غځول د برطانيې لخوا.
اټاليا ۰۱۹۲۴-۰۸-۰۶۶ اگسټ ۱۹۲۴
جاپان ۰۱۹۲۵-۰۴-۰۲۲ اپرېل ۱۹۲۵
لاتويا ۰۲۰۱۶-۰۶-۱۳۱۳ جون ۲۰۱۶
لیتوانیا ۰۲۰۱۳-۰۱-۲۲۲۲ جنوري ۲۰۱۳
موناکو ۰۱۹۲۵-۰۶-۲۲۲۲ جون ۱۹۲۵
هالنډ ۰۱۹۲۰-۰۹-۰۳۳ سپټمبر ۱۹۲۰ غځول د د هالنډ پاچاهۍ لخوا.
نيوزيلنډ ۰۱۹۲۳-۱۲-۲۹۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ غځول د برطانيې لخوا.
شمالی کوریا ۰۲۰۱۶-۰۳-۱۶۱۶ مارچ ۲۰۱۶
ناروې ۰۱۹۲۴-۱۰-۰۸۸ اکتوبر ۱۹۲۴
پولنډ ۰۱۹۳۱-۰۹-۰۲۲ سپټمبر ۱۹۳۱
پورتغال ۰۱۹۲۷-۱۰-۲۴۲۴ اکتوبر ۱۹۲۷
رومانيا ۰۱۹۲۵-۰۷-۱۰۱۰ جولای ۱۹۲۵
روس ۰۱۹۳۵-۰۵-۰۷۷ مې ۱۹۳۵ غځول د شوروي لخوا،

په ۰۱۹۹۲-۰۱-۲۷۲۷ جنوري ۱۹۹۲ کي روسیې اعلان وکړ چې دوی د هغو تړونونو پلي کولو ته ادامه ورکوي چې د شوروي اتحاد له لورې شوي دي.

سعودي عربستان ۰۱۹۲۵-۰۹-۰۲۲ سپټمبر ۱۹۲۵ غځول د حجاز پاچاهۍ لخوا.
سلواکيا ۰۲۰۱۷-۰۲-۲۱۲۱ فبروري ۲۰۱۷ غځول د چکسلواکيا لخوا
سويلي افريقا ۰۱۹۲۳-۱۲-۲۹۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ غځول د برطانيې لخوا.
سويلي کوريا ۰۲۰۱۲-۰۹-۱۱۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲
اسپانيا ۰۱۹۲۵-۱۱-۱۲۱۲ نومبر ۱۹۲۵
سويډن ۰۱۹۲۴-۰۹-۱۵۱۵ سپټمبر ۱۹۲۴
سویزرلینډ ۰۱۹۲۵-۰۶-۳۰۳۰ جون ۱۹۲۵
برطانيه ۰۱۹۲۳-۱۲-۲۹۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ و لاندې سيمو ته غځول د برطانيې لخوا؛اسټرالیا، کاناډا، هند، نيوزيلنډ.... او نور
د امریکا متحده ایالات ۰۱۹۲۴-۰۴-۰۲۲ اپرېل ۱۹۲۴
وینزویلا ۰۱۹۲۸-۰۲-۰۸۸ فبروري ۱۹۲۸

لاندې هيوادونو ته د سوالبرد تړون د انګرېزانو ميراث ورپاته دی، ځکه ټوله د لاسيک پر وخت د برطانيې هيواد تر لاس لاندې وه؛

  • کاناډا
  • آسټرالیا
  • هند
  • سویلي افریقا
  • نيوزيلنډ او نور..

دا هم وګورئ

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "د فرانسې تړونونه" (په فرانسیسی ژبه کي). د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت. د لاسرسي‌نېټه ١٩ فبروري ٢٠١٩. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ديانا (اګست ٣٠، ٢٠١١). "د سپيتسبرګین تړون يو څو دولتدارۍ تړون په آرټیک کې" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  3. "د سوالبرد تړون د سپيتسبرګین ټاپوډلو سيمي او Bear Island يا Beeren-Eiland په ګډون". د هالنډ حکومت. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)