سوېلي افريقا
سویلي افریقا په انګلیسي South Africa) چې رسمي نوم یې د سویلي افریقا جمهوریت دی د افریقا د لویې وچې په سویل لور کې پروت یو هیواد دی. د یاد هیواد پلازمینه پرتوریا او لوی ښار یې ژوهانسبورګ دی. د سویلي افریقا رسمی ژبي افریکانس ژبه او انګلیسي ده، مساحت یې ۰۳۷'۲۲۱'۱ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۶۰۰'۷۲۵'۵۷ نفره دی. د نوموړی هیواد د پیسو واحد د سویلي افریقا رند (ZAR) دی، او په ۳ د می ۱۹۱۰م کال له بریتانیا خپلواکی ترلاسه کړی ده.
| سوېلي افريقا | |
|---|---|
شعار
|
|
| ملي ترانه: | |
| ځمکه او استوګنه | |
| کوارډينېټ | ۲۹°سویل ۲۴°ختیځ / 29°سويل 24°ختيځ [۱] [۲] |
| ټيټه سيمه | هندي سمندر (0 متر ) |
| پراخوالی | 1221037 کیلومتره مربع |
| د سمندر په کچه لوړوالی |
1037 متر [۱] |
| پلازمېنه | پرتوریا [۳] کيپ ټاؤن [۴] |
| رسمي ژبې | انګليسي ژبه [۵]، افريکانس ژبه [۵]، سوېلي اېندبيلي ژبه [۵]، شمالي سوتویي ژبه [۵]، سوتو ژبه [۵]، سوازي ژبه [۵]، شنګاني ژبه [۵]، تسوانايي ژبه [۵]، وېندايي ژبه [۵]، خوسايي ژبه [۵]، زولو ژبه [۵] |
| مشرتابه | |
| بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
| خپلواکۍ نېټه | ۳۱ می ۱۹۱۰ |
| د عمر محدودیتونه | |
| بې کارۍ کچه | 27.2 سلنه (۳۱ می ۲۰۱۸)[۶] |
| نور مالومات | |
| پیسې | د سویلي افریقا رند |
| بېړنۍ ټليفون شمېره |
|
| تګلوری | کيڼ [۸] |
| رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| هېواد کوډ | ZA |
| د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +27 |
| |
سوېلي افریقا، په رسمي بڼه د سوېلي افریقا جمهوریت، په افریقا کې وړاندې سوېلي هېواد دی. دا هېواد چې تر ۶۰ میلیونو زیات وګړي لري، د نړۍ ۲۳م ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او د ۱۲۲۱۰۳۷ کیلومتر مربع (۴۷۱۴۴۵ مایل مربع) مساحت لري. سوېلي افریقا دری پلازمېنه ښارونه لري، چې د حکومت اجرائیوي ، قضایی او مقننه څانګې په ترتیب سره په پریتوریا ، بلومفونټین او کېپ ټاون کې ځای پر ځای دي. د دې هېواد ترټولو لوی ښار جانسبرګ دی. د سوېلي افریقا نږدې ۸۰ سلنه وګړي تورپوستی افریقایي نسل دی، چې په بېلابېلو توکمیزو ډلو وېشل شوي او په ډول ډول افریقایي ژبو خبرې کوي. پاتې نفوس چې افریقا لویې ټولنې ګڼل کېږې، اروپایی (سپین سوېلي افریقایان)، آسیایي (هندي سوېلي افریقایان او چینایي سوېلي افریقایان) او څو رګه (رنګ سوېلي افریقایي) نسب لري. [۹][۱۰]
سوېلي افریقا، له سوېلي لوري له سوېلي اتلانتیک او د هند له سمندرونو سره ۲۷۹۸ کیلومتره (۱۷۳۹ مایله) اوږده ساحلي پوله لري. دا هېواد له شمال لوري له نامیبیا ، بوتسوانا او زمبابوې سره، له ختیځ او شمال ختیځ لوري له موزمبیق او اسواتیني سره ګډه پوله لري او دې هېواد د لیسوتو هېواد په ټولیزه توګه چاپېر کړی دی. نوموړی هېواد د زړې نړۍ په خاوره کې وړاندې سوېلي هېواد دی او ترټولو نفوس لرونکی هېواد دی چې په بشپړ ډول د استوا کرښې په سوېل کې پروت دی. سوېلي افریقا د حیاتي تنوع ځای دی چې د چاپېریالي او د نباتاتو او څارویو ځانګړی متنوع ژوند لري. [۱۱][۱۲][۱۳]
سوېلي افریقا یوه څو توکمیزه ټولنه ده چې د دودونو، ژبو او ادیانو بېلابېل ډولونه له ځان سره لري. د دې هېواد څو اړخیز جوړښت په اساسي قانون کې د ۱۱ ژبو په رسمیت، چې په نړۍ کې څلورم لوړ شمېر دی، څرګندېږي. د ۲۰۱۱ ز کال د سرشمېرنو پر بنسټ، دوه پراخې مورنۍ تکلمي ژبې زولو (۲۲.۷٪) او زوسا (۱۶٪) دي. ورپسې دوه نورې اروپايي رېښې لري: افریکانس (۱۳.۵٪) چې له هالنډي ژبې څخه رامنځ ته شوې او د زیاتره رنګ لرونکو او سپین پوستو سوېلي افریقایانو لومړۍ ژبې ده او انګلیسي (۹.۶٪) چې د بریتانوي استعمار میراث څرګندوي او معمولاً په عامه او سوداګریز ژوند کې کارول کېږي. نوموړی هېواد، د هغو افریقایې هېوادونو له ډلې دی چې هېڅکله په کې کودتا نه ده شوې او نږدې د یوې پېړۍ په اوږدو کې منظمې ټاکنې ترسره کوي،خو تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د افریقا د تورپوستو لوی اکثریت د رایې ورکولو حق نه درلود.
د تورپوستو اکثریت د شلمې پیړۍ په اوږدو کې، د برلاسي سپین پوستي اقلیت څخه، چې د هېواد په وروستي تاریخ او سیاست کې یې پراخه ونډه درلوده، د ډېرو حقونو غوښتنه کوله. په ۱۹۴۸ ز کال کې نېشنل ګوند اپارتاید وتاپه چې پخواني نژادي بېلوالي ته یې بنستيزه بڼه ورکړه. د افریقا ملي کانګرس او د هېواد دننه او بهر د اپارتاید ضد نورو کارنده ډلو د اوږدې مبارزې او ځینې وخت د تاوتریخوالی په پایله کې، په ۱۹۸۰ ز کلونو کې د تبعیض د قوانینو لغوه پیل شوه. ټولو توکمیزو او ژبنیو ډلو له ۱۹۹۴ ز کال نه را په دې خوا، د هېواد په لیبراله ولسواکۍ کې چې له یوه پارلماني جمهوریت او نهو ولایتونه څخه جوړه شوې ده، سیاسي استازیتوب کړی. زیاتره وختونه، سوېلي افریقا "رنګين ټال ملت" په نوم یادېږي، چې په ځانګړي توګه له اپارتایډ وروسته، د هېواد څو کلتوري تنوع په ګوته کوي. [۱۴]
د نړیوالو چارو په ډګر کې سوېلي افریقا له منځنۍ کچې لوړ ځواک ګڼل کېږي، چې دا هېواد پراخ سیمه ییز اغېز لري او هم د مشترک المنافع هېوادونو او هم د G20 یا شلو صنعتی هېوادونو غړی دی. سوېلي افریقا د پرمختګ پر لور هېواد دی، چې د بشري پرمختیا په شاخص کې ۱۱۴م ځای لري، خو د نړیوال بانک له لوري د یوه نوي صنعتي هېواد په توګه پېژندل شوی دی، چې په افریقا کې دویم لوی اقتصاد دی او په نړۍ کې ۳۵م لوی اقتصاد ګڼل کېږي. سوېلي افریقا په افریقا کې د یونیسکو د نړیوال میراث د تر ټولو ډېر ځایونه هم لري. په سوېلي افریقا کې د اپارتایډ له پای ته رسېدو نه را په دېخوا، د حکومت مسئولیت او د ژوند کیفیت په پراخه کچه ښه شوی دی. خو جرم، بې وزلي او نابرابري لا هم په پراخه کچه پاتې ده، چې د نفوسو څلورمه برخه وزګاره او د ورځې له ۱.۲۵ امریکایي ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
نوم
د "سوېلي افریقا، په انګلیسي: South Africa " نوم، د دې هېواد له جغرافیایی موقعیت څخه اخیستل چې د افریقا په سوېلي څنډه پروت دی. دا هېواد د بنسټ پر مهال، د سوېلي افریقا د اتحادیې په نوم چې په انګلیسي کې Union of South Africa او په هالنډ کې Unie van Zuid-Afrika بلل کېده، چې د څلورو پخوانیو جلا جلا بریتانوي مستعمېرو له یووالي څخه خپله رېښه اخلي. له ۱۹۶۱ ز کال څخه وروسته، د سوېلي افریقا د جمهوریت په رسمي نوم چې په انګلیسي کې Republic of South Africa او په افریکانس کې Republiek van Suid-Afrika بلل کېږي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، په خپلو ۱۱ رسمي ژبو کې یو رسمي نوم لري.
د Mzansi اصطلاح، د ژوسا ژبې له نامه: uMzantsi څخه مشتق شوې چې د "سوېل" په معنا ده. دا د سوېلي افریقا لپاره یو عامیانه نوم دی، په داسې حال کې چې د پان افریقا خوځښت، ځینې سیاسي ګوندونه د "ازانیا یا Azania" اصطلاح غوره کوي. [۲۲][۲۳][۲۴]
اداري وېش
بیرغ

تاریخ
جغرافیه
کلتور
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ځمکنومونو پېژند: https://www.geonames.org/953987
- ↑
{{cite web}}: Empty citation (help)د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ https://www.britannica.com/place/Pretoria — خپرېدونېټه: ۸ می ۲۰۲۵
- ↑ https://www.britannica.com/place/Cape-Town — خپرېدونېټه: ۸ می ۲۰۲۵
- ↑ سرليک: Constitution of the Republic of South Africa, 1996، Grondwet van die Republiek van Suid-Afrika, 1996، Molaotheo wa Rephaboliki ya Aforika Borwa wa 1996، UmThethosisekelo weRiphabliki yeSewula Afrika we-1996، uMgaqo-siseko weRiphablikhi yoMzantsi-Afrika ka-1996، uMthethosisekelo weRiphabhuliki yaseNingizimu Afrika, we-1996، Molaotheo wa Repabliki ya Afrika Borwa, wa 1996، Molaotheo wa Afrika Borwa wa 1996، uMtsetfosisekelo weRiphabhulikhi yeNingizimu Afrika wanga-1996، Ndayotewa ya Riphabuḽiki ya Afrika Tshipembe, wa 1996 او Vumbiwa ra Riphabliki ra Afrika Dzonga, 1996 — موضوع: 6.1
- ↑ http://www.statssa.gov.za/publications/P0211/P02112ndQuarter2018.pdf
- ↑ International Numbering Resources Database — خپرېدونېټه: ۳ جولای ۲۰۱۶ — سمونګر: مخابراتو نړيواله ټولنه
- ↑ http://www.drivesouthafrica.co.za/driving-information/south-africa/
- ↑ Census 2011: Census in brief (PDF). Pretoria: Statistics South Africa. 2012. pp. 23–25. ISBN 978-0621413885. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 13 May 2015.
- ↑ "South Africa Fast Facts". SouthAfrica.info. April 2007. خوندي شوی له the original on 19 July 2008. ترلاسهکېدو نېټه 14 June 2008.
- ↑ "South African Maritime Safety Authority". South African Maritime Safety Authority. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 December 2008. ترلاسهکېدو نېټه 16 June 2008.
- ↑ "Coastline". The World Factbook. CIA. خوندي شوی له the original on 16 July 2017. ترلاسهکېدو نېټه 16 June 2008.
- ↑ Guy Arnold. "Lesotho: Year In Review 1996 – Britannica Online Encyclopedia". Encyclopædia Britannica. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 June 2013. ترلاسهکېدو نېټه 30 October 2011.
- ↑ "Rainbow Nation – dream or reality?". BBC News. 18 July 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2013. ترلاسهکېدو نېټه 10 August 2013.
- ↑ Cooper, Andrew F; Antkiewicz, Agata; Shaw, Timothy M (10 December 2007). "Lessons from/for BRICSAM about South-North Relations at the Start of the 21st Century: Economic Size Trumps All Else?". International Studies Review. 9 (4): 675, 687. doi:10.1111/j.1468-2486.2007.00730.x.
- ↑ Lynch, David A. (2010). Trade and Globalization: An Introduction to Regional Trade Agreements. Rowman & Littlefield. p. 51. ISBN 978-0-7425-6689-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 October 2013. ترلاسهکېدو نېټه 25 August 2013.
Southern Africa is home to the other of sub-Saharan Africa's regional powers: South Africa. South Africa is more than just a regional power; it is currently the most developed and economically powerful country in Africa, and now it is able to use that influence in Africa more than during the days of apartheid (white rule), when it was ostracised.
- ↑ "South Africa". World Bank. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 November 2011. ترلاسهکېدو نېټه 23 July 2021.
- ↑ Waugh, David (2000). "Manufacturing industries (chapter 19), World development (chapter 22)". Geography: An Integrated Approach. Nelson Thornes. pp. 563, 576–579, 633, 640. ISBN 978-0-17-444706-1. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 October 2013. ترلاسهکېدو نېټه 24 August 2013.
- ↑ Lieberman, Evan (2022). Until We Have Won Our Liberty (in انګليسي). Princeton University Press. ISBN 978-0-691-20300-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 November 2021. ترلاسهکېدو نېټه 25 November 2021.
- ↑ "South Africa's Unemployment Rate Increases to 23.5%". Bloomberg. 5 May 2009. ترلاسهکېدو نېټه 30 May 2010.
{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "HDI" (PDF). UNDP. خوندي شوی له the original (PDF) on 19 December 2008.
- ↑ Livermon, Xavier (2008). "Sounds in the City". In Nuttall, Sarah; Mbembé, Achille (eds.). Johannesburg: The Elusive Metropolis. Durham: Duke University Press. p. 283. ISBN 978-0-8223-8121-1. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 May 2019. ترلاسهکېدو نېټه 5 January 2016.
Mzansi is another black urban vernacular term popular with the youth and standing for South Africa.
- ↑ "Mzansi DiToloki". Deaf Federation of South Africa. خوندي شوی له the original on 16 January 2014. ترلاسهکېدو نېټه 15 January 2014.
uMzantsi in Xhosa means 'south', Mzansi means this country, South Africa
- ↑ Taylor, Darren. "South African Party Says Call Their Country 'Azania'". VOA (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 24 June 2016. ترلاسهکېدو نېټه 18 February 2017.
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په وېلزي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1451
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1589
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2044
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2852
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه
- سویلي افریقا
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- ليکنې چې ويوکي په افريکانس
- ليکنې چې ويوکي په تسوانايي
- ليکنې چې ويوکي په سوېلي اېندبيلي
- ليکنې چې ويوکي په خوسايي
- ليکنې چې ويوکي په زولو
- ليکنې چې ويوکي په شمالي سوتو
- ليکنې چې ويوکي په سوتو
- ليکنې چې ويوکي په سواتي
- ليکنې چې ويوکي په وېندايي
- ليکنې چې ويوکي په شنګاني
- CS1 maint: url-status
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه

