کیپ ټاون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Kaapstad
کېپ ټاون
Cape Town

هېواد سویلي افریقا
ښاروال Helen Zille

د اوسېدونکي شمیر ۲،۸۹۳،۲۵۱
ژبې انگدېزي،افريقايې
مساحت ۲،۴۹۹
د زده کړې سلنه ٨١،٨
د خپلواکۍ نېټه د مۍ ٣١مه ١٩١٠


کېپ ټاون (افريقايي: Kaapstad؛ ايکسوسا “Xhosa”: iKapa) د سويلي افريقا له درې پلازمېنه ښارونو څخه دی، چې د سويلي افريقا د پارلمان د څوکۍ په توګه خدمت کوي. دا ښار د هېواد مقننه پلازمېنه ده، د هېواد تر ټولو پخوانی او له جوهانسبرګ څخه وروسته دويم لوی ښار دی. دا ښار چې په عاميانه ژبه ورته مور ښار يا “Mother City” وايي، د “Western Cape” ولايت تر ټولو لوی ښار دی او د کېپ ټاون د ښاري ښاروالۍ له لورې اداره کېږي. دوه نورې پلازمېنې پريټوريا (Pretoria) او بلويمفونټين (Bloemfontein) دي. پريټوريا اجرائيه پلازمېنه ده، چې په ګاوټينګ (Gauteng) کې پرته ده او ولسمشريزې چارې هم له همدې ځايه تر سره کېږي. بلويمفونټين په “Free State” کې قضائيه پلازمېنه ده، چې د استيناف ستره محکمه په کې پرته ده.[۱][۲][۳][۴]

کېپ ټاون ښار د نړيوالتوب او نړیوالو ښارونو د څېړنې شبکې له لورې د دويم نړيوال ښار په توګه ډلبندي کېږي. دا ښار د خپل بندر، په “Cape Floristic Region” [کېپ فلورېسټ سيمه] کې د خپل طبيعي جوړښت او د “Table Mountain” او “Cape Point” غوندې ځانګړنو له امله پېژندل کېږي. دا ښار د ختيځ کېپ “Western Cape” د ٪۶۶ وګړو ټاټوبی دی. کېپ ټاون په ۲۰۱۴ ز کال کې د نړۍ هغه غوره ځای ونومول شو، چې نيويارک ټايمز او ډيلي ټيليګراف دواړو ورڅخه ليدنه کړې وه.[۵][۶][۷][۸]

د کېپ ټاون د سيټي باول (City Bowl” سيمه چې د “Table Bay” [خليج] پر غاړه پرته ده، په ويسټرن کېپ کې تر ټولو پخوانۍ ښاري سيمه ده، چې د پام وړ کلتوري ميراث لري. دا سيمه د ختيځ هند هالنډي شرکت “Dutch East India Company (VOC)” له لورې ختيځې افريقا، هند او لرې ختيځ ته د هالنډي کښتۍ چلونې لپاره د سمبالولو د تم ځای په توګه رامنځته شوې وه. د ۱۶۵۲ ز کال د اپرېل پر ۶ نېټه سيمې ته د جان وېن ريبيک (Jan van Riebeeck) رسېدنې د VOC کېپ مستعمره (VOC Cape Colony) رامنځته کړه، چې په سويلي افريقا کې لومړنۍ تل پاتې اروپايي استوګنه وه. کېپ ټاون په “Castle of Good Hope” کې د لومړني اروپايي سنګر يا سرحدي سيمې په توګه خپله اصلې اصلي موخې ته زياته وده ورکړه او د کېپ کالوني (Cape Colony” اقتصادي او کلتوري مغز يا منځنۍ برخه شوه. کېپ ټاون تر “Witwatersrand Gold Rush” او د جوهانسبرګ تر ودې پورې په سويلي افريقا کې تر ټولو لوی ښار و.

دا ښار پر اتلانتيک سمندر باندې اوږده ساحلي ليکه لري، چې د فالس خليج (False Bay” رانغاړي او ختيځ کې تر “Hottentots Holland” غرونو پورې غځېږي. د ټېبل غر ملي پارک (Table Mountain National Park” د ښار په پولو کې دننه پروت دی او ښار ته نږدې سيمو کې نورې بېلابېلې طبيعي زېرمې او سمندري خوندي سيمې هم شته، چې بېلابېل ځمکنی او سمندري طبيعي چاپيريال خوندي کوي.

جغرافيه او طبيعي چاپيريال

کېپ ټاون د عرض البلد په ۳۳،۵۵ درجو کې (چې سيډني او بونيس ايريس سره نږدې ورته او په شمالي څنډه کې له کاسابلانکا (Casablanca) او لاس انجلس سره برابر) او د طول البلد په ۱۸،۲۵ درجو کې موقعيت لري. ټېبل غر (Table Mountain) په خپلو نږدې نېغ يا عمودي ګړنګونو او هوارې پورتنۍ برخې سره له ۱۰۰۰ متر (۳۳۰۰ فوټ) څخه زياته لوړه څوکه لري او پر دواړو څنډو باندې په “Devil’s Peak” او “Lion’s Head” سره په ګډه يوه ډراماتيک غرنۍ شاته لوېدنه [د غر د مسير ښکته کېدنه] جوړوي، چې د سيټي باول په نوم د کېپ ټاون مرکزي سيمه راچاپېروي. ځيني وختونه د غر پر څوکه باندې د ورېځې يوه نرۍ تړانګه جوړېږي، چې په عاميانه ژبه د مېز پوښ “table cloth” په نوم پېژندل کېږي. منځني سويل ته کېپ ټاپووزمه يا (Cape Peninsula) د نندارې غرنی تير دی، چې ۴۰ کېلومتر (۲۵ ميل) سويل لور ته په اتلانتيک سمندر کې مخ پر وړاندې ځي او به “Cape Point” کې پای ته رسېږي. د کېپ ټاون د رسمي ښار په بريدونو کې له ۳۰۰ مترو (۹۸۰ ميل) څخه پورته له ۷۰ څخه زياتې لوړې څوکې شته. د ښار شا او خوا زياتې سيمې د کېپ فلاټس (Cape Flats) په نوم پر اوږده دښته باندې پرتې دي، چې له ۵۰ کېلومتر (۳۰ ميل) څخه زيات لويديځ لور ته غځېږي او ټاپووزمه له اصلي خاورې سره يو ځای کوي. د کېپ ټاون سيمه د يوې پراخه ساحلي ليکې، د غر د پياوړو لړيو، ساحلي دښتو او د سيمې دننه درو له مخې مشخص کېږي.

پراخوالی

د کېپ ټاون پراخوالی په بېلابېلو وختونو کې د پام وړ توپير لري. دا سيمه د “Table Mountain” په بېخ کې د يوې کوچنۍ استوګنې په توګه رامنځته شوه او سويل لور ته د ټولې کېپ ټاپووزمې (Cape Peninsula)، ختيځ لور ته د ‘Cape Flats’، هيلډربيرګ (Helderberg) ډنډوکي او د “Steenbras” نيونکې سيمې يوې برخې او شمال ته د ټاګربيرګ (Tygerberg) غونډيو، بلوبيرګ (Blouberg) او نورو سيمو تر رانغاړلو پورې يې وده وکړه. په ټېبل خليج (Table Bay) کې “Robben Island” هم د کېپ ټاون برخه ده. دا ښار په لويديځ کې د اتلانتيک سمندر او سويل کې د فالس خليج له لورې راچاپېر شوی دی. پراخوالی يې شمال او ختيځ لوريو ته د لويديځ کېپ (Western Cape) ولايت دننه د ګاونډيو ښاري سيمو د پولو له لورې ټاکل شوی دی.

کېپ ټاپووزمه (Cape Peninsula)

د کېپ ټاپووزمه په شمال کې له مولي (Mouille) ټکي څخه سويل کې کېپ پواينټ (Cape Point) ته ۵۲ کېلو متره اوږده ده، نږدې ۴۷۰ کېلومتر مربع پراخوالی لري، په سويلي افريقا کې د ورته اندازې د نورو سيمو په پرتله د نقشه کښۍ له مخې يو څه زياته توپيري ښکاري او په پايله کې يوه د کتنې يا نندارې وړ منظره ده. بېلابېلې ټيټ مغذي خاوري، د لويو ډبرو راڅرګندېدل، د وړو تيږو اړخي يا ډډې [لکه د غر]، د کلابند شويو ساحلونو په درلودلو سره په اصل کې ډبرينه ساحلي ليکه او د پام وړ ځايي بدلون د ټاپو وزمې په اقليمي حالتونو کې شته.

د “Cape Supergroup” رسوبي ډبرې چې د “Graafwater” او “Peninsula Formations” ځينې برخې ورڅخه پاتې کېږي، کېفيت يې د ۲۸۰ او ۲۱ ميليون پخوا کالونو تر منځ لوړ شوی و او د ميزوزويک (Mesozoic) دورې پر مهال په پراخه کچه توږل شوې وې. دا سيمه د درېيم يا ثالث دورې “Tertiary” پر مهال په جيولوژيکي ډول ثابته وه، چې کلکو شګلنو تيږدو د بطي راښکاره کېدنې لامل شوې ده. د توږلو کچه او د اوبو ويستلو عمل (ذهکشي) د ناسمو ليکو او درزونو (ماتوالي) له امله اغېزمن شوی دی، چې د “Table Mountain” غوندې پاتې سوچه تېږي پرېږدي، چې د پر لرغونو تېږدو باندې د پرتې توږل شوې مادې د زېرمو د بشپړونکو ډډو يا اړخونو [لکه د غره ډډه يا اړخ] له لورې راچاپېر شوی دی.

د “Peninsula Mountain Chain” په مخالفو پای ته رسېدنو [پای] کې په نړيواله کچه دوه د يادونې وړ ځانګړې نښې دي، چې يوه يې “Table Mountain” او بله يې “Cape Point” ده او ‘Cape Flats’ او ‘False Bay’ يې ختيځ او اتلانتيک سمندر يې لويديځ لور ته پراته دي. پر طبيعي منظره باندې د شګلنو ډبرو هواره او د غرونو لړۍ نفوذ لري، چې په عمومي ډول خپلو څنډو کې په شدت سره شا او خوا د کوچنیو ډبرو ډډو يا اړخونو ته ښکته کېږي، چې په “Fish Hoek-Noordhoek” دره کې د يو ستر چاود يا تشې په واسطه پرې شوې ده. په سويل کې د سيمې زياته برخه لږه شګلنه ډپرينه هواره ده، چې شګلنې غونډۍ لري. پر ټېبل غر (Table Mountain) باندې تر ټولو زيات لوړوالی ۱۱۱۳ متره دی.

کېپ فلاټس (Cape Flats)

کېپ فلاټس (افريقايي: Kaapse Vlakte) يوه اواره، لږه پرته، شګلنه سيمه او د “Cape Peninsula” ختيځ او د “Helderberg” لويديځ ته پرته سيمه ده، چې په وروستي تاريخ کې يې زياتره برخه لنده ځمکه او شګلنې غونډۍ وې. شمال ته يې د “Tygerberg” غونډۍ او “Stellenbosch” سيمه پرته ده.

هيلډربيرګ (Helderberg)

د کېپ ټاون هيلډربيرګ سيمه چې پخوا د “Hottentots-Holland” سيمې په نوم پېژندل کېدله، خورا استوګنيزه سيمه او په ورته وخت کې شرابو تولېدونکې سيمه ده. دا سيمه د “Cape Flats” په ختيځ، د “Hottentots Holland” د غر لړۍ په لويديځ او د هيلډربيرګ غر په سويل کې پرته ده، چې له همدې غره ځنې خپل اوسنی نوم تر لاسه کوي. هيلډربيرګ د “Somerset West”، Strand، Gordons Bay له پخوانيو ښاري سيمو او يو څو نورو ښارګوټو څخه جوړ شوی دی. صنعت او سوداګري په پراخه کچه د سيمې په خدمت کې ده.

سرچينې

  1. "Western Cape | province, South Africa". Encyclopedia Britannica. 
  2. withbeyond.com. "The Mother City Cape Town". Skylife. مؤرشف من الأصل في ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . Discover the 9 Provinces of South Africa and their Capital Cities.
  4. "Pretoria | national administrative capital, South Africa". Encyclopedia Britannica. 
  5. "GaWC - The World According to GaWC 2020". www.lboro.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bartie, Herman (19 December 2020). "South Africa Population (2020) - Worldometer". www.worldometers.info. مؤرشف من الأصل في ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "14 Fun Facts You Didn't Know About Cape Town - Interesting & Amusing Things about the Mother City". Cape Town Magazine. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 5 February 2016 باندې). The world's best cities. Telegraph.co.uk.