د سوالبرد د وېزې تګلاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سوالبرد نقشه. پیاد ولرۍ چي جان ماين د سوالبرد سره نږدي خو د سياسي لحاظه سوالبرد ټاپوګانو برخه نده

په سوالبرد کې د وېزې تګلاره د ناروې د نورو جزيرو په څېر نده، بلکې و ټولې علاقې ته پرته له کومې وېزې سفر کېږي. خو، خو که کوم څوک د ناروې هيواد/شینګن سېمې له لارې و سوالبرد ته په سفر ځي، نو ويزه ورته خامخا پکار ده. او وېزه باید دوه ځلې ویزه وي، تر څو هغه شخص وکولئ سي د ناروې/شینګین سیمې ته بیرته راستون سي.[۱] هغه خلک چې سوالبرد ته ځي او يا ترې راځي باید خپل پاسپورټ او يا ملي تذکره د ځان سره ولري؛ ځکه چې د پېژندګلوۍ کنټرول د ټولو لپاره يو ډول دی. د شینګین تنظیمي شرایطو لپاره د پاسپورټ او يا ملي تذکره د ځان سره لرل د د منلو وړ د پېژندګلوۍ آله ده.[۲] د انتقالي ترتیب لمخې؛ د ناروې هيواد وګړي هم کولای سي چي خپله پېژندګلوي په هغه پېژندپاڼې سره چي انځور، نوم او د زېږون نېټه شامله وي وښيي؛ د مثال په توګه هغه ناروېجن لېسنس چې تر ١٩٩٨ وروسته صادر سوئ وي.[۳] دا انتقالي دوره د ډېسمبر پر ٣١مه نېټه باندې پاي ته رسېږي.[۴]

هرڅوک ممکن په سوالبرد کې ژوند او کار وکړي، پرته له دې چي د تابعیت پر اساس ورته کومه ستونزه پېښه سي. د سوالبرد تړون و ټولو هغه ښاريانو ته چې هيواد يې پر دې تړون لاسلیک کړی وو، د ناروېژي ښاريانو په اندازه حقوق ورکوي.

. هغه هيوادونه چې په تړون کې يې برخه نه وه اخيستې هم د اوس لپاره دلته د کار کولو او اوسېدلو اجازه لري. Per Sefland د سوالبرد پخواني وویل؛ "دا تر دې دمه یوه انتخاب شوې پالیسي وه، چې موږ د تړون اړوند هيوادونو او د تړون بهر هيوادونو د خلکو تر منځ کوم توپیر نه دی کړی".[۵] "د سوالبرد څخه د رد او اخراج پېښې" پرته له کوم تبعیض پلي کیږي.[۶][۷]

ښآغلی Hans-Henrik Hartmann چي په ناروې کې د مهاجرت په څانګه کې د حقوقي واحد مشر دي داسې وویل؛ "که چیرې یو پناه غوښتونکی په ناروې کې د استوګنې څخه منع شي، نو هغه کولی شي په سوالبرد کې تر هغه وخته و اوسېږي چي زړه يې وي، خو په سوالبرد کې کار موندل او خپل ځان ځان ساتل د هغه شخص خپله زمه واري ده."[۵] "په تیرو وختونو کې، هغه مهاجر چې د ناروې هیواد لخوا ورته د ویزې څخه انکار سوی وو و لانګیربین ته ولاړل، او هلته د ٧ کالو لپاره پاته سول، او وروسته ورته د ناروې هيواد غړيتوب هم ورکړل سو."[۵] په سوالبرد کي اوسېدل او ځان ساتل يو ډېر ګران بيه کار دی، او د صحت په برخه کې حقوق يواځې د ناروې هيواد د وګړو لپاره موجود دي، يا بيا هغه کسانو ته چې د ناروېژي کمپنیو لخوا راغوښتل سوي وي او د هغوی لپاره کار کوي.[۷]

دا ھم وګورئ[سمول]

  1. "Visas and immigration". Governor of Svalbard (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "How to travel to Svalbard". Visit Svalbard (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Moving or travelling to Svalbard | Nordic cooperation". www.norden.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Nasjonale ID-kort fra i dag". Sysselmannen på Svalbard (په ناروېجي بوکمول ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Immigrants warmly welcomed". www.aljazeera.com. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Entry and residence". Governor of Svalbard. Governor of Svalbard. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ "Siden ble ikke funnet". Sysselmannen på Svalbard. مؤرشف من الأصل في April 1, 2020. د لاسرسي‌نېټه Apr 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)