Jump to content

برټرانډ راسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
برټرانډ راسل
برټرانډ راسل
برټرانډ راسل

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا (۱۲ اپرېل ۱۹۲۷–)

د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مذهب اګنوسټېزم [۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۹۰۷–۱۹۲۲)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری مشیر الفرېډ نورث وایټ‌هېډ   د (P184) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری شاگرد لوډویګ ویټګنشټاین   د (P185) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه د سيټ نظريه [۳]،  د فلسفې تاريخ ،  پوهنپوهنه ،  سولپوهنه [۳]،  شمېرپوهنه [۳]،  د ژبې فلسفه ،  د ساینس فلسفه ،  اخلاق ،  مذهب ،  ټولنپوهنه [۳]،  فلسفه [۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس ،  هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر اقليدس ،  جان ستورات میل ،  جورج بول ،  ګوتلوب فريج ،  جورج کانټور ،  باروچ سپینوزا ،  ډيويډ هيوم ،  ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس ،  لوډویګ ویټګنشټاین ،  الفرېډ نورث وایټ‌هېډ   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک شننيزه فلسفه ،  ازاداندي ،  لوېديځه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
برټرانډ راسل
برټرانډ راسل

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

برټرانډ ارتور وېلیم راسل، درېیم اېرل راسل د Mo (د فرانسې د مېرېټ نښان) او  FRS(د شاهي ټولنې د همکارۍ مډال، ژباړن) ګټونکی (زېږېدنه د ۱۸۷۲ کال د مې میاشتې ۱۸مه - مړینه د ۱۹۷۰ کال د فبرورۍ ۲یمه) یو بریتانوي فلیسوف، منطق پوه او عمومي روڼ‌اند و. هغه پر ریاضیاتو، منطق، د سېټونو نظریې، ژبپوهنې، مصنوعي هوښ، علوم پېژندنې، کمپیوټر ساینس او د تحلیلي فلسفې په بېلابېلو حوزو په ځانګړي ډول د ریاضیاتو پر فلسفې د ژبې پر فلسفې، اپیزیتیمولوژي (معرفت پېژندنې) او میتافزیک د پام وړ اغېز درلود.[۴][۵][۶]

هغه د شلمې پېړۍ له مخکښو منطق پوهانو څخه و او له خپل سلف ګلوتاب فرېګه، ملګري او همکار جي. اي. موور او د هغه له شاګرد او تحت الحمایه لوډيګ ویتګنشټاین سره د تحلیلي فلسفې له بنسټ اېښودنکو څخه و. راسل له موور سره د بریتانیا د اېډيالیزم پر وړاندې د بلوا مشري وکړه. راسل له خپل پخواني ښوونکي اې. اېن. وایټ هېډ سره پرنسیپا متمتیکا (د ریاضیاتو مبادي) ولیکه چې دکلاسیک منطق په پراختیا کې مهمه پېښه او منطق ته د ټولو ریاضیاتو د راټيټولو هڅه وه (منطق پالنې ته مراجعه وکړئ). پر «دلالت» د راسل مقاله د فلسفې د پارادیم په توګه بلل کېږي.[۷][۸]

راسل یو سوله غوښتونکی او د امپریالیزم ضد مدافعینو څخه و چې د اېندین/ لرغونو امریکایانو د لیګ مشري یې پر غاړه وه. هغه مخکې تر دې چې د اتومي انحصار له خوا چمتو شوی فرصت له منځه لاړ شي او له لېوالتیا سره نړیوال دولت ته د ښه راغلاست پرېکړه وکړي، کله نا کله يې له اتومي جګړې څخه د مخنیوي پلوي کوله. هغه د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې د خپلې سوله غوښتنې له امله بندي شو. راسل ورورسته پرېکړه وکړه چې د نازي المان د الدوف هېټلر پروړاندې جګړه «له دوو شیطانانو سره تر جګړې لږ اړينه ده» او همدارنګه يې پر ستاليني ټوټالیتاریزم نیوکه وکړه، د ويتنام خلاف يې د متحده ايالاتو جکړه محکومه کړه او د اتومي بې وسلې کولو له څرګندو پلويانو څخه و. راسل په ۱۹۵۰ کال کې په ادبیاتو کې «د خپلو هغو بېلابېلو او مهمو لیکنو لپاره چې په هغه وخت کې يې د انسان‌دوستۍ او فکري ازادۍ څخه د دفاع لپاره لیکلې وې» د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغه همدارنګه په ۱۹۳۲ کال کې د ډي. مورګان مډال، په ۱۹۳۴ کال کې د سېلي‌وېسټر، په ۱۹۵۷ کال کې د کالېنګا جایزې په ۱۹۶۳ کال کې د جیوروزلېم  جایزې ګټونکی هم شو.   [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او مخينه[سمول]

برټراند ارټور راسل د ۱۸۷۲ کال د مې مياشتې په ۱۸مه د انګلستان د مانچستر، د ترېلېچ په سیمه کې د راوېنسکروفت په کور کې په يوه با نفوذه او لېبرال کورنۍ کې زېږېدلی. د هغه مور او پلار وېسکونټ او وېکنتس امبرلي د خپل وخت رادیکال وو. لارډ امبرلي د خپلو ماشومانو له کورني روزونکي بیولوژي پوه ډاګلاس سپالډېنګ سره د خپلې مېرمنې په اړيکه رضایت وښود. کله چې دا چاره رسوايي بلل کېده دواړه د زېږون د لومړني کنترول پلویان وو. لارډ امبرلي ډئيست (خدای‌پال) و او ان له فلیسوف جان سټوارټ مېل څخه یې غوښتنه وکړه چې د راسل د سیکولار پلاربللي په توګه عمل وکړي. مېل د راسل تر زوکړې یو کال وروسته ومړ خو د هغه لیکنو د راسل پر ژوند لوی اغېز پرېښود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د هغه پلارني نيکه لارډ جان راسل چې وروسته په لومړي اېرل راسل شوی (زوکړه ۱۷۹۲-۱۸۷۸) دوه ځله په ۱۸۴۰ لسیزه او ۱۸۶۰ لسیزه کې لومړی وزیر و. هغه د ۱۸۱۰ لسیزې په لومړيو کې کله چې د پارلمان غړی و له ناپيلون بناپارت سره ليدنه وکړه. راسل‌یان تر دې مخکې د څو پېړيو لپاره په انګستان کې مخکښ وو او د ټوډور کرړې له راڅرګندېدو سره واک او اشرافیت ته ورسېدل (  ډک اف بېډفورډ وګورئ). هغوی ځانونو د وېګ د یوې مخکښې کورنۍ په توګه تثبیت کړل او په ۱۵۳۶ تر ۱۵۴۰ کلونو کې د صومعو د له‌منځه تللو نیولې تر شاندار انقلاب (۱۶۸۸- ۱۶۸۹) او د لویو سمونو قانون (۱۸۳۲) تر تصویب پورې یې په لویو سیاسي پېښو کې برخه واخیسته.   [۲۳][۲۴][۲۵]

مېرمن امبرلي د لارډ او د مېرمن الډرلي ستانلي لور وه. راسل تر ډېره د خپلې مورنۍ انا له ملنډو وهلو څخه ډارېده، چې د ښځو د زده‌کړو مبارزه وه.  [۲۶][۲۷]

ماشومتوب او نوې ځواني[سمول]

د راسل دوه خویندې او وروڼه لرل: ورور فرانک (چې نږدې اووه کاله له برټراند څخه مشر و) او خور رېچل (چې څلور کاله مشره وه). د ۱۸۷۴ کال په جون کې د راسل مور د تور ټوخي/ډېفتري ناروغي له امله ومړه او څه موده وروسته رېچل هم مړه شوه. د ۱۸۷۶ کال په جنوري کې يې پلار د سږو د التهاب/برونشیت له امله د ژور خفګان د یوې اوږدې دورې تر تېرولو وروسته ومړ. فرانک او برټرانډ د خپل ويکتوریایي انا او نیکه تر پالنې لاندې لوی شول، چې په پمبروک لوج کې يې د رېچمونډ په پارک کې ژوند کاوه. د هغه نیکه پخوانی لومړی وزیر اېرل راسل په ۱۸۷۸ کال کې ومړ او راسل هغه په وېلچیر کې د ناست زړه‌سواندي سپين ږیري په توګه یاد کړ. د هغه انا کنټس راسل (کورنۍ نوم يې مېرمن فرانسس اېلیوټ) د راسل په ماشوموتوب او نوې ځوانۍ کې د کورنۍ غالبه څېره وه.  [۲۸][۲۹]

کنټس له یوې پړسبیټرنیزمې (د کالوني عیسویت یوه څانګه، ژباړن) سکاټلنډي کورنۍ څخه و او په بریالۍ توګه يې محکمې ته د عدالت‌غوښتنې ليک وړاندې کړ تر څو د امبرلي له وصیت‌پاڼې څخه هغه ماده لرې کړي چې له مخې يې بچیان اړ و د اګنوستیک په توګه لوی شي. هغې له مذهبي محافظه‌کارۍ سره سره په نورو برخو کې د پرمختګ ليدلوری درلود (د داروينيزم منل او د ایرلڼډیانو له [1]کورنۍ واکمنۍ څخه ملاتړ) او د ټولنیز عدالت او اوصولو څخه د دفاع په برخه کې د هغې د ليدلوري اغېز په ټول عمر کې له برټراند راسل سره پاتې شو. د انجيل دا ایت چې «د بدیو په ترسره کولو کې د یوې ډلې پر لار مه‌ځه» د هغه په شعار بدل شو. د جو پمبرک لوج فضا له دعا او عاطفي ځپنې څخه ډکه رسمي فضا وه. فرانک د دې موضوع پر وړاندې له څرګندې بلوا سره غبرګون وښود، خو ځوان برټراند دا زده کړي وو چې خپل احساسات پټ کړي.  [۳۰]

د راسل د ځوانۍ دوره په یوازیتوب کې تېرېده او تر ډېره به یې د ځان‌وژنې په اړه فکر کاوه. هغه په‌خپل ژوند لیک لیکلي چې «له طبیعت او کتابونو سره  او (وروسته) ریاضیاتو سره زما مينې زه له ناهیلۍ څخه وژغورلم» یوازې د ریاضي د ډېرې زده‌کړې لپاره د هغه هيلې نوموړی له ځان‌وژنې څخه راوګرځاوه. هغه په کور کې له يو شمېر خپلو ښوونکو څخه زده‌کړه وکړه. کله چې راسل یوولس کلن وو ورور یې فرانک هغه د اقلیدوس له کار سره اشنا کړ، هغه دا په‌خپل ژوند لیک د خپل ژوند له لویو پېښو څخه یادوي، چې د لومړۍ مينې په څېر بې سارې/برېښنده وه.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵] 

د دغه جوړښتي کلونو په بهیر کې هغه د پرسي بایشي شیلي اثار هم کشف کړل. راسل ولیکل: «خپل ټول اضافي وخت مې د هغه د اثارو پر لوستلو تېر کړ او د زړه له تله مې زده کړل، ما هېڅ داسې څوک نه پېژندل چې ورسره د خپلو افکارو یا احساساتو په اړه خبرې وکړم، ما دې ته فکر کاوه چې له شيلي سره پېژندل څومره په زړه‌پورې وو، زه په دې فکر کې هم وم چې ایا زه په ژوندوني هم باید له داسې یو انسان سره ووینم چې تر څنګ يې دومره ژوره خواخوږي احساس کړم.» راسل داسې ادعا وکړه چې په ۱۵کلنۍ کې يې ډېر وخت د عیسوي مذهب د عقیدو د باور په اړه پر فکر کولو تېر کړ، چې د هغه له نظره قناعت کوونکې نه وي.په دې عمر کې هغه دې پایلې ته ورسېد چې خپلواکه اراده نه‌شته او دوه کاله وروسته دا چې تر مرګ وروسته ژوند نه‌شته دی. په پای کې يې په ۱۸ کلنۍ کې د مېل د ژوندلیک تر لوستلو وروسته د لومړي لامل استدلال پرېښود او یو اتیست شو.    [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

هغه په ۱۸۹۰ کال کې د اېډوارډ فېټز جېرالډ په نوم له خپل یو امریکايي ملګري سره دې لويې وچې ته سفر وکړ او فېټرز جېرالډ له کورنۍ سره يې د پاریس د ۱۸۸۹ کال له نندارتون څخه لیدنه وکړه او د نندارتون تر بشپړېدو لږ وروسته د ايفل برج ته وخوت. [۴۰]

سرچينې[سمول]


[1] په‌خپله د سیمې د اوسېدونکو یا ښاریانو له‌خوا د یو مستعمره هېواد واکمني، ژباړن.

[2] د الحاد يو ډول، په خدای باور نه لرل، ژباړن.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118604287  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Guardian topic ID: https://www.theguardian.com/commentisfree/2013/dec/09/bertrand-russell-agnostic-atheism
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000604734 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. Kreisel, G. (1973). "Bertrand Arthur William Russell, Earl Russell. 1872–1970". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 19: 583–620. doi:10.1098/rsbm.1973.0021. JSTOR 769574. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. The Life of Bertrand Russell. Knopf. 1976. مخونه 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-394-49059-5. He became a relentless political activist during World War I, and throughout his life was an ardent advocate of parliamentary democracy through his support first of the Liberal Party and then of Labour. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Stanford Encyclopedia of Philosophy, "Bertrand Russell", 1 May 2003.
  7. Stanford Encyclopedia of Philosophy, "Bertrand Russell", 1 May 2003.
  8. Ludlow, Peter. "Descriptions, The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2008 Edition), Edward N. Zalta (ed.)". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Richard Rempel (1979). "From Imperialism to Free Trade: Couturat, Halevy and Russell's First Crusade". Journal of the History of Ideas. University of Pennsylvania Press. 40 (3): 423–443. doi:10.2307/2709246. JSTOR 2709246. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Russell, Bertrand (1988). Political Ideals. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-10907-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Nasta, Susheila, سمونګر (2013). India in Britain: South Asian networks and connections, 1858–1950. New York: Palgrave Macmillan. OCLC 802321049. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-39271-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Russell, Bertrand (October 1946). "Atomic Weapon and the Prevention of War". Bulletin of the Atomic Scientists, 2/7-8, (October 1, 1946). مخونه 20. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Samoiloff, Louise Cripps. C .L. R. James: Memories and Commentaries, p. 19. Associated University Presses, 1997. ISBN 0-8453-4865-5
  14. The Nobel Prize in Literature 1950 — Bertrand Russell Retrieved on 22 March 2013.
  15. "British Nobel Prize Winners (1950)". 13 April 2014. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ نومبر ۲۰۲۱ – په وسيله YouTube. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Hestler, Anna (2001). Wales. Marshall Cavendish. مخونه 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-1195-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Sidney Hook, "Lord Russell and the War Crimes Trial", Bertrand Russell: critical assessments, Vol. 1, edited by A. D. Irvine, New York 1999, p. 178.
  18. (په 3 February 1970 باندې). Bertrand Russell Is Dead; British Philosopher, 97. The New York Times.
  19. (په 8 November 1877 باندې). Douglas A. Spalding. Nature.
  20. Paul, Ashley. "Bertrand Russell: The Man and His Ideas". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۰۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Russell, Bertrand and Perkins, Ray (ed.) Yours faithfully, Bertrand Russell. Open Court Publishing, 2001, p. 4.
  22. Bloy, Marjie, PhD. "Lord John Russell (1792–1878)". لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. G. E. Cokayne,; Vicary Gibbs, H. A. Doubleday, Geoffrey H. White, Duncan Warrand and Lord Howard de Walden, eds. The Complete Peerage of England, Scotland, Ireland, Great Britain and the United Kingdom, Extant, Extinct or Dormant, new ed. 13 volumes in 14. 1910–1959. Reprint in 6 volumes, Gloucester, UK: Alan Sutton Publishing, 2000.
  25. Booth, Wayne C. (1974). Modern Dogma and the Rhetoric of Assent. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-06572-3. لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Crawford, Elizabeth. The Women's Suffrage Movement: A Reference Guide, 1866–1928. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. "The Bertrand Russell oGallery". Russell.mcmaster.ca. 6 June 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Paul, Ashley. "Bertrand Russell: The Man and His Ideas". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۰۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. کينډۍ:Bibleverse
  30. The Autobiography of Bertrand Russell (Volume I, 1872–1914) George Allen and Unwin Ltd., 1971, page 31;
  31. Bertrand Russell (1998). Autobiography. Psychology Press. مخونه 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-18985-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. The Nobel Foundation (1950). Bertrand Russell: The Nobel Prize in Literature 1950. Retrieved 11 June 2007.
  33. Russell, Bertrand (2000). [[[:کينډۍ:Google books]] The Autobiography of Bertrand Russell: 1872–1914] تحقق من قيمة |url= (لارښود). New York: Routledge. مخونه 30. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Paul, Ashley. "Bertrand Russell: The Man and His Ideas – Chapter 2". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۰۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "1959 Bertrand Russell CBC interview". YouTube. 1959. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Bertrand Russell (1998). "2: Adolescence". Autobiography. Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-18985-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "Bertrand Russell on God". Canadian Broadcasting Corporation. 1959. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Bertrand Russell (1998). Autobiography. Psychology Press. مخونه 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-18985-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Russell, Bertrand (2000). [[[:کينډۍ:Google books]] The Autobiography of Bertrand Russell: 1872–1914] تحقق من قيمة |url= (لارښود). New York: Routledge. مخونه 39. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)