اګنوسټېزم
اګنوسټېزم (هغه فلسفه چې باور لري، چې د خلقت او ماورأ الطبیعه په حقیقت باندې نه شو پوهېدلی)
اګنوسټېزم هغه نظر دي، چې وایې د خدای شتون، الهیت او ماورأ الطبیعت په یقیني ډول د پېژندلو وړ نه دي یا نه پېژندل کېږي. که پوښتنه دا وې، چې «ایا خدای شتون لرې؟»، «هو» به د توحید مانا ولري، «نه» به د ملحدیت مانا ولري «زه باوري نه یم»، دا د اګنوسټېزم په مانا ده. دا چې خدای احتمالاً کېدلی شي شتون ولري او یا نه. یو بل تعریف چې وړاندې شوی، هغه دا دی چې "انساني عقل د دې وړتیا نه لري چې دومره عقلي دلیلونه وړاندې کړي چې د خدای پر شتون او نه شتون باندې د عقیدې درلودل توجیې کړي. انګلیسي بیولوژیست ټوماس هنري هاکسلي په ۱۸۶۹ کال کې د اګنوسټیک کلیمه وکاروله او ویې ویل:« دا په ډېر ساده ډول دا مانا لري چې یو کس باید ونه وایي چې په یوڅه پوهیږي یا په دې باور دی چې د هغه څه لپاره چې پرې پوهېږي هېڅ علمي دلیل نه لري.» په هرصورت، پخوانیو مفکرینو داسې اثار لیکلي چې د اګنوسټېزم نظرونو ته وده ورکوي. د بېلګې په توګه د یو هندي فیلسوف سنجیا بیلتاپتا نظر چې له میلاد وړاندې ۵ مې پېړۍ کې یې له مرګ وروسته د ژوند په اړه څرګند کړ. همدارنګه یوناني فیلسوف پروټاګوراس چې له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ کې یې د "خدایانو" د شتون په اړه خپل اګنوسټېزم څرګند کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د اګنوسټېزم تعریف
[سمول]لرغونی او معاصر اګنوسټېزم د ساینس جوهر دی. په ډېر ساده ډول دا مانا لري، چې یو کس باید ونه وایي چې په یوڅه پوهېږي یا په دې باور دی چې د هغه څه لپاره چې پرې پوهېږي هېڅ علمي دلیل نه لري. په پایله کې اګنوسټېزم نه یوازې د مشهورو الهیاتو لویه برخه، بلکې د الهیاتو ضد لویه برخه هم له پامه غورځوي. په ټوله کې «بوش» د ټولو عقایدو سره مخالفت (هټروډوکسي) زما لپاره د ټینګې عقیدې (ارتودوکسي) په پرتله باندې ډېر توهینونکې ده، ځکه چې د ټولو عقایدو سره مخالفت ددې ادعا کوي، چې هغه د عقل او علم له خوا رهبري کېږي او ټینګه عقیده داسې نه ده. [۱۱]
— ټوماس هنري هاکسلي
هغه څه چې اګنوسټیکان له هغه څخه د غیر اخلاقیاتو په توګه انکار کوي، په اصل کې د هغه برعکس نظریه ده، چې باید داسې وړاندیزونه شتون ولري چې خلک ورباندې پرته له منطقي قناعت وړ شواهدو څخه باور وکړي او دا ملامتي باید په داسې ناکافي ملاتړ شوو وړاندیزونو کې د بې باورۍ (کفر) له مسلک سره وتړل شي.[۱۲]
— ټوماس هنري هاکسلي
اګنوسټېزم، په حقیقت کې کومه عقیده نه ده، مګر یوه طریقه ده، چې د هغې جوهر د یو واحد اصل په جدي پلي کولو کې دی ... په مثبت ډول دا اصول بیان کیدلی شي: په عقلي مسایلو کې پرته له دې چې کومه ملاحظه په نظر کې ونیسئ له خپل دلیل څخه پیروي وکړئ. په منفي ډول: په عقلي مسایلو کې داسې مه ښیئ چې پایلې ښکاره (واقعي) او د ثبوت وړ نه دي.[۱۳][۱۴][۱۵]
— ټوماس هنري هاکسلي
هاکسلي د یو ساینس پوه په توګه، تر هر څه پورته، اګنوسټېزم د حد بندۍ د یوې بڼې په توګه وړاندې کړ. دا هغه فرضیه ده، چې هېڅ عیني او ازمایښتي تأییدونکی سند نه لري او یوه عیني او علمي ادعا نه شي کېدلی. په دې ډول د مطرح شوې فرضیې د ازموینې لپاره هېڅ لاره شتون نه لري او پایلې یې نا څرګندې یا غیر قطعي دي. د ده اګنوسټېزم د شته ادعا د سموالي یا ناسموالي لپاره همغږي نه لرله. کارل پوپر هم خپل ځان یو اګنوسټیک معرفي کوي. د فیلسوف ویلیم ایل رو په عقیده، په ترټولو دقیقه مانا اګنوسټېزم هغه نظر دی، چې څرګندوي چې انساني عقل د دې توان نه لري چې وکولی شي دومره منطقي دلیلونه وړاندې کړي، چې پر خدای باندې د شتون او نه شتون باور توجیه کړي.[۱۶]
د لغاتو د رېښې د څېړنې علم
[سمول]د اګنوسټیک کلیمه د لرغوني یونان ἀ- (a-) 'بغیر'، او γνῶσις (gnōsis) 'پوهه') څخه اخیستل شوې ده. د توماس هنری هاکسلی[۱۷][۱۸]
له خوا په 1869 کې د میټا فزیک ټولنې په یوه غونډه کې د هغه فلسفې د تشریح کولو لپاره وکاروله، کومه چې د روحاني او عرفاني پوهې ټولې ادعاوې ردوي. د مسیحي کلیسا پخوانیو مشرانو د «روحاني پوهې» د تشریح کولو لپاره یوناني کلمه gnosis (پوهه) کاروله. اګنوسټېزم باید د مذهبي نظریاتو سره چې د اګنوسټېزم د لرغوني مذهبي غورځنګ سره مخالفت کوي اشتباه ونه نیسو، هاکسلی دا اصطلاح په پراخه او اختصارشوي مفهوم کې کارولې ده. هاکسلی اګنوسټېزم د یوې عقیدې په توګه نه، بلکې د شکي څېړنې د طریقې او د شواهدو د بنسټ په توګه پیژندلې دی.[۱۹][۲۰]
د اګنوسټیک اصطلاح د سانسکریټ د کلمې « Ajñasi» سره چې «نه پېژندل» ژباړل کېږي ګډه رېښه لري. همدارنګه د لرغوني هندي فلسفې ښوونځي اجنانا سره تړاو لري، کوم چې باور لري چې د مابعد الطبيعي طبیعت پوهه ترلاسه کول یا د فلسفي وړاندیزونو ریښتیني ارزښت معلومول ناممکن دي او بلاخره دا د نهایی نجات لپاره بې ګټې او زیان رسونکی دی. په وروستیو کلونو کې، عصبي علومو او ارواپوهنې ته اړونده ساینسي ادبیاتو دغه کلیمه د "نه پوهیدلو" په مانا کارولې ده. په داسې حال کې چې په تخنیکي اود بازارموندنې په ادبياتو کې "اګنوسټیک" د ځینو پیرامېټرونو څخه د خپلواکۍ په مانا هم راغلې ده. د بېلګې په توګه د «پلیټ فارم اګنوسټیک» چې د (کراس پلیټ فارم سافټویر ته اشاره کوي) او یا هم «هارډویر-اګنوسټیک».[۲۱][۲۲][۲۳]
د په شرایطو برابر اګنوسټېزم
[سمول]د سکاټلنډي روښانتیا فیلسوف دیوید هیوم ادعا کړې چې د کائناتو په اړه معنې لرونکې بیانیې تل د یو لړ شکونو سره مل وي. ده ټینګار وکړ، چې د انسانانو نیمګړتیا په دې مانا ده چې دوی نشي کولی بشپړ یقین ترلاسه کړي، مګر په ډېرو کوچنیو قضیو کې چېرته چې یو بیان یوازې د تعریف له مخې سم وي. د بېلګې په توګه دا ډول ټوټولوژۍ (tautologies)، «ټول لېسانسه مجرد دي»، یا «ټول مثلثونه درې کنجونه لري.»[۲۴]
ډولونه
[سمول]قوي اګنوسټېزم د ( "سخت"، "تړلي"، "سخت"، یا "دایمي اګنوسټېزم" په نوم هم یادیږي)
دا نظرڅرګندوي چې د یو خدای یا خدایانو د شتون یا نه شتون پوښتنه او د حتمي واقعیت طبیعت زموږ د طبیعي ناتوانۍ له امله نا معلوم دی او نه شي کولی چې د بلې موضوعي تجربې پرته د هر بل شي سره تجربه تایید کړي. یو قوي اګنوسټېک وایي: «زه نه شم کولی پوه شم چې خدای شتون لري که نه او تاسو هم نه شئ کولئ.»[۲۵][۲۶][۲۷]
کمزوری اګنوسټېزم (د "نرم"، "خلاص"، "تجربوي"، یا "لنډ مهاله اګنوسټېزم" په نوم هم یادیږي)
دا نظر څرګندوي چې د دخدایانو شتون یا نه شتون اوس مهال نامعلوم دی، مګر ضرور نه ده، چې حتمن باید نا معلومه وي، له همدې امله تر هغه وخته چې شواهد شتون ولري، له قضاوت څخه مخنیوی کېږي. یو کمزوری اګنوسټېک وایي: «نه پوهېږم چې خدایان شتون لري او که نه، خو کېدلی شي هغه ورځ چې شواهد شتون ولري، یو څه پیدا کړو.»[۲۵][۲۶][۲۷]
بې احساسه اګنوسټېزم
دا فکر ښکاره کوي چې ګواکي هېڅ بحث نه شي کولی، چې د یو خدای یا ډېرو خدایانو شتون ثابت یا رد کړي او که چېرې یو یا څو خدایان شتون ولري، نو دوی داسې نه معلومېږي، چې د انسان په چارو او برخلیک کې مداخله وکړي. له همدې امله د دوی شتون د انسان په شخصي چارو باندې کوم ځانګړی اغېز نه لري او په همدې خاطر باید په پام کې ونه نیول شي. یو بې احساسه اګنوسټېک وایي: «زه نه پوهېږم چې ایا کوم خدای شتون لري او که نه او دا زما لپاره مهم هم نه دي، چې خدای شتون لري او که نه.»[۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Draper, Paul (2017), "Atheism and Agnosticism", in Zalta, Edward N. (ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2017 ed.), Metaphysics Research Lab, Stanford University, نه اخيستل شوی 2021-07-06
- ↑ Hepburn, Ronald W. (2005). "Agnosticism". The Encyclopedia of Philosophy (2nd) 1. Ed. Donald M. Borchert. MacMillan Reference USA (Gale). ISBN 0-02-865780-2. “In the most general use of the term, agnosticism is the view that we do not know whether there is a God or not.” (page 56 in 1967 edition)
- ↑ Rowe, William L. (1998). "Agnosticism". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Ed. Edward Craig. Taylor & Francis. ISBN 978-0-415-07310-3. “In the popular sense, an agnostic is someone who neither believes nor disbelieves in God, whereas an atheist disbelieves in God. In the strict sense, however, agnosticism is the view that human reason is incapable of providing sufficient rational grounds to justify either the belief that God exists or the belief that God does not exist. In so far as one holds that our beliefs are rational only if they are sufficiently supported by human reason, the person who accepts the philosophical position of agnosticism will hold that neither the belief that God exists nor the belief that God does not exist is rational.”
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ "Samaññaphala Sutta: The Fruits of the Contemplative Life". a part of the Digha Nikaya translated in 1997 by Thanissaro Bhikkhu. Archived from the original on February 9, 2014.
If you ask me if there exists another world (after death), ... I don't think so. I don't think in that way. I don't think otherwise. I don't think not. I don't think not not.
{{cite web}}
: ساتل CS1: نور موارد (link) - ↑ Bhaskar (1972).
- ↑ Lloyd Ridgeon (March 13, 2003). Major World Religions: From Their Origins To The Present. Taylor & Francis. pp. 63–. ISBN 978-0-203-42313-4.
- ↑ "The Internet Encyclopedia of Philosophy – Protagoras (c. 490 – c. 420 BCE)".. “While the pious might wish to look to the gods to provide absolute moral guidance in the relativistic universe of the Sophistic Enlightenment, that certainty also was cast into doubt by philosophic and sophistic thinkers, who pointed out the absurdity and immorality of the conventional epic accounts of the gods. Protagoras' prose treatise about the gods began "Concerning the gods, I have no means of knowing whether they exist or not or of what sort they may be. Many things prevent knowledge including the obscurity of the subject and the brevity of human life."”
- ↑ Patri, Umesh and Prativa Devi (فبروري 1990). "Progress of Atheism in India: A Historical Perspective". Atheist Centre 1940–1990 Golden Jubilee. Archived from the original on September 25, 2013. نه اخيستل شوی June 29, 2014.
- ↑ Trevor Treharne (2012). How to Prove God Does Not Exist: The Complete Guide to Validating Atheism. Universal-Publishers. pp. 34 ff. ISBN 978-1-61233-118-8.
- ↑ Thomas Huxley, "Agnosticism: A Symposium", The Agnostic Annual. 1884
- ↑ Thomas Huxley, "Agnosticism and Christianity", Collected Essays V, 1899
- ↑ Thomas Huxley, "Agnosticism", Collected Essays V, 1889
- ↑ Huxley, Thomas Henry (April 1889). "Agnosticism". The Popular Science Monthly. New York: D. Appleton & Company. 34 (46): 768. Wikisource has the full text of the article here.
- ↑ Richard Dawkins (January 16, 2008). The God Delusion. Houghton Mifflin Harcourt. pp. 72–. ISBN 978-0-547-34866-7.
- ↑ Edward Zerin: Karl Popper On God: The Lost Interview. Skeptic 6:2 (1998)
- ↑ Dixon, Thomas (2008). Science and Religion: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. p. 63. ISBN 978-0-19-929551-7.
- ↑ Antony, Flew "Agnosticism". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "ag·nos·tic". The American Heritage Dictionary of the English Language. Houghton Mifflin Harcourt. 2011. نه اخيستل شوی November 15, 2013.
- ↑ Huxley, Henrietta A. (2004). Aphorisms and Reflections (reprint ed.). Kessinger Publishing. pp. 41–42. ISBN 978-1-4191-0730-6.
- ↑ Oxford English Dictionary, Additions Series, 1993
- ↑ Woodrooffe, Sophie; Levy, Dan (سپټمبر 9, 2012). "What Does Platform Agnostic Mean?". Sparksheet. Archived from the original on July 14, 2014. نه اخيستل شوی November 15, 2013.
- ↑ Yevgeniy Sverdlik (جولای 31, 2013). "EMC AND NETAPP – A SOFTWARE-DEFINED STORAGE BATTLE: Interoperability no longer matter of choice for big storage vendors". Datacenter Dynamics. Archived from the original on June 20, 2014. نه اخيستل شوی November 15, 2013.
- ↑ Hume, David, "An Enquiry Concerning Human Understanding" (1748)
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Oppy, Graham (September 4, 2006). Arguing about Gods. Cambridge University Press. pp. 15–. ISBN 978-1-139-45889-4.
- ↑ ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Michael H. Barnes (2003). In The Presence of Mystery: An Introduction To The Story Of Human Religiousness. Twenty-Third Publications. pp. 3–. ISBN 978-1-58595-259-5.
- ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Robin Le Poidevin (October 28, 2010). Agnosticism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. pp. 32–. ISBN 978-0-19-161454-5.
- ↑ John Tyrrell (1996). "Commentary on the Articles of Faith". Archived from the original on 2007-08-07.
To believe in the existence of a god is an act of faith. To believe in the nonexistence of a god is likewise an act of faith. There is no verifiable evidence that there is a Supreme Being nor is there verifiable evidence there is not a Supreme Being. Faith is not knowledge. We can only state with assurance that we do not know.
- ↑ Austin Cline. "What is Apathetic Agnosticism?".
{{cite web}}
: Unknown parameter|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|لاسرسي-نېټه=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Rauch, Jonathan, Let It Be: Three Cheers for Apatheism, The Atlantic Monthly, May 2003