منځپانگې ته ورتلل

جورج کانټور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج کانټور
[[language|]]: Georg Cantor  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
جورج کانټور
جورج کانټور

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: Georg Ferdinand Ludwig Philipp Cantor[۱]  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۳ مارچ ۱۸۴۵[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
سینټ پیټرزبورګ [۱۰][۱۱]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 6 جنوري 1918 (73 کاله)[۱۲][۱۳][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
هاله [۱۰]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي) [۱]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت جرمن سترواکي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی عمده افسردګي [۱]  ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه جرمني ژبه [۱۳][۱۴]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه د سيټ نظريه ،  شمېرپوهنه ،  سولپوهنه [۱۵]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ړجورج فردینانت لوډوېک فېلیپ کانټور (د ۱۸۴۵ کال د مارچ ۳ [ په جولیان جنتري کې د فبروري ۱۹] – د ۱۹۱۸ کال د جنوري ۶) یو جرمنی ریاضي پوه ؤ. هغه د سټ تیوري په رامنځته کولو کې چې په ریاضي کې یوه بنسټیزه تیوري ګرځېدلی، مهمه ونډه ولوبوله. کانټور د دوو سټونو د غړو تر منځ د یو په یو تناظر (one-to-one correspondence) اهمیت رامنځته کړ، نامتناهي او ښه تعریف شوي سټونه یې تعریف کړل او ثابته یې کړه چې حقیقي عددونه د طبیعي اعداد په پرتله ډېر زیات دي. په حقیقت کې، د دې قضیې د ثبوت لپاره د کانټور طریقه د لایتناهيو د لایتناهي په موجودیت دلالت کوي . ده اصلي او ترتیبي عددونه او د دوی حساب یې تعریف کړ. دکانټور کار له فلسفي پلوه په زړه پورې دی، هغه حقیقت چې دی ښه ځنې خبر ؤ.   [۱۶][۱۷]

په اصل کې د فوق متناهي عددونو (transfinite numbers) په هکله د کانټور تیوري د شهود ضد - حتی لړزوونکې ګڼل کېده. دا امر د دې لامل شو چې یاده تیوري د ریاضي معاصرانو لکه لیوپولډ کرونیکر او هنري پوینکاره او وروسته د هرمان ویل او ال. اي. جې. بروور له پلوه د مقاومت سره مخ شي، پداسې حال کې چې لودوېګ ویټګنشټاین فلسفي اعتراضونه راپورته کړل؛ د کانټور د تیورۍ پر سر مباحثه وګورئ. کانټور چې یو پرهېزګاره لوتران عیسوي ؤ، په دې باور ؤ چې یاده تیوري د خدای له لوري هغه ته رسول شوې وه. یو شمېر ​​عیسوي الهیات پوهانو (په ځانګړې توګه د نوي مکتب فیلسوفانو) د کانټور کار د خدای په ذات کې د مطلق لایتناهي د یوتوب پر وړاندې ننګونه وبله - چې یو ځل یې د فوق متناهي عددونو تیوري د واحدیت (pantheism) سره برابره بلله -  هغه قضیه چې کانټور په کلکه رد کړه. د یادولو وړ ده چې ټول الهیات پوهان د کانتور د تیورۍ مخالف نه وو، د نوی-مکتب فیلسوف نامتو کانستانتین ګوتبرلټ ورسره موافق ؤ او (وروسته له هغې چې کانټور ځینې مهم توضیحات وړاندې کړل)، کارډینال جوهان باپتست فرانزلین د یوې معتبرې تیورۍ په توګه ومنله.   [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د کانټور د کار په وړاندې اعتراضونه کله کله سخت وو: د لیوپولډ کرونیکر عام مخالفت او شخصي بریدونو کې يې دا شامل وو چې کانټور ته یې  "علمي غلوونکی"، "مرتد" او "د ځوانانو منحرف کوونکی" ویل. کرونیکر د کانټور په ثبوتونو اعتراض وکړ دا چې الجبري عددونه د شمېر وړ دي او دا چې غیر الجبري عددونه د شمېر وړ نه دي، چې پایلې یې اوس د ریاضياتو په معیاري نصاب کې شاملې دي. ویټګینشټاین د کانټور له مړینې لسیزې وروسته ولیکل او خواشیني یې څرګنده کړه چې ریاضيات د "سټ تیوري د زیانمنونکو اصطلاحاتو سره تړل کېږي "، چې هغه "مطلق بیهوده" وبلل او رد یې کړل چې "خندا وړ" او "ناسم" دي. د کانټور د ۱۸۸۴ کال څخه د هغه د ژوند تر پایه پورې د خپګان د تکراري مودو تور د هغه د زیاتو معاصرانو د دښمنانه چلند په غاړه اچول شوی، خو ځینو دا پېښې د دوه قطبي ګډوډۍ احتمالي نښانې بللې.   [۲۴][۲۵][۲۶]

هغه سختې نیوکې د وروستیو ستاینو سره مل وې. شاهي ټولنې په ۱۹۰۴ کال کې کانتور ته خپل سلویسټر مډال ورکړ، دا ترټولو ستره جایزه ده چې په ریاضياتو کې د کار لپاره ورکول کېږي. ډېوېډ هلبرټ له یاد مډال څخه د منتقدینو په وړاندې دفاع وکړه او څرګنده یې کړه، "هېڅوک به موږ له هغه جنت څخه چې کانټور رامنځته کړی، ونه باسي."   [۲۷][۲۸][۲۹]

د جورج کانټور ژوند  

[سمول]

ځواني او زده کړې  

[سمول]

جورج کانټور په ۱۸۴۵ کال کې د روسیې د سنټ پیټرزبورګ په لوېدیځ سوداګر مېشت ځای کې زیږېدلی او تر یوولس کلنۍ پورې په دې ښار کې لوی شو. کانټور چې د شپږو ماشومانو مشر ؤ، یو غوره وایلون غږونکی کڼل کېد. د هغه نیکه فرانز بوهم (۱۷۸۸ - ۱۸۴۶) (د وایلن غږونکي جوزف بوهم ورور) د روسیې سترواکۍ په یوه غږونکې ډله کې نامتو سازنده او یو کسیز غږونکی ؤ. د کانتور پلار د سنټ پیټرزبورګ سهامو راکړه ورکړې کارکوونکی ؤ؛ کله چې ناروغه شو، کورنۍ یې په ۱۸۵۶ کال کې آلمان ته، لومړی ویسباډن بیا فرانکفورت ته کډه شوه، د سنټ پیټرزبورګ په پرتله د ملایم ژمي په لټه کې وو. کانټور په ویاړ سره په ۱۸۶۰ کال کې د دارمشتات د ریالسکول ښوونځۍ څخه  فارغ شو؛ په ریاضیاتو، په ځانګړې ټوګه په مثلثات کې د هغه استثنايي وړتیاوې د پام وړ وګرځېدلې. د ۱۸۶۲ کال په اګست کې بیا د "Höhere Gewerbeschule Darmstadt" څخه چې اوس مهال د دارمشتات تخنیکي پوهنتون په نوم دی، فارغ شو. کانټور په ۱۸۶۲ کال کې د سویس فدرال پولي تخنیک ته لاره ومونده. کانټور د ۱۸۶۳ کال په جون کې د خپل پلار له مړینې وروسته د پام وړ میراث په ترلاسه کولو سره، خپلې زده کړې برلین پوهنتون ته ولېږدولې او لوپولډ کرونیکر، کارل وایرشتراش او ارنسټ کومر په ویناوو کې یې ګډون کاوه. ده د ۱۸۶۶ کال دوبی په ګوتینګن پوهنتون کې تېر کړ، چې هغه مهال او وروسته د ریاضياتو د څېړنې مرکز ؤ. کانټور یو ښه محصل ؤ او په ۱۸۶۷ کال کې یې د ډوکتورا خپل سند ترلاسه کړ.    [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson Invalid <ref> tag; name "49fdb5fe81b8355b0a67fc010bab1d0476734c67" defined multiple times with different content
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65m89dq — سکالو پېژند: Georg Cantor — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2755 — سکالو پېژند: Georg Cantor — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/cantor-georg — سکالو پېژند: Georg Cantor — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  6. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb121371602 — سکالو پېژند: Georg Cantor — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0014497.xml — سکالو پېژند: Georg Cantor — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14449 — سکالو پېژند: Georg Ferdinand Ludwig Phillip Cantor — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=10689 — سکالو پېژند: Georg Cantor — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Кантор Георг — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  11. ليکوال: Boris Galerkin — سرليک: Кантор, Георг — خپور کړی: Jewish Encyclopedia of Brockhaus and Efron. Volume 9
  12. سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Кантор Георг — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb121371602 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  14. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/220613731
  15. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700275 — خپرېدونېټه: ۱۱ جنوري ۲۰۲۶
  16. Grattan-Guinness 2000, p. 351.
  17. Grattan-Guinness 2000, p. 351.
  18. Dauben 2004, p. 1.
  19. Dauben, Joseph Warren (1979). Georg Cantor His Mathematics and Philosophy of the Infinite. princeton university press. pp. introduction. ISBN 9780691024479.
  20. Dauben 1977, p. 86; Dauben 1979, pp. 120, 143.
  21. Dauben 2004, pp. 8, 11, 12–13.
  22. Dauben 1977, p. 102.
  23. Dauben 1979، chpt. 6.
  24. Dauben 1979, p. 280: "... the tradition made popular by Arthur Moritz Schönflies blamed Kronecker's persistent criticism and Cantor's inability to confirm his continuum hypothesis" for Cantor's recurring bouts of depression.
  25. Dauben 2004, p. 1. Text includes a 1964 quote from psychiatrist Karl Pollitt, one of Cantor's examining physicians at Halle Nervenklinik, referring to Cantor's mental illness as "cyclic manic-depression".
  26. Rodych 2007.
  27. Reid, Constance (1996). Hilbert. New York: Springer-Verlag. p. 177. ISBN 978-0-387-04999-1.
  28. (Hilbert 1926، م. 170): "Aus dem Paradies, das Cantor uns geschaffen, soll uns niemand vertreiben können." (Literally: "Out of the Paradise that Cantor created for us, no one must be able to expel us.")
  29. Dauben 1979, p. 248.
  30. ru: The musical encyclopedia (Музыкальная энциклопедия).
  31. "Georg Cantor (1845-1918)". www-groups.dcs.st-and.ac.uk. ترلاسه‌کېدو نېټه 2019-09-14.
  32. Georg Cantor 1845-1918. Birkhauser. 1985. ISBN 978-3764317706.
  33. "Cantor biography". www-history.mcs.st-andrews.ac.uk. ترلاسه‌کېدو نېټه 2017-10-06.
  34. Bruno, Leonard C.; Baker, Lawrence W. (1999). Math and mathematicians: the history of math discoveries around the world. Detroit, Mich.: U X L. p. 54. ISBN 978-0787638139. OCLC 41497065.