جورج بول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جورج بول (2 نومبر 1815 – 8 ديسمبر 1864) يو انګلستانی رياضي پوه، فيلسوف او منطقي و، چې تر ډېره بريده يې خپله زه کړې کړې وې، د نوموړي د لنډ مسلک ډېره برخه د ايرلينډ د کورک په کوين کالج کې د رياضياتو د لومړي پروفيسر په توګه تېره شوې وه. نوموړي د تفاضلي معادلو او الجبري منطق په برخو کې کار کړی و، او د «The Laws of Thought» (1854) په نوم د خپل اثر له امله زیات شهرت لري، په کوم کې چې «بولين الجبر» شامل دی. بولين منطق ته د معلوماتي عصر د بنسټ اېښودلو امتياز ورکول کېږي.[۱][۲]

بول د يو بوټ جوړونکي (موچي) زوی و. نوموړي د لومړني ښوونځي زده کړې تر لاسه کړې وې، لاتيني او عصري ژبې يې په بيلا بيلو طريقو زده کړې وې. په شپاړس کلنۍ کې يې د خپلې کورنۍ د  ملاتړ په موخه د ښونکي په توګه دنده پيل کړه. په نولس کلنۍ کې يې خپل ښوونځی جوړ کړ، او وروسته يې په لنکن کې يو ليليه لرونکی ښوونځی پر مخ ووړ. بول د سيمه ييزو ټولنو يو فعال غړی و، او له ملګرو رياضي پوهانو سره يې مرسته کوله.

په 1849ز کال کې، بول د ايرلينډ د کارک په کوين کالج (چې اوس د کارک يونيورسټي کالج دی) کې د رياضياتو د لومړي پروفيسر په توګه وټاکل شو، هلته يې له «ميري ايورسټ» سره وليدل چې په راتلونکي کې يې مېرمن شوه. نوموړي په ټولنيزو کارونو کې خپلې ښکېلتيا ته دوام ورکړ، او له لينکلن سره يې خپلې اړيکې پر ځای وساتلې. په 1864ز کال کې، بول په نمونيا ناروغۍ (سينه بغل) له اخته کېدو وروسته له تبې پيدا شوې د سږو ناروغۍ او وچ ټوخي له امله مړ شو.

بول په خپل ټول ژوند کې شا او خوا پنځوس مقالې او ګڼې نورې خپرونې خپرې کړې. د نوموړي په ځینو مهمو اثارو کې د لومړۍ ثابتې نظريې په اړه يوه مقاله او «د منطق رياضياتي شننه» شامل دي، کوم چې نښه ييز منطق متعارف کوي. بول همدا راز دوه منظمې مقالې هم وليکلې: «د تفاضلي معادلو په اړه رساله» او «د محدودو تفاضلاتو د حساب په اړه رساله». نوموړي د خطي تفاضلي معادلو او د يو منطقي تابع د پاتې شونو د ټولګې په مطالعه کې خپله ونډه درلودلې ده.په 1847ز کال کې، بول بولين الجبر جوړ کړ، کوم چې په غبرګ منطق کې يو بنسټيز تصور دی، کوم چې د منطق د دود د الجبر لپاره زمينه برابره کړه، او د ډيجيټلي سرکټونو د طرحې او نويو کمپیوټري علومو بنسټ جوړوي. بول همدا راز په شونتياوو کې د يوې عمومي طريقې د موندلو هڅه هم وکړه، چې د ورکړل شويو شونتياوو سره له منطقي اړخه اړوندو پېښو په پايلو کې رامنځ ته کېدونکې شونتيا پر ټاکلو يې تمرکز درلود. د «چارلس سينډرز پيرس» او «وليام سټينلي جيونس»  په څېر ګڼو پوهانو د هغه اثارو ته پراختيا ورکړه. د بول اندونو وروسته هغه مهال عملي پلې کېدنې تر لاسه کړې، کله چې «کلاډ شينن» او «وکټر شيستاکوف» د برېښنايي ميخانيکي ريلي سيستم د طرحې د ودې لپاره بولين الجبر وکاراوه، د کوم په پايله کې چې عصري برېښنايي ډيجيټلي کمپيوټرونه منځ ته راغلل. په 2015ز کال کې د کارک پوهنتون کالج د بول د زېږېدو دوه سوه ومه کليزه ولمانځله، او په ډيجيټلي پړاو يې د هغه مهمې اغېزې روښانه کړې.

په رياضياتو کې د بول وڼدې له امله نوموړی د رياضياتو لپاره د شاهي ټولنې د سروزرو لومړۍ جايزې، د کيټ انعام، او د ډبلين او اکسفرډ پوهنتونونو څخه اعزازي سندونو په ګډون، په بېلا بېلو وياړونو ونازول شو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

بول په 1815ز کال کې د انګلستان د لنکن شاير په لنکن کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې «جان بول سينیر» (1779-1848) و پلار يې موچي و، د مور نوم يې «ميري اين جوايۍ» وه. نوموړي د ابتدايي ښوونځي زده کړې تر لاسه کړې وې، او له خپل پلاره يې درسونه ويلي و، خو په سوداګرۍ کې د جدي سقوط له امله، نوموړي په راتلونکي کې ډېرې کمې رسمي او اکاډيميکې زده کړې وکړې. شونې ده چې د لنکن يو کتابپلورونکي «وليام بروک» له هغه سره په لاتيني ژبه کې مرسته کړې وي، چې شونې ده هغه د «تاماس بين برج» په ښوونځي کې هم زده کړې وي. نوموړي نوې ژبې خپله زده کړې وې. په حقيقت کې، کله چې يوې سيمه يیزې ورځپاڼې د يو لاتيني شعر د هغه ژباړه خپره کړه، نو يو عالم نوموړی په دې اساس په ادبي غلا تورن کړ، چې هغه د دا ډول لاسته راوړنې وړتيا نه لري. په شپاړس کلنۍ کې، بول د خپلو والدينو او درې کشرانو خويندو وروڼو لپاره ګټيالی شو (د کور لګښتونه ورترغاړه شول)، په دې ډول چې په دونکاسټر کې يې د هيګم په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه يوه کوچنۍ دنده واخيسته. نوموړي په ليورپول کې هم د لنډ وخت لپاره د ښوونکي دنده وکړه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

بول د ګريفريز په لنکن کې، د لنکن ميکانيک انسټيتيوټ کې برخه واخيسته، د کوم بنسټ چې په 1833ز کال کې اېښودل شوی و. «ايډوارډ بروم هيډ» چې جان بول يې د خپل انستيتيتوت له لارې پېژندو، له جارج بول سره د رياضي په کتابونو کې مرسته وکړه، او هغه ته يې د «سينټ سويتنز»، لنکن د «ريورنډ جارج سټيونس ډکسن» له خوا د «سلويسټر فرانسوا لاکروکس» د محاسبې متن ورکړل شو. له ښونکي پرته په محاسبه کې مهارت تر لاسه کولو له هغه څو کلونه وخت واخيست.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په نولس کلنۍ کې، بول په لنکن کې په بريالیتوب سره خپل ښوونځی جوړ کړ: چې د Free School Lane په نوم و. څلور کاله وروسته نوموړي د رابرټ هال له مړينې وروسته له لنکن څخه دباندې په وډنګټن کې د هال د اکاډمۍ سمبالښت په غاړه واخيست. په 1840ز کال کې، نوموړی بېرته لنکن ته ولاړ، چېرته چې هغه د ليليې يو ښوونځی پر مخ ووړ. بول په سملاسي ډول د لنکن په ټوپوګرافيکي ټولنه کې شامل شو، چې د کميټې د غړي په توګه يې خدمات تر سره کول، او يوه مقاله يې وړاندې کوله چې عنوان يې «د شرک د اصل، ودې او تمايلاتو په اړه، په ځانګړي ډول  لرغونو مصريانو او فارسيانو کې، او عصري هندوستان کې».[۱۴][۱۵]

بول يوه نوميالۍ سيمه يزه څېره وګرځېده، څوک چې د «جان کي» ستايونکی (مداح) و. نوموړي د سوداګريزو سیمو وختي بندېدو لپاره په سيمه يزو مبارزو کې برخه واخيسته. له «ايډمنډ لارکن» او نورو سره يوځای نوموړي په 1847ز کال کې يوه ساختماني ټولنه جوړه کړه. هغه همدا راز له «چارټست تامس کوپر» سره هم اړيکې درلودې، د چا مېرمن يې چې خپلوانه وه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

له 1838ز کال وروسته، بول له خواخوږو برتانوي تعليمي رياضي پوهانو سره اړيکې کولې، او ډېرې پراخه مطالعې يې درلودې. نوموړي د نښه ييزو طريقو په بڼه الجبر مطالعه کړ، ځکه چې هغه مهال دا د پوهې وړ وې، او د څيړنيزو مقالو په خپرولو يې پيل وکړ.[۲۰]

په کارک کې پروفیسري او ژوند[سمول]

په 1849ز کال کې د ايرلينډ د کوينز کالج، کارک (اوس کارک يونيورسټي کالج (UCC)) کې د رياضي د لومړي پروفيسر په توګه د هغه ګومارل کېدلو سره د يو رياضي پوه په توګه د بول حيثيت ومنل شو. نوموړي همدلته په 1850ز کال کې له «ميري ايوريسټ» سره وکتل، چې وروسته يې واده ورسره وکړ، دا هغه وخت و چې نوموړې د خپل کاکا «جان رايل» د ليدلو لپاره ورتله، څوک چې د يوناني ژبې پروفيسر و. دوی په 1855ز کال کې واده وکړ. نوموړي له لنکن سره خپلې اړيکې پر ځای وساتلې، هلته يې له (E.R. Larken) سره د بدلمنۍ (فحشا) د کمولو په مبازو کې کار کاوه.[۲۱][۲۲][۲۳]

په 1861ز کال کې، بول په ايرلينډ کې د «کوين بنچ» (په ايرلينډ کې تر ټولو لوړه محکمه) په محکمه کې د «سليګو» د «ګريګ هاوس»، د يو «جان هيوټ ويټلي» پر ضد د څلور سوه پاونډه مبلغ په يوه پرېکړه کې شامل و، د کومې تر مخې چې د کارک ولسوالۍ د مګن/ماهن په ځمکو کې د «ويټلي» شتمني او ګټې بول ته ورکړل شوې.[۲۴]

د 1863ز کال د مارچ په مياشت کې، بول د کارک په «ليچفيلډ کاټيج» کې هغه کور په اجاره ورکړ، چېرته چې هغه له خپلې مېرمنې مريم سره د راتلونکي کال په ديسمبر کې تر مړينې پورې مېشت و. په قبالو کې دا سيمه په دې ډول بیان کړای شوې ده چې «ټول هغه څه او هغه د استوګنې ځای چې د ليچفيلډ کاټيج په نوم پېژندل کېږي، او له دې سره اړيکه لرونکې انګړ او د هغې سامان او باغ او ديوال لرونکی انګړ، د دې تر شا پورې سيمه». د بول په وصيتنامه کې د ليچفيلډ کاټيج په اجاره کې د هغه د ټولې شتمنۍ موده او ګټې خپلې مېرمنې ته ورکړل. د 1865ز کال د اګست په مياشت کې، د هغه له مړينې شا اوخوا اته مياشتې وروسته، ميري (چې هغه مهال د لندن په 68 هارلي سټريټ کې اوسېده)، دا کور د کارک ايسکواير د هالن معبد فرانسس هرډ ته وسپارلو، څوک چې د ملکې د 87 يم کنډک سويل کارک قوماندان و.[۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Nahin, Paul J. (2012). The Logician and the Engineer: How George Boole and Claude Shannon Created the Information Age (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. JSTOR j.cttq957s. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691176000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mulcahy, Colm (2015-11-01). "The Bicentennial of George Boole, the Man Who Laid the Foundations of the Digital Age". Scientific American Blog Network (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "John Boole". Lincoln Boole Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "George Boole's Family Tree". مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. C., Bruno, Leonard (2003) [1999]. Math and mathematicians : the history of math discoveries around the world. Baker, Lawrence W. Detroit, Mich.: U X L. د کتاب پاڼي 49. OCLC 41497065. د کتاب نړيواله کره شمېره 0787638137. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hill, p. 149; Google Books Archived 17 March 2016 at the Wayback Machine..
  7. C., Bruno, Leonard (2003) [1999]. Math and mathematicians : the history of math discoveries around the world. Baker, Lawrence W. Detroit, Mich.: U X L. د کتاب پاڼي 49–50. OCLC 41497065. د کتاب نړيواله کره شمېره 0787638137. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rhees, Rush. (1954) "George Boole as Student and Teacher. By Some of His Friends and Pupils", Proceedings of the Royal Irish Academy. Section A: Mathematical and Physical Sciences. Vol. 57. Royal Irish Academy
  9. کينډۍ:MacTutor Biography
  10. Hill, p. 149; Google Books Archived 17 March 2016 at the Wayback Machine..
  11. "Society for the History of Astronomy, Lincolnshire". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:ODNBweb
  13. کينډۍ:Cite SEP
  14. George Boole: Self-Education & Early Career Archived 22 November 2017 at the Wayback Machine. University College Cork
  15. A Selection of Papers relative to the County of Lincoln, read before the Lincolnshire Topographical Society, 1841–1842. Printed by W. and B. Brooke, High-Street, Lincoln, 1843.
  16. Hill, p. 172 note 2; Google Books Archived 10 June 2016 at the Wayback Machine..
  17. Hill, p. 130 note 1; Google Books Archived 27 April 2016 at the Wayback Machine..
  18. Hill, p. 148; Google Books Archived 4 May 2016 at the Wayback Machine..
  19. Hill, p. 149; Google Books Archived 17 March 2016 at the Wayback Machine..
  20. کينډۍ:MacTutor Biography
  21. کينډۍ:EB1911
  22. Ronald Calinger, Vita mathematica: historical research and integration with teaching (1996), p. 292; Google Books Archived 27 April 2016 at the Wayback Machine..
  23. Hill, p. 138 note 4; Google Books Archived 27 May 2016 at the Wayback Machine..
  24. Registry of Deeds, Dublin. Memorial: 1863-007-257 (extract). A Memorial of an Indenture of Re-Conveyance bearing date the seventh day of February one thousand eight hundred and sixty three made between William Hutchinson Massey of Mountmassey in the County of Cork, Esquire, of the first part, George Boole of Blackrock in the County of Cork, Esquire, Professor of Mathematics of the second part, Wilhelmina Smithwick of Dunmanway in said County of Cork, Spinster, of the third part and John Hewitt Wheatley of Craig House in the County of Sligo, Esquire, of the fourth part reciting a certain Indenture of Mortgage bearing date the fifth day of January one thousand eight hundred and sixty one whereby the said John Hewitt Wheatley in consideration of the sum.... And reciting that George Boole by the name and description of George Boole of Blackrock in the County of Corke, Professor of Mathematics did in or as of Trinity Term one thousand eight hundred and sixty one obtain a Judgement in the Court of Queen's Bench in Ireland against said John Hewitt Wheatley for the sum of four hundred pounds debt besides costs And reciting that said Judgement was duly registered on the ninth of November one thousand eight hundred and sixty one whereby pursuant to the statute in such Case made and provided the Estate and interest of the said John Hewitt Wheatley in said lands and premises became vested in one George Boole but subject to Redemption...
  25. Registry of Deeds, Dublin. Memorial: 1863-011-164 (extract). Registered: 30/03/1863. Memorial of an Intended Deed [..] made between Edwards Casey then of Waterloo Place in the City of Cork, Esquire [..] and George Boole then of Blackrock in the County of Cork, Esquire, L.L.D. then Professor of Mathematics in the Queens College at Cork [..] After reciting that by Indenture of Lease bearing date the Twenty seventh day of March one thousand eight hundred and fifty six, John Litchfield then of Ballymaloo in the County of Cork, Esquire, did for the considerations therein mentioned demise and set unto the said William Jackson Cummins All That and Those the dwelling house with the premises and the Garden and walled in field to the rere thereof hereinafter particularly mentioned and described To Hold the said demised premises [..] To Hold the said dwelling house and premises with the appurtenances unto the said George Boole, his Executors, Administrators and Assigns, from thenceforth for the then residue of the said term of one hundred years then to come and unexpired vested in him the said Edwards Casey...
  26. Registry of Deeds, Dublin. Memorial: 1865-030-121 (extract). Registered: 20/10/1865. Memorial of a certain Deed of Assignment bearing date the Twenty first day of August one thousand eight hundred and sixty five and made between Mary Boole of 68 Harley Street, London, Widow and Executrix of the Last Will and Testament of George Boole late of Litchfield Cottage Blackrock in the County of Cork Esquire L.L.D. deceased of the one part and Francis Heard of Ballintemple in the County of Cork, Esquire, Captain in her Majesty’s eighty seventh Regiment of South Cork, Militia of the other part Whereby after reciting that by Indenture of Lease bearing date the twenty seventh day of March one thousand eight hundred and fifty six made between John Litchfield of Ballymaloo in the County of Cork, Esquire, of the one part and William Jackson Cummins of the City of Cork, Doctor in Medicine of the other part, the said John Litchfield demised unto the said William Jackson Cummins All that and those the dwelling house called Litchfield Cottage with the premises and appurtenances thereunto [..] also reciting that the said George Boole [..] having before his death duly made and published his last Will and Testament in writing and thereby bequeathed all his Estate term and interest in said hereinbefore recited Indenture of Lease and premises thereby demised unto the said Mary Boole party of said deed of which this is the Memorial and said Will was afterwards duly proved by the said Mary Boole in the Court of Probate District of Cork... witnesses as to the execution of said Deed and this Memorial by the said Mary Boole are witnessed by John Knights, Porter at Queens College, Harley Street, London and Jane White, Housekeeper 68 Harley Street, London.