Jump to content

پکتيکا ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پکتيکا ولايت
اړوند
ژبې
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۳۹۳٬۸۰۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۹٬۴۸۲ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۳۰′شمال ۶۸°۴۸′ختیځ / 32.5°شمال 68.8°ختيځ / 32.5; 68.8 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

پکتيکا د افغانستان يو سوېل ختیځ ولايت دی.

څلور خواوې

[سمول]

دپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوېديز لوري ته دغزني ولايت او دلوېديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري. پکتيکا ولايت له پاکستان هېواد سره د 360 کيلومتره اوږده پوله لري. مساحت: 36360 کيلومتره مربع.

نفوس

[سمول]

ديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې (430000) او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا (870000) کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي.

ميشت قومونه:

[سمول]

په پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي:

  1. - سلېمانخېل.
  2. - خروټی.
  3. - علي خېل.
  4. - ځدراڼ.
  5. ګيانخېل
  6. - وزير.
  7. - اندړ.
  8. - اورگوني.
  9. - سلېمانځی.
  10. - دېگان.

په پکتيکا کې لوی قومونه لومړۍ سلېمانخېل او بيا خروټي دي چې سلېمانخېل يې ډېری په کټواز کې او خروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين او ارگون ولسواليو کې استوگن دي. ارگوني قوم يې يوازې په ارگون کې د خروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي. ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او ارگون کې ژوندکوي. علي خېل يې په مرکز ښرنه او يوسف خېلو کې. اندړ يې په مرکز او مټاخان کې او همداشان دېگان يا تاجک قوم يې يوازې په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي. او همدا رنگه کوچيان يې په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي.

د کليو شمېر

[سمول]

د پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو د کليو شمېر (2370) دی او د مرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري.

فصلونه

[سمول]

پکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه او ځنگلونه لري چې خلک يې د کارېزونو او خوړونو د اوبو ترڅنگ په ژورو څاه گانو خپلې کرنيزې ځمکې اوباغونه خړوبوي. په پکتيکا کې غنم، جوار، اوربشې للمي رېشکې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره د بېلا بېلو مېوو اوسبزيو پالېزونه لري. په غرونو کې يې د سون او په نجارۍ کې د استعمال د لرگيو گڼ ځنگلونه لري چې مېوه جات يې د پکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه د باندې هم صادرېږي.

ژبې يې

[سمول]

په پکتيکا کې پښتو او دری ژبې ويل کيږي.

د سيمو نومونه، تاريخي او فرهنگي ځايونه

[سمول]

په پکتيکا کې ډېرتاريخي ځايونه شتون لري، چې له دې جملې څخه د پکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ د اسلام نه وړاندې د زمرد وخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ د پطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او د حضرت علي (رض) په راتگ سره له دې ځايه څخه د اسلام خورېدل پيل شول.

دې ته ورته د پکتيکا ولايت په نورو سيمو کې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې د گومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده او د خروټو د قوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل د ټولو خروټو (مور) ده له همدې ولسوالۍ څخه د خروټو د نسل شجره راپيل شوې ده.

د سيمې يو ليکوال وايې، چې د گومل په اړه د سلطان محمود غزنوي په وخت کې د پوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې د گومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاوند يې د هندوستان د فتح کولو لپاره تللی وو او دغه افسر خالو نومېده.

که د خالو لښکرې راغلې زه به گومل ته د خپل يار ديدن ته ځمه

مشهورې حرفې او کسبونه

[سمول]

نجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځينې نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري.

مشهور ځايونه او زيارتونه يې

[سمول]

په پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي:

  • اويس قرني بابا زيارت
  • باباجي صاحب زيارت
  • حيات بابا زيارت
  • ديوانه بابا زيارت
  • حاجي بابا زیارت چې د همدې ولایت مرکز خواجه خېلو سيمې د مسواس په لویه هدیره کې شتون لري
غنې ابا زیارت چې په ګومل والسوالۍ کې واقع دی.
  • د عبدالقدوس آغا صاحب مبارک زیارت چې د همدې ولایت د وازېخوا ولسوالۍ د برج په کلي کې شتون لري.
  • د آغا صاحب مبارک د زوی شهید عبدالباسط آغا صاحب زيارت.
  • د اغا صاحب مبارک د بل زوی عبدالرؤف آغا صاحب زيارت.
  • کاکا مبارک زيارت
  • زاهد بابا او جبار نيکه زيارتونه
  • سيد جلال بخاري (رح)
  • میلال بابا زیارت چې په زرغون شهر ولسوالۍ بکخېلو کې ده

او يو شمېر نور مشهورځايونه شته.

مروجې لوبې او تکړښت

[سمول]

نېزه بازي، خوسی، کريکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې...

شاعران او ليکوالان

[سمول]

سليمان لايق، مقتصد ستړی ، عبدالمصور درمل، خيال محمد کټوازی، امير محمد منصوري، محمد نعيم نسيم زئ، غلام جان زرغون، استاد حاجي محمد مير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمد نبي حق پرست، سلطانخېل، استاد صادق خوارمل، خالد ريحان،

بختيار ځدراڼ،
عبدالجبار عابد،
عبدالرحمن اندړ،
مولوي اسدالله،
مولوي بشېر مدني،
محمد ياسين ياسين، 

يعقوب خان منظور

محمدالله همت يار

اکبر راحل

ثمرګل ثمر

منور مبارز

عبدالباري نعيمي،

  • عبدالحق فقيرزاده
  • دوست محمد ځونډی
  • شېرمحمدمهد
  • فدامحمد صميم يار
  • کلاخان حيران
  • عبيدالله سرروضه وال
  • قاري گل حسن اسير
  • محمدايوب شاه خواجه
  • رحيم خوشال
  • فضل الرحمن زرغونی
  • عبدالعزيز سرتېر
  • جميل غاور
  • حاجي عبدالعزيز
  • گلزاده حميدي
  • علي محمدنظري
  • شهيدمحب الله بهرام
  • شهيدنعمت الله ذبير
  • محمدنبی همدرد
  • خيرالدين ذکي
  • سيف الله حقمل
  • استادعبدالحميد
  • گلزار تنها
  • سيدعباس ايوبي
  • مېرحسن ذهين
  • ملاابراهيم
  • ظريف نثار
  • محمداکبر سرروضه وال
  • خالد "ریحان "
  • سیدخان "سلیمانخېل"
  • محبت الله سالار
  • ملالۍ سيرت
  • غرغښته سلېمانخېله
  • موسکا
  • زرکه

او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي.

کتابخانې:

[سمول]

په پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، شال کتابپلورنځي، دپښتون غږکتابخانه ، د غازې ادې عامه کتابتون، د ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي.

بوختې رسنی:

[سمول]

په پکتيکا کې دا مهال يوه دولتي پکتیکا ملي راډیو تلویزیون او یو شمېر نورې خصوصي مېلمه راډيو، پښتون غږ، تلوسه، یاران ايف ايم، او راډيوګانې فعاليت ترسره کوي. همدا رنګه په دې ولايت کې يوه چاپي رسنۍ د کټواز مهالنۍ په نوم فعاليت لري‌.

ښوونيز بهير:

[سمول]

په پکتيکا کې دوې د لوړو زده کړو مؤسسې او ترڅنگ يې درې انسټېټيوټونه چې دوه يې دولتي او يو د ډاکټر عبدالکبير د روغتيايي علومو انسټېټيوټ فعاليت لري پر دې سربېره څلور خصوصي ښوونځي التنسيق خصوصي ښوونځی، محمود ايوبي خصوصي ښوونځی، اقرأ خصوصي ښوونځی او [۲]يو ښوونيز مرکز شتون لري، چې نومونه يې دي. 1- د پکتيکا پوهنتون"د پکتيکا عالي دارلمعلمين 2- لمرښوونيزمرکز 3- شال

ښوونځي:

[سمول]

په پکتيکا کې نږدې شاوخوا 332 ښوونځي دي 259 يې لمړني شوونځي، 36 منځني، 31 يې لېسې او 12 يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې 3300 تنه دي چې يوازي 200 تنه يې رسمي دي.

په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي.

طبعي زيرمې:

[سمول]

پکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

زراعتي پيداوار:

[سمول]
  1. جوار
  2. غنم

چلغوزه

  1. اوربشې
  2. لوبيا

.

ميوې:

[سمول]

پکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، او مڼي، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.

مشهور حيوانات او د مالدارۍ حالت:

[سمول]

اهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښې، خر، کچرې، چران او .. وحشي: د پکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، لېوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو، خو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت د څو ولسواليو چې غرونه يې وهل شوی په غرونو کې د حيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيمو کې په نشت حساب دي، د پکتيکا ولايت په لرې پرتو سيمو او د ښار په شاوخوا سيمو کې خلک زيات مالونه لري.

مدني او فرهنگي ټولنې:

[سمول]
  • شال مدني او فکري بنسټ
  • غاټول ادبي ټولنه
  • پکتيکا د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه
  • د گلاب گل ادبي ټولنه
  • پکتيکا ځوان خوځښت ټولنه
  • شکین د ځوانانو ټولنه
  • د ارگون د ځوانانو ټولنه
  • مېلمه مدني بنسټ
  • د سرروضې د ځوانانو ټولنه
  • د يوسف خېلو د ځوانانو ټولنه
  • مټاخان د ځوانانو ټولنه
  • د مرکز ښرنې د دوکاندارانو اتحاديه
  • د پکتيکا د محصلينو ټولنه
  • د خېرکوټ د ځوانانو ټولنه

طبعي زيرمې:

[سمول]

پکتيکا ډېرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمې، د مسو زيرمې، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

مېوې:

[سمول]

پکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومنې، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگور په مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼې او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې موجود دي.

مشهور حيوانات او د مالدارۍ حالت:

[سمول]

اهلی:

[سمول]
  • وزې
  • ميږې
  • غوايي اوغواميښي
  • خر
  • کچرې
  • چران

او نور

وحشي:

[سمول]

د پکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، لېوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت د څو ولسواليو چې غرونه يې وهل شوي په غرونو کې د حيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، د پکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيمو کې خلک زيات مالونه لري.

  1. سرچينې تړی: http://www.cso.gov.af/demography/population.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20100128120310/http://www.cso.gov.af/demography/population.html. Archive date: ۲۸ جنوري ۲۰۱۰.
  2. پکتيکا