Jump to content

پنجشیر ولایت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پنجشیر نه مخ گرځېدلی)
پنچشیر
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱۷۶٬۰۰۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۳٬۶۱۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۲۵′۳۹″شمال ۶۹°۴۴′۰۶″ختیځ / 35.4275°شمال 69.735°ختيځ / 35.4275; 69.735 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

پنجشیر د افغانستان په شمال ختیځ کي د هیواد یو له کوچنیو ولایتونو څخه دی، چي اووه ولسوالۍ او ۵۱۲ کلي لري. ددې ولایت نفوس د ۲۰۱۳ کال د اټکل له مخې 100’146 تنه ګڼل سوی دی، او پلازمینه یې بازارک نومیږي.

پنجشېر ولایت په ۲۰۰۴ز کال کي د پروان ولایت څخه بېل او ځانته درجه ورکړل سوه. ددې ولایت په شمال کې بغلان او تخار، ختیځ کې بدخشان او نورستان، سوېل کې لغمان او کاپیسا او لویدیځ کي پروان ولایت موقعيت لري.

وګړي

د پنجشېر ولایت اوسېدونکي تاجکان، هزاره او پښتانه کوچیان دي، چي تر ټولو لوی توکم یې تاجک ګڼل کیږي. هزاره ګان او تاجک ددې ولایت په ولسوالیو او مرکز کي ژوند کوي، خو کوچیان یې په عمومي توګه د خاواک په دره کي چي د افغانستان یو له تاریخي درو څخه ګڼل کیږي، میشت دي.

نوم

د پنجشېر د نوم په اړه تاریخ پوهان په دې اند دي چي یاده کلمه له دوو لفظونو (پنج) او (هیر) څخه جوړه ده چي پنج یې د پنځه او هېر د سیند مانا ورکوي، یعني پنځه سیندونه. د اسلامي نړۍ مشهوره سیاح ابن بطوطه بیا د هير کلمه په غر سره ژباړلې ده، او مانا یې د پنځو غرونو ورکړې ده.

ځمکپوهنه

پنجشېر ولایت د افغانستان پلازمیني کابل ته په شمال ختیځ کي د 120 کیلومتره په اندازه باندي د هندوکوش په غرونو کي پروت دی. ددې ولایت ځمکه له سمندر څخه 2217 متره پورته ده، چي په ځینو سیمو کي دا اندازه تر 6000 مترو پوري رسیږي. د پنجشېر ولایت اوږدوالۍ له دالان سنګ سیمي څخه تر کوتل انجمن پوري 125 کیلومتره شاوخوا اټکل سوی دی.[۲]

پوهنه

ولسوالۍ

  1. انابه ولسوالۍ
  2. بازارک ولسوالۍ
  3. پريان ولسوالۍ
  4. خنج ولسوالۍ
  5. دره ولسوالۍ
  6. روخه ولسوالۍ
  7. شوتل ولسوالۍ

تاریخ

  1. سرچينې تړی: http://nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2022/06/Estimated-1401-010_compressed.pdf.
  2. https://www.sayahonline.com/afghanistan/provinces/panjshir.html