د جاينيزم فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا



د جين په فلسفې سره لرغونې هندي فلسفي نظام ته اشاره کېږي چې په «جاينيزم» کې يې بنسټ اېښودل شوی و. د جين فلسفې يو له سترو خاصيتونو څخه د دې دوه ګوني ماوراء الطبيعية دی، کوم چې باور لري چې وجودونو دوه جلا جلا ټولګې شته، ژوندۍ، شعوري يا حس لرونکې (jiva) او دويمه يې ناژوندۍ يا مادي (ajiva).کينډۍ:Sfnp

په جين متنونو کې د پوهه پېژندنې، ماوراء الطبيعة، اخلاقياتو، نړۍ پېژندنې او سوټريالوژي په څېر ګڼ فلسفي مضامين تر بحث لاندې نيول کېږي. د جين افکار په لومړي سر کې په دې اړوند فکر کوي چې هغه د ژونديو شيانو د طبيعيت په اړه  پوهه، له «کارما» (کوم چې ښې مادي ذرې بلل کېږي) سره د دې موجوداتو اړيکې او دا چې دا ژوندي موجودات به څه ډول د تناسخ له جريان څخه ازاد (moksha) شي. جين له دې امله هم د توجه مرکز دی چې په داسې يوې نړۍ باور لري چې پيل نه لري او پنځونکی خدای ردوي.

د جين په اند، د جين فلسفه تلپاتې ده او په لرې ماضې کې د سترو روڼ اندو «ټيرتانکاراس» (ګودر جوړونکو) له خوا بيا بيا ښوول شوې ده. تاريخ پوهانو د جين افکارو جوړېدل په لرغوني هندوستان کې، په ځانګړي ډول «مهاويرا» (پنخمه مخزېږديزه پېړۍ، د بودا سره همعصره) او د اټکل تر مخې پارشواناتا (د اختلافاتو سره سره تر اومې يا اتمې مخزېږديزې پېړې پورې) تر وخته پورې رسولي دي.

د «پال ډوندادس په وينا، د اوږد تاريخ په اوږدو کې د جين فلسفه په پرتليز ډول ثابته پاتې شوه او هېڅ ډول ستر بنسټيز بدلون پکې نه دی راغلی. لامل يې د «Umaswati's Tattvārthasūtra» اغېز دی، کوم چې د ټولو جينانو په منځ کې مرکزي واکمن فلسفي متن پاتې شوی دی.

پوهه[سمول]

د « Ācārya Pujyapada's Sarvārthasiddhi» په وينا د يو ژوندي موجود لپاره تر ټولو وروستۍ ښېګڼه (jīva) د تناسخ (saṃsāra) له دوراني نړۍ څخه ژغورل دي. دازادۍ تر لاسه کول همدا راز په هر څه د پوهېدو سره نښتي دي او داسې باور کېږي چې د « Mahavira » په څېر پخوانيو جيني حکيمانو دا ټولپوهه تر لاسه کړې وه.

د « Tattvārthasūtra » په باور خلاصون ته د لاسرسی وسيلې درې شيان دي (دا د درې ملغلرو په توګه پېژندل کېږي):

سم ليد، سمه پوهه او سم عمل (يو ځای) د ازادۍ پر لور لاره جوړوي.

ـــــ

د « Sarvārthasiddhi » په وينا.

  • سم ليد (Samyak Darśana) په دې ډول تعريف شوی چې «د tattvas  (مادې،حقيقتونه) په اړوند د ريښتينې پوهې پر بنسټ ليدل». سم ليد د سمې پوهې په مټ تر لاسه کېدای شي.
  • سمه پوهه (Samyak Jnāna) په دې ډول تعريف شوې چې «د tattvas  په اړه د jīvas  (ژوندي موجودات) په څېر پوهېدل ځکه چې په حقيقت کې دا (artha) دي.

جينيان باور لري چې هوښيار موجودات کولای شي د ټولو شيانو بشپړه او سمه پوهه په لاس راوړي (علم مطلق). هغه څوک چې داسې پوهه لري دوی روښانه شوي « kevalins » دي. دا هغه روحونوه دي چې له هر څه جلا شوي او په همدې بنسټ د دې وړتيا لري چې نېغ په نېغه هر شی درک کړي، ځکه چې نور هېڅ شی د دوی د روح د پوهې مخه نه شي نيولای. د ډېرو موجوداتو د روح د مطلقې پوهې مخه کارمايي ذرو نيولې ده چې د دوی تر روح پورې نښتي دي، لکه د يوې ډبلې وريځې ديوالونو چې د لمر د رڼا مخه نيولې وي. په همدې اساس،  د کوچنيو موجوداتو لپاره د مطلقې پوهې يواځينۍ سرچينه د kevalins ښوونې دي. له دې امله چې نور کوم ژوندی kevalins نه شته، د جين متنونه د دا ډول پوهې يواځينۍ سرچينه ده او په همدې اساس ورته د جين په فلسفه کې تر ټولو لوړ مقام ورکړل شوی دی. له دې امله، د جين فلسفه هغه اصول مطلق رښتيا بولي، کوم چې په دې صحيفو (سپېڅلو کتابونو) کې موندل شوي دي او د فلسفې مرکزي دنده دا ده چې دا اصول رالنډ، تشريح او بشپړ کړي.

شته پېژندنه (د موجوداتو علم)[سمول]

د « Harry Oldmeadow » په وينا، د جين شته پېژندنه هم واقعي او هم دوه ګونې ده. « Jeffery D. Long» هم د جين د ماوراء الطبيعة واقعيت ماهيت تايدوي، کوم چې د پلورليزم (ګڼ انديز) يو ډول دی چې د ګڼو حقيقتونو شتون تايدوي.

« von Glasenapp» ليکلي چې د ژونديو يا محسوسو جوهرونو (jīva) او د بې ژونده جوهرونو (ajīva) تر منځ ستر ماوراء الطبيعي توپير شته.

د جين فلسفه لږ تر لږه د اوو  « tattvas» (رښتياوو، حقايقو يا بنسټيزو اصولو) اټکل کوي:

  1. جيوا – ژوندي موجودات، شعور لرونکي يا روح چې په اړه يې ويل کېږي له هغه جسم څخه يو جلا شی دی چې دا پکې ژوند کوي. غېر مادي جيواګانو خاصيت لا يتناهي شعور، پوهه، خوشالي او تاوانايي ده. سره له دې چې دوی هم زېږېدل او مړينه دواړه تجربه کوي، بيا هم نه له منځه وړل کېږي او نه پنځول شوي دي. په همدې بنسټ دا بيا له يوې خوا تلپاتې دي، خو له بلې خوا بيا دايمي نه دي. زوال او اصليت په ترتيب سره د روح يو ورکېدونکي حالت او دويم ښکاره کېدونکي حالت ته اشاره کوي، دا يوازې د جيوا بدلونونه دي.
  2. اجيوا – له دې څخه مطلب بې حسه ماده ده. د بې حسه مادې په اړه د شته پېژندنې پنځه ډلې شته: بې حسه جوهر يا ماده (پوډګالا)، د خوځښت اصل (درما)، د ارام اصل (ادرما)، ځای (اکاشا) او وخت (کالا). له جيوا سره يو ځای دوی شپږ شته پېژندونکي مادې (دراويا) منځ ته راوړي. توکي ساده او او نه ويجاړېدونکي عناصر دی، کوم چې په فنا کېدونکو جسمونو يا شيان کې راټولېږي.
  3. اسراوا (ډله ييز راتګ) – هغه پورسه چې په مټ يې ښه او بد کارامايي مادې په ژونديو شيانو کې ننوځي
  4. باندا (بندګي) – د ژونديو موجوداتو او کارماګانو متقابل ګډېل، په همدې بنسټ د بدلون لامل ګرځي، کوم چې په شریکه سره په راتلونکي کې د بيا زېږېدو تعين کوي.
  5. ساماوارا – په روح کې د کاراميي مادې د راتګ بندېدل
  6. نيرجارا (سوکه سوکه جلا کېدل) – له روح څخه د کارامايي مادې جلا کېدل يا غورځېدل
  7. موکشا (ازادي) – د ټولې کارامايي مادې بشپړ له منځه تلل (د يو ځانګړي روح پورې تړلې ده).

« Śvētāmbara » جينيان پورته ياد شوي فهرست دوه نور حقايق هم ورزياتوي: ښه کارما (پونيا، ښېګڼې) او بده کارما (پاپا، منفي).

د جين د انديالانو تر مخې د هر موجود په بيلا بيلا طريقو سره تحليل کېدای شي. « Umasvati» د څېړنې د ګڼو لارو انځوروي چې «نکيپاس» يې ببولي. نومونه يې دا دي: ناما (نوم)، ستپن (نښه)، دراويه (شونيا)، بهاواتا (حقيقت)، نرديش (تعريف)، سوميتوا (ملکيت)، سادها (لامل)، اديکارنا (خای)، استي (موده)، ودهاناتا (تنوع)، سيټ (وجود)، سمکيا (شميريزه ټاکنه)، کسټرا (نيول شوی ډګر)، سپارشن (د ډګر لمس)، کالا (دوام)، انتارا (وخت تېرېدل)، بهاو (دولتونه) او الپابهوتوا (اړونده اندازه).

«Helmuth von Glasenapp» د دې ښودنه کړې چې د جين د فکر مرکزي اصل د هغوی هڅه ده چې غواړي داسې يوه شته پېژندنه وړاندې کړي چې هم پکې بدلون شامل وي او هم پکې تلپاتې والی. په دې ډول، هر موجود يو داسې څه لري چې هغه تلپاتې وي او يو داسې څه چې هغه تغير موندونکی وي.د بېلګې په ډول، په يو لوښي کې، د هغې مادي اتومونه نه خرابېدونکي دي، خو بڼه، رنګ او نورې ځانګړتياوې يې د بدلون وړ دي.

پوهه پېژندنه[سمول]

جين فلسفه د پوهې درې باوري وسلې مني (pramana): باور لري چې سمه پوهه په ادراک (pratyaksa)، اټکل (anumana) او شاهدۍ (sabda  يا د صحيفو ټکی) ولاړه ده.  دا اندونه د « Tattvarthasūtra، Parvacanasara، Nandi » او « Anuyogadvarini» په څېر د جين په متنونو کې روښانه کړای شوي دي. په ځينې جين متنونه تشبيه (upamana) د څلورمې باوري وسيلې په توګه زياتوي، کټ مټ په هغه طريقه څنګه چې د نورو هندي مذهبونو په پوهه پېژندنې اندونو کې موندل شوي دي.

سرچينې[سمول]