شپږيزه کريکېټ ليګ
Shpageeza Cricket League
شپږیزه کريکېټ لیګ | |
---|---|
هېواد | افغانستان |
پازوالان | افغانستان کريکېټ بورډ، اېس سي اېل ډيپارتمنت |
د لوبې ډول | شل اوريزه |
لومړی پړاو | ۲۰۱۳ |
وروستی پړاو | ۲۰۲۴ |
راتلونکی پړاو | ۲۰۲۵ |
سياليو ډول | Round-robin and Playoffs |
لوبډلې | پنځه (۵) |
اتله لوبډله | امو نهنګان (يو ځل اتله) |
له ټولو بريالۍ | سپين غر پړانګان (درې ځله اتله) |
تلوېزيون | ملي راديو تلوېزيون |
وېبپانه | Cricket.af Shpageeza.af |
شپږيزه کريکېټ ليګ يا اېس سي اېل چې د اېکس بول انرژي شپږيزه کريکېټ ليګ هم بلل کيږي، او اتصالات شل اوريزه شپږيزه ليګ هم بلل کيږي، د کريکېټ شل اوریزه ټورنمنټ دی چې هر کال د افغانستان کريکېټ بورډ لخوا په افغانستان کې جوړیږي. شپږيزه کريکېټ ليګ له اته ترکيبونو جوړ دی، [۱] چې پکې د ملي لوبډلې لوبغاړي، بهرني لوبغاړي، د الف لوبډلې لوبغاړي او د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې لوبغاړي او همدارنګه د اړوندو سیمو غوره لوبغاړي په دې ټورنمنټ کې برخه اخلي. سربېره پردې، افغان کريکېټ بورډ دې له لارې لوبغاړي راټولوي او لوبډلو ته بيا پکې د بولۍ لاري لوبغاړي اخيستل کيږي، نه د کريکېټ بورډ په انتخاب.
د دې ۱۲ ورځنۍ سيالۍ اصلي موخه په افغانستان کې د کريکېټ او سپورت وده او د سپورت له لارې د سولې رامنځته کول دي.
دا سيالۍ په بېلابېلو کلونو کې د بېلابېلو تلوېزيونونو سره د تړون له لارې په ښه او اېچ ډي بڼه خپريږي، چې په افغانستان او نړۍ کې ګڼ شمېر مينه وال لري.
تاریخ
[سمول]دغه لیګ په ۲۰۱۳ کال کې د شپږيزه کريکېټ ټورنمېنټ په نوم پيل شو. په دې سياليو کې پنځو سيمه ييزو لوبډلو برخه اخيستې وه او دا د افغانستان کريکېټ بورډ له خوا يو بريالى نوښت و. د دغه ټورنمنټ د پرانېستې لپاره د لومړي لیګ اتله سپین غر ټایګرز وه. دا لوبې د شمشاد تلویزیون له لارې خپرې شوې. په ۲۰۱۴ کې دویم پړاو سيالۍ بيا پيل شوې چې پنځه لوبډلې پکې شاملې وې، چې هره يوه لوبډله يې د د هېواد د يوې سیمې استازیتوب کوي. د مس عینک اتلان لوبډلې د سيالۍ اتلولي خپله کړه. [۲] ګلبدین نایب د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. د دې سیالیو غوره توپ وهونکی نور علي ځدراڼ او روښان بارکزی غوره توپ وهونکی ونومول شو. [۳] دغه لوبې په ۱ تلویزیون کې خپرې شوې. [۴] [۵] له ۲۰۱۷ راوروسته، آی سي سي د شل اوريزه کورنيو سیالیو ته د لیست A حیثیت ورکړ (د شل اوريزه په ځای د لیست A موقف ځکه چې افغانستان د ۵۰ اورونو کورنی ټورنمېنټ نه درلود). [۶] [۷] که څه هم د ۲۰۱۷ کال په می میاشت کې، آی سي سي د افغانستان د غازي امان الله خان سیمه ییز ۵۰ اوریزه یو ورځنۍ ټورنمېنټ د لیست A حیثیت په ورکولو سره په رسمیت وپیژنده [۸] او د ۲۰۱۷ کال شپږيزه کريکېټ ليګ لوبې د شل اوریزو سیالیو په توګه درجه بندي شوې.
لوبډلې
[سمول]شپږيزه کريکېټ لیګ د افغانستان په پنځو سیمو کې ترسره شو خو شپږمه لوبډله کابل بازان چې په رسمي ډول د عاطف مشعل لخوا سپانسر شوې وه د ۲۰۱۵ کال په پړاو کې اضافه شوه. په ۲۰۲۱ کال کې دوه نوې لوبډلې، هندوکش ستوري او پامیر زلمي هم پکې شاملې شوې. [۹] چې ټولې لاندې لوبډلې په شپږيزه کريکېټ ليګ کې شاملې لوبډلې دي:
لوبډله | سيمه | ولايتونه | کورنی لوبغالی | لومړی | برياوې |
---|---|---|---|---|---|
امو نهنګان (امو نهنګان) |
امو | بلخ، فارياب، جوزجان، سمنګان، سرپل | بلخ کريکېټ لوبغالی، مزار شريف | ۲۰۱۳ | N/A |
بند امير ښاماران (بند امير ښاماران) |
بند امير | غزني، باميان، دايکندي ، ميدان وردک | غزني کريکېټ لوبغالی، غزني | ۲۰۱۳ | 1 (۲۰۱۷) |
بوست ساتونکي (بوست ساتونکي) |
بوست | کندهار، هلمند، نيمروز، اورزګان، زابل | کندهار نړيوال کريکېټ لوبغالی، کندهار | ۲۰۱۳ | N/A |
هندوکش ستوري (هندوکش ستوري) |
هندوکش | هرات، بادغيس، فراه، غور | هرات کريکېټ لوبغالی، هرات | ۲۰۲۲ | N/A |
کابل بازان (کابل بازان) |
کابل | کابل | الوکوزی کابل نړيوال کريکېټ لوبغالی، کابل | ۲۰۱۵ | 2 (۲۰۱۶، ۲۰۲۰) |
مس عينک اتلان مس عينک اتلان |
مس عينک | خوست، لوګر، پکتيا، پکتيکا | خوست کريکېټ لوبغالی، خوست | ۲۰۱۳ | 1 (۲۰۱۴، ۲۰۱۹) |
پامير زلمي (پامير زلمي) |
پامير | کوندوز، بدخشان، بغلان، پنجشېر، پروان، تخار | کوندوز کريکېټ لوبغالی، کوندوز | ۲۰۲۲ | N/A |
سپين غر زمريان (سپين غر زمريان) |
سپين غر | ننګرهار، کاپيسا، کونړ، لغمان، نورستان[۱۰] | غازي امان الله خان نړيوال کريکېټ لوبغالی، جلال اباد | ۲۰۱۳ | 3 (۲۰۱۳، ۲۰۱۵، ۲۰۲۲) |
سرچينې
[سمول]- ↑ "د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اته لوبډلې وپلورل شوې". cricket.af.
- ↑ "۲۰۱۴ Season Cricket Schedule - Upcoming Cricket Calendar: Shpageeza T20 Tournament، Aug-Sep ۲۰۱۴ (in Afghanistan)". ESPNcricinfo.com. بياځلي په October 19، ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "Shpageeza Cricket League Betting Tips - Latest Afghan T20 Cup Tips". CricBetLive. بياځلي په October 19، ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "SCL ۲۰۱۷ Live Streaming & TV Channel، Afghanistan Shpageeza Cricket League ۲۰۱۷". CricketZine. بياځلي په October 19، ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link)[مړه لينکونه] - ↑ . 17 September ۲۰۱۴.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 221: attempt to compare nil with number.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 221: attempt to compare nil with number.
- ↑ "ICC Recognizes Afghanistan's Domestic ODI Tournament As List A League". Bakhtar News. بياځلي په 9 August ۲۰۱۷.
{{cite news}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اته لوبډلې وپلورل شوې". cricket.af.
- ↑ "Domestic Cricket in Afghanistan". Afghanistan Cricket Board. بياځلي په 28 August ۲۰۱۴.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: dates (link) CS1 maint: url-status (link)